(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مولوی عبدالغفار بریالی په شعر کې طنز د

عبدالغفار بريالی كاكړ د كندهار د سرپوزې په ګيلان نومي كلي كي زېږیدلی دی پلار یې مولوي اختر محمدنومید. هغه خپلې لومړنۍ زده کړې په کندهار کې کړي او د لوړو مذهبي زده کړو لپاره د هند د ديوبند مدرسې ته تللی دی بریالی په پښتو،پارسي او عربي علومو كي ښه مهارت درلود او د پښتو د کلاسيک طرز یو روان او خوږ طبع شاعروو. دكاكړ صاحب ديوان په (۱۳۲۵) كال كښي چاپ شوى دى د مولوي عبدالغفار بريالي یو چاپ شوی كتاب« اهاړ »نوميږي. دهغه لومړني شعر ونه په طلوع افغان کې د عبدالغفار زخمي په نامه خپاره شوی دی ځکه بریالی څه مده د زخمي تخلص هم کاوه. د هغه د شعرونو زياتره برخه عشقي ،ټولنیز شعرونه دی وایي هغه د پير محمد كاكړ پيرو وو هغه په خپل شعرونو کې زاهد یو سپین کالی او سپين لنګوته ملا نه دی هغه ریاکار دی چې په سپینو کالو کې سرې سترګی ګرځي د ځان د سپينولو لپاره په جار په نورو بد وايي خو دی د هغه په ریا پوه دی نو هغه ته په ګواښ وایي په ضد مې مه راوله او خوله مې مه خلاصه وه! بیا په غوسه ورته وایي: اې ناپوه! د هر چا د مینې لاره جلا جلا ده ته خپله لاره نیسه ما خپلي لارې ته پرېږده: ستا د عبادت کتاب زما د هجر یو جواب وینم په خلوت کی د ریا پردې هواري دي شیخه تهمت بس که نور وزي مي له خولې څه شور ولاړ سه ناواقفه د عشق نوري نوري لاري دی شيخه چوپ سه کنه اوس به می پر ضد کړې کړم به ناری چی پکښې دی د فلاني رڼ بیا په رندې زاهد ته وايي :ستا په زهد مې قسم دی توبه زما به وس نه ده ما معذور گڼه زاهده په توبه کی ستا په زهد می قسم که په خپل وس يم په بل شعر کې دهغه بد مرغی په قسمت افسوز کوی چې په میخانه کې خوب ورغلی چې قسمت يې دشرابو وي کم سوى بدبختي ورولي خوب په مېخانه کې دا لاندې شعر يي هم طنزی وږم لري د زرو ګوټمۍ په ګوته لاس ګدايي ته نیول یو طنزی ادا ده چې دتضاد ادبی فن څخه کار اخیستل شوی دی که څه هم هغه په شعرکې د زرو ګوتمۍ په لاس د مینې ګدايي کوی مګر مینه په شتو اړه نه لري : دسونې ګوتمۍ په لاس ګدايي غواړم ددولت باج پر اوږو شومه فقير هغه په دې لاندې شعر کې کندها ر دبد حالت په هکله وایي: د مځکي مخ دى دا که گور دى چي مي تر غوږ دقيامت شوردى يا زه د خوبه يا اوښتى کندهار دى بسته قسمته د خداي پار دى د هغه به ځینو شعرو کې ناقصه تشبیه شعر د ټوکوخواته کاږی چې بیان يې د ټوکو خوند ورکوي تور كيسو چي را اېله كړې پر مخ باندې لكه ګډ چي په جنت سي دوزخيان ادم خورې سترګي پټي كړه په زلفو په ځنګله كي مناسب دي شنه زمريان دسرو شونډو په ګرمۍ دې كاكل تور سو كه راغلي دي عسكر دهندوستان یا ښاپېريوبازار پرېښوده له شرمه چې شروع کړ ګل سينګار په پس خانه کې توری زلفی یې اوږدې د مخ پر لوری که هندو پښې غځولي دي قرآن ته کج که سولې پېچاپېچ سره ټولېږی که فرعون سجده وکړله ځان ته زاغ د خط دی کړې مڼولي په مخ ښخي که شیطان و لاس یې واچاوه ایمان ته تړمه عشق په تار د صبر زمری کله بېهوده نیسي پزه و پېزوان ته زما په اند دا لاندې شعر یې ډیر د ترزیق ډول وهی ترزیق شعرونه د ادبي نقیضې تر ټولو توندی بېلګی دی چې یو ډول بې مانا شعرونه دی چې شعری تناسب په کې نه لیدل کیږي یوازې یې وزن او قافیه برابر ه وي او قافیه یې په شعر کی مانا نه ورکوي یانې هغه یوازې دوزن لپاره استعمالیږی په دې لاندې شعر کې حقیر او توقیر مانا د شعر سره نه وايي: ستا دميني مالداري كړمه فقير ټول جهان مې تر نظر راځي حقير دغني صغراي كبراي نتيجه فقر څه عجب شيرين مضمون دئ دتوقير اخځونه Omari.neginblog.com-1 Majidtanha2007.blogfa.com-2 Baheer.com-3 Lekwal.com-4 Srohi.com-5 Alkozai.bravejournal.com-6 - بېرته شاته