(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

افغانستان داتومي ځواكونو درقابت ډګر

پدې كې هېچاته شك ندى پاتې چې دادرې پېړۍ افغانستان دګاونډيو او دنړۍ دستر زبرځواكونو دهوسو اوښكيلاكي موخو قرباني دى او پدې ټوله موده كې چې داهېواد په كوم اوركې سوځي دا پكې همدې ښكيلاكي ځواكونو او زموږ ګاونډيو هېوادونو بل كړى دى او تر نن پورې يې دژبغړانده كولو لپاره همدوى پكى وهي . افغانستان له ۱۱۶۰ يا داحمدشابابا له دورې وړاندې دهوتكيانو په دوره كې له ايراني افشاريا نواو صفويانو سره لاس اوګرېوان وو چې ترڅو ميرويس نيكه او دهغه اولادې هغوى ته ماته وركړه او ايراني شا (صفوي ) شامحمود هوتك ته خپل تاج په مخ كې كېښود او سرتيټي په دود يې خپله لور هغه ته په نكاح وركړه . وروسته داحمدشابابا په دوره كې افغانان له هندي مرهټيانوسره ونښتل ، دپاني پت جګړې رامنځته شوې داجګړې لا كرارې نه وې چې په ۱۱۸۷ هجري لمريز دتيمورشا په دوره كې دانګرېزانو لاسوهنې پيل شوې او آن تقريباً يو سل او لس كاله افغانان له انګرېزانو سره په انحنايي يا له لوړتيا او ځوړتيا په ډكو جګړو بوخت وو ترهغې چې شاه امان الله غازي په ۱۲۹۷ هجري لمريز كال واك ته له رسېدلو وروسته دهغوى پر ضد ولس ملي پاڅون ته وهڅاوه او په ۱۲۹۸ هجري لمريز كال يې انګرېزانو ته تاريخي ماتې وركړه . په افغانستان كې دانګرېزانو دماتې پيل دروسانو دلاسوهنې او مداخلې پيل وو ،ترهغې چې په ۱۳۵۷ هجري لمريز دغويي په اومه يې دخپلو ګواډاګيو په واسطه دسردار داوود خان پرضدكودتا وكړه او په ۱۳۵۸ هجري لمريز دمرغومي په شپږمه يې خپل يوبل ګوډاګى ببرك كارمل په خپلو ټانګونو سپور دخپل يونيم لك وسلوال سره پوځ سره افغانستان ته رانوېست. په افغانستان كې لادروسانو لاسوهنه پاى ته نه ورسېدله چې دالقاعدې نړيوال اسلامي تحريك رامنځته شو، دې تحريك هم دفلسطين ، سعودي ، كويټ،يمن،مصر،چيچن، داغستان او نورو ددوى په وينا محكومو هېوادونو او ولسونو دازادۍ لپاره خپله وسلواله مبارزه له افغانستان څخه پيل كړه ،او دادى اوس خو له نړيوال وسلوال حشر سره مخ يو. دا يواځې همداهېوادونه ،ښكيلاكي ځواكونه او ګوندونه نه دي چې افغانستان يې له سياسي ثباته بې برخې كړى او انارشۍ ته يې زمينه برابره كړې ده ،بلكې ځينې نور هېوادونه هم شته چې دا فغانستان په ناارامۍ كې دخپل بخت سيوري ځليدلي ويني او په پټه او ښكاره موږ ته اور كري . زموږ ۶۳ كلن ګاونډى پاكستان چې لايې اوس هم دخپل سياسي بلوغ عمر هم بشپړ كړى ندى، په سياست كې دومره استاد وخوت چې آن لا دخپل كوچنيتوب په لومړيو كې يې دافغانستان پنځه زره كلن سياست پوهان تېروېستل . پاكستان لا دحضرت عيسى ع په څېر دمور په غېږ كې وو چې خبرې يې پيل كړې اودډيورنډ دپولې پر سر يې افغان حكومت ګواښه . انګرېزانو چې كله په ۱۹۴۷ زېږديزكال پاكستان جوړاوه نو له هماغه وخته يې دې هېواد ته له ګاونډيانو سره منل شوې پولې ونه ټاكلې او غوښتل يې چې پاكستان دډېر وخت لپاره ددوى مشورو او قوماندې ته اړ وي .همدااوس پاكستان د څلورګاونډيوله ډلې له دريو( افغانستان ، چين او هند) سره ټاكلې او منل شوې پوله نلري او كه يوې خواته يې دهند بحر نه واى نو هلته به يې هم له كوم ګاونډي سره پر پوله لانجه واى . په افغانستان كې دكمونستانو له كودتا سره دلته دپاكستان لپاره دلاسوهنې ښه زمينه برابره شوه او دخپل حرص وږى غويى يې ښه موړ كړ. هند كه څه هم دافغانستان ګاونډى ندى خو تل يې دافغانستان په سياست كې ځان مطرح ا و دخيل ساتلى دى . هند دا فغانانو دجهاد پر مهال دروسانو او دهغوى دګوډاګيانو خوا ونيوه ، وروسته دروسانو په مرسته واك ته درسېدليو مجاهدډوله ډلو ترشا ودرېد او دادى په ۲۰۰۱ كال پر افغانستان دامريكايي ائتلاق تر يرغل وروسته دحامد كرزي دحكومت ترشا ودرېد او په وينا يې تراوسه يې دافغانستان په بيارغونه كې له ۳،۱ميليارده ډالرو ډېر لګولي دي. هند هغه هېواد دى چې له پاكستان سره پركشمير دواكمنۍ په سر تاريخي دښمني لري او تراوسه يې ترمنځه كم تركمه درې ځله سترې جګړې شوې چې وروسته هغه يې دكارګل جګړه بلل كېږي. سياسي كتونكي له ډېره وخته پدې باور وو چې پاكستان او هند خپله سړه او توده جګړه له خپلو سرحدونو افغانستان ته راانتقال كړې ده .پاكستان دلته څو څو ځله هندي ګټې تر ګواښ او وسلوال بريد لاندې نيولې دي. په نيمروزاو دافغانستان په نورو سيمو كې څوځله دهندي انجينرانو وژنه ، دهندي وسايطو تخريب، يوځل د ۲۰۰۸زيږديزكال دجولاى په مياشت كې په كابل كې دهند پر سفارت بريد چې په پايله كې يې دهندي ديپلوماتانو په شمول ۴۱ تنه ووژل شول ،بل ځل په ۲۰۰۹ كال كې هم په كابل كې همداسفارت ترزورور بريد لاندې نيول چې يوځل بيا پكې دهندي ديپلوماتانو په شمول ګڼ افغانان ووژل شول ، همدارازڅه كم درې كاله وړاندې هم په جلال اباد كې دهندوستان دكونسلګري تردرانه بريد لاندې راتلل . همدادوه اونۍ وړاندې دكابل ښار په زړه نوي ښار كې د سټي سنټر ترڅنګ په يوه مېلمستون كې هم هندي دولتي اتباع تربريد لاندې نيول هغه پېښې دي چې هند يې له پاكستان څخه انګيري . دسياسي كارپوهانو له انده ،پاكستان مرګونې هڅې كوي چې له افغانستان څخه د خپل اصلي او تاريخي سيال هند لاس لنډ كړي خو دهند دبهرنيو چارو دوزارت مرستيالې نيروپاماراو په كابل كې ددوى پر اتباعوله وروستي بريد وروسته فايننشل ټايمزته وويل چې دوى به هېڅكله هم له افغانستان څخه په شا نشي . هند هم دپاكستان دبريدونوپروړاندې لاس ترزنې ناست ندى. څوڅو ځله پاكستاني افرادهم په افغانستان كې ووژل شول چې وروستۍ پېښه يې همدا څواونۍ وړاندې په كندهار كې دهغوپاكستانيو كاريګرو وژل دي چې ديوه سړك په جوړولو بوخت وو. پاكستان وايي چې په افغانستان كې دهند سياسي اوديپلوماتيكې نماينده ګۍ ددوى پرضد پلانونه جوړوي ، دوى دپاكستانيو بلواګرو بلوچانو،په بلوچستان كې دروانې ناامنۍ اوپه ټول پاكستان كې دبمي بريدونو اونورو حملو ترشاه هم په كابل كې دهندسفارت اوپه ولاياتو كې ددې هېواد كونسلګريو لاسونه دخيل بولي . دسړې جګړې او وروسته دروسانو پر ضد دافغان ولس دجهاد پر مهال له شوروي اتحاد او امريكا وروسته هنداوپاكستان يواځيني اتومي هېوادونه ندي چې افغانستان يې دخپل رقابت ډګر ګرځولى دى. بلكې اوس يوځل بيااتومي امريكا له خپل يوبل دېرش كلن كمپرومايز نه منونكي رقيب اتومي ايران سره دلته جګړه پيل كړې ده . امريكا له ايران سره دددې هېواد د اتومي اوهستوي وسلو پرسر له دوه لسيزو راهيسې نښتې او ديپلوماتيكه جګړه يې پيل كړې ده ، امريكا ملګري ملتونه ، دامنيت شورى، او نړيواله ټولنه پر ايران دتعزيراتو لګولو ، دايران ګوښه كولو اوسياسي انزوا ته هڅوي. په افغانستان كې ددوى دسيالۍ ښه بېلګه داده چې ټاكل شوې وه تېره دوشنبه دايران ولسمشر احمدي نژاد درسمي پخواني پروتوكول له مخې كابل ته راشي خوبرعكس ده خپل سفر په ناڅاپي توګه وځنډاوه خوپه همدې ورځ بې له كوم مخكيني خبر اورسمي پروتوكول څخه دامريكا ددفاع د وزير رابرټ ګيتس الوتكه دكابل په هوايي ډګر كېناسته . ګيټس پدې ورځ زموږ له هېوادڅخه پرايران دګواښونو توغندي وتوغول اوهغه هېواد يې پردوه مخۍ تورن كړ. ايران هم چپ ندى او په سيمه كې دامريكا دځپلواوددې هېواد دنفوذ دمخنيوي لپاره يې ، په لبنان ، فلسطين، كويټ، عراق ،پاكستان او افغانستان كې دخپلو هم مذهبو شيعه ګانو پراخ نيټ ورك (شبكه )جوړكړى دى . ايران په دې سيموكې پخپلودوستانو لاس خلاصې پانګونه كړې چې داړتيا پرمهال به ترې كاراخلي . ان امريكايي او افغان چارواكي دعوه كوي چې داڅوكاله دهېواد په لوېديځ مېشتواو دايران په ګاونډكې په پرتو ولاياتو كې ايراني بمونه او له مخالفينو سره ايرانۍ وسله ويني . كابل ته دګيتس له سفريوه ورځ وروسته چې كله احمدي نژادكابل ته راورسېد نو هغه هم صرفه ونكړه ، ده هم امريكا پر دوه مخۍ تورنه كړه او دعوه يې وكړه چې په اصطلاح تروريزم چې سپينه ماڼۍ يې پرضد ائتلاف جوړكړى او سيمې ته يې خپل پوځيان راوستي پخپله دپنتاګون دفابريكې توليد دى . دنژاد دخبرو معناداده چې تروريزم په سيمه كې دپوځي حضور لپاره يوه امريكايي پلمه ده. درې شپې وړاندې حامدكرزي اود امريكا ولسمشربارك اوباما دويديويي سالون له مخې يوساعت په ټيليفون خبرې كړې دې دي . كه څه هم ددې خبرو جزئيات لا درسنيو جنياتو استراف السمع كړي ندي خو داسې ويل كېږي چې اوباما له كرزي پدې خفه دى چې ولې يې په بندرعباس كې داحمدي نژاد لخوا ده (كرزي ) ته په منسوب شويو الفاظو سوړ غبرګون وښود. داسې وېل كېږي چې پدې خبروكې پرايران دامريكا داحتمالي بريد په اړه دكرزي استمزاج هم شوى وي . داچې په افغانستان كې كه دهند او پاكستان جګړه روانه ده او كه دامريكا او ايران نو سونګ توكي يې يواځې بيچاره افغان ولس دى او دادافغان چارواكيو دنده ده چې په پوره درايت او تعقل داتراژيدي كنترول كړي او افغانستان لانور هم دنورو دګټو قرباني نكړي [email protected] - بېرته شاته