(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په پېښور اور تېمرګره کښې د دهشت ګردئ پېښې

ژباړه، زاهد بونېری د درې مياشتو د لنډې مودې د دمې نه پس په پېښور ښار کښې د وران کارۍ پېښوخلق بوږنولي دي نو بل اړخ ته واکداران هم دې واقعاتو حېران او پرېشانه کړي دي . تېر کال د اپرېل په اخر کښې د کوز دير په ميدان تحصيل کښې چې د شرخوښو خلاف کوم اپرېشن شورو شوے وه، دغه فوځي کاروائې اوس وزيرستان او اورکزئ ايجنسئ ته غزولې شوې ده. د پېښور په زړه يعني په کنټونمنټ په شان په حساسه علاقه کښې په امريکائي قونصلګرئ د چپاو نه څو ساعته وړاندې د کوز دير په ښارګوټي تېمرګره کښې يو ځان مرګي هلک هغه وخت خلق په خپلو وينو کښې اولمبولو کله چې دوئ د صوبې د نامې بدلېدلو خوشحالئ نمانځلې. په يوه ورځ او يو وخت کښې د دهشت ګردئ يو رنګې واقعاتو نه صرف د پاکستان د سياسي او فوځي واکدارانو دا دعوې غلطې ثابتې کړلي چې ګنې د شرخوښو ملا ماته کړل شوې ده بلکه ددې نه دا هم ثابتيږي چې وران کاري او د هغوئ نېټ ورک لا تراوسه منظم او په حرکت کښې دے. او دوئ نه صرف دا چې په حساسو علاقو کښې خپل ښکار ويشتلے شي بلکه پرامنه سياسي هلې ځلي هم اودرولے شي او چې چرته اوغواړي، ناحقه وينې تويولے شي. ددې حقيقت نه څوک هم انکار نه شي کولے چې په دا سيمه د تېرو څلورو لسيزو نه چې کومه وران کاري او سر زوري روانه ده، دا هرڅه د روس د ړنګېدلو نه وروستو په منطقه کښې د يو بل سره په دغړه قوتونو په خاموش انداز د اختياراتو او په وسائلو د قبضې د جنګ حصه ده او لکه څه رنګ چې وئيل کيږي چې په مينه او جنګ کښې هرڅه جائز وي، نو دا شان دوئ په دې عالمي جنګ کښې دغه قوتونه د پښتنو په سيمه د وينو په غټ تاوان د خپلو مټو خارښ اوباسي. په دې جنګ کښې خرڅه کوونکي او پاليسئ جوړوونکي په خپله دومره زيان من نه دي. د ډېورنډ په دواړه اړخه پراته پښتانۀ د هاتيانو په دې جنګ کښې لکه د چيدخانو چقول کيږي او په مالي او ځاني تاوان ورکولومجبوره دي. د دهشت ګردئ په دې جنګ کښې چې څوک هم ښکار شوي دي په هغوۍ کښې په سلو کښې 99٫9 وګړي هم ددې بد قسمته سيمي سره تعلق لري. هرڅو که دغه ښکار شوي خلق د يو عسکريت خوښې تنظيم سره اړه لري يا تعلق ئې د يو مذهبي ګوند سره دے. د فوځيانو نه چې کوم خلق مري، هغه هم پښتانۀ وي. او بيا دا چې کوم عام خلق چې مري يا تاواني کيږي، هغه هم دا پښتانۀ دي. هرڅو چې د خېبر پښتونخوا ځني سيمي لکه سوات، مانسهره، لکي مروت، هنګو او بنو کښې وخت په وخت پېښې کيږي، ولې په پېښور کښې د تازه واقعاتو نه مخکښې د دهشت ګردئ اخري پېښه د جنورئ په لسمه کال 2010 هغه وخت شوې وه کله چې د عوامي نيشنل پارټۍ د صوبائي اسمبلئ د غړې اورنګ زيب خان په موټر باندې د بمي چاودنې تېرے شوے وۀ . دغه کور کښې جوړ شوے د ريموټ په وسيله خلاص کړل شوے وه. ددې واقعې نه څه اوولس ورځي وړاندې د پي آئې اے بلډنګ مخې ته په پوليسو يوه سرتېرې حمله شوې وه. او د دسمبر په 22 کال 2009 باندې وران کارو د پېښور پريس کلب موخه کړے وو چې پکښې د هرچا خوښ حولدار رياض الدين او خوش اخلاقه سيد اقبال شاه لاله سر ورکړے وه. ددې دواړو واقعاتو نه پس حالات ورو په ورو په ښۀ کېدو وو. ددې ښۀ والي په نتيجه کښې که يو اړخ ته کاروباري هلې ځلې مخ په وړاندې روانې شولې نو بل اړخ ته په پاکستان کښې د سياسي استحکام له پاره سياسي قيادت د کال 1973 ائين په خپل اصلي شکل کښې د پلي کولو لپاره يو لاسي کوششونه شورو کړل. په ټول ملک کښې او په خصوصي توګه په خېبر پښتونخوا کښې د نوم د بدلون په لړ کښې جشنونه، مظاهرې او د بحث مباحثو يو پرامنه لړئ روانه وه. خو د بدقسمتئ نه هغه قوتونه په دې امنيت خوښ نه وو څوک چې په عالمي سطح باندې د وسائلو او اختياراتو د لاندې کولو په دې جنګ کښې ډله جوړه شوې ده. هم دا قوتونه دي چې انتها پسندي، دهشت ګردي او تشدد د خپلو مقاصدو د ترلاسه کولو لپاره د سيړهۍ په طور استعمالوي. د دهشت ګردئ دا تازه واقعات يواځي د حکومت او فوځي چارواکو لپاره بلکه د عام وګړي لپاره هم د فکر او د امتحان وړ دي. بائد چې اولس د صبر او زغم نه کار واخلي او د حکومت او په خاصه توګه د سيکورټي فورسز سره دې مرسته اوکړي. چي هغه جنګ کوم چې د وران کارو په ضد څه کال وړاندې شورو شوے وه، په کاميابئ سره خپل انجام ته ورسوي. ګني د عسکريت خوښو وړاندې کمزورتيا به مونږ خپله د هغه خلقو په صف کښې اودروي ، څوک چې د هيواد او قام په تباهۍ پسې شوي دي. - بېرته شاته