(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د صوبې نوم

په تېرو ورځو کې مې په وحدت ورځپاڼه کې د پښتو د يو ادبی شخصيت او ليکوال ښاغلی روښان يوسفزۍ ورور د (( د صوبې نوم تاريخ څه وائی؟)) تر عنوان لاندې يو مضمون تر سترګو شو. ښاغلی ليکوال يو ښه کوشش کړی دی او چې څه يې ليکلی دی په خلوص، مينې او د خپلو باورونو مطابق يې ليکلی دی. او حقيقت هم دا دی چې پښتنو سره تل د مېرې مور سلوک شوی دی او تل يې په مختلفو طريقو استحصال شوی دی او د يو سازش تر لاندې علم، پوهې او ترقۍ ته نه دی پرېښودل شوی. او حتی چې د پاکستان تر کنټرول لاندې د صوبې نوم يې هم د پښتنو د پېژندګلو ، پهچان او شناخت په ځای يو داسې نوم (صوبه سرحد) کېښود چې له پښتنو سره هيڅ سمون نه خوری حال دا چې په کومه صوبه کې چې پنجابۍ ژبې والا خلک اوسيږی د هغې نوم يې ((پنجاب)) کېښود، چې په کومه صوبه کې سندهيان ډېر دی د هغې نوم يې ((سندهـ) کېښود او چې په کومه صوبه کې بلوچ قام اوسيږی د هغې نوم يې ((بلوچستان)) کېښود. خو د پښتنو صوبې سره يې بيا داسې ونکړل او نوم يې ورته ((سرحد)) کېښود. او توجيح يې دا وړاندې کړه چې د دې صوبې سرحد او پوله له افغانستان سره لګېدلې ده نو ځکه يې نوم سرحد غوره کړی شو حال دا چې د نورو صوبو سرحدونه هم له نورو هېوادونو سره لګېدلی دی نو ځکه يې دغه توجيح بالکل بې معنې ده. خو زما په خيال خبره د پولې د لګېدو نه وه بلکې خبره خو يو له پښتنو سره د ظلم، زياتی، بې انصافۍ او د استکباری قوتونو په اشارو پښتانۀ خپلواکۍ او ترقۍ ته د نه پرېښودو وه او بله د ډيورېنډ د کرښې خبره وه چې د دغې کرښې معاهده تر سلو کالو پورې وه نو ځکه يې دې صوبې ته عارضی او موقتی نوم سرحد ورکړو، که څه هم له انګرېزانو سره د سلو کالو د ډيورېنډ د کرښې دغه معاهده يوه غېر فطری او له يو قوم سره سراسری ظلم ؤ خو بيا هم په اسلام کې حتی له کافرانو سره د معاهدو او تړونونو د احترام او خيال ساتلو ډېر تاکيد شوی دی. هغه بيله خبره ده چې کله د دغې معاهدې د ختمېدو وختونه راورسېدل نو عېن هم په هغو وختونو کې دلته د يو سازش تر لاندې په پښتنو کې د طالبانو په نامه يوه ډله جوړه کړې شوه او هغه يې د نورو ډېرو مقصدونو نه علاوه د ډيورېنډ د کرښې د معاهدې د وخت له ختمېدو نه د خلکو د توجه اړول، د هغوی په لاسو يا د هغوی په نامه د اسلام د پاک دين بدنامول، هغوی ته اول د دهشت ګردۍ او ترهه ګرۍ ټرېننګ ورکول، او بيا يې په همدغه نامه په راټينګولو، وژلو، بندی کولو او ذهنی اذيت ورکولو سره د پښتنو قوت ختمول، د ايران د اسلامی جمهوی حکومت چې د زمانې د تقاضو او اجتهادی سسټم مـطابق راغلی په نړۍ کې د يو يواځينی خپلواکه حکومت په مقابله کې په يو فرسوده او وروستی پاتې شکل کې اسلام وړاندې کول او له اسلام نه د مسلمانانو په تېره بيا د پښتنو کرکجن کول او بې دينۍ، سيکولرازم او لېبرل ازم ته غاړه اېښودو ته د افغان ملت جوړول او د نړۍ نورو قومونو ته اسلام په غلط شکل کې پېش کول او بالاخره له دغې ډلې سره د مبارزې په بانه د افغان ملت په ټاټوبی باندې قبضه کول وغېره هم د دغې ډلې يا په دغه نوم باندې د ډلې د جوړولو له مقاصدو څخه وو. او اوس هم که د لر او بر پښتنو کې څه شعور او بيداری او د خپلواکۍ احساس راوچتيږی او د يو انقلابی او صحيح اسلام په لور رجحان او ګروهنه زياتيږی نو کېدې شی امريکه او پاکستانی فوځ او واکمنان د طالبانو د ډلې او القاعدې په نوم بيا يوه بله ډرامه شروع کړی او په دې طريقې سره هغوی بيا د خلکو په څټونو مسلط کړی او هر څه بيا د يو بدرنګ مخی اسلام په نامه ګز ګونبد کړی. - بېرته شاته