(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

شين خالۍ

لسمه برخه
د زرڅانګې او اباسين د واده انګازې پـــه کلو او بانډوکــــې خپرې شوې وې ،شين خالۍ هم د خپلې خورلنډې واده ته تياري نيولې وه ، هغه په تيره اونۍ کې د زيړ ګل او مور سره دولايت بازار ته تللې وه او ځانله يې د بزاز له هټۍ څخه دجــــامو لپاره دخپلې خــــوښې ټـــوکر او د بنجاري د دوکان څخه رنګارنګ د سینګار سامان رانيولی وه ٠ د اباسين پلار زمانخان اکاهم د اباسين او د زرڅانګې د واده لپاره پوره تياري نيولې وه او دکلي د نائي په لاس يې ټولو کليوالو، لرې او نژدې دوستانو ته د واده دبـــلنې کارتونه او خبر ليږلي وه او هغوته دميلمستيا پروګرام جــــوړ او د هغو د خـــوشالۍ لپاره يې مشهوره هنري ډله رابللې وه او دکلي څخه بهر يې دامين ماما د ديرې ترڅنګ پـــه يوه شدياره ځمکه کې ورته ځای برابر او هغه ځای ېې په کټونو ګلمونو او توشکو فــــرش او پـــه ګيسونو دشپې له خوا روښانه کيدو لپاره يې ځوانان په کارګمارلي وه ٠ د کلي نائې ګلاجان چې په ګلاجاني مشهور او د غلام بابا ځــــوې ؤ يوه ورځ د مخه د زمانخان اکا د کلا په انګړ کې ميلمنو ته د پخلي تياري نيولې وه، هغه داسې چې خپل لوی او واړه ديګونه او نور د اړتيا وړ سامان چې په هر واده کې ېې ترې کار اخيست له ځـــانه سره راوړي ؤ او د پخلي لپاره ېې څو ځايه لوی او واړه نغري جوړ کړي ؤ او همدا رنـــګه ېې پــــه لويو او وړو ډيګونو کې وريجې په ګرمو اوبو مينځلې او دنرميدلو لپاره ېې په اوبو کې ساتلې وې ، غوښه ېې هم برخې برخې يخني او نرمه کړې وه ترڅو ورسته بيا دنورو کارونو لپاره پوره وخت ولري ٠ په رښتيا سره هم ټولو کليو الواو د واده ميلمنو ته ميلمستيا اوهغو ته خوندور خواړه برابرول پوره زيار اومنډې په کارلري چې په کلو او بانډو کې د نائيانو دا زيار د ستايلو وړ دي ٠ ګلاجان او نورو دآشپزې ګــروپ سهار دوخته د کلی د نــــائې تر لارښوونی نغري بار او د هر رنګ خوراکونود پخولو کار پیل کړې وه ، دوه درې ډوله پلونه ، قورمه ، کوفته٠بنډۍ ،بانجان بورانې ،سابه ، چپس ،او سلات او ډيرنور هغه حتمې خوراک وه چې تر مازيګره بايد جوړ شوی وای ٠ مازديګر کرار کرار کلي ته د ميلمنو راتګ پيل شو چې د زمانخان اکا ، اباسين او د کلي د سپين ګيرو له خوا ورته هرکلی ويل کيده او د ځوانانو له خوا ټا کل شوي ځای ته چرته چې د ميلمنو لپار جوړ شوی وه بدرګه کيدل ٠ پوره ټاکل شوي کسانو به ميلمنو ته دلاس مينخلو اوبه وروړلې او نور ځوانانوبه د دستر خوان په کيدوسره هغه په خوږو خوړو سمبالوه او ميلمانه به ډلې ډلې راتلل او ډوډۍ به يې نوشجان کوله او بيا به د امين ماما د د يري په لور د سيل لپاره تلل ٠ کله چې د ډوډۍ پروګرام خلاص شو نو د امين ماما د ديرې ترڅنګ د ميلمنو لپاره مو ظفو کسانو چاې اوبه او چلم ګرځاوه تر څو د ميلمنو احترام يې ساتلې وې ٠ د کلي او ميلمنوپه څيروکې د خوشالۍ روحيه دورايه څرګنديده اوښایسته ګڼه ګوڼه وه ٠ څه شيبه ورسته سازيانو د موسیقی د آلو په سورولو پیل وکړ اوبيا ګل محمد استاد چې په ګلکي مشهور وه او په سيمه کې د ښه شهرت خـــاوند وه ارمونيه تر غاړه کړه او همدا رنګه د يارمحمد استا د د تبلو اواز د کـــلې او سیمی د خـــلکو تر غـــوږ شو ٠ سازيانو په وار سره دبهاړي، بيرمي، بياګ، کستوري، کليان، اسا، او جـــوګ پــه راګونـــو کې دمقام ، غزل ،لنډۍ ،چـــاربيتې،لوبې ، بګتۍ او دا ستانونه په خپلوخوږو اوازونو کې راغلو ميلمنو او تماشا چيانوته اورو ل ٠ څو شيبې وروسته زيړ ګل هم د شين خالۍ د خور لنډې زرڅانګې په کور کې چې د ناوې خپلوان او خورلنډې په واده راغلي وې، د ډوډی او نـــورو مـــراسمو ورستــه د خپل انډيوالانو سره د اباسين دليدو او هم د سيل په مقصد د زمانخان اکاکلي ته راغلل٠ د زيړګل دوستانو د هغه په ليدو هغه ته ښه راغـــلاست ووايه او د هغه څخه يې هيله و کړه تر څو ددوۍ د خوښۍ لپار ه سندرې ووايې ، که څه هم زيړګل په اوله کې رضايت نه ښوده نو چې کله اباسين د هغه څخه هيله وکړه نو بيا یې ارمونيه خپله کړه اود دي سندریې په ويلو سره چې شعر خپله ورته جوړ کړی وه خپل اواز پورته کړ ٠ پدې محفل کې نن خوشاله خوشالې ده د اباسين هلک ښادۍ ده ددې سندرې په اوريدلو سره د واده ګډون کونکو کې شور او احساسات نور هم زيات شول او ټولو ورته په خوشالۍ لاسونه وپـــکړول او د واده فضا نور هـــم توده شوه ٠ زيړګل يو څو نوري سندرې وکړې او ورسته ېې د دوستانو د تشويق څـــخه مننه وکړه او د ملګرو سره په کټ کيناست ٠ په همدې ترتيب د شپې تر ناوخته پورې د واده نور مراسم د سازيانو په خوږو نغمو او سندرو دوام وکړ او ورسته ميلمانه پـــه احترام اوعزت رخصت او د اباسين دواده خـــوږه شپه ورته خوږه خاطره پاته شوه ٠ سبا دورځې ساز او د واده مراسم ادامه درلود، مازديـــګر ډولۍ جوړه شوه اودکلي ځوانانو ډولۍ جګه او د ساز په بدرګه دناوې د راوستلو په نيت د لعل مير اکا د کور په نيت روان شول ٠ کله چې ورسيدل دکلې ملا د سپين ګيرو او ميلمنو په ګډون د اباسين او زرڅانګې شرعې نکاح وتړله او د کلیوالو او د واده ګډون کوونکو پـــه ګڼه ګوڼ کـــې په ډيره خوښي او خوشالي ناوې په ډولۍ کی سپره او د زمانخان اکا خوښي تر سره او آ باسين خپله کوژدنه په کاله کړه ٠ کله چې د واده مراسم خلاص شول زيړګل د خپلې باغچې په لور روان شو تر څو د ګلونو او ترکاريو خبر واخلي په لاره کې یی د خپل واده پـــه فکر او سوچونو هم غرق وه چې د باغچې په رسيدو يي د شين خالۍ په ياد دا زمزمه په خوله شوه ٠ دزړه باغچه کــــې درتــــه ګل کرمه رامبیل،چمبیل،نرګس،سنبل کرمه دا بــــه وعـــده راسـره ګــدې دلبرې دګلو سیل لــــه بـــه راځــــې دلبرې زيړګل په خپل تصور کې شين خالۍ ته داسې پيرزوينه لرله٠ د زړه باغچه کې درته خیال جوړوم د ښــــاپیــــریو پــــکې ټــال جوړوم زمــــا دا هیلــــه بــــه منې دلبرې دګــــلو سیــــل لــه بــه راځې دلبرې او د شين خالۍ څخه ېې دا تمه لرله ٠ زما د پــــاکې مینې ښکلي بڼ کې ستا د ښایسته حسن منلي بڼ کې د وفــــا لاس بــــه راکـــوې دلبرې د ګــــلو سیل لـــه بــه راځې دلبرې او پر هغې يې داسې سپارښتنه کوله ٠ زما د مینې او سـرو ګلو باغچه د رنګـــینو ،بــاغ او بلبلو باغچه بیا لــــه خـــزانه به ســـاتې دلبرې دګلو سیــــل له به راځې دلبرې او په آ خر کې ېې د خپل د زړه هيله په لاندې بيت ختم او خپل د زړه خبرې يې شين خالې ته په سوچونو او خیالونو کې داسې ډالۍ کړې ٠ ترڅو پــــدې باغچې خزان ګډشي په سرو ګــــلونو مې تالان ګډشي پاس په لیمو به قدم ګدې دلبرې د ګــــلو سیل له بــه راځې دلبرې شين خالۍ چې کله د زيړ ګل د زړه خبرې واوريدې هغه شعر کوم چې زيړګل ورته ويلی وه هغه ته په لاندې ډول تغیر او زيړ ګل ته ډالۍ کړ ٠ د زړه باغچه دزړه باغچه کــــې درتــــه ګل کرمه رامبیل،چمبیل،نرګس،سنبل کرمه دا بــــه وعـــده راسـره ګــدې جانانه دګلو سیل لــــه بـــه راځــــې جـانانه د زړه باغچه کې درته خیال جوړوم د ښــــاپیــــریو پــــکې ټــال جوړوم زمــــا دا هیلــــه بــــه منې جــــانـانه دګــــلو سیــــل لــه بــه راځې جانانه زما د پــــاکې مینې ښکلي بڼ کې ستا د ښایسته حسن منلي بڼ کې د وفــــا لاس بــــه راکـــوې جانانه د ګــــلو سیل لـــه بــه راځې جانانه زما د مینې او سـرو ګلو باغچه د رنګـــینو ،بــاغ او بلبلو باغچه بیا لــــه خـــزانه به ســـاتې جانانه دګلو سیــــل له به راځې جانانه ترڅو پــــدې باغچې خزان ګډشي په سرو ګــــلونو مې تالان ګډشي پاس په لیمو به قدم ګدې جانانه د ګــــلو سیل له بــه راځې جانانه سمیع الدین افغاني Shinkhalay, lasama barkha By: Sameuddin Afghani - بېرته شاته