(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

رحمان بابا ادبي سيمينار ته د ستوری وینا

د لوى او بخښونكي خداى په نامه
درنو مشرانو او ليكوالانو، شاعرانو او اديبانو! زه ترهرڅه لومړى له تاسې نه خوښنه كوم چې ماته مو ددې درنې غونډې د مشرۍ وياړ راوبښه. په انساني ژوند كې ډېر پړاونه منځ ته راځي، چې په مختلفو پړاونو كې مختلفې هيلې او ارزوګانې او خواهشات پيدا كېږي، خو يوازې هغه خواهشات او هيلې چې د ټولنې د دود دستور سره سمې وي او د ټولنې يا سماج له خوا ورته اجازه وركول كېږي، سرته رسېږي. هغه چې اجازه ورته ورنه كړاى شي هغه لا شعور ته ځي او په لاشعور كې ځاى نيسي. خو ځينې داسې ارزوګانې او خواهشات دي چې د هغې سره انسان ډېره مينه لري، نو هغه بيا تخيل ته ځي او تخيل كې پرتې وي چې دا په حقيقت كې د شعر محركه قوه ده، چې شاعر يې د خپلو راپارېدلو احساساتو په وخت كې چې مينه ورسره بدرګه وي د تخيل نه رااخلي او په داسې جامه كې او يا پر يوه منظمه جامه كې رانغاړي چې وزن، قافيه او تال ولري ټولنې ته په داسيءگ ډول وړاندې كوي، چې د يوې خوا په سزا ورنه رسېږي او د بلې خوا هغه خپل خواهشات پوره كړي. تخيل د غير حقيقي نړۍ پورې اړه لري. هلته څوك په سزا نه رسېږي. هغه يوه باغي دنيا ده خو بېرته چې دا هيلې او خواهشات د مينې او احساساتو په بركت سره حقيقي نړۍ ته راځي، نو دلته ورته داسيءگ وزن او تال وركول كېږي، چې شاعر يې په سزا نه رسېږي. زموږ په ټولنه كې دوه مركزونه دي چې يوه حجره ده او بل يې جومات دى. د رحمان بابا شعر هم د حجرې سره تړون لري او هم د جومات سره. زه به تاسيءگ ته د رحمان بابا يو شعر وړاندې كړم چې د حجرې سره تړون لري.
كه مې چېرې لاس دا ستا په بوسه بر شو دا نعمت بــــــه د جنت په خوان ورنكړم
اخري بيت يې داسې دى:
په رحمان دا ستا د لبو مى حرام شه څو د خپلو وينو جـــام تاوان ورنكړم
د رحمان بابا دا شعر كه څه هم څو سوه كاله مخكې ويل شوى دى، اوس هم د هر نوي شعر سره نه يوازې سيالي كولى شي بلكې ترې غوره هم دى. - بېرته شاته