(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په خوست ولايت كې د شوې غونډې پرېكړه ليك

بسم الله الرحمن الرحيم دجناب پيرسيداحمدګيلاني او د روحانيت د طريقې په اړوند د نورين تلوېزيون لخوا د وروستيو غير مسوولانه څرګندونو په اړه په خوست ولايت كې د شوې غونډې پرېكړه ليك د افغانستان د قومونو د پيوستون شورا ټول غړي ،دخوست ولايت ديني عالمان، د ولايتي شورا او د مدني ټولنو غړي او د جناب پيرصاحب سيد احمد ګيلاني ارادتمندان او د مختلفو پرګنواستازو ګډ پريكړه ليك: ورځ چهار شنبه د ۱۳۸۹ روان كال د وري د مياشتي په ۱۸ نېټه چې ديادې شوې مياشتي په ۱۵، ۱۶او ۱۷مه نېټه د نورين ټلويزيون دڅپو له لياري هغه ناحقه ،ناوړه بي ځايه او بي اساسه اتهامات او ناروا تبليغات چې د افغانستان دملي اسلامي محاذ د ګوند لارښود ، ملي ، روحاني او جهادي شخصيت او د نړي په كچه پيژندل شوي سياسي څيره او د ده د روحاني كورني او د ټولو ملي ، اسلامي او جهادي مشرانو پر وړاندي يې خپاره كړي زموږ د ژورې خواشينۍ او خپګان لامل ګرځيدلى دي . د نورين تلويزيون له ليارې د داسې ناروا او بې مسئوليته تبيلغاتو د پروګرامونو خپرول د يو روحاني او جهادي شخصيت او د ده دكورنۍ پر غړو چې همېشه يې د جهاد په دوران كې له خپل ملت سره يې په ګډه هلې ځلې او قربانۍ وركړى او د كورنيو جنګ جګړو پر مهال يې د وينو تويولو مخنيوى كړى او د افغانستان د ملي يوالي په ټينګښت كې يې زياتي هلې ځلې او عملي ګامونه پورته كړي. مونږ د افغانستان د قومونو د پيوستون شوراء غړي د خوست ولايت ديني عالمان ، روحاني شخصيتونه د ولايتي شورا غړي ، د مدني ټولنو غړي د جناب پيرصاحب او د هغه روحاني كورنۍ ارادتمندان او مخلصين د نورين تلويزيون دخپاره شوې اتهاماتو او هغه خبرې چې د اسلامي شريعت او د افغانستان د دود او دستور پر خلاف يې كړي دا خبرې نه يوازي د جناب پير صاحب سيد احمد ګيلاني روحاني كورنۍ ته سپكاوى دى بلكې د افغانستان د ټولو قومونو ، جهادي او روحاني شخصيتونو سپكاوى بلل كېږي چې د اسلامي ، انساني او افغاني اخلاقو څخه سرغړونه ده . مونږ ټول د دې لويې غونډې ګډونوال په ګډه د افغانستان داسلامي جمهوري دولت د مشر تابه او همدا راز د اطلاعاتو او كلتور وزارت، ولسي جرګي او مشرانو جرګي د درنو غړو څخه په كلكه غوښتنه كوو چې د داسي ناحقه بيځايه او بي اساسه اتهاماتو پوښتنه وكړي . او همدا راز په كلكه غوښتنه كوو چې په دوو(۲) اونيو كې كه چيرته د نورين تلويزيون چارواكې د خپلو خپاره شوېو ناروا او بې اساسه تبيلغاتوپه اړوند رسماً معذرت ونه غواړې او عاملينو سره يې قانوني چلند ونشي مونږ به خپلو احتجاجونو ته تر هغه دوام وركړو ترڅو له عاملينو سره يې قانوني چلند او چارواكي يې رسماً معذرت ونه غواړې . ومن الله توفيق - بېرته شاته