(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دکرزى خوښى

دافغانستان اولس مشرښاغلى حامدکرزى په يوبيان کښې وئيلى دى چې زۀ په دې خبره خوښ يم چې دپاکستان اولس مشر جنرل پرويزمشرف دلال جومات اوجامعه حفصه خلاف اپريشن وکړو، اودغلته عسکريت پسند جنګيالى ئې ووژل. اودغسې دترهه ګرۍ اودهشت ګردۍ يوه ځاله ئې ورانه کړه دښاغلى حامدکرزى داخوشحالى اوخوښى فطرى هم ده اوضرورى هم .ځکه چې يوخوپاکستان دحامدکرزى دويم کور دی، چې ددې خبری اعاده هغه څوڅوکرته کړې ده. اوبلخوا پاکستان دافغانستان ګاونډى هيواد دی اوپه پاکستان کښې چې کوم سياسى انتظامى ياحکومتى حالات رامينځ ته کيږى نودهغې اغيزه په افغانستان نيغ په نيغه کيږى . هم دغسې که په افغانستان کښې کوم حالات دى نودهغې اثر په پاکستان نيغ په نيغه پريوځى لکه دمثال په توګه دتيرو ديرشوکالونوراهسې چې په افغانستان کښې کوم جنګى حالات دى نودهغې اثر دټولونه وړاندې اودټولونه زيات په پاکستان پريوتی دی، ځکه په ١٩٧٩ ع کال کښې چی روس په افغانستان حمله وکړه، نو افغانانو که يوطرف ته دروس ددې تيرى خلاف دجهاد سنګرونه ونيول، نوبل طرف ئې دخپلو مياندو خويندو اوضعيفو مشرانو اوماشومانو دسراومال دتحفظ په خاطر پاکستان ته هجرت وکړو او دپاکستان حکومت اواولس دواړو خپلو دغواسلامى اوګاونډى وروڼو خويندو ته په روڼ تندى هرکلی ووئيلو. او په يواتفاق ئې ددوى سره د ممکن حد پورې کومک وکړو چې دا اعتراف هرافغان مجاهد اومهاجر په وار وار کړی دی. اوبيا کله چې ديوې اوږدې اوصبرازما مبارزې نه پس اوس دافغانستان څخه ووتلو نوعام خيال داؤ چې اوس به افغانان خپل هيوادته په عزت اودرناوى سره واپس لاړشى، ترڅو خپل جنګ ځپلی هيوادبيا ابادکړى. ولې متاسفانه چې داسې ونۀ شو اودروسى يرغل نه پس دافغانانو خپل منځى جنګونو پښتو/افغان اولس يوځل بيا هجرت اومهاجرت ته مجبور کړل. بيا چې دغه دوره تيره شوه اوپه افغانستان کښې دطالبانو دوره راغله اوهرطرف ته امنيت قائم شو، نويوځل بيا دپښتنو/افغانانو کډوالو بيرته هيله پيدا شوه نو دا وار هم خطا شو. ددې نه پس چې دښاغلى حامدکرزى په مشرۍ کښې په افغانستان کښې دنړيوالې ورورولۍ په هڅو يونوی حکومت رامنځ شو چې تراوسه پورې دوام لرى نوبيا افغانان خوش بين وو چې مونږ به په عزت اودرناوى خپل هيواد ته لاړشو اودبياودانۍ په کارونوکښې به برخه واخلو . ددې غرض لپاره امريکا ديواين ايچ سى ارUNHCR اودپاکستان اوافغانستان حکومتونو وخت په وخت هڅې وکړې چې افغان کډوال بيرته خپل هيواد ته بوتلی شى اودوى ته هلته دروزګار موقعې برابرې کړى ،ترڅو دوى د خپل هيواد بياودانۍ په کارونوکښې برخه واخلى خودامنصوبه هم تراوسه شنډه ده . په دې دوران کښې دافغانستان دننه دځان مرګى بريدونو سره سم په اتحادى اوافغانى عسکرو برابرحملې هم روانې دى چې پکښې تراوسه پورې سوونه عسکرمړۀ شوى دى اوپه ځينو ولايتونوکښې داسلسله خطرناک حد پورې رسيدلې ده . په داسې حالاتوکښې د افغان دولت لخوا په پاکستان داتورلګولی شى چې دافغانستان دننه دورانکارۍ اوترهه ګرۍ پيښې چې کوم وګړى کوى دهغوى تربيت په پاکستان کښې کولی شى. دغه تورونه نه صرف دا چې دافغان حکومت وزيران اومشيران لګوى بلکې پخپله حامدکرزی هم وخت په وخت کله په اشارو، کنايو کښې اوکله نيغ په نيغه په پاکستان داتور لګوى چې د افغانستان دننه دورانکارۍ په منصوبو کښې ددوى لاس دی اودغو ورانکارو ياجنګياليو ته مالى اوتربيتى مرستې په شمول د نفرى اووسلې دکومک پاکستان ورکوى. پاکستان داتورونه تل ردکړى دى. ځکه نوچې کله هم دپاکستان حکومت ددغو جنګياليو يادطالب اوداسې نورو نومونو لرونکوخلاف اقدامات کړى دى نوافغان دولت ئې ستائنه کړې ده اوخپله خوښى ئې پرې ښودلې ده دلال جومات اوجامعه حفصه په اپريشن هم افغان دولت خوشحاله دی اوحامدکرزى جنرل مشرف ته مبارکى ورکوى. خوزمونږ دواړو حاکمانو اوحکمرانانو جنرل پرويزمشرف او حامدکرزى له يوه لحظه سوچ کول پکاردى چې مونږ څوک يو ....؟ د دوو اسلامى هيوادونو اعلى حاکمان اوبادشاهان يو ...! اونن چې مونږ څوک وژنو اوبياپرې خوشحاليږو اووياړيږو دا څوک دى ...؟ يادا چې هغه څانګه نه پرې کوو په کومې چې ولاړ يو؟ چې انجام ئې پريوتل دى ..؟ نوبيابه داسې حال کښې خوشحالى څه خبرې؟.22.08.2007 Feroz Khan Sadiq - Wahdat - بېرته شاته