(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په افغانستان کې جګړه څنګه پای ته ورسوو؟

لیکوال:ډیویډ میلبنډ ـ دبرتانیادبهرنیوچارو وزیر ژباړن: رحیم الله بشارت په افغانستان کې جګړه نه بریتانیا پیل کړې نه امریکې. په ۱۹۹۰لسیزه کې ددې هېواد دطالبانو دولت القایده ته د اوسېدو لپاره یو محفوظ جنت او ملاتړ ورکړ. په بدل کې یې اوسامه بن لادن طالبانو ته پیسې او جنګیالي تیارکړل. افغانستان دسپتمبر دیولسمې دبریدونو دپیدایښت په ځای بدل شو. ددې بریدونو په ځواب کې نړیوالې مداخلې په نړیواله کچه ډېر پوره ملاتړ درلود. خو ددې مانا دا نه ده چې زمونږ پوځونه به دتل لپاره دلته وي. اته کاله وروسته، مونږ اړیو چې ددې پلان جوړ کړو چې څنګه به دا پای ته رسېږي ــــ څنګه به هغه څه ساتوچې ترلاسه کړ ي مودي او څنګه به جنوبي اسیا له هغه ناوړه نفوذ نه ژغورو، چې مونږ ټول به اغېزمن کړي. دپرمختګ لار د لانجې د سولې او جګړې دسیاست دمرکزیت په پېژندو پورې اړه لري. دمرګونواو ټول وژنو سره مل کوم خطرناک تېری (تشدد)چې دې جګړې پیل کړی دی ، سیاست به یې پای ته رسوي. د افغانستان لپاره یوسیاسي جوړښت باید دوه اړخونه (بعدونه) ولري. لومړی، یو نوی او ښه پراخ دنننی (داخلي) برابری (جوړښت) په کوم کې چې پوره افغانان برخه ولري، او مرکزي دولت دومره ځواک او قانونیت ولري چې هېواد له داخلي او بهرنیو ګواښونو وساتي. او دویم، په کوم چې لومړنی هم منحصر دی، او هغه داچې یونوی بهرنی جوړښت چې ګاونډیان دې ته ژمن کړي چې د افغانستان د ازادۍ او ځمکنۍ بشپړتیا درناوی وکړي. او دومره ځواک او ملاتړ هم ولري چې ددې ډاډ ترلاسه شي چې دوی په خپله ژمنه ولاړ پاتې کېږي. بریتانیا د ۱۸۳۹ او ۱۹۱۹ترمنځ په افغانستان کې درې ځله جنګېدلې ده. هرځل دا جنګونو په بریتانوي هندکې دبریتانیا د ځواک په مرکزـــ او اقتصادي ګټوپورې تړلي وو. هر ځل دوی غوښتل چې دلته خپل واک ټینګ کړي خو له دې ځای نه دپوځونو په شاکولو ته اړویستل شول. هرځل دا ویستل له ډېرو وینو توېیدو سره مل و، چې اخر دبریتانیا دشاهي کورنۍ ستراتیژیستان په دې لټه کې شول چې ــــ ځان په امن کې وساتي ـــ یو معقول او اوږدمهالی فکر داو چې ـــ یو خپل واکی، خپل ځواکی (پولیسي ځواک) خو په مرستو متکي افغانستان،چې د قبیلو ترمنځ انډول یې برابروي او د بریتانوي هند امنیت ته ګواښ پېښ نه کړي. دپخواني شوروي اتحادستراتيژي جوړوونکي هم ، همدې ته یوه ورته پایلې ته ورسېدل، کله چې په ۱۹۸۹ کې شوروي پوځونه له افغانستان ، څخه ووتل، او دکمیونست محمد نجیب الله حکومت یې ترشاپرېښود، چې تر درې کلونو ژوندی پاتې شو او بیا له منځه لاړــــ دکرملین دنصیحت الفاظ چې٫٫ کمیونیزم هېرول، سوشلیزم پرېښودل، اسلام ته غیږ خلاصول او له قبیلوسره کارکول ٬٬ د نوي تاریخ د هر رژیم په ځېر د نجیب الله رژیم هم له بهرنیومرستو پرته ونه پایېده. او هغه وخت را وپرزېده چې د بورس یلتسن نوې ازادې شوې پرکابل ټولې مرستې ودرولې. په ۱۹مه پېړۍ کې د بریتانیاتجربه او په شلمه کې د شوروي اتحاد هغه ښيي چې د افغانستان دباثباته کولو ښه لاره، او کېدای شي یواځینۍ لاره داده چې پخپله افغانان قوي کړل شي چې بیاخپل په خپلو کلیو او درو باندې واکمن هم واوسي او امنیت هم راولي. ددې د ترلاسه کولو لپاره افغانان له بهر نه پوره سیاسي او پوځي ملاتړ سخاوت مندانه اقتصادي مرستو ته اړتیالري. خو افغانان به په خپله خاوره کې زمونږ مجادلوي پوځونوته له اړتیا، د امنیت د ډاډ ددوی د خپل واک له پراخولو په لاره کې له مرستې پرته ،نه اړتیاولري او نه به هرکلی ووايي. په ۱۸۴۲کې له کابل نه د بریتانوي پوځونو د خوني وتلو په هکله یو تازه مطالعه ښيي چې لامل یې ددې پوځونو د ټيټ پوړو چارواکیولخوا خپلو جګپوړو هغو ته دهغه بد حالت دحقیقت ویلو کې زړه نازړه توب و ،چې بریتانوي پوځونه ورسره مخامخ وو. زه هم دهغو ډیپلوماټانو او دمیدان د قومندانانو سره له خپلو خبرو نه پوهېږم چې هغه «خوږې خبرې» نورې دنن خبرې نه دي. داخبره چې افغانستان سمې لارې ته روان دی هغه رښتیادي چې له ځمکې لاندې شوي دي. دلته نور داسې حقیقتونه شته چې زه یې وینم: • افغانان له دېرشوکلونو جګړو ستړي کړي دي، دوی جګړو، د بنسټیزو حقونو او شونتیاوو نشتوالي اغېزمن کړي دي. اکثریت یې دطالبانو له ظلمونو او تېریو کرکه لري. خوبیاهم کله دوی هغوی ته له ظالمانو جنګسالارانو او قانون ماتوونکو نه د دوی دساتونکو په ډول ګوري. • افغان دولت چې حامدکرزی یې مشري کوي، دخپلو خلکو دغوښتنو، ځواکمنو جنایتکارانو او د اقتصادي ګټو د ځان کوونکو ، او نړیوالې ټولنې له مخالفتونو او فشارونوسره مخ دی. خو په ده کې د حکومت کولو وړتیاکمه ده. دده په اړه اندېښنې له تېرو ټاکنو راپه دې خواژورې شوي دي کومې چې له پراخو درغلیو او د رشوت له تورونوسره ملګرې وې. دا اندېښنې د سیاسي نظام دجوړښت له پلوه هم دي. • افغان بغاوت پراخ ، خو دملګرتیا او اړیکیو، جغرافیوي مرکزونو او تکتیکونو له پلوه کمزوری دی. طالبان د طالبانو دتېررژیم دمشرانو لخوارهبري کېږي چې مشري یې ملاعمر کوي او د پاکستان په سرحدي سیموکې مرکز لري. دحقاني نیټ ورک او حزب اسلامي په ګډون ځینې نورې ډلې وړې ډلې هم په عملیاتوکې برخه لري. دا ټولې ډلې دخلکو په نه باور او دولت په کمزورۍ پايي. • له طالبانو اوس هم کرکه کېږي ـــــ یوه نوې نظرپوښتنه ښيي چې یواځې ۶سلنه افغانان د دوی د واک بېرته راتګ غواړي. خو اوس دوی داسې وړې جنګي ډلې منظمې کړې دي دي چې په جنوب ، ختیځ او شمال کې له محدود ملاتړ نه خوند اخلي، او ددې وړتیالري چې دکابل په ګډون هرچېرته عملیات ترسره کړي. • د القایدې هغه مشران چې له افغانستان ، نه تښتېدلي دي دپاکستان په قبایلي سیموکې پټېږي. د دې مشرانو یوه لویه برخه وژل شوي یانیول شوي دي. سره له دې چې القایده له طالبانو سره د اړیکو اوږد تاریخ لري خو ددوی ملګرتیا تر ډېره بریده تکتیکي او سیمه ییزه ده. تراوسه القایده ددې وړتیا(کپیسیټي) لري ـــــ په نورو هېوادونو لکه یمن کې دخپلو ملګرو او شریکباڼوپه مرسته ــــ په نړۍ کې مرګاني بریدونه وکړي. • په تېرو اتلس میاشتوکې په پاکستان کې د اصف علي زرداري د دیموکراتیک حکومت په راتګ سره څه بدلونونه راغلي دي. حقیقت دادی چې سیمه ییز تروریزم پوځي او وسیاسي مشرانو له یوه نوي هدف سره مخ کړي دي او ددوی په خلاف یې سره موافق کړي دي ، دا خبره اوس ریالیسټيکه ده چې د پولې په دواړو خواوو کې پر وسله والو دفشار پر غورځولو باندې کار وشي. په وروستیو اته کلونو کې افغانه او نړیواله ستراتیژي په دې باندې متمرکزه وه چې د دولت لویې دندې سمې او د افغانانو په ژوند کې مثبت بدلون راولي. که څه هم دا لاره له خنډونو او ځنډونو ډکه خوبیاهم ځینې لاسته راوړنې شته. دپنځه میلونه مهاجروبېرته سنېدنه، کېدای شي په خپل حفاظت ، امنیت اوپرمونږ باندې چې دوی ته مو ساتلي دي،د باور دزیاتېدو ترټولو لویه نښه وي. نظر پوښتنې ښيي چې د امنیت نشتوالی اوس هم دخلکو په وړاندې ترټولو لویه ستونزه ده، تېرکال په بریدونوکې له تېرو ټولو کلونو په پرتله زیات خلک وژل شوي دي. په ۲۰۰۳ کې د افغان ملي اردو شمېر له دوه زره نه کم و. اوس له ۱۰۰،۰۰۰ زیات دی. خو نژادي توازن ـــــ اوپه ځانګړي ډول د پښتنوبرخه پکې ـــــ کمزورې ده. شمېر به یې دریمه برخه ددې کال ترپایه او نور په را روانو کلونوکې زیات شي. افغان پوځيان اوس دلومړۍ کرښې دمبارزې تجربې ترسره کوي چې ښه بېلګه یې په هلمند ولایت کې اوسني مشترک عملیات و. او ددې لپاره پلانونه جوړېږي چې افغان امنیتي ځواکونه، سیمه ییز حکومتونه او نورې ادارې د اغېزمنتیا یوې مناسبې کچې ته ورسېږي نو افغان پوځ به ـــــ ولسوالي په ولسوالي او ولایت په ولایت ـــــ د امنیت دمشرۍ دنده په غاړه واخلي. څومره چې افغان پوځ پیاوړي کېږي ، نړیوال ځواکونه به ددې وړ وي چې له عملیاتو نه په شاشي او ځای دوی ته پرېږدي خو بیابه هم دوی ته اړتیاوي چې دخپلو افغانو سیالانو (افغان ملي اردو) د روزنې او لارښوونې چارې د څوکلونو لپاره روانې وساتي. د پوهنې او روغتیا په هکله، په ۲۰۰۱ کې یواځې یومیلیون افغان ماشومان ښوونځي ته تلل چې هغه هم یواځې هلکان وو. سږکال هیله لروچې یوه میلیونه ماشومان به ښوونځيو ته لاړ شي چې دریمه برخه به نجونې وي. له لسو نه اته افغانان روغتیاساتنې ته لاس رسی لري. دکوکنارو کر او د نشه یيزو توکیو سوداګري افغانستان ته لویه ستونزه ده. خو په تېرو دوه کلونوکې د تریاکو په حاصل کې لوی کمښت راغلی دی: ۱۹٪ په ۲۰۰۸ کې او ۲۲٪ په ۲۰۰۹کې. د ملګروملتونو دنشه یي توکیو دمخنیوي دفتر وايي چې په ۲۰۱۰ کې به دتریاکو حاصل زیات نشي. په امنیت او حکومتدارۍ کې پرمختګ او ورسره د غنمو لوړ قیمتونه ، ددې پایلو په ترلاسه کولوکې مرسته کړې ده. دملي پیوستون دپروګرام ــــ چې د محلي او سیمه ییزو حکومتونو د پرمختګ لپاره پیل شوی وــــ لاسته راوړنې به په دې هېواد کې یوه په زړه پورې کیسه وي. له ۲۰۰۳راهیسې د ۲۲،۰۰۰کلیو شوراګانې دکلیوالو لخوا د رایو له لارې ټاکل شوې دي. دوی یواځې نږدې ۴۰،۰۰۰پرمختیايي پروژې یې ډیزاین کړي بلکې پلې کړې یې هم دي. او اوس له ښکته نه پورته خواته یانې د ولسوالیوشوراګانو ته راځي. داسې برخې هم شته چې هلته کوم د یادولو وړ پرمختګ نه دی شوی، مونږ ددې اندېښنو دلرې کولو په لورګامونه اخلو او افغان دولت اړ دی چې په دې هلکه ډېرڅه وکړي لکه: • انصاف ، قانون او نظم راوستنه دجنګ یورښتینې میدان دی. د افغان ملي پولیسو شمېر نږدې ۱۰۰،۰۰۰ تنه دی خو لویه خبره د څومره والي (کمیت)نه ده ، دڅنګه والي (کیفیت) ده. ددې ځواک ځينې برخه د نشه ییزو توکیو په سوداګرۍ بوخت دي. همدارنګه دېری یې نالوستي دي، دجنایتکارو او یاغیانو ملاتړي دي او یا رشوت اخلي. افغان دولت د ریفورم یو پراخ او لرې رسېدونکي پروګرام پیلوي. خو دولت اړتیالري ـــ البته زمونږ په مرسته ـــ چې یو دجنایي او ولسي شخړو د اوارولو لپاره غیررسمي عدالتي جوړښت رامنځته کړي. داټول هغه څه دي چې اکثره وخت یې افغانان دقانون حاکمیت ګڼي. د ملي پیوستون دپروګرام دبریالیتوب سره،سره ، ولسي اداره له ګرانوهڅو وروسته هم دیوې بېخي لویې ستونزې په ډول په ځای پاتې شوه. د هېواد په لرې پرتو سیموکې د ولسوالیوپه کچه حکومت نشته؛ نیم ولسوالان یو دفتر هم نه لري. له څلورمې برخې کم یې برېښنالري، او ځينې یواځې دمیاشتې شپږ ډالره دلګښت لپاره ترلاسه کوي. د راروانو دوه کلونو لپاره نړیوالې ټولنې ژمنه کړې چې ۱۲،۰۰۰ دولتي کارکوونکي وروزي چې د ولسوالیوپه کچه کاروکړي. • په پای کې داچې، دلته د فساد ستونزه ده. په جنوري کې د بي بي سي، ای بي سي، او ای ارډي له خوا دترسره شوې یوې نظرپوښتنې له مخې ۹۵٪افغانان فساد ته د هغوی دسیمې دیوې لویې ستونزې په سترګه ګوري. په ځينو سیمو کې په منځني ډول هرافغان په کال کې ۱۰۰ډالره دولتي چارواکیو ته د رشوت په توګه ورکوي. نو دومره پراخ خپور فساد ژورې ریښې لري. ولس مشر کرزي ژمنه کړې چې د فساد مخه ونیسي او داسې ازادې ادارې رامنځته کړي چې داستونزه وڅاري او مخه یې ونیسي. نړیواله ټولنه به د هغه په عمل قضاوت کوي ، نه دهغه په خبرو. مرسته ورکوونکي به هغه ته د دولت له لارې دمرستو دلګولو شونتیاوې له ډېروازمویلو وروسته دهغه په لاس ورکوي. دبېلګې په ډول د وزیرانو او نورو لوړپوړیوچارواکو دشتمنیو د ښکاره کول او ثبتول، د لوړپوړیوچارواکیو د ټاکلوپه برخه کې دنوې کړنلارې رامنځته کول، او د فساد د له منځه وړلو لپاره د یوه پراخ قانون جوړول. دتېرو اته کلونو لاسته راوړنې زمونږ دپوځونو د مېړانې او نه ستړې کېدونکو هڅو نه پرته شونې نه وې، له دوی پرته به بغاوت افغان دولت لاندې کړی او کېدای شي په کابل یې واک چلولی وای. زمونږ دپرمختګ کارونه به ودرېدلي او له منځه تللي وو، او القایده به ډېره سیمه لاندې کړې وای او د تروریزم بې رحمانه پلانونه به یې جوړولای. دکارسرداچې دا دواړه لوري ، هم روښانه دي او هم اغېزمن. زیاتیګړي پوځونه ، چې امریکا، بریتانیا او نور یې رالېږي، که پرمختګ وکړي ارزښتمن دي. دبریتانیاژمنتیاپه ترهغې پورې په ځای وي ترڅوچې مونږ خپل شریک هدف ترسره کړو. یو داسې افغانستان چې بیا دنړیوال تروریزم د مرکز په ډول د نړۍ په خلاف ونه کارول شي. خوبیاهم، د نوو پلانونو د بېخي خوشباوره کتنې نه وروسته هم دې پایلې ته رسېږو چې، افغان چارواکي ترهغو پورې دخپلې خاورې دکرارې او منل شوې ادارې وړتیانه لري ترڅو پورې چې بغاوت پخپله کم شوی نه وي. اومونږ به یواځې په هغه حالت کې خپل پوځونه په باور سره وویستی شوچې بېرته راتلو ته مجبور نه یو. زمونږ دپوځونو پراخې هڅې ددې هدف په ترلاسه کولوکې مهم رول لري. څنګه چې جنرال میک کرسټل اوس، اوس ویلي: دپوځ رول ددې هڅه کول دي چې حالت داسې جوړکړي چې خلکوته دا اجازه ورکړي چې د حکومت جوړولو او چارو چلولو یوه رښتینې حل ته راشي. دا خبره د افغان سیاست لویې ننګونه راپورته کوي. هغه ننګونه چې له ډېرې اوږدې مودې ورسره بې پروايي شوې ده. په ۲۰۰۱ کې دبون تړون او ورپسې پروسه کې دیوه رښتینې سیاسي توازن کمښت موجود و. شمالي ټلوالي بون ته د افغانستان د نوو بادارانو په ډول راغله، خو دوی د په جنوب کې د پښتون اکثریت په ګډون د افغانستان دلوی نفوس نماینده ګان نه وو. دا سمه وه چې طالبان له بون نه شړل شوي وو. خو نورو قانوني ډلو ته چې دهغو پښتنو نمایندګي یې کوله چې دطالبانو اصلي ځواک و ، هم په کمه سترګه وکتل شول. له بون کنفرنس وروسته چې کومې دوه جرګې جوړې شوې هغو هم دهېواد لپاره یوه کلک مرکزي سیاسي جوړښت رامنځته کړ. په داسې حال کې چې ددې هېواد خلکو اکثر په محلي کچه دخپلو چارو دسنبالولو او تنظیمولو اوږد تاریخ او خپلې لارې لرلې. له دې نه ورتېرـــ دکابل سیاسي جوړښت له هغو قبیلو ، غیررسمي دودونو او ټولنمرکزه جوړښتونو سره انصاف هم ونه کړ. فساد ورپسې خبره نوره هم خرابه کړه. د قانون ماتوونکو لاسونو ته د بې حسابه پیسو قبیلوي توازن نور هم له منځه وې ووړ. په پای کې په لویدیځ کې ایران ، په ختیځ کې پاکستان، په شمال کې د مرکزي اسیا جمهوریتونه، سیمه ییز قدرتونه لکه هندوستان، چین، سعودي عربستان، روس او ترکیه،بون تړون په دې کې پاتې راغی چې د افغانستان داټول ګاونډیان سره د یوه نوي او سوله ییز افغانستان دجوړېدو لپاره یوځای کړي. زه چې د افغانستان له تاریخ نه کوم څه زده کوم هغه دادي چې ترهغه مهاله به په افغانستان کې سوله او ثبات رانشي چې ترڅو له ډېرو، ډېر خلک په سیاسي جوړښت کې رایوځای نشي او ترڅوچې یې ګاونډیان له واکمن سیاسي جوړښت سره په تړون کې نه وي. سیاسي لاس رسی اوس له ټولنې سره د طالبوجنګیالیو دبیایوځای کولو لپاره یوه نړیواله موافقه شته، چې ملګري ملتونه یې داسې تعریفوي ٫٫هغه پروسه چې چې پرمټ یې پخواني جنګیالي ولسي حیثیت خپلوي او دوامداره دنده او ګټه ترلاسه کوي٬٬ ددې پروګرام شاته پروت منطق ساده دی، څومره چې په بغاوت کوونکیو باندې پوځي فشار زیاتېږي ــــ او له هغوی سره دجګړې د اوږدېدو وېره پیداکېږي او بری ورته لاپسې لرې ښکاري ــــ نو هغه کسان چې د بغاوت په څنډه ولاړ دي ، هغوی به په خپله ژمنتیاله سره کتنه وکړي. لکه څنګه چې ددې کال په سر کې مونږ داسې بېلګې لیدلي دي. خود داسې بیاجوړښت دټينګ ساتلو لپاره یواځې د دندو پیداکول بسنه نه کوي بلکې له خپلو پخوانیو متحدینو سره له اړیکو نه ددوی ساتل هم اړین دي. او د ولس مشر کرزي لخوا دسولې ،پخلاینې او بیایوځای کېدنې لپاره د وړاندیزشوې شورا ارزښت هم په دې کې دی، دکومې لپاره چې نړیوالې ټولنې د ۱۵۰ میلیون ډالره ژمنه کړې ده. خو زه به په دې زور واچوم چې دغه بیایوځای کېدنه به هغه وخت ښه اغېز ولري چې د هغو خلکو وېرې ، اندېښنې او غمونه هم لرې شي چې ولس مشر کرزی یې ٫٫خپل ناراضي وطندار ګڼي٬٬ دبېلګې په ډول طالبان او نور مخالفین، ددوی دهغو اندېښنو دپېژندلو او ځواب ویلولپاره چې بغاوت ته تېل او انرژي ورکوي که یوه رښتینې هڅه ونشي نو دا به ګرانه وي چې ددوی یو ارزښتمن شمېر په دې قانع کړل شي چې د دولت پرضد دجګړې پرځای ، د دولت لپاره په کارکولوکې د دوی خوښې ګټې ښې خوندي کېدای شي. ځينې باغیان د القایده متشددې سخت دریځې(افراطي) اجنډاته ژمن دي. له دوی سره به هیڅ پخلاینه نه وي ــــ دوی به خامخا ماتېږي. خو ددوی اکثریت داسې نه دی. دوی محافظه کار اسلامي عقاید لري، او له دې سره تړلي دي، خو لوی نظر یې په دې اړه دی چې ټولنیز نظم او قانون باید څنګه وي. ددوی لویه چیغه د نړیوالو پوځونو شړل دي. خو دوی هم په افغان دولت او سیاست قوي بې باورۍ پارولي (تحریک) کړي دي ــــ دوی دولت د یو بې کفایته او مفسد دولت په سترګه ګوري. دهرچا دا فکر پلی کول به ګران وي چې هغه خلک په سیاسي بوختیاکې راګډ کړي چې په مستقیمه یاغیرمستقیمه توګه زمونږ په پوځونو بریدونه کوي، خو مونږ هیڅ حق نه لرو چې دهغو افغانانو پرځای چې د طالبانو د بېرته دنه راستنیدو دعاوې کوي ، پرهغوی خپل فکرونه او ارزښتونه ومنو.خو خبرې اترې (مزاکره) نه تسلیت ورکول دي او نه د دښمنو قواوو او سیاستمدارانو ترمنځ خبرې دي. افغانان باید خامخا داسې یو سیاسي جوړښت رامنځته کړي ـــ که څه هم چې یوه پڅه او پړاویزه پروسه به وي ــــ خو مخالفین به ددې لپاره نړیوال ملاتړ او نړیوال منځګړتوب غواړي ــــ دبېلګې په ډول دملګرو ملتونو نظر او مراقبت په په پای کې ضروري وي. نوبیا ددې اړتیاشته چې هغه شرطونه چې له خبرو وړاندې ایښودل کېږي باید روښانه شي. یانې هغه څوک چې دخپل هېواد په سیاست کې برخه غواړي باید له القایده سره اړیکي وشکوي، خپلې وسلوالې هڅې پرېږدي، اود افغان اساسي قانون چوکاټ ومني. نو له دې لارې به بیا ددوی غوښتنې او خوښې وپېژندل شي ، یو سیاسي غږ به ورکړل شي خو داټول به د ولس د قانون او دنورو اړخونو دخوښو او اړتیاوو په نظر کې نیولو سره ترسره کېږي. ولس مشر کرزي د سولې په خپلو تکراري غوښتنوکې دا خبره روښانه کړې ده چې هغه مهال داسې شرطونه د یوه وروستي توافق برخه ګرځېدای شي چې دخبرو د پرمختګ مخه ونه نیسي. د نړیوالو او افغان ځواکونو زیاتېدل باید دهر لوري په فکر کې وي. خبرې اترې د خرپ او ترپ (دجګړې او یاتېښتې)یو بدیل راکوي. دیوه داسې سیاسي لاس رسي political outreach دپروسې یوې پایلې ته رسول به وخت اخلي اوډېرو هڅو ته به اړتیالري. خو دخبرودپیل د بنسټ ایښودلو وخت همدا اوس دی. چې د افغانو اونړیوالو ځواکونو د پراخ شتون ،نه ګټه واخیستل شي. ولس مشر کرزي د اپریل پر ۲۹ د پراخې مشورې لپاره ــــ دسولې لویه جرګه ــــ رابللې چې ۱۴۰۰غړي او میلمانه به پکې ګډون کوي. چې د پارلمان غړي، د ولایتي شوراګانو غړي، والیان، مذهبي او قومي مشران او د مدني ټولنې غړي او د ښځو د ټولنو غړي به پکې رابلل کېږي. دابایدد یوه نوي قومي سیاسي جوړښت د جوړولو پیل وي ـــ په دې هکله هغه وویل: ددې موخه دبیایوځای کېدنې او پخلاینې په اړه له افغانانوسره سلامشوره ده ــــ چې چېرته پخلاینه شونې ده او چېرته نه ــــ او چې دخلکو په مشوره دسولې لپاره د عمل یوپلان هم جوړکړل شي. داچې دغه سیاسي جوړښت باید څنګه وي ؟ یو بهرنی یواځې دا وړاندیزونه کولی شي: لومړی،داسې یوسیاسي جوړښت دې رامنځته شي چې هغو قومي او نژادي ګروپونو ته چې د بون له کنفرانس نه شړل شوي وو په سیاسي پروسته کې یوه رښتینې ونډه ورکړل شي، چې دسیاسي نمایندګۍ لپاره مبارزه او سیالي وکړای شي. یو سوله ییز جوړښت کې باید فاتح او مفتوح دواړه برخه ولري. دداسې کولو لپار، ښايي چې نوی سیاسي جوړښت داغېز او نظر بېلابېلو ډلو ته یو غږ ورکړي. سیاسي دفترونو او دولتي دندو ته د راتګ دروازې ورته خلاصې وي. او ددې هڅه باید وشي چې د افغان ملي اردو نژادي بیس وغزول شي. دا شیان به افغانان وهڅوي چې دخپلو او خپلو ډلو او ټولنود اندېښنو ځواب په عمل اوسیسټم کې وویني. او دابه هغوی ته ددې موکه برابره کړي چې د افغانستان په پرمختګ او ثبات کې برخه واخلي. او له دې لارې به هغه هدف ته ورسېږي چې د ډېرو مخالفتونو کیلي ده ــــ اوهغه دبهرنیوځواکونو وتل دي، چې لومړی به دملاتړ او روزنې رول ته راکوز شي او بیابه پوره ووځي. دویم،والیانو او ولسوالانواو ددوی اړوندو شوراګانو ته دې ډېر واک ورکړل شي چې هغوی ازادانه دخپلو خلکو په خوښه پرېکړې وکړي. او نظام هغه ډول وچلوي چې دوی یې غواړي. ددې لپاره په دغو دندو د وړ خلکو ټاکنه بنسټیزه اړتیاده ــــ او د عدالت اود قانون د حاکمیت دننګونې په نظر کې نیولو سره باید داهم ووایوچې په دغې کچه دپولیسو مشران، دمحلي محکمو قاضیان او څارنوال هم همداسې مهم دي لکه والیان او ولسوالان. په محلي کچه حکومتي چاروکیو او دهغوی اړوندو شوراګانو ته دا نېغه دنده (واک) هم ورکول پکار دي چې د پرمختګونو څارنه وکړي، شخړې اوارې کړي، امنیت کې برخه او سیمه ییز مخالفین او د هغوی خواخوږي له دولت سره یوځای کړي. دریم ، د قانون جوړولو یو نوی پړاو باید پیل شي ــــ ضروري نه ده چې اساسي قانون دې هم بدل شي ــــ دا قانون جوړونه دې د پارلمان او ولس مشر د واکونو په هکله وي، چې په پایله کې یې پارلمان ته په سیاسي جوړښت کې یو رښتینې رول ورکړل شي. داسې یو رول ورکول به دوی وهڅوي چې انتقادي و اوسي او په پای کې به د داسې پرمختګونو لارې پرانیزي چې په اوسني افغانستان کې به بېخي نوي وي. داسې به یو ولسواک ،جوړوونکی او هېواد ته وفادار اپوزیشن هم رامنځته شي. څلورم، ددې ټولو ترڅنګ باید دفساد دله منځه وړلو لپاره غښتلې هڅې خامخا وشي.د ولس کرزي داژمنه ارزښتمنه ده چې دمعافیت کولتور به له منځه وړي، او یو نوی فساد ضد یونټ په جوړوي. په دې هم بایدزور واچول شي چې افغان دولت ــــ د نړیوالې ټولنې په مرسته ـــــ څنګه کولی شي چې د نشه ییزو توکیو دپراخې سوداګرۍ سره مقابله وکړي. دا د عامو خلکو دهغې اندېښنې تر ژورو رسېږي چې د فساد د ډېروالي او د قانون دحاکمیت د کموالي په اړه یې لري. ددې یوه برخه دا یقیني کوي چې نوی سیاسي جوړښت به د څارنې ، نګرانۍ او توازن په بنسټ ولاړ وي ــــ لکه ازادې محکمې ـــــ او په روڼوالي او مسئولیت باندې دټینګارچې وښيي په دولت دخلکو بادار او اقا نه دی بلکې په هره کچه او هره بڼه د افغانانویو رښتینی خدمتګار دی. بهرنی سیاسي جوړښت د هیڅ هېواد اویا لږ ترلږه د افغانستان سیاست له نورو نه جلا نشي پایېدلی. له اوږدې مودې راهیسې افغانستان د بهرنیو مداخلو او لاس وهنو قرباني شوی دی. نن پکې دسیمې ګټې تعقیبېږي او خپله یې قومونه او نژادي ګروپونه ــــ په جنوب ، ختیځ او شمال کې ـــ ګرځي چې له سرحدونو پورې کوم پناځای پیداکړي. څوک چې ددولت مخالفت کوي تراوسه له بهر نه مرستې ،ملاتړ او تحفظ ترلاسه کوي. که افغانستان دیو سوله ییز او نېکمرغه هېواد په ډول رامنځته کول وي نو ددې کلکه اړتیاشته چې نه یواځې یونوی داخلي سیاسي جوړښت رامنځته کړل شي بلکې یو نوی بهرنی سیاسي جوړښت هم منځته راشي. جیوپولټیکي ننګونو ته یو نوی توازن ورکړل شي ــــ د پاکستان اوهندوستان د اوږدمهاله تشنج په ګډون او د ایران شتوالي ته ــــ دا داسې ښکاري چې افغانستان له خپله بده قسمته د خپلو دښمنو ګاونډیانود قدرت غوښتنې د لوبو قرباني کېږي. ددې حالت منطق دادی چې افغانستان ترهغه وخته پورې سوله نشي ترلاسه کولی ترڅو پورې چې ددې سیمې دهېوادونونه ایلېدونکې ستونزې نه وي اوارې شوې. خو دلته نور بدیلونه او په پای کې هیله ټوکوونکې شونتیاوې شته چې پرمټ یې افغانستان د ډېرو ګټور سیمه ییزو همکاریو او اړیکو کور ګرځېدای شي. لومړی قدم ، د افغانستان دټولوګاونډیو او سیمه ییزو قدرتونو لخوا ددوه ساده حقیقتونو ادراک دی. لومړی حقیقت: هیڅ یو سیمه قدرت او ورسره نړیواله ټولنه به افغانستان دې ته پرې نږدي چې د کوم ګاونډي ترتسلط لاندې راشي. دویم حقیقت: د افغانستان اوسنی حالت ټولو ته زیان اړوونکی دی، جرمونه ، نشه یي توکي، تروریزم او له پولې نورو غاړو ته د مهاجرو خورېدل، په داسې حال کې چې د افغانستان د منرالونو شتمني او زراعتي ځمکې په سیمه کې دټولو لپاره ګټورې دي. دا دوه حقیقتونه خامخا دسیمې دهېوادونو لپاره دشریکو ګټو یو داسې بنسټ رامنځته کولی شي چې ټول پرې راټول شي. دویم ـــــ او دا ټکی ډېر پېچلی دی ــــ ددې ډېره اړتیاده چې په ډېرې رښتیاینې سره د ګاونډیوهېوادونو بېلابېلې ګټې او اندېښنې وپېژنو، چې بیاورته دځواب ویلو لپاره هڅې وکړل شي. پاکستان دلته مهم دی. دا هغه د امنیت او خبرو اترو ډېرې کلیانې لري. په روښانه ډول داپکارده چې په افغانستان کې دکوم حل دلټولو لپاره پاکستان ملګری کړل شي. پاکستان د ۱۷۰میلیونه وګړو هېواد دی. دا یو اتومي ځواک دی. پاکستان به یواځې دخپلو ملي ګټو په پام کې نیولو سره عمل کوي. او دا طبعي ده. له افغانستان سره اړیکي د دوی دملي امنیت ته ارزښتمنې دي. پاکستان په خپله درشل کې د یو غیرپښتون افغان ملي پوځ له جوړېدو نه وېره لري، او همدارنګه له هندوستان سره د افغانستان له اړیکو هم ویرېږي. پاکستان له یوه کول (نسل) نه راپه دېخوا له امریکاسره ډېرې ګرانې اړیکې لري. له پاکستان سره د اوباما د ادارې د امنیتي ، اقتصادي، او سیاسي اړیکو د تعقیب پرېکړه ارزښتمنه ده. دا پالیسي یوه مهمه موکه پیداکوي چې دپاکستان ــــ او زمونږ ـــــ اندېښنو ته ځواب وویل شي. دکیري لوګر ماده چې په پنځه کلونوکې پاکستان ته څه باندې اووه بلیونه ډالره مرسته ورکوي چې په ناپوځي ځایونو کې یې ولګوي او په مقابل کې به یې پاکستان په خپله خاوره کې د اورپکو پرضد اغېزمن ګامونه اخلي ــــ په دې هکله یوه ارزښتمنه معامله ده. خوپرمختګ په اسانه نشي ترلاسه کېدای، زیات جدي، زیات مساوي امریکاـــ پاکستان امنیتي ستراتیژیکي ادراک هم ورته بنسټیز شی دی. دخپلو لویدیځو پولو دامنیت په اړه دپاکستان له وېرو سره ددې هم اړتیاده چې په افغانستان کې دپاکستان خپله بوختیا ته هم رسېدنه وشي. هرهېواد دې دا ومني چې په افغانستان کې به دپاکستان له په اعتماد کې له اخیستو پرته به هیڅ سیاسي جوړښت نه رامنځته کېږي.او همدارنګه دلته به هیڅ سیاسي جوړښت پرته له هندوستان، روسیې، ترکیې او د چین له بوختیاپرته نه راځي. چین د افغانستان ترټولو لوی بهرنی سرمایه لګوونکی دی. هند د افغانستان دبیارغاونې لپاره د ۱،۲ ملیارده ډالرو د مرستې ژمنه کړې ده. دا یو لوی رول لري چې وه یې لوبوي. همدارنګه ایرانی رژیم ــــ چې اتومي پالیسیو یې ملګري ملتونه مسخره کړي او دګاونډیانو دناکراره کولو دهڅو مخینه لري ــــ باید خامخا پوه شي چې ښه لاره چې خپله سرمایه وساتي ـــ او خپل شیعه عقیدې لپاره کاروکړي نوښه لاره په افغانستان کې سوله راتلل نه ، نه سوله له منځه وړل. دلندن په کنفرنس کې برخه نه اخیستل دایراني دولت لنډپاري وه. دریم ـــــ او دا هغه یو دی چې بهرنی سیاسي جوړښت په روښانه ډول له داخلي سیاسي جوړښت سره تړي ــــ دلته ددې اړتیا شته چې په را روان وخت کې د افغانستان د بهرنۍ پالیسۍ د لوریو په ټاکنه کې بایدښکاره شفافیت او روښانتیا موجوده وي. دا په افغانانو پورې ده چې داکار څنګه ترسره کوي، خو ددوی بوختیاوې د اعتماد په پیداکولو او د غلط فهمیو په له منځه وړلو کې لوی لاس لرلی شي. له دې سر ه تړلی داچې، باید په افغانستان کې د نړیوالوځواکونود شتون، فعالیت او د راروانو وختونو دپلان، په هکله هم یوه موافقه او روښانتیاموجوده وي. څلورم، اقتصادیات باید د ښو سیمه ییزو اړیکیو لپاره بنسټ وي. افغانستان که له منځنۍ اسیا، جنوبي اسیا او خلیج ترمنځ په ځمکني پل واوړي ددې ټولو ګاونډیانو ته ګټه رسولی شي. لکه د ورېښمو لار چې د ډېرو پېړیو لپاره لویه تجارتي لار وه. دلته له سوداګرۍ او ټرانسپورټ نه پرته هم د اوبو او برېښنا د وېش له پلوه، او داقتصادي زېرمو د کارولو له پلوه هم نورې ګډې ګټې شته.چې هم افغانستان ته ګټه رسولی شي هم ګاونډیو هېوادونو ته . پنځم دیوه فورم پوښتنه ده چې داکار پکې نور مخکې بوتلل شي. داپروسه باید خامخا دسیمې د هېوادونو لخوا پرمخ لاړه شي.یواځې دا دولتونه پرېکړه کولی شي چې په سیمه کې د اړتیاوړ جدي او اوږدمهالي شراکت ته بنسټ د جنوبي اسیا دسیمه ییزې همکارۍ دسازمان او که د اسلامي کنفرنس په مرسته جوړېدای شي. افغانان دې له ملګروملتونوسره دخپلې ملګرتیا مشري هم په غاړه واخلي. په دې وخت کې یې داچاره کېدای د ثبات ، امنیت او همکارۍ په اړه د جنوبي اسیا یو کانفرنس ته رهنمايي کړي. ددې پورته ټولو ټکیو په نظر کې نیولو سره افغانانو ته ښايي چې په خپل هېواد کې د مستقبل دسیاسي پروسې په هکله خپله پرېکړه وکړي. دګاونډیانو یواځې قانوني ګټې ارزښتمنې دي، نه دوی افغان دولت او افغانان لاندې کولی شي او نه یې مونږ دې پرېږدو.هغه ورځې تللي چې ځواکمنو هېوادونو به خپل کمزوري ګاونډیان تر ښکېلاک لاندې راوستل. پایله که مونږ په بریالیتوب سره دا دا ستراتيژي چې ما وړاندې کړه پلې کړو، نو د افغانستان لپاره یوه ښه راتلونکي کوم خیالي هدف نه دی. له دوو تر پنځوو کلونو دا ریالیستیکه ده دا دیوداسې هېواد په بڼه ووینوچې په همدې ارزښتمنه کرښه به پروت، غریب به وي خو باثباته او سوله ییز به هم وي، یوه پراخه دیموکراسي او دهرې کچې سیاسي جوړښت به لري، دمالي عوایدو ډېرښت به لري. کلیوال اوسېدونکي به یې برېښنالري، په سیمه ییزو بازارونوکې به یې نور دوکانونه خلاص شي، ډېر ماشومان ـــــ په ځانګړي ډول ډېرې جینکۍ ــــــ به ښوونځي ته ځي. ډېر مخالفین به ـــــ لکه څنګه چې ویل کېږي په ورځ لس ډالره اخیستونکي طالبان ــــــ به په خپلو کلیوکې ځای پرځای شي، او لږ ترلږه یوڅه مشران به یې په قانوني سیاسي پروسه کې رایوځای شي. ټولنې به په زیاتېدونکي ډول ددې وړ وي چې د ځان ساتنې لپاره په افغان امنیتي ځواکونو باور وکړي. نړیوال پوځونه به له لومړۍ لیکې نه په شاکېږي ــــ خو دوی به بیاهم یو رول لري، او کله کله یو خطرناک رول، دخپلو افغانو سیالوځواکونو د روزنې او لارښوونې رول. ګاونډیان به په ګډه کارکوي، دستونزو مخنیوی به کوي، تېل به پرې نه شیندي. او ددې ټولو له پاسه داچې القایده به له دې ځایه بهر شوې وي. زه افغانستان ته د بریتانیا د بهرنیوچارو د سکرټري په توکه شپږ ځله تللی یم. په لومړي ځل د ۲۰۰۷په جولای کې ماد افغانستان د وروستي باچا محمدظاهرشاه په جنازه کې ګډون وکړ. هغه غم چې ما مشاهده کړڅرګند او جور و. خو همداسې یو ملي یووالی هم و. نژادي وفاداریانې او تېرې دښمنۍ یوې خواته پرېښودل شوې وې چې دملت دبابا په مړینه ویر وکړي. یوه پاچا ته د وفادارو ترمنځ دغه یووالی نن نه ښکاري. ددې ځای دخلکو ترمنځ دې ژورې غوښتنې نیولی چې هغسې ژوند وکړي چې دوی یې سم ګڼي.پوځي عملیات د بریالیتوب لپاره ارزښتمن دي، همدارنګه په ولسي اقتصاد باندې سرمایه کاري هم ؛ خواوس په افغانستان کې دیو نوي سیاسي جوړښت د راتلو لپاره دومره زور او سېک پکار دی، په څومره زور چې مونږ پوځي او ولسي هڅې کوو. دا په افغانستان کې دجګړې دپای ته رسولو لار ده. د انګریزی متن د لوستلو لپاره دلته ټک ورکړئ - بېرته شاته