(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

.........او هنګامه او انقلاب به نه وي؟

د نوازشريف ورور په جامعه نعيميه کي د خپل موقف د څرګندلو پر مهال په خپله جهادي جذبه ويلي دي، چي که په پنجاب کي د امنيت خيال وساتل شي، نو د پنجاب حکومت او طالبانو پاليسي يوه ده، دواړه د بهرني ډکټېشن خلاف دي. ښه وشو، چي په ډاګه ترهګري پاکستاني پديده ومنل شوه. پنجاب ددې په واسطه پاکستان له بهرني ډکټېشن نه په ښه توګه ژغورلی شي. د شهباز شريف بيان د پنجاب د سوچ ښه ترجماني وکړه. پردې د نورو سياسي حلقو د جذباتي کېدلو ضرورت نه وو. د افغانستان په دېرش کلنه غميزه کي د پاکستان په کردار د خبرو خلکو لپاره دا څه جالب بيان نه وو بلکې د زړې پاليسۍ تسلسل وو. د مسلم لېګ پارليماني لېډر چوهدري نثار لا ډېر وړاندې ويلي وو، چي که هغه ته څوک د طالبانو حامي ووايي، نو هغه پرې فخر کوي. له اسامه سره د نوازشريف د تعلقاتو د موضوع نه که تېر هم شو، په پنجاب کي د جهادي ډلو او ن لېګ ياري اوس څه پټ راز پاته نه دی. مطبوعات وايي چي په انتخابي کمپېن کي نوازشريف له جهادي ډلو سره رسمي مزاکرات کول. د ترهګرۍ په حواله د مسلم لېګ، جماعت اسلامي او تحريک انصاف موقف يو پاته شوی دی. کېري لوګر بل هم دې درې واړه د پاکستان پر غېرت حمله ګڼلې وه او په امريکي غلامۍ يې تعبير کړی وو. د مسلم لېګ فرق په دې کي دی، چي هغه زيات وخت پنجاب ته ځان محدود ساتي او د نور ملک په صورتحال کي زياته دلچسپي نه اخلي. ددې لا زيات تفصيل په خپله د پنجاب ګورنر ښه ويلی شي. شهباز هم دا خبره وکړه چي نور په اور پسې د پنجاب خيال دي وساتل شي. دا څه نوې خبره نه ده بلکې زړه پاليسي ده. له شپېتو کلونو په يو نه بل ډول ځان څرګندوي. مسلم لېګ که د حروفِ تهجۍ په هره بڼه کي دی، له پېله د ښي لاسي سياست او اسټبلشمنټ ښه نمايندګي کوي. د پنجاب مفاد چي په هر شکل کي وي، پر نورو صوبو يې حاوي ساتي. له عوامو راټوکېدلي رښتيني سياسي تحريکونه چي په هره ناروا ممکن دي، وهلي يې دي. د مضبوط وفاق او حب الوطنۍ په ضمن کي يې د قامونو په قامي سوالونو او مسئلو ملنډې وهلي دي. په مضبوط وفاق کي يې کله هم بل څوک نه دي برداشت کړي. نن يو معمولي سياسي بصيرت لرونکی هم په دې پوهېږي، چي مضبوط وفاق د مضبوط پنجاب مترادف دی او په روانو حالاتو کي د محکومو قامونو لپاره د پاکستان د حب الوطنۍ وفاداري د پنجاب چاکري ده. ترهګري د چا مسئله ده؟ زموږ د قامي ژوند او مرګ مسئله ده. زموږ د ژوند او مرګ په پړاؤ دوي د خپلې حب الوطنۍ له مخې کله هم کوم درد نه دی راسره شريک کړی. که د چينجنو او بدبودارو امريتونو په خلاف نورو صوبو پاڅون کړی دی، خلکو پنجاب ته سترګې نيولي دي، پنجاب خاموش، د امريتونو زنه يې نيولې. کله چي بنګال په وينو لمبېدو، د دوي مطبوعاتو د "سب ټهيک" رپورټونه ورکول. کله چي يې د پښتنو، بلوڅو او سندهيانو په روشن فکرو قام پرستانو جېلونه او ټارچر سېلونه ابادول، پنجاب تش تماشائي نه بلکې فريق وو. چي د فوځ کشيو تحفې رالېږل کېدې، د پنجاب د آواز د اورېدلو تلوسه نه وه بلکې يقين دا وو چي دا ټکه له پنجابه رانازله شوې ده. حبيب جالب احتجاج کاوه "جاگ ميرې پنجاب ......."، ليکن پنجاب کله هم ونه پاڅېدو، پنجاب د عوامو ملګرتيا ونه کړه. نن چي مي ترهګري د نسل کشۍ موخه په مخه لري، پنجاب هم هغسې پنجاب دی، له عوامي روح بې برخې، د امرانه جارحانه رويې حامل!! صرف کلچر بدل شوی دی. پرون يې خپل سياسي مخالفين په زندانونو او اذيتخانو دننه کول، نن يې په ځانمرګو آراموي. پرون يې د خپلې لمنې نه د داغ مينځلو او د مخالفينو د پګړيو غورځولو لپاره نوائې وقت درلود نن يې ټوله اليکټرانک مېډيا نوائې وقت ده. جېو خېلي جهادي او جماعتي ده. زه چي تش د اردو ژبې په حقله پر ساينسي بنياد ريمارکس ورکوم، د پاکستان سالميت ته زيان ورسوي او حب الوطني مي شکمنه شي. دوي چي مي له قاتل سره د همدردۍ اظهار سهار او ماښام کوي، سپين سپېڅلي او مقدس دي. ژور نظر لرونکي پوهېږي، چي دا د بې شرمۍ څومره انتهاء ده. موږ خپل هډوکي شپېلو، هره ورځ ودان ښارونه کنډوالې وينو او د خپلو هديرو د پلنوالي ننداره کوو، پنجاب وايي، موږ او دوي د بهرني ډکټېشن په حواله يو نظر لرو. مانا دا چي زموږ دښمن د هغه دوست دی. څومره ښه رشته ده او د پښتون قامي تحريک د هدف د روښانولو لپاره په دې پلنو تورتمونو کي بله ډيوه ده. پنجاب کټ مټ هم هغسې پېغامونه ورکوي، څه ډول چي يې د بنګال خلک نه بلکې زمکه په کار وه. دوي د پښتنو زمکه هم غواړي، خپلې سټراټيجکي زېرمې پکي پلنوي. پر دې خاوره دا وخت يو ژوندی قام اوسي، دوي غواړي دا قام په اجرتي ترهګري مفلوج کړي، وه يې وژني، علم، مکتب، تاريخ، ثقافت، ژبه او هنر ترې واخلي. د روان جنګي صورتحال په تناظر کي د پنجاب په سياست کي د جبر او جارحيت عنصر په ډېر شدت سره ځان راڅرګندوي، د فرقه وارانه او انتقامي سياست نه علاوه د ترهګرۍ په حواله د څرګند موقف ورکولو نه تېښته کوي. حد خو دا دی، چي په ځان کي د ترهګرۍ مرکزونه ودان لري، افغانستان، پښتونخوا او کشمير ته جنګيالي لېږي. د پنجاب د جهادي نېټ ورک په حقله خو اوس له ټول اعداد وشمار او معلوماتو سره مستند تحقيقي مواد په کتابي شکل کي هم موجود دي. دا په نړېواله کچه يوه سنجيده موضوع ګرځېدلې ده. د پښتونخوا حکومت په سرکاري کچه له پنجاب نه احتجاج کړی دی، چي موږ ته راتلونکي جنګيالي ستاسو د خاورې دي. لېکن هيڅ معقول ځواب نه ورکول کېږي، ځکه چي فساد د دوی کاروبار دی. څېړونکي وايي، چي د مسلم لېګي سياست دا وخت ترجيحي موخه په پنجاب کي غوړېدونکی فرقه ورانه او متشدد مذهبي ذهنيت په خپل حمايت کي راوستل دي او دا يې د پارليماني مېنډېټ د زياتولو لپاره يو طلايي چانس دی، ځکه چي په هم دې توګه د سيکولر سياست مخنيوی په جنوبي پنجاب کي يقيني ګرځېدلی شي. د ملاکنډ ډويژن د امن معاهدې نقاده مېډيا پوره معلومات لري، چي په جنوبي پنجاب کي ښي لاسي سياست او ترهګرو دايمي معاهده کړې ده. د ملاکنډ ډويژن امن معاهده ناکامه شوه، خو د جنوبي پنجاب "جنګجويانه معاهده" نه شي ناکامېدی. ځکه چي دلته د سوچونو تر منځ د زمکې او اسمان فاصله وه خو هلته سوچونه سره غاړه غړۍ دي، ياران دي. پنجاب حکومت د جنوبي پنجاب د جهادي مرکزونو کنټرولولو ته هرګز تيار نه دی. وفاقي حکومت ددې خلاف د اپريشن کولوسوچ هغه وخت په پرېښولو مجبور شو، چي دا يې يقين شو، چي د اپریشن په صورت کي پنجاب حکومت د جهادي تنظيمونو دفاع بې دريغه کوي او په دې توګه د قبايلي سيمو عمليات هم متاثر کېدی شي. د متشدد استخباراتي سياست عامل جماعتِ اسلامي او مسلم لېګ نن په خپلو کي شېر وشکر دي. آن دا چي مسلم لېګ نن په خپل نس کي جماعتِ اسلامي کښېنولې ده، ددې يو منطقي حامل د دوي په بلډ ريليشن کي د ضياء الحق وراثت هم دی او په نس کي د ږېرې اصطلاح خو مي په دوي او عمران خان پسې ډېره وړاندې لا کارولې وه. د مسلم لېګ په کمپوزيشن کي که د متوسط او لوړې طبقې بدمعاش ،تاجرانه، جاګيردارانه او فرقه وارانه عنصر له پېله فعال دی نو اوس د سعودي عرب له عياش آمريت سره يې ياري هم د وياړ باعث ده. د "زيارتِ اعجاز" په وخت د دوي کاروباري معاهدې براه راست له سياست سره ګڼدلي دي. په انتخاباتو کي برخه اخيستل نه اخيستل او بل دا چي د مدرسو او جوماتونو د تعمير په نېک کار او صدقهِ جاريه هم سره شريک دي. د پنجاب مېډيا او سياست دا وخت د ترهګرو ذهني آبياري کوي او په همدردانه استدلال کي هره شېبه زما د قومي وجود او کلتور بېخ کني ور روا کوي. پښتانه پوهېږي، چي د مرئيتوب د کومې کچې سلوک ورسره روان دی او دا به مو نو د مرئیتوب سخا پمنه درجه وي، چي د پنجاب به دا بې شرمانه رويې وي، خو د پښتنو قامي پاڅون به نه وي. ته به د زړه په وطن لوبې کوې او هنګامه او انقلاب به نه وي؟ [email protected] - بېرته شاته