(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتنو بېړۍ ډوبيږي

یکوال: احمد تمیم ړنګ د ۱۱ سپتمبر د پیښی نه وروسته کله چی امریکا او متحدین یی په افغانستان یرغل وکړو او د طالبانو اسلامی امارت یی ړنګ کړو او د خپل د خوښی ګډاګی حکومت جوړ کړو نو هر هیواد یوځل بیا خپل تر توان پوری دی کوښښ کښی بوخت دی چی د افغانستان غیرتمند ولس خپل سیاسی او فرهنګی اغیزی لاندی راولی. یهود، نصارا او بودپرستانو په خپل ټول ځواک دې ته ملاتړلې ده، چې په جهاني سلطحه د مسلمانانو پر ضد خپل شيطاني اتحاد پياوړي کړي، او د مسلمانانوپرضد په صليبي جگړې لاس پورې کړي او له دې لارې ځانونه خپلو شيطاني هدفونوته ورسوي د اول نړیوال جګړه نه وروسته کفارو ته دا یوه اندیښنه پیدا شوه که چیرته مسلمانان سره متحد شی نو کیدیشی چی خلافت عثمانیه دور بیا پیل شی، نو دوی د یو منظم تحریک د یهودیانو په مشری د مسلمانانو په خلاف پیل کړو، کفار په دی پو هیدل چی د ا مهال د مسلمانانو مشری اهل سنت او اهل جماعت کولی شی او په دی هم پو هیدل چی د اهل سنت او اهل جماعت مشری او رهبری پرته له پښتنونه نه عرب کولی شی او نه هم کوم بل قوم ، ځکه چی دوی د پښتنو له عقيدوي قوت څخه ويره لري ، هغه قوت چې په اسلامي عقيده کې نغښتي دې هيڅ ډول يرغل او تيری نشي زغملي ، دهر ډول يرغل او تيري په وړاندي په ميړانه او شهامت مقاومت کوي، د خپلواکۍ په لاره کې هر ډول قربانۍ ته تيار دي ، خپلواکي او آزادي يو ايماني ارزښت ګڼي ، او هر کله چې دا راز عقيده په انسان کې پيدا شوه ، نو بيا د خپلی آزادۍ څخه په هيڅ قيمت لاس نه اخلي . د افغانستان د فرهنګی شتون پر ضد د ۱۸ پیړی د پیل نه تر دی مهال انګریزانو،فرانسویانو، هالنډیانو ، روسانو ، اوهندیانو په پراخه کار پیل کړی دی. کفارو د مسلمانانو او خصوصاْ د پښتنو ځوانانو نه د هغوی ایمانی قوت ، غیرت ، کلتوراو فرهنګ د منځ نه وړلو لپاره په یو منظم ټوګه کار پیل کړو ، په افغانستان باندی د روس یرغل ته هم د دغه سازش یوه برخه ویلی شو او بیا د ۱۱ سپتمبر سازشی او یو منظم پیښی نه وروسته که چیرته دا سی ووایو چی د امریکا متحده ایالات او ملګری صلیبی هیوادو نو یرغل په افغانستان د پښتنو د نسل د منځ نه وړلو یو منظم او پلان شوی عمل دی نو غلط به نه وه. که د یوی خوانه امریکا متحده ایالات او صلیبی هیوادونه د پوځی عملیاتو له لاری زمونږ غیرتمند ولس له منځ نه وړی ، له بلی خوانه مونږ ته نږدی هیواد هندوستان هم مونږ په کراره نه یو پریښی او د تیرو څو کلونو را هسی زمونږ د افغانی غیرت، کلتور او ایمانی جذبه ختمولو او ځوانه طبقه د بد اخلاقی په لوری کول او د بیلابیلو لارونه په ګټه پورته کولو خپل غیر منطقی، غیر اخلاقی او غیر انسانی فرهنګ په افغان ولس د تپلو کوښښ کړی، چی افسوس سره دا خبر باید وکو چی تر دیره حده دوی خپل په دی سازش کی بریالی شوی هم دی ، نن د هندوستان فلمونو او ډرامو زمونږ ځوانان تر ډیره حده پوری د افغانی فرهنګ و کلتور او د اسلامی تعلیماتو نه لری کړی دی ، نن زمونږ واکداران چی اکثریت یی د پردیو هیوادونو غلامی کوی او د څو ډالرو په بدل کښی د بودایزم تبلیغ کوی او شخصی تلوزیون چینلونه او د راډیو چینلونه یی جوړ کړی اود هغه لاری د خپلو د بادارانو په حکم غیر اسلامی او غیر اخلاقی خپرونۍ خپروی ، چی زمونږ ولس ته خصوصاْ ځوانه طبقی ته ذهنی او اخلاقی زیان رسولی . ديارپه قبر ترخې شنې شوې، ته لا ويښ نه شولې تر خيبر تېرې ولولې شوې، ته لا ويښ نه شولې زرغونې څانګې، د خزان سيليو وچې كړلې له پښتون ډكې هديرې شوې، ته لا ويښ نه شولې دا د شک څخه وتلی خبر ده چی افغانانو د تاریخ په اوږدو کښی د هر ډول نظامی او فرهنګی یرغل ته غاښ ماتی ځواب ورکړی دی ، نن ورځ د افغانانو تاریخی ازموینه ده نن باید افغانان ثابته کړی چی دوی د احمد شاه بابا ، میرویس خان، خوشحال خان او ابراهیم لوهدی بچی دی ، نن افغان ولس دی د اوسنی واکدارانو نه هیڅ رنګه طمع ونه ساتی ځکه د افغانستان اوسنی حکومت د همدغو یرغلګرو د ډالرو له برکته په پښو ولاړ دی، نن په ټولو دینی عالمانو، پوهانو ، فرهنګیانو لیکوالانو شاعرانو په وطن او په اسلام مین ځوانانو فرض دی چی د خپل د ایمان ، عزت، غیرت، فرهنګ خوندی ساتلو لپاره د کفارو د ډیرو خطرناکو سازشونو مخ نیوی وکړی. پښتنو بېړۍ ډوبيږي ، ږغ مي اورئ ږغ مي اورئ ، پښتنو بېړۍ ډوبيږي - بېرته شاته