(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بس دی جنت له پښتنو ډک شو

ډک شو جنت تر مورګو ډک شو ، بس دی نور بس دی باور دې کيږي چې د پښې ايښودلو ځای نور پکې نشته ٠ ګورې هغه دی احمدزی او درانی ، منګل وينې چې له ځدراڼ لالا سره په خبرو اخته دی او هغه لرې چې ولاړ دي هغه پوپلزی او نورزی دی٠ دا په دېوالونو چې ناست دي اکثره يې وزير ، مسود او يوسفزي دي چې دا اوس اوس له وزيرستان او سواته راغلي دي٠ څه به يو يو درته په ګوته کوم ، دا چې ښکاري ټول خوګياڼي، شينواري، مومند، ساپي، علي زي، ځاځي، څمکني،بارکزي او سليمانخيل دي٠ څه چې سوچه پښتانه دي ټول زي زي او خېل خېل همدلته راټول شوي دي٠ لږ غوږ شه ، اورې چې ټول په پښتو خبرې کوي ! واه څنګه عجيبه ده ولا! دا خو سوچه پښتونستان دی ! د زلموټي ځانمرګي همدا خبرې لا په خوله وې چې ناڅاپه دسيد عبدالخالق او عبدالباري اغا را پام شو او راغږ يې کړ : شه شه ته هم د سپيو په مېله کې وې ؟ ما ژر ورغبرګه کړه : نه نه اغا صيب زه د سپيو د جنګولو په مېله کې نه وم ! بيا سيد عبدالخالق را غږ کړ : شه چې د سپيو په مېله کې نه وې نو بيا دلته څنګه راغلې ؟ ما ځواب ته خوله را جوړه کړه ، ګورم چې يو کوچني ماشوم د مور له غيږې را غږ کړ : کاکا ته هم راغلې ؟ له همدې غږ سره سم ورو ، ورو د کوچني څنګ ته ورنږدې شوم ، پر سر مې ورته لاس راکش کړ او ورو مې ترې وپوښتل چې هو زه اوس راغلی يم ، اوس راته ووايه چې ته کله راغلی يې ؟ کوچني په وړه خوله راته کړه : زه کرجي بابا٠٠٠٠٠٠ ٠٠٠٠ ماشوم کرجی ، کرجی بابا ويل خو زه يې په ژبه نه پوهېدم ، ما ځان سره ويل : دا خو نو لوی جنت دی کېدای شي چې نورې طايفې هم په کې وي٠ ماشوم ما ته راکتل او کرجی ، کرجی يې ويل ، زه لا حيران وم چې د ماشوم مور مخ راواړوه او کړه يې : هو دا مسکين رښتيا وايي ، موږ د شينډنډ اوسېدونکي وو ، او د کرزي د فرمان له برکته دې جنت ته راغلي يوو٠ له همدې خبرو سره جوخت يې د جنت دروازې ته ګوته ونيوه ، او ويل يې : هغه ډله وينې چې په انتظار ولاړ دي دا ټول همدا نن له شاولي کوټ نه راغلي دي او دا څنګ کې يې چې ماشومان ولاړ دي ،هغه ګورې چې کتابونه يې تر شا دي ، دوی ټول د ښوونځيو زده کوونکي دي چې له پلخمري راغلي دي٠ د فراه د شهيدانو ډله چې ټولې ښځې او کوچنيان دي هغوی لا د جنت نه بېرون پراته دي٠ زه بېخي هک پک وم ، شهيدې پښتنې مېرمنې تشريحات راکول ، خو زه پدې فکر کې ډوب وم چې ، ښه ځه دغه جنتيان خو څوک دولت رالېږلي ، څوک ځانمرګو راوستي ،څوک چا او څوک چا٠٠٠٠ ٠٠٠ دا زه ګناهګار په کومه خوشالۍ کې دلته رارسېدلی يم ؟ د شهيدې شينډنډۍ مېرمنې خبرو ته مې ظاهرا سر ښوراوه ، خو په باطن کې خپلې لاټرۍ ته سوچ وړی وم چې ، يودم درم شو، تر څو چې مې سترګې سره موښلې ګورم چې له خپله کټه لس شل ګامه لرې پر ځمکه پروت يم ٠ وارخطايۍ را نه لاره لودن ورک کړل ، حيران شوم چې څه وکړم ؟! درنګ شېبه لا تېره نه وه چې سترګې مې پټې کړې او په چيغو مې پيل وکړ : وه ملنګه ! وه زلمييه ! وه زرينې ! او وه ٠٠٠٠٠٠! نور مې ستونی وچ او غږ مې خپله ټپ شو ٠ دومره مې ښه ياد دي چې په دا دومره لوی کلي کې زما غوږونو يوازې د سپيو ، غواګانو ،مرغانو او چرګانو غوغا او رمباړې او د درنو الوتکوو اوازونه اورېدل اوبس٠ ـ سوله ـ - بېرته شاته