(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

رحمان بابا او دعشق اعجاز

درحـــــمان په عاشقۍ کښې سترګې وشوې څوک چې وائى عاشق ړوند وى هغه خوارشه

شعر دانسانى جذباتود اظهار يوه ډيره موثره ذريعه ده ددې ابتداء کله شوې ده اوچاکړې ده داهيچاته نه ده معلومه ولې بياهم دقياس اوتخمين په جوړ داوئيل ګران نۀ دى چې انسان چې څه وخت په ژبه خبرې شروع کړې او يوبل ته ئې دخپل مافى الضمير درسولو دې ذريعې له وده ورکړه نو دحفظ دياداشت ضرورت هم ورته پيښ شو په حافظه کښې دځنو خبرو ديادساتلو دپاره داضرورى وه چې هغه خبرې دې داسې وى چې ترتيب اواظهارئې دموزونو الفاظو وى انداز اوبيان ئې خوږ زړۀ ته پريوتونکی اوپه اسانۍ سره په حافظه کښې دپاتې کيدو جوګه وى داټول صفات اوضروريات که دژبې اووينا کوم انداز پوره کولی شو هغه شعر ؤ په موزونو او خوندناکو الفاظو کښې دخبرې اظهار کول دهرچا دوس خبره نه وه دابه په معاشره کښې دکومو خاصو کسانو وهبى صفت ؤ او هم هغوى به داسې خبرې جوړولې ترتيب کولې او خلقوته به ئې اورولی شوې .دغه موزونې، مرتب شوې، خوږې او په زړۀ پورې خبرې به چې اوريدونکو واوريدې نو دهغوى په حافظه کښې به محفوظې شوې او دغه شان به ديونه بل ته اودبل نه بل ته رسيدې پاتې کيدې او دمعاشرې دتمدنى ارتقاء باعث به ګرځيدې . ددې موزونو خبرو جوړونکو ته به ئې په هره ژبه کښې يو خاص نوم اخستو چې مونږه ورته نن شاعر وايو شاعرى داسې شی نۀ دی چې هرڅوک ئې خپلولی شى داوهبى فيض دی چې الله تعالى ئې خپلو ځنو خاصو بندګانو ته ورکوى اوهغوى ئې په تربيت مطالعه او استفاده کمال ته رسوى کوم شاعر چې شاعرانه جوهرلرى خودعلم او تربيت يامشاهدې او مطالعې نه بې بهره وى هغه خپل شعر او خپل دغه وهبى قوت ترکماله نه شى رسولی دشعر اوشاعرۍ ارتقائى عمل ددنيا په هره ژبه کښې په خپل خپل تابين جارى پاتې شوی دی چرته تند او چرته ټڼګڼى چرته دروند خوږ، پرسکونه . ملائم راحت انګيز، خوبونکی او چرته تند وتيز، جارحانه انقلاب انګيز، شديد او جذبات رالړزونکی دهر ماحول خپلې تقاضې او خپل انداز وى ماحول هم هميشه په يو رنګ نه وى وختونه اوزمانې په ماحول اثراندازه کيږى کله چې هغې کښې شدت جارحيت اوانقلاب انګيزى راولى اوکله سکون قرار غنودګى،اضمحلال او ايسارتيا. دغه شان په هرماحول کښې دوخت داثراتو له مخې دشاعرۍ دا دواړه قسمونه زيږيدلى خوارۀ شوى اوفروغ ئې موندلی دی دماضى تاريخ دهرې ژبې دادبيا تودا انداز محفوظ ساتلی دی اوهره ژبه چې ادبى پنګه ئې لرلې ده که هغه دپخوانو دورونو ده که دوسطى اوکه دوروستو په ټول کښې دغه کيفيات دغه خواص او دغه رنګونه ليدی کيږى . دشعر وشاعرۍ نړيوال تاريخ چې څومره قديم دی دومره ضخيم اوعظيم هم دی دې په خپل خپل وخت کښې په خپل خپل رنګ کښې ، په خپل خپل ماحول دننه عجيبه عجيبه انقلابات ليدلى دى متقدمينو اومتاخرينو داغندلې هم دى ددې صفت ئې هم کړی دی او ددې وجود ئې وياړلی هم دی تنقيد که دغندنې په شکل کښې دی اوکه دوياړنې دشعر وادب سره متصل راروان دی . اوشعر وادب ته هم بندنۀ اچوى اوهم ورله دوړاندې تللومخه جوړوى دغه حال دمذهب اوعقائدو هم دی دشعر اوشاعرۍ په لړکښې دمذهب رويه هم دتنقيدى انداز ده چرته ئې شعر خوښ کړی دی او چرته ئې ورله غندنه کړې ده افلاطون هم شعر اوشاعر دواړه دخپل جمهوريت په حدودو کښې دساتلو جوګه نه دى ګڼلى ولې ارسطو ددوى وجود دفلسفې نه هم اهم ګڼلی دی داتنقيدى عمل ددې لاپخوا هم ؤ دافلاطون اوارسطو په زمانه کښې هم ؤ او دهغوى نه وروستو هم دی خو شعر په خپل وجود کښې لاهغسې قائم دی شاعر ژوندی دی دشاعر ذهن اوفکر دتخليق تفکر اوشعر جوړولو په کاراخته دی داعمل چې څنګه پخوا جارى ؤ يانن جارى دی په راتلونکې زمانه کښې به هم دغه شان جارى وى . ولې اصل خبره داده چې په هره ژبه اوهر قوم کښې په هر دور اوهره زمانه کښې بې شماره شاعران پيدا شى هغوى شاعرى وکړى موزون کلام خپلې معاشرې له ورکړى په هغې کښې رنګ رنګ خبرې رنګ رنګ فکرونه او خيالات موجود وى خپله وظيفه ترسره کړى او اخر ئې پاڼه زيړه شى اورخصت شى دهغوى کلام دهغې دحسن وخوبۍ اوافکارو دخلوص اوافاقيت په انداز ژوندی پاتې شى دچاپه کلام کښې چې هرڅومره دغه حسن دغه جذبه او دغه خاصيت وى هغه هومره هغه کلام خلق خپلوى زړۀ ته ئې اچوى اوقبول عام ورته حاصليږى شاعر دخپل کلام دافاقيت په تابين ژوندمومى دهغه دوام دهغه په کلام کښې وى دپښتوژبې دشاعرانو هم دغه حال دی څومره چې داژبه قديمه ده دومره په دې کښې ګڼ شاعران هم وخت په وخت پيدا شوى دى دغه شاعرانو چې څه وئيلى دى هغه په څه زمانه کښې سينه په سينه خلقو يادساتلى دى دغسې زمونږ داولس په حافظو کښې محفوظه ده شاعر خدائى خبر چې کله ددنيا نه سفر کړی دی خوشعر اوکلام ئې لاهغسې ژوندى دى دغې ژوندى کلام ته مونږه دهغې شاعر ترکه وايو اوچې کله ئې يادوو نو که هغه يوبندوى يوه مصرعه وى يو متل وى يا يونقل وى نوهرکله چې دشاعر نوم مونږ ته ياد نه وى نو مونږ وايو چې هغه هوښيارانو څه ښۀ وينا کړې ده اوبياهغه وينا چې زمونږ نوم دکوم لرغونى شاعر چې مونږ ئې په هوښيارنوم يادوو تيره کړو اودغه شان په يواندازکښې هغې لرغونى نوم ورکې هوښيار ياشاعرته تبريک وړاندې کړو زمونږ دژبې بې شماره متلونه نقلونه، اوټپې بيخى دغه صفت لرى. چې دشاعرانو شناخت ئې هم چرته نشته ولې خوش بخته دى هغه نوموړى عظيم شخصيتونه چې هم په زړونوحکومت کوى هم داحترام اوتبريک حق لرى او هم دژبې اوفن بادشاهان دى په داسې نوموړو او درنو سخنورانوکښې يوعالمګير شخصيت چې دفکروفن داقليم شاه جهان دی دپښتو ژبې دشعر دټولو نه خوږ او محبوب شاعر عبدالرحمان بابا بللی کيږى . رحمان بابا يوداسې شخصيت دی چې هرڅوک ئې پيژنى پښتوادب اوشعر اودرحمان بابآ نوم دواړه تړلى پيرلى دى رحمان بابا زمونږ دپاره څه دی اوڅه نۀ دی دامسئله اوس دنوربحث محتاجه نۀ ده دی دپښتو ادب اوشعر ددنيا علامت دی درحمان بابا دژبې خوند، دشعر خوږوالی، دافکارو ښکلا دخيالاتو پاک والی اودجذباتو خلوص دهغه دهر شعر خاصيت دی دهغه په کلام کښې ټول ټال دوه درې موضوعات دى خوداموضوعات په رنګ رنګ انداز کښې راوړی شوى دى هغه دتصوف دلارې مسافر دی د اخلاقياتو مدرس دی اودعشق د شمعې پتنګ دی . تصوف يوه ځانله دنيا ده ددې منازل ډير ګران اود ډير ځيګر خون متقاضى وى خودادرحمان بابا دکلام په زړۀ پورې موضوع ده ځکه چې دادهغه مسلک او دانسان دظاهر اوباطن دواړو دتن اود روح دارتقائى عمل دپاره ضرورى دی دالاره چې چاپه صدق اختيار کړې ده اوپه دغې مراحلوتير شوى دى چې رحمان بابا ئې په صفت نه مړيږى هغه وائى چې داسې بزرګان درياضت اوروحانيت ددنياپهلوانان دى چې په ظاهره خاکسار اودرويشان ليدی شى ولې مقام ئې ددنيا حکمرانانو اوبادشاهانو نه ډير اوچت دی او هغه چې قدم ئې په عرش معلى ايښی وى د هغوى مقام عظمت اوبزرګى ددنيا دپاره دخير اوبرکت سبب وى هغه چې وائى دادنيا دڅونيکانو دمخه اباده ده نوهم داهغه نيکان دى چې ددنيا مخ د دې ابادۍ سبب وى او رحمان بابا وائى .

چې په يو قدم ترعرشه پورې رسى مالـــــــيدلی دی رفتار د درويشانو

هغه دخپل کلام په ذريعه په پښتون اولس کښې دغه درويشى صفات پيدا کول اوليدل غواړى او ددې دپاره رحمان باباهغوى ته داخلاقياتو تعليم ورکوى دښو اخلاقو په ښائسته اوسپيڅلى ژبه کښې ترجمانى درحمان بابا دکلام يو په زړۀ پورې صفت دی دغه شان هغوى که دبدکارۍ او بداخلاقۍ غندنه کړې ده هغه ئې هم په خپل مخصوص اندازکښې په داسې الفاظوکښې کړې ده چې قبيح شی واقعى سړى ته قبيح په نظر راشى درحمان بابا دکلام صفت هم دغه دی چې هغه کومه دقارى زړۀ ته پريوځى هم اوهغه ئې حقه هم ګڼى په دې وجه کله هم چې درحمان بابا شعرڅوک اورى نودغه وائى چې رحمان بابا څه حقيقت ويناکړې ده . درحمان باباداخلاقى شاعرۍ موضوعات هغه ټول انسانى صفات اوکمزوريانې دى دکومو په برکت که يوپلو پرې دی دفرښتو دافضيلت مقام ته رسى اوبل پلو دی دسفليت داسې درجې ته پريباسى چې دحيوانانونه ئې هم لاندې غورځوى دغه صفات او دغه کمزوريانې داخلاقى دنيا دوه اړخونه دى دانسان دمهذب کيدو اودکمال موندلو دپاره چې کومه مثبته لار په ګته کولی شى هغه دښواخلاقو غوره صفاتو اواعلى خوبيانو لاره ده اوکومه لار چې دغه انسان حيوانيت، بربريت اوسفليت پلوبيائى هغه دمنفى اخلاقو لاربللی شى درحمان بابا هغه ټول کلام چې دغه موضوعات پکښې بيان شوى دى انسان ته هغه لار په ګوته کوى کومه چې دخوش خصالۍ اودانسانى شرافت ترجمانى کوى هغه وائى .

لاس اوپښــــــــــــــــې دهغه نيسه چې خوش خويه خوش خصال وى

هرکله چې يوانسان په ښواخلاقو متصف شى اوشخصيت ئې ددنيا دپاره درحمت سبب شى نوداسې انسان درحمان بابا په نظرکښې داحترام اودرناوى حقدار شى .

هغه زړۀ چې خدائې روښان که جام دجم شى په دې جـــــــام کښې ورښکاره تمام عالم شى

هم دغه انسان چې هرکله دهغه زړۀ روښانه شى او دالائشونو اوکدورتونو نه ئې روح اوتن دواړه پاک شى نودرحمان بابا په نزد هغه په صاف دلانوکښې شمار شى دعشق په جذبه سرشار شى هغه بيا دهغه تعليماتو اثرواخلى کوم تعليمات چې .

صاف دلانولره لږنصيحت بس دی دګوهرو پيوستون په نرى تار شى

حسن اونور که په هرشى کښې وى دهغې اثر په دغه پاکوزړونو کيږى ځکه چې هغوى دټولو خوبيانو اوصفتونو مرکز پلو رجوع کول غواړى او دغه مرکز چې پريوتی په ظاهرى څيزونو او باطنى خصائلو کښې ليدی شى هغه ازلى حسن دی کوم چې ددنيا په مخ په دې کائنات کښې خپله ښکلا شيندى .

چې مې ستادجمال عکس دی ليدلی په خپل روح کښې هم پـــــــــه دادائينې غــــــــــــــــــوندې حيران دی زما روح

درحمان بابا دتعليماتو اصل مرکز دغه ازلى حسن ته نزدې کيدل دى اودې ته دنزديکت لارې هغه په ګوته کوى ددغې د پاره هغه عشق يولازمى امرګڼى ځکه چې بغيردعشق دجذبې نه په دغه لاريون کول ګران څه چې ناممکن دى دغه شان رحمان بابا په خپل کلام داخلاقياتو په لار دتزکيه نفس اوتزکيه روح په ذريعه دعشق په جذبه دهغه کمال حاصلولو تعليم ورکوى کوم چې ړندې سترګې بيناکوى اوعقل دجنون خوندونه ورښائى

ځکه خووائى چې .امتى دابراهيم شه،تابع مه شه دنمرود دغـــفلت دخوبه پاڅه څوبه اوسې خــــــــــــــــــــــــــــــواب الود

درحمان بابا دتعليماتو نچوړ دادی هغه لار چې نبى کريم (ص) دانسانيت دتکميل پاره راوړې ده هم هغه لار دالله تعالى ته چې حسن کل دی درسيدلو دپاره خپلول ضرورى دى دعشق دلارې کاملان هغه دى چې په پاک رسول صلى الله عليه وسلم مئين وى اوهغه دعشق دلارې رهنماګڼى هرکله چې يوانسان په دغه لار روان شى نوهغه دحقيقت سره اشناشى اوپه دې اورسى چې .

داجهان دی خدائې له عشقه پيدا کړی دجملــــــــــــــــــه ومخلوقاتو پلار دی دا

دغه کاملان چې دنياورته په خپل ناقص فهم ړاندۀ وائى په اصل کښې سترګه وروى دهغو نظر دسمک نه ترسما پورې لګى اوهغوى دهر شى دکره اوکوټه معلومولو اهليت لرى دهغوى دزړۀ سترګې بيناوى نوځکه خودحسن کل دجلوونظاره کولی شى رحمان بابا هم په داسې عاشقانوکښې ځان حسابوى اوځکه وائى چې.

درحمـــــــــان په عاشقۍ کښې سترګې وشوې څوک چې وائى عاشقى ړوندوى هغه خوارشه

Mohammad Nawaz Taeer – 22.08.2007 - بېرته شاته