(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اېرنيان غواړي چې دانګرېزي ژبې مخه په افغانستان کې ډپ کړي

داوسني اېران دپاړس(فارس) ياترکانواوتورکي نژاده خلکودژبه،ځان اوکام پالنې خبرې اوسنۍنه دي،دوىله ډېرپخواڅخه تل هڅه کړې ده چې سيمه،دسيمې هيوادونه اوژبې ترخپل اېرغليزاغېز لاندې راولي،دبشري ياوګړيزکرامت له مخې دسيمې دغه خلک دغه کارته نه دي تيارچې له خلکوڅخه څه واخلي اوخلکوته هغه څه ورکړي چې هغوى ورته اړتيالري،له بده مرغه دوى دتل له پاره يولوريزې هڅې کړې دي،هغه داچې دوى چې هرڅه کوي بايدچې نوروګړي يې هم وکړي!!!اودوى چې هرڅه وايي بايدچې نوروګړي يې ومني!!!ياپه لنډډول په خپل ټول ژوندکې دوى داسې چلندخپل کړى که دوى ووايي چې اوبه پورته ځي نورهم بايدووايي چې اوبه پورته ځي اوکه بيادوى ووايي چې اوبه ښکته ځي نوره وګړيزه نړۍيابشريت هم بايدووايي چې پرون اوبه کته تللې. دتاريخ په اوږدوکې دغوخلکودخپلوګټودلاسته راوړلو،ژبپالنې اونژادپالنې له پاره هره يوه شونې لاره خپله کړې ده،دخپلوهڅودپياوړتياله پاره ترډېره ځايه پورې انسان وژنې،دروغواوتېري ته وخت ورکول شوى دى،دسيمې،نړۍاووګړودوژلو،ځورولواونابودولوته روايتونه اولارې جوړې شوې دي،هغوى وژل شوي،ځورول شوي،دژبې،نژاداوشتمنيولوټونه ددغونژادپالوخلکوزوړدريځ،تاريخ اوچلنددى. دتاريخ په دغه ترخه اوکاواکه بهيراوسيمه کې پښتوژبه اوپښتانه هم دخپل نيمګړي يامړژواندي ژوندسېلوې اخلي،پاړسوژبه دنړۍله ټولوګوښواوکونجونوڅخه دخپل پنځون په لورورټوله شوې ده خوله بده مرغه چې په افغانستان کې ددغې ژبي درباري اونيستمن اغيزلاتراوسه پورې پياوړي په ځاى پاتې دى. دخبري سرچينو له مخې اورېدل کيږي چې دفغانستان مشران دکلټوروزارت په مشرۍدخلکو دکورونودوکانونواوکارځايونو په سر ليکل چې دوى لوحې ورته وايي جوړوي ياداچې ديوې ادارې له خوا ديوې ژبې په ګټه اړول کېږي ، موږ په خپلو تېرو ډېرو ليکنو کې په ډاګه کړې ده چې د افغانستان مشرتوب پښتو ژبې لوحې غورځولې دي او پرځاى يې نورې د بلې ژبې لوحې لګولې دي په خپلوتېروليکنوکې مودبېلګې په ډول ډېرې غورځول شوې لوحې يادې کړې دي. د اېرانيانواواېران خياله مشرانو نوې هڅې دادي چې په افغانستان کې دافغاني مشرانو د مشرتوب له تت،پيکه او ټيټ سيوري څخه لاندې دانګرېزي ژبې مخه په داسې يو نوم اوعين وان سره ډپ کړي چې ګواکې موږله خپلوارزښتونو څخه ساتنه کوو،دخپلوخلکوپه ټنډه باندې خپله ژبه ليکوياانځورکوو،ريښتياخبره خوداده چې اېرانيان يادپخواني فارس پاړسواونژادپالونکي مشران اوهغه شورويان چې پرون يې په سيمه کې دروسي ژبې دپراختياهڅې کولې په سيمه اوافغانستان کې دسورپوستکواوسپين پوستکوشته والي دومره په وېره،ډاراوتراګ کې اچولي دي،چې که ديوچاپه دروازه کې يوټکى انګرېزي ياکلينيک نوم وليدل شونودلېونيوپه څېربه دلوحې مخ داسې ورته تور،خيرن،ککړاوولړي لکه:پرون يې چې په اېران کې ددوى په مخ پورې خټې وروتپلې اوومښلې!!!. دا به وکتل شي چې له جنګي دريځ او سياسي شخړې سره سره په پرهنګى ( ف ) جګړه کې دلوېديځوالواواېرانيانوترمنځ په افغانستان کې جګړه کوم ځاى ته رسول کېږي اوداچې کوم لورى به يې و ګټي اوکوم لورى به يې وبايلي،دابه هم څرګنده شي چې دافغانستان مشران په سيمه کې پښتوژبې څومره لوحې لګوي،دغيرتي پشتنووړتيااوويده توب به هم جوت شي چې دوى هم دخپل کور،دوکان،کارخانې اوکتنځاى په وړاندې پښتوژبې لوحه لګولى شي؟؟؟اوڅومره؟؟؟. په افغانستان کې کلونه کلونه درباري حکومت چلونه اوداوسنۍدورې بېپروايي،بېباکي اوپښتو ژبې ته نه پاملرنه موږناهيلي کوي،په خراساني افغانستان کې دپښتوژبې اوپښتنو راتلونکى موږته ډېر تت،خيرن اوتياره ښکاره کېږي. زموږ سياسي مشرتوب ياپه اداروکې ناست دمزدورۍ اوکاروبارخلک،همدغه ډول زموږدټولنې ډېرکاروباري ژورنالسټان نه غواړي چې دپښتوژبې اوپښتنوله پاره دې کاروشي تردې پورې دهغوى د پښتونولۍدغږپه غلي کولواوچوپ اوسېدلوکې مرسته کوي،که يوپښتون نارې سورې وکړي چې پښتو ژبې لوحه غورځول کېږي ياستادخراساني افغانستان په ښوونځيواواداروکې له پښتوژبې سره توپيري چلندکېږي ياداچې له پښتو ژبي غوشتن ليک سره ناوړه چلندکېږي زموږدټولنې دغه کاروباري خلک اوسوداګرژورنالسټان په بې شرمۍ سره ددوى په ويناثبوت اوسپينتنه ترې غواړي،دپښتوژبې اوپښتانه دپښتونپالنې ولوله اواوازبابېزه اوزېندۍکېږي. که زموږدټولنې بېپروا،ويده اوبېباکه غړي بياهم په خپله خبره ټينګارکوي اوغواړي چې په سيمه اوخراساني افغانستان کې دې له پښتوژبې سره بېباکي اوناخوالې ورته په ګوته شي نومهرباني دې وکړي لومړى دې تاريخ وګوري چې ولې کلونه کلونه زموږپه خلکواوخاوره باندې دربارراتپل شوى دى؟؟.ولې دسيمې په دېوان اودفتريوټکى پښتوژبه نشته؟؟.ولې په دغه ټوله سيمه کې يوه پښتوژبې لوحه نشته؟؟.ولې دخراساني افغانستان په اوسنيوټولوخپرونوکې پښتوژبې اوپښتنوته پوره ونډه نه ورکول کېږي؟؟. له همدې امله ده چې زموږ په هېواد کې به تل ستونزې راپيداکيږي،خراساني افغانستان اوسيمه به تل د يوناسورزخم په ډول وينه او وينه وي.

دافغانستان دشل کلنې جګړې په ترڅ کې اېرانيانوڅه کول

دافغانستان په شلکلنه جګړه کې دښکېل هيوادونواوخلکوپه اړوندډېرڅه ويل شوي دي،د وروستي تاوتريخوالي په اړوندهم چې له خبري سرچنوسره کومې مرکې اوخبرې اترې کېږي ترډېره ځايه پورې دغه خبرې اترې زړې ښکاره کېږي زموږ دخلکوپه وينا زړې ببولا لې څرګندېږي. داچې دافغانستان جګړه يو بل پړاوته ورګډه شوې ده له همدې امله غواړم چې نن دجګړې دهغه لوري په اړوند خبرې وکړم چې دافغانستان په څوکلنه جګړه کې يې پېچلى رول ادا کړى دى،داسې ونډه او رول چې دافغانستان په څو کلن خونړي جنګ کې چاخبرې نه دي پرې کړې او ولې.؟؟؟؟؟ په ټوليز ډول پاکستان اولوېديزوال دافغانستان په جګړه کې سره يولا س اويوه ټلواله پاتې شوي دي،دافغانستان د شخړې له پيل سره سم اېرانيان دجګړې په يو داسې لوري کې پاتې شويدي چې هم يې په افغانستان کې دخپل سياسي، مذهبي اوژبني اغېزدپياوړتيا له پاره کارکړى دى اوهم د لوېديز دګټو اوسياسي اغېز په وړاندې جنګېدلي دي داځکه چې اېرانيان په همدغه ټول وخت کې له لوېديزوالو ياپه ځانګرې توګه له امريکايانوسره دجګړې په دريځ کې وو په اېران کې دننه اوهم په نړيواله کچه د دوى ترمنځ يوډول شخړه اوجـــــــــګــــــــــــړه روانـــــــــــــــــــــــــــــــــــه وه . کله چې دلوېديزوالواوپاکستان پدل او اغېزپه جهادي لوري اوجهادوالوکې پياوړى شو اېرانيان له څو لا رو څخه دافغانستان په جګړه کې ورګډ شول دژبې،مذهبي کرکې او دسياسي اغېز يوه ريښــــه يې دتاجکستان،اوزبکستان اوځينې نورو هيوادونو په ګډون دروسيې په سياست کې وغځوله،له پخواني شوروي سره يې خپل سياست همغاړى اوهمکار کړ،سره له دې چې اېرانيانوپه دغه وخت کې نــــه ختيز اونــــــه لـــــوېديــز اواز ورکاوو،ولې بياهم د دوى د سياست يولورى له شورويانو سره يوځاى وو. دمذهبي او ژبنۍکرکې په بنسټ يوشمېرخلک د چنګېزي لښکروپه بڼه دننه په افغانستان کې په کار وا چـــول شول په ډېره توندۍ،نه سړيتوب اوتېري سره يې دخلکوپه وژلو اوځپلولاس پورې کړپه شويه ميشتو سيمو کې له ډېروخلکوڅخه وسلې واخيستل شــوې جهادي ډلـــــوچې د پاکستان اولـــوېديــزترسيــــوري لاندې پــه افغانستان کې وده کړې وه،هغوى په ډېرو سيموکې په شاوتمبول شــول اېرانيانـو هغه ټولې سيمې په خپل ګـــورت کې راوستلاىشــــــوې چـــې دوى ترخپل مذهبي او ژبني اغېزڅخه لاندې ساتلى شـــــوې خپله مذهبي اودژبنۍکرکې واکني اوپدل يې دافغانستان په ډېروسيموکې پيـــــــاوړى وســـــــــاتــــــه. له دغه څه سره سره چې اېرانيان،عربان،پاکستانيان اوپه دوى پورې اړوندې ډلې ټپلې په مذهبي شخړوکې سره لاس اوګرېوان وو،په ځانګړي ډول په پاکستان کې د دوى ترمنځ وخت ناوخت وژنې کېدلې عربي مشرانودخپلو مذهبي کتابونوله لا رې غوښتل چې داېرانيانو مذهبي رنګه پيکه اوبې خونده کړي اوداچې داېران اسلامي اوښتون بېپدله اوپوچ کړي،بياهم اېرانيان وتوانېدل چې داسلامي ورورولۍ يوه ريښه دهغه جهاد په لوري کې وځغلوي چې دلوېديزوالو اوعربانوله خوا ملا تړورسره کېده دايوبل کمين اومورچل وو چې اېرانيانودلوېديز او امريکاپه وړاندې نيولى وو،په دغه وخت کې هم اېرانيانو دنه ختيز اونه لوېديز نارې سورې همداسې روانې وساتلې،دافغانستان په جګړه کې له دريو لارو څخه ګډپاتې شــــــــول په افغانستان کې داېرنيانو رول او ونډه همداسې پياوړې اوغښتلې پاتې شوله. دتنظيمي ډلوله برياليتوب سره سم په افغانستان کې د اېرانيانو ژبنى اومذهبي رول لانورهم پياوړى شو داهغه وخت ووچې داېرانيانوڅواړخيزومذهبي اوسياسي هلوځلو زېګنده درلودلې وه دمذهب پر بنسټ شويه ګان اوشويه ميشتې سيمې داېرانيانو په ګورت اومنګول کې پاتې شولې دژبې له پلوه دجهادوالوپه منځ کې لږکۍډلې اوهغه يووالى په ځاى وساتل شو چې کلونه کلونه اېرانيانو،تاجکستانيانواوځينې نوروهيوادونو دخپلې ژبې پر بنسټ ورسره مرستې کړې وې اوپه افغانستان کې يې ژبپالنه کړې وه. دجهاد والوپه برياليتوب سره اېرانيانو يوه بله ګټه هم ترلاسه کړه هغه د تنظيمي ډلوپه منځ کې داخونيت شته والى وو،چې له اېراني شعارونو اوداېراني اخوندانوله بڼوسره يې سمــــــــون درلـــــوده اوبايدچې د دواړو لـــورو ترمنځ يووالى اونيږدېـــــــــــــــــوالى واى. دستونزې له امله لوېديز وال اړووچې دجهادوالو له انډيوالۍ څخه يې لاس پورته کړى واى،اويوداسې ځواک يې رامنځته کړى واى همدغه څــــــه ووچې دطالب عربيزم په افغانستان کې وده وکړه،ددغه خوځښت له کړو،وړو اوګړندي وړاندېتګ څخه څرګندېدله چې په يولوري يې ګړندى ګوزار کاوو.؟؟ښايي د لوېديزوالو له پاره په زړه پورې وه چې دافغانستان دجګړې په دغه پړاو کې په اخوانيت اوداېرانيانو په ګټـــويـــو داسې ګوزار وکړي چې ډېر خلک پرې پوهه نه شي،تر ډېره ځايه پورې د اېرانيانو په ګټـــــوکاري ګوزارونه وشول دڅوکسواېرانيانو وژل يې غټه نښه بلل کېدلى شي تردې پورې چې يو وخت دامارت او اېرانيت ترمنځ دجګړې کولوخبرې اترې خپرې اوتودې شوې. دپېښودمخ نيوي له پاره اېرانيان لاس بري شول دخپــــــــلو سياسي ګټـــــودخونديتوب له پاره يې درې ګونى سياست خپل کړ،په دريومور چلوکې يې خپلې پښې ټينګې کړلې مذهبي پدل او اغېز يې دخپلومذبيانوپه شته والي کې وساته،سياسي شته والى يې دسالنګ په شاوخواسيمو،توکمونواوټلواله کې پاتې، خوندي وساته له بل پلوه له جهادوالوسره داېرانيانوداخوانيت او اسلامي ورورګلوي کيسه همداسې غښتلې اوپياوړې پاتې شوه،ياپه بله وينادلوېديزدګټــــوپه وړاندې اېرانيان ديوخنډپه ډول په خپله مورچل اوکمين کې پاتې شول، له اېرانيانوسره جګړې دځينو تګلارو بدلون طالبانوته ډېرې سياسي ګټې، ځواک او واک ور کولى شوى هغوى دخپلوسياسي نيمګړتياوو اوهيله ګرۍ له مخې ونه شوکولى چې له اېرانيانوسره جګړه وکړي داسلامي ورور ولۍدشعارله مخې له اېرانيانوسره جګړه ناسم کاروبلل شو ګواکي داسې ښکاره شوه چې دغيري مسلموپه وړاندې داېرانيانواوطالبانوترمنځ پيوستون يووالى اوپخلاينه راتــــــــــــــــــلاى شـــــــــــــــــــــــــــــــــي. له دغه څه سره سم دامارت دمشرانواولوېديزوالوترمنځ شخړې را وپنځېدلې ښايي اېرانيانوښه بللې وي چې دلوېديز په وړاندې ستونزې پيداکړي يادستونزوپه پنځولومرسته وکړي. دامارت دمشرانو دځپلوله پاره لوېديزوالوسم اوپرځاى کار وګاڼه چې دسالنګ له ټلوالې اومشرانوسره لاس يوکړي اويوځل بيادافغانستان دجګړې دګټلوله پاره دجوارۍ يوداسې ميدان ته کېني چې ژبنۍکرکه،روس پالنه اواېران دوستي له پخوا څخه پکې پنځول شوې وه،دبون په غونډه کې يو روايت ورته جوړکړل شو ددېموکراسۍنارې سورې پيل شوې خوددغه جوارۍپه ميدان اومندارکې هم اېرانيانو وګټله خپل ژبنى او سياسي رول يې په سيمه کې پياوړى کړاېران پلوه ډلې ټپلې د کرزي ترمشرۍلاندې ديواېتلاف په بڼه کې دکابل په ګدۍ کېنولې شوې په افغانستان کې يواسلامي اېران عنوانه حکومت جوړکړل شـــــــو ددېموکراسۍهغه ډنډورې چې لوېديز والوپيل کړې وې ورو ورو په غلېدواوګونګېدلوشوې هــــــــرڅه اېرانډوله اسلامي شــــــــــــــــــول اوهم داېــــــــران پلوي!!! داهغه شپې ورځې دي چې په عراق،فلسطين،ځينې نورو هيوادونواوهم په خپله په اېران کې لوېديزوال او اېرانيان سره په جګړه دي په ځانګري ډول امريکااېرانيانودياغي غوايي په څېردنړۍپه کچه په جګړو اوشخړوکې را اېساره کړې ده ياپه خپله په جګړوکې راښکېل شوې ده خودلېوني غوايي په څېر يـــــــــــــــــــوه خوا بله خوامنــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــډې وهي. په افغانستان کې ټول تاوتريخوالى،مرګ ،ژوبلې اوډېرې ستونزې داېرانيانواولوېديزوالوترمنځ دجګړې يوه برخه کېدلى شي،په ټوليز ډول دپښتوژبې،پښتنوسيمواوپښتنوپروړاندې چې هرڅوک ستونزې پيداکوي په دغه ډول ستونزواوکړاونوکې به دګورګين خان اودهغوى دپلـــــوي لښکرولاس اوپښې وي که وېره اچوونکو،بدکاره اوغلوته نورهيوادونه وسلې ورکولى شي اېرانيان يې ولې نشي ورکولى.؟؟چې په عراق فلسطين اونوره نړۍکې دلوېديزيا امريکاپه وړاندې درېدلى شي په افغانستان کې ولې داکارنه شي کولى.؟؟ اوکه د دواړه لوروپښتنوسيموترمنځ دسوداګرۍلارې جوړې شي داېران زيانونه به څه وي.؟؟

تاجکستان و اېران بريالي سياست څلورم کليز

په افغانستان کې د پخواني شوروي په هغوى پورې اړون د دتاجکستان او اېران دبريالي سياست څلورمه کليزه دوژل شوي په نوم ولمانځل شوه. دنړۍ د دوديزو سياستونو،نژادي اوژبنيز تړاو له مخې پښتانه له ټولونه بدمره اوبدبخته خلک دي په خپل ټول اږده ژوندکې دغه خلک له نورو سره په شخړه اوکړکېچ کې بندراغلي دي هروخت چې دغوخلک له يوه لوري سره دنيږدېوالي اوپخلاينې هڅه کړېده بلوري ياډېرولوريودغوخلکوته ستونزې پيداکړې دي دغه ډول ناسموسياليوزموږ خلک ځورولي کړولي او وژلي دي دتل له پاره زموږ په خلکو اوخاوره باندې تېرى شوى دى زموږ خلک اوخاوره دنوروخلکو دسياليووژه ګرزول شوې ده . دپېښو په لږتغيراو بدلون سره دغه لړۍ دنورمحمدترکي تروخته پورې په څرګندډول راورسېدله ددغه حکومت له جوړېدو سره سم لوېديزوالودشوروي دسياست دمخنيوي له پاره په ډلوجوړولولاس پورې کړدنړۍ له يواوبل لوري څخه يې ټوپکوال پيداکړل شوروي لوري هم په کاواکه ډول د ډلوپه جوړولو لاس پورې کړ،له پده مرغه پښتنوله دغه يوه لوري سره هم دپښت نژادي،اوياژبنۍاړيکه نه درلوده يوازې يوه سياسي اړيکه دترکي دحکومت دپلويانواوشورويانوترمنځ وه چې همدغه پښتو اوپښتونولي ددغواړيکوپه وړاندې خنډکېدله ځکه پښتنومشرانوښايي کله هم داسې نه وي غوښتي چې دوى دې يوداسې افغانستان جوړکړي چې دشورويانوپه ځولۍ کې وروغورځول شي له همدې امله ووچې شوروي لورى دترکي په ډله باندې بې باوره شودپرچمي يارانوخوايې ونيوله ددغه بهيرمخکښانوکه له يوې خواله شورويانوسره دوفادار پاتېکدلواړيکه درلودله ،له بل پلوه يې له هغوهيوادونوسره دپښت نژادي،اړيکه درلودله چې پرون اونن دشوروي اتحادپه خېټه کې پراته دي له بل پلوه دهغه وخت اېراني تورپګړيواوسپين پګړيومشرانوکه له يوې خوانه( شرقي اونه غربي) شعارونه ورکول اوپه افغانستان کې داسلامي جمهوريت غوښتونکي وولکه چې جوړيې کړاوداچې له مجاهدينوسره يې داسلامي ورورولۍشخوندواهه له بل پلوه يې په نړيوالوپېښوکې په شوروي لوري باندې داسې ډډه وهلې وهلکه نن يې چې په پرانسه اوهغه شوروي باندې ډاډه څنګ وهلى دى،له بل پلوه پرانسويان چې په نړيواله کچه اېران اوپاړسي پرهنګ خپل ملکيت بولي اوداچې په افغانستان کې يې کلونه کلونه د درباري پرهنګ پالنه کړې وه نن هم په سيمه کې پښت ،نژادپالنې اوژبپالنې ته په جوتوجوتوتيارناست ول ،که له يوې خوادافغانستان په جګړه کې دلوېديزوال يونين غړي وو له بل پلوه دژبپالنې اونژادپالنې څمڅۍيې بايدله اېران ،تاجکستان او په خپله دننه په افغانستان کې له توکمونوسره وهلې وى اوهمداسې يې کول دافغانستان بدمرغه پښتانه ددغه ټول لوري له دوستۍ اوانډيوالۍ څخه بې برخې وو لوېديزوالواودهغوى انډيوالانولاډېرپخوادپښتنوپښت نژاداوژبپالنې ته کفران ويلى دى ګواکي هرڅوک ژبپالنه اوخپل پالنه کولى شي ولې پښتون بدمرغه اوبدبخته چې خپل حقوق اوبرخه وغواړي هغوى په څلورکتابه ورته کافـــــــــــــــــــرکافــــــــــــــــرکافــــــــــــــــــــــرويلى دى له بل پلوه دشوروي ځواکونوپه منځ کې هم له هغوهيوادونولکــــــــــه: تاجکستان،اوزبکستان،ترکمنستان او،ستانونوڅخه دجګړې له پـــاره پوځيان راوستل کېدل چې له بدمره اوبدبخته پښتنوسره يې هيڅ ډول اړيکه نه درلوده هغوى ټولودافغانستان له توکمونودپښت نــــژادي او ژبنۍاړيکې درلو دې. هندوستان چې دافغانستان په تاريخ اوسياست کې ښه نوم درلودهمدغه ډول ترډېره ځايه پورې دافغانستان پښتانه ددغه هيوادسياست ددرناوي سرښکته کوي اوداچې هندوستــــــان د پښتونستان دبېلبرې په اړوندخپل سياست دپښتنوپلوي بولي ولې له بده مرغه پېښوڅرګنده کړه چې دغه هيوادهم له پښتنو کومه ځانګرې خواخوږي نه لري اوداچې دهندوستان سياست هم په افغانستان کې ژبپالنه اوتوکمپالنه کوي لکـــــــــــــــــــــه: ډاکټرنجب هندته دتللوهوډڅرګندکړخوهندوستان دده په ژغورلوکې هيڅ مرسته ونه کړه،دشمال دتوکمونوله ټلوالې سره يې خپلې مرستې روانې وساتلې. افغانستان ته دسپرپه وخت کې د هندوستان لومړى وزير دتوکمونودحقوقواوخوشاله ساتلوپه اړوندخبرې کوي کواکي موږد ددغه هيواد له توکمونوسره خواخوږي لرو. دپښتونستان دپېښوپه اړوند داسې نه ښکاره کېږي چې هندوستان دې دپښتنوبرخوياحقوقوته دومره درناوى ولري دوى دغې سيمې او پاکستان ته سرخوږى پيداکول غواړي چې له هره پلوه به دپښتنوپــــــه زيا ن وي ،اوداچې په راتلونکي کې به هندوستان دغه ډول ستونـــــزې د توکمونوپه مرسته اولاسوهنه راپورته کوي. دافغانستان په دغه څوکلنه جګړه کې همدغه نژادي اوژبنۍ اړيکې وې چې برلاسى رول يې درلوده په پاى کې اېران ،تاجکستان اونــــــــــــور ستانونه په دغه کاربريالي شول چې له خپلوپلويانوڅخه حکومت جــوړ کړي اوخپل پلويان دافغانستان په خلکوباندې داتلانوپه نوم ومنــــــــي - بېرته شاته