(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ږيره زما او واك يې د ملا

شاوخوا يوه مياشت وړاندې د هرات ولايت د چشت شريف ولسوال عبدالقدوس هغه مهال له خپلو ساتونكيو او ملګرو سره ووژل شوه چې د چشت شريف د ولسوالۍ نه د هرات ښار خواته په لار وه. كه څه هم په هماغه وخت كې طالبانو د هغه د وژنې پړه پر غاړه اخيستي وه او دا يې منلې وه چې بريد د دوى ملګرو تر سره كړى مګر اوس دا جوته شوه چې نوموړى بريد د ايران په اشاره تر سره شوى وه. د هرات امنيتي چارواكي وايې چې داسې اسناد يې لاس ته راوړي چې د سلما د اوبو او برېښنا بند جوړولو په مخنيوي كې د ګاونډې هېواد ايران لاس دى. او مرحوم عبدالقدوس خان يو له هغو په وطن مينو اشخاصو له جملې څخه وه چې د خپل وطن د جوړولو، سمسورولو او آبادولو كلك هوډ يې كړى وه او د سلما د بند جوړولو كلكه اراده يې درلودله. كه څه هم د ولسي جرګې ځينو غړيو هم په ايران دا تور لګولى چې د سلما بند د جوړېدو مخنيوى كوي مګر زموږ حكومت تردې دمه چپه خوله ناست دى. د سلما بند د هرات ولايت په ۱۷۳ كيلومترۍ د چشت شريف په ولسوالۍ د چشت شريف زيارت تر څنګ د سلما په كلى كې د هريرود په سيند جوړيږي. دغه پروژه د شهيد محمد داوود خان د جمهوريت په دوران كې د هغه وخت د اوبو او برېښنا د وزير انجينر جمعه محمد محمدي په سرپرستۍ پيل شوى وه بيا وروسته د ناامنيو او د ثور د ۷ كودتاه له وجهې د نوموړې پروژې كار ودرېد او لوژجيستكي سامان آلات يې د وطن د دښمنانو او وطن پلورونكيو لخوا چور او تالان شول. د افغانستان د نوي حكومت د راتګ سره سم په ۲۰۰۱ كال كې په نوموړي بند د بيا جوړېډو د كار موضوع مطرحه شوې نو تل ايران هڅه كړې چې په دغه لار كې خنډونه جوړ كړي په نوموړي بند وروسته له ۳۰ كلن كړكېچ څخه په ۲۰۰۶ كال كې د يوې هندۍ كمپنۍ لخواد ۱۸۰ ميليونه ډالرو په لګښت كار پيل كړ چې تر اوسه پكې په ۱۰ ګونه كارګر وژل شوي چې وروستۍ پېښه يې د مرحوم عبدالقدوس وژنه وه. سيندونه او رودونه زموږ د هېواد له پراخو طبعي سرچينو څخه شمېرل كېږي اوزموږ ګران هېواد د دغه طبعي سرچينو يو بډايه هېواد دى چې ډېر سيندونه او روانې اوبه لري. د برېښنا د ماهرانو په اند د هېواد سيندونه تقريباَ ۲۵ زره ميګاواټه برېښنا د توليد طرفيت لري مګر زموږ په جنګ ځپلې هېواد كې د برېښنا ظرفيت يوازې ۷۰۰ ميګاواټه دى. د اوبو او انرژۍ د وزارت د معلوماتو په اساس د سلما بند د ۴۲ ميګاواټو برېښنا توليد ظرفيت لري او ويل كېږي چې په جوړېدو سره به يې ۷۵۰۰۰ هكټاره ځمكه خړوبه شي. دا چې ايران د سلما بند د جوړولو په كار كې ستونزې پيدا كوي او نه غواړي چې دا كار پر مخ ولاړ شي وجه يې دا په ګوته شوې چې د ايران شمال ختيځه برخه د همدې سيند له اوبو څخه خړوبېږي كه چېرې دا بند جوړ شي نو ايران ته تلونكې اوبه كمېږي او د ايران شمالي ختيځې برخې به د اوبو د كموالى له امله ستونزو سره مخ شي. له بل طرفه پاكستان د هغه بند په جوړولو اندېښنه ښودلې ده كوم چې حكومت په پام كې لرې د هندي انجينرانو لخوا د كابل پر سيند جوړ كړي اوس مهال د كابل سيند ډېرې اوبه د ډيورنډ له پولې او پښتونخوا څخه تېرېږي او د پنجاب صوبه پرې خړوبېږي. په اخير كې به دغه دُعا وكړو چې خداى دي زموږ دا په دارنه خوب ويده چارواكې راوېښ او لږ څه يې وطن ته پام په نيكو شي. آمين [email protected] - بېرته شاته