(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ارواښاد کبیر ستوری دمړینی د څلورمی کلیزی په یاد

د 2006 میلادی کال د اپریل د میاشتی د څلورمی نیټی هغه سهار هیرول ځما لپاره ناممکنه دی ،دا هغه سهار ؤ د کومی په شپږو بجو چی ما د تیلیفون له لاری دغه د غم دروند او د افسوس نه ډک خبر تر لاسه کړو. «هغه دا چی «کبیر ماما» نور زمونږ سره په جسمانی ډول نه شته». ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری ته مونږ ټولو ملګرو دډیری مینی او احترام نه «ماما» ویلو. د کبیر ماما سره ځما وړومبی لیدنه کتنه د ۱۹۷۷ میلادی کال د جنورئ په میاشت کی وشوه. دغه مهال زه شل کلن وم ، ما ته ډیر ښه یاد دی چی ملګری لیاقت وطنپال د کبیر ماما سره زما پیژندګلوی وکړه. دی ډیر خوشاله شو، په شونډو ئی د مینی او خلوص مسکا خوره شوه. او لکه د یو شفیق پلار او مشر په شان ئی رانه ډیر په ارام او نرمه لهجه د وطن تازه حالات و پوښتل. د هغه سره زما دغی تعلق د هغه دمړینی پوری خوا وشا دیرش کاله دوام وکړو. د وخت د تیریدو سره سره دغه تعلق او ربط د یوی رشتی شکل غوره کړ. دغه رشته ډیره عجیبه شان رشته وه، یو خاص نوم ورته ورکول اسان کار نه دی. مشکل ئی پدی کی دی چی د «کبیر ماما» شخصیت یو اړخیز نه ؤ، بلکه هماګیر او بی شمیره اړخونه ئی درلودل. د هغه سره د لومړنیو ملاقاتونواو لیدنو کتنو او د هغه د خبرو نه ما ته داسی احساس کیدو لکه یو کشر چی د مشر د نصیحت نه ډکو خبرو ته غوږ وی.
Right to Left: Nasir Khan, Nasim Wali Bibi, Khan Lala, Kabir Stori, Ali Khan
د ملګرو سره دهغه مجلسونه به سیاسی ؤ. ما هم په دغه مجلسونو کی په باقاعدګئ سره برخه اخستل پیل کړل. دغه مجلسونه به د غونډو، جلسو، سمینارونو په شکل کی ؤ ، زه به دا ووایم که شخصی میلمستیا به وه، هلته به هم موضوع وطن او سیاست ؤ. که چیرته په پارک کی به ناست ؤ، هلته به هم سیاسی بحث ګرم ؤ، او که بار کی به کښیناستو،نو هلته هم سیاسی بحث ، خو بس د لیدلو او اوریدلو قابل ؤ، تر سهاره به ناست ؤ. کله کله به د رحیم ځدران سره د سټوډنټسن هایم کوټه ، کی کښیناستو، علی خان محسود او نور ګڼ ملګری به هم موجود ؤ. رحیم ځدران به په یوه کټوئ کی وریجی او چرګ واچول، کټوئ به پخیده او سوچه پښتنی سیاست به په عروج ؤ. هغه د افغانی محصلینو د اتحادی د لاندی جوړ شوی غونډی او هغه بحثونه او بیا د پښتنو او بلوڅو د ملی ازادئ د ټولنی جوړښت او داسی نور چی دغه هر دور په خپل لمن کی ډیری قیصی او داستانونه خوندی ساتلی دی چی دا ټول باید ذکر شوی وای خو د لیکنی د اوږدیدو له امله به ئی بل وخت ولیکم. وخت به تیریدو،د ورځو نه میاشتی او د میاشتونه کلونه شو،زما په سوچ فکر او عقل کی هم د وخت د تیریدو سره پختګی راغله، ما د ځان سره فکر او سوچ شروع کړو، چی دا «کبیر ماما» په خپلو بحثونو او خبرو کی څه وائی، خو څه وائی؟ پدی می پوره سر نه خلاصیدو، او اخر هغه وخت هم راغی، چی پری پوه شوم چی دی څه وائی.دده په خبرو کی پټ په هغه سیاسی پیغام پوه شوم،هغه تاریخی حقایق د کومی نه چی پښتانه په عمومی توګه بی خبره دی ، تری پټ کړی شوی دی، او یا ورته دغه حقایق په شعوری توګه غلط تشریح شوی دی . ددغه سازشونو او دسیسو په ګوته کول، او د ریښتینی واقیعتونو څخه پښتانه خبرول ، دده دسیاست مرکزی نقطه وه. انسانی روحیات ئی لوستلی ؤ، د انسان پیژندنی ماهر ؤ، نو ځکه دکشرانو سره به د هغوئ په ژبه غږیدو، د نزدی ملګرو په منځ کی به ئی سیاسی څیړنی د دلیل په تول پوره، مګر انداز به ئی کوټلی، ساده او واضحه ؤ. په علمی سمینارونو کی به ئی بحث ژور او مقالی دومره ثقیلی او دسیاسی فلسفی نه ډکی وی، چی د پوهیدلو لپاره انسان د خاص حده پوری سیاسی پوهی او سویئی ته اړتیا لرله. کبیر ماما د باچاخان بابا د عدم تشدد دغورځنګ سپاهی ؤ، قامی وحدت، ازادی او د ډیموکراسئ په اصولو جوړه د یوی فلاحی پښتنی ټولنی جوړښت د هغه د سیاسی مبارزی مهم اهداف ؤ. اویاییمی لسیزی او وروستیو کلونو د افغانستان سیاسی حالات په ډیره چټکتیا د بدلون سره مخامخ کړل. ددغه بدلون اغیز او اثر په طبعی ډول په خارج کی په میشته پښتنو/افغانانو هم پریوتو. دغه رنګ په المان کی میشتو افغانانو چی تر دغه وخته پوری ئی د محصلینو اتحادی او بیا وروستود پښتنو او بلڅو د ملی ازادئ ټولنی په چوکاټ کی خپلی سیاسی هلی ځلی کولی ، په وطن کی د سیاسی بدلون د راتګ په نتیجه کی د دوئ سیاسی دریځونو تغیر وکړ، دوئ به بیا خپله پیژندګلوی د خلق او یا پرچم ګوند د غړی په حیث کوله، دملګرو په مینځ کی د سیاسی مفکورو په بنیاد توپیر جدی او په ښکاره توګه څرګند شو. زیاتره ملګری په ډیره منډه او بیړه افغانستان ته لاړل او هلته ئی د دولت سره ګډ کار پیل کړ. دغه نوی بدلون دوئ د لر او بر پښتون/افغان لپاره د خلاصون لاره وټاکله. ددی نه پرته نوری مفکوری ئی رد او ورته ئی د زړو قیصو نوم ورکړ. زه پخپله ددی خبری ګواه یم ، یوازی کبیر ماما ؤ ، څوک چی په خپل دریځ ټینګ ولاړؤ. او پدی نوی جوړه شوی لوبه کی بی طرفه پاتی شو. پدغه مشکلو حالاتو کی بی طرفه پاتی کیدل دومره ساده او اسان کار نه ؤ. هغه همیشه په ډیر جرائت د دلایلو او منطق په بنسټ د خپلی سیاسی فلسفی نه دفاع وکړه. او دخپلو ملحوظاتو او تحفظاتو اظهار به ئی هر ځای په ښکاره ډول کاوه. بلاخره وخت دا ثابته کړه چی کبیر ماما حق په جانب ؤ. د هغه سره دغه نزدیکت او تعلق زه د خپل ځان لپاره لویه نیکمرغی ګڼم. زما لپاره دا هم د خوشالئ او افتخار ځای دی ، چی ما ته په خپل ژوند کی د کبیر ماما سره د ډیرو ورځو او شپو په یو ځای تیرولو مواقعی په لاس راغلی. ددغی جملی څخه دهغه سره یو ځای زما د افغانستان سفر هم دی. پدغه سفر کی علی خان محسود او ملګری جلیل خان هم مونږ سره یو ځای ؤ. مونږ د المان نه د افغانستان په لور روان شو، نو په پراګ کی الوتکه (طیاره)خرابه شوه او دری ورځی مونږ په پراګ کی تیری کړی. او دری ورځی پس کابل ته ورسیدو.د رسیدو سره سم د کبیر ماما وړومبئ پوښتنه دا وه ،چی د کوزی خوا مشران وګوری . په همدغه ماښام مونږ د اجمل خټک، خان لالا، نسیم بی بی او نور ګڼ شمیر مشرانو دلیدلو لپاره دهغو د اوسیدو ځای ته ورغلوچی هلته ډاکتر نجیب الله د خپلی میرمنی سره یوځای په ناڅاپی توګه راغی، چی د هغه سره هم ملاقات وشول.
Left to Right: Nasir Khan, Kabir Stori, Dr. Najibullah, Ali Khan, Jalil Khan
په دوییمه ورځ د افغانستان دولت د نمائنده ګانو سره سیاسی بحثونه شروع شول، خو د نجیب الله نه داسی کسان راتاو شوی ؤو چا چی د پښتنو په مقابل کی په زړونو کی ډیره کینه او نفرت درلود. ددی احساس ماته ډیر په واضحه توګه وشو. یو کس د ډاکتر ضمیر په نوم د ډاکتر نجیب الله په دولت کی لوړ رتبه چارواکی ؤ، د هغه د پښتنو په مسئله د تعصب او کینی نه ډک ، بحثونه کول، او په تیره بیا د ډاکتر ضمیر پوره کوښښ چی زمونږ او د ډاکتر نجیب الله د حکومت په منځ کی رسمی لیدنه کتنه او ملاقات و نه شی. خو بلاخره هغه په خپل دغه مقصد کی ناکامه شو او د نجیب الله سره زمونږ رسمی ملاقات او لیدنه کتنه وشو. د ملاقات په وخت کی ډاکتر ضمیر هم حاضر ؤ. نجیب الله تری پوښتنه وکړه چی د تلویزیون ټیم او کیمره ولی نشته، نو ښاغلی ضمیر هیڅ معقول ځواب نه درلود نو ډاکتر نجیب الله په ډیره غصه، ښاغلی ضمیر ته وویل چی زه غواړم چی دا ملاقات د اته بجو په خبرونو کی په تلویزون او راډیو کی نشر شی او د تلویزیون دټیم د حاضریدلو حکم وکړ،او همداسی وشول. دلچسپه دا وه چی په هر ځای اوهر مقام او د هر چا سره په ملاقات کی که هغه که ډاکتر ضمیرؤ او ډاکټر نجیب الله ؤ، د کبیر ماما بنیادی نکته او موضوع صرف اوصرف د ډیورنډ کرښه او د پښتنو قامی وحدت ؤ. ارواښاد کبیر ماما دیو خان په کور کی زیږیدلی ؤ،خو خپله د ظاهری نمایش سخت خلاف ؤ، انتهائی ساده ژوند ئی کاوه،او ټول ژوند ئی پښتو او پښتونولئ ته وقف کړی ؤ. پښتانه پری ټول ډیر ګران ؤ. په پښتنو کی په باچاخان مین ؤ، په موسیقئ کی ئی درباب اواز ډیر خوښیدو، د پښتو پخوانئ سندری به ئی اوریدلی. په نړئ کی په هر قوم کی داسی انسانان تیر شوی دی ، څوک چی په جسمانی توګه پنا شوی، خو په حقیقت کی هغه ژوندی دی. دا هغه انسان وی چا چی د نړئ په سویه او یا په قومی سطحه د انسانانو په ژوند کی مثبت بدلونونه راوستی دی کبیر ماما یقینا‌ء ددغه انسانانو په صف کی ولاړ دی. دا یو واقیعت دی چی هغه د خپل شخصیت او طبعی سلاحیتونو له کبله په پښتنو کی عمومی او په المان کی په افغانی ټولنه کی خصوصی بنیادی مثبت بدلون منځ ته راوستو، د کومو نښی او ثبوت په المان کی میشت هر پښتون/افغان په ډیره واضحه توګه، هره دقیقه او په هر ځای کی محسوسوی. د ارواښاد کبیر ماما روح ته د سکون او اطمنان رسولو بهترینه طریقه د هغه په ښودلی لاره تګ او د هغه ارمانونو او خوبونو ته د حقیقت د رنګ ورکولو لاره ده.
روح ئی ښاد او یاد ئی تل پاتی
نصیر خان ليكوال، د پښتنوټولنیزولسولیز ګوند د مشرانو جرګی غړی
Nasir Khan from Frankfurt Germany Writer; Member of Central Committee of Pashtoons Social Democratic Party
- بېرته شاته