(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپښتنوعلمي جينوسايډ (نسل وژنه ) ؟

دكب ۱۵ مه دهېواد دسړو سيمو دنوي ښوونيز كال دپيل ورځ وه دنورو كلونو په څېر سږ كال هم افغان ولسمشر حامدكرزى دارګ دماڼۍ څو مترۍ كې پرتې اماني لېسې ته ورغى او دنوي ښوونيز كال دپرانستلو په تشريفاتي مراسمو كې يې برخه واخسته . حامد كرزي دتېرو كلنو په څېرسږ كال هم داماني ليسې دزنګ په كړنګولو نوى ښوونيز كال پرانست . كه سړى دښوونې او روزنې اهميت ته وګوري نو له هرډول شك پرته ويلى شي چې دعلم او معارف مينه والو او متمدنو قومونو ته دښوونځي او مدرسې دزنګ خوند اوموسيقيت تربل هرغږ ډېر خوږ اوډېرپه زړه پورې دى . دښوونځي زنګ كاينات خوځوي ، دايواځې زموږ خاورينه نړۍ يا ځمكه نده چې برخليك يې دښوونځي په زنګ پورې اړوند دى ، بلكې دټول شمسي نظام او دشمسي نظام دټولو سيارو برخليك هم دښوونځي زنګ ټاكي . آن كه وويل شي چې په هغې بلې نړۍ (اخرت ) كې چې په راتللو كې يې هېڅ ډول اړنګ (شك ) نشته ښكلا او برياهم د ښوونځي په زنګ او علم او عرفان پورې تړلى دى نو بېځايه دعوه مو نه ده كړې. داچې نن موږ دتمدن او پرمختګ له كاروان څخه وروسته پاتې يو او هركس او ناكس ته مو دسوال او تمې لاسونه غځولي سترلامل يې دادى چې موږ دښوونځي زنګ ته اهميت ندى وركړى. موږ كه دعلم او معرفت پر اهميت پوه او دعلم اوپوهې په ګاڼه سمبال واى نو نن به راته چا ددومره بدرنګو په سترګه نه كتل او كه نن موږد ښوونې او روزنې وسله درلودلى نو هرګيدړ به پر موږ دبلوڅېدلو جرئت نه واى كړى، كه دعلم او پوهې مشال زموږ په لاس كې واى نو نن به په هره كنده او دهرچا لخوا موږ ته په كيندل شوي كوهي كې نه لوېدلو. بياهم كه موږ دعلم او عرفان دتهذيب جامه اغوستې واى نو نن به موږ دنړۍ ترټولو مهذب ، شايسته او ښايسته قام واى او دنړۍ هغو قومونو به چې تهذيب اوتمدن موږ ورښودلى نن له موږ وېره او كركه نه درلودلى . داچې اوس يوځل بيا دسړو سيمو نوى ښوونيز كال پيل شو نو دادډېرې خوښۍ خبرده . زه بارو لرم چې دچا په زړه كې لږه هم دايمان سپرغۍ ، انسانيت ته ددرناوي جذبه او په ځانګړې توګه دبين الافغاني ملي يووالي حس وي نو چې دهېواد په هركونج كې دكوم كوچني په لاس كې دكتابونو كڅوړه وويني نو له خوښۍ به دپسرلي دګلاب په څېر وغوړېږي او په مخ كې به يې دخوښۍ سرخي وغځېږي . نوى ښوونيز كال په داسې حال كې پيلېږي چې دنورو سكتورو په څېر زموږ ښوونيز او روزنيز سكتور هم له ګڼوستونزو او ګڼو ګواښونو سره مخ دى داګواښونه ځينې ددولتي چارواكيو دبې كفايتۍ ، كم ظرفۍ او ړانده تعصب پايله ده ، يا په بله ويناداګواښونه اوستونزې دولت پخپله ځان او ولس ته راپنځولي او ځينې يې دروانې ناامنۍ او ياپه ټوله كې دروانو حالاتو زېږنده او محصول دى . حامد كرزي تېره ورځ په همدې مناسبت جوړو مراسمو كې د ښوونې او روزنې دكړكېچ يا غميزې پړه ټوله پرطالبانو او وسلوالو مخالفينو واچوله او دخپلومامورينو بې كفايتو او يا دمتعصبو چا رواكيو قصدي او سهوي نيمګړتياوو ته يې هېڅ ګوته و نه نيوه . ده وويل چې دهېواد دښمنان ښوونځي سوځوي او پرهغوى يې غږ وكړي چې داكار ونكړي . تركومه چې خبره دې بريد پورې ده نو ټول افغان ولس ، بلكې ټول انسانيت دښوونځيو سوځول او علم دمشال وژل ردوي ، او كه طالبان يې رسمي مسؤوليت اخلي او كه نه دښوونځيو دسوځولو دپړې ګوته نيغ په نيغه دوى ته نېول كېږي .ځكه چې ښوونځي ددوى دواكمنۍ په ساحه كې سوځول كېږي.او ولس او په ځانګړې توګه روڼ اندې او لوستي افغانان له دوى پدې كارډېر خفه دي . خو كرزي داخبره ونكړه چې ترډېره ددې ښوونځيو په سوځولو كې دهغو مامورينواو دنصاب دجوړوونكيو لاس هم دى چې دلومړنۍ دورې په كتاب كې چې ويونكي يې لا له الف با سره هم بلد ندي ليكلي چې دمثال په توګه : تروريزم يوه شومه پديده ده ، تروستان بايد ووژل شي ، راځئ چې له ترورستانو سره مبارزه وكړو..... يادې مفهوم ته ورته نور مفاهيم. يا دښوونځي دلومړنۍ دورې په نصاب كې هغو كوچنيانو ته چې تراوسه لا عظيم الشان قرآن له مخې ( ناظره )تلاوت كولى نشي دموكراسي ورپېژندل كېږي يا..... نو فكر وكړئ چې دهلمند او يازابل په لېرو پرتو ولسواليوكې چې سيمه دطالبانو تركنترول لاندې ده د هغو كتابونو چې په پاڼو كې يې لومړى له تروريزم سره مبارزې او يا هغې دموكراسۍ ته چې پخپله غربيان ترې كركه كوي هڅول وي نوآيا داپخپله طالبانو ته دښوونځي دسوځولو بلنه نده ؟ ددين اوپښتنو دښمنان هغه كه په دولتي يونيفورم كې دي او كه په غير دولتي كې داسې تخريشوونكي كارونه كوي چې طالبان راوپاروي او دښوونځيو په اړه منفي عكس العمل ته يې اړباسي چې پورتنۍ نمونه يې ژوندى ثبوت دى. خوڅومره به ښه واى چې طالبانو هم دملي او ديني احساس له مخې له سياسي ځيركتيا څخه كاراخستى واى اوكه دوى هرڅومره پاروونكي او تخريشوونكي كارونه كړي واى دوى نور هم له معارف سره مرسته كړې واى او ددوى دسيسې يې شنډې كړې واى . څوځله داسې شوي چې دمعارف چارواكيو پښتون مېشتون سيمو ته سلګونه زره په دري ژبه ليكل شوي كتابونه لېږلي . چې هلته پرې څوك نه پوهېږي او ډيپوګان پرې ډك دي . ايا دا هم په لوى لاس دزده كوونكيو دوخت ضايع كول او په لوى لاس خنډونه پنځول ندي. پر مورنۍ ژبه زده كړه دهر انسان حق دى راځئ ووينو چې دهېواد لوى قوم ته پدې دموكراتيك هېواد كې داحق څومره وركړل شوى دى؟ زموږ ډېر ښوونځي سوځول كېږي او چې كوم فعال دي نودډېرو ښوونكيو تعليمي كچه يې له دولسم ټولګي هم ښكته ده او آن ډېرښوونكي پخپله ديوولسم او دولسم ټولګيو برحاله زده كوونكي دي. په هېواد كې د تعصب اويوبام او دوه هوا چلند بله هغه غميزه ده چې له بده مرغه افغانان ورسره مخ دي .موږ په سهيل او سهيل ختيځ كې داسې ولايات لرو چې په ساړه موسم كې درس وايي اوپه تودموسم كې رخصت وي اوس دهغوى دټول ښوونيز كال ايله دوه مياشتې پاتې دي خو لاتراوسه ورته كتابونه ندي وررسول شوي . د تعليمي بورسونو په وېش كې ناانډولتوب او بې انصافي بل هغه دولتي بحران دى چې د جنګ ځپلو سيمو زده كوونكي ورسره مخ دي . داسمه ده چې په سهيل او سهيل ختيځو سيموكې جګړې روانې دي او جګړې پر هرسكتور اغيز كوي خو پدې كې دهغه كوچني ګناه څه ده چې نه خپله دى طآلب اويا دولتي عسكر دى او نه يې پلار. دولت خو دحاكميت اوپررعيت دواكمنۍ دعوې كوي او دا يې دنده هم ده نو داخو ددولت دنده چې په هره بيه وي دافغانستان هربچي ته هغه كه په درواز كې وي او كه په داى چوپان كې په متوازنه توګه دزده كړې زمينه برابره كړي . كه دولت له دې عاجز دى چې يوه سيمه ترخپل واك لاندې راولي نو بايد كم تركمه دښوونې او روزنې په برخه كې خو دې له مخالفينو سره جوړ جاړى او تفاهم وكړي. كه دولت له طالبانو سره دبهرنيو اسيرانو او يادهغو دولتي چارواكيوپه اړه چې كله ناكله يې طالبان ژوندي نيسي معامله او جوړجاړى كولى او طالبانو ته امتيازات وركولى شي نو دهغو ميليونونو كوچنيانوپه سر چې له زده كړو پاتې دي او يا ددولت په وينا دهغو ۴۴۲ ښوونځيو په سر چې لا هم دطالبانو له لاسه تړل شوي دي ولې كمپرومايز اوجوړجاړى نشي كولى. كه د ځينو سهيلي او سهيل ختيځو سيمو ښوونيز جريان دهېواد له ځينونورو سره پرتله شي نو حيرانوونكي توپير به مو ترسترګو شي .؟ تاسې وګورئ چې كه مثلاً دتېركال په كانكوركې له مزارڅخه نهه زره نارينه او درې زره ښځينه زده كوونكي ګډون كوي او له زابل څخه ۵۰ نارينه او لس ښځينه او يا له هرات څخه ۱۵ زره نارينه او۵ زره ښځينه او له كندهارڅخه ۵۰۰نارينه او ۵۰ښځينه او يا له تخار ۵زره نارينه او ۲ زره ښځينه خو له پكتيكا څخه يواځې ۸۰ تنه نارينه او يوه ښځينه ګډون كوي نوبيا ددې سيمو اوسېدونكي هم دګيلې حق لري . كه زموږ دهېواد په شمالي او شمال ختيځو ولاياتو كې دښوونې او روزنې بهير منظم او ګړندى روان او ګراف يې لوړ وي نو دازموږ لپاره دخوښۍ او وياړ ځاى دى . چارواكي هڅوو چې نور يې هم ګړندى كړي او دالله (ج) حضور ته ددعالاسونه پورته كوو چې دعلم دډيوې داپتنګان لاهم ډېر او داډيوه دحوادثو له توپان څخه وساتي خو زموږ غوښتنه داده چې همداسې پاملرنه بايد نورو محرومو او دعلم او عرفان له كاروان څخه وروسته پاتې ولاياتو ته هم وشي . داچې دپوهنې وزير وايي چې اوس هم ۴۴۲ښوونځي دناامنۍ له كبله تړل شوي اويا له ۳۶۴ولسواليو څخه په ۲۰۰ولسواليو كې نجونې له نهم ټولګي پورته زده كړې نشي كولى او يا داچې پنځه ميليونه هغه كوچنيان چې ښوونځيو ته دتللو عمر يې بشپړ كړى ښوونځيو ته نشي تللى او يا داچې يوولس ميليونه تنه (سم نيم نفوس ) نالوستى دى دا له شك پرته ښوونيزه فاجعه ده .. خو له بده مرغه چې ددې غميزې كوربنې هم ډېرې پښتنې سيمې دي چې دا ديوقام دوركاوي پيلامه او علمي جينوسايډ دى. موږ پر افغان چارواكيو غږ كوو چې په هره وسيله او هره وسله ممكنه وي په ټول افغانستان كې ديوه متوازن معارف دتعميم لپاره هراړخيزې هلې ځلې وكړي ، آن كه پدې اړه له طالبانو سره هركمپرومايز او انعطاف ته اړوېستل كېږي بايد داكار وكړي ، همداراز دولت بايدخپلې ادارې چاڼ ،متعصبه ،شرخوښوونكي او دملي يووالي ضد عناصرمنفك او پر ځاى يې رښتوني مخلص ،دينداره، متخصصه او له تعصب خالي الذهنه افغانان وګوماري .  دپښتنوعلمي جينوسايډ (نسل وژنه ) ؟ De pakhtano Elmi Genocide /disambiguation By: Qazi Mohammad Hassan Haqyar [email protected] - بېرته شاته