(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

که ولسمشر ژاړي نو د ولس دې بیا خداې مل شي

درنو لوستونکو او هیوادوالو د پورتـنی سرلیک لاندی می د ښاغلی قریب الرحمن س. د ۲۶/۲/۲۰۱۰ نیټی لیکنه د افغان جرمن آنلاین په درنی ويب پاڼی کې ولوسته. الله تعالی دی دی ورور ته او دافغان جرمن آنلاین کار کوونکو او فرهنګیانو ته اجر ورکړی. دا لیکنی ډیرو ښه مطالبو ته د لوستوونکو پام را جلب کړی دی. د ویلو وړ ګڼم چه دی لیکنی ما سره هم مرسته وکړه او الهام یی راکړ چه په دی هکله تاسی درنو لوستونکو ته هغه مطالب چه ډیر ځلی می غوښتل څه پری ولیکم تاسی خدمت په ډیرلنډ ډول په درناوی وړاندی کړم. داچه د ناتو او افغانی ځواکونو وروستی عملیات په افغانستان کې څه ډول دی او څه پایلی به ولری ما خپل لید لوری او نظر په خپلی ورستی لیکنی کې داسی بیان کړ: ˮ... له بلی خوا په داسی حال کې چه افغانستان کې ۳۰ کلنه جګړه روانه ده، حکومتی اداری د خلکو امنیت نه شی ساتلی، اکثر افغانان ګیره، لونګی او سلاح لری. نو ددی عملیاتو پایله به څه وی چه سیمی به د چا نه پاکی او د چا دلاس نه به وکاږل شی او چا ته به په لاس ورکړل شی؟ په محل کې ددي ځواکونو پاتی کیدل، ددی وضعی ممکنی وروستی سناریوګانی او داسی نور عواقب د پوره پوره دقت او تشویش وړدی. مونږ په دی تأکید کوو چه په بنسټیز او عمده ډول د افغانستان مشکل او ستونزه نظامی مشکل نه دی. دافغانستان عمده مشکل سیاسی مشکل دی چه په نظامی او اقتصادی برخو کې خپل تآثیرات لری. بهتره به داوی چه د حل عملی سیاسی لیاری ولټول شی او په هغو عملی او ریالیستیک کار وشی. په لنډ مهاله بریو باید غره نه شو....” داچه په وطن کې مرګ، ژوبله ، ناتار دی، مسؤولین او د دولتی خلکو د خلکو نه فاصله لری، یا هم بی واکه دی، داچه دا وضعه د زغم نه ده او اکثر د دوعا او ژړا حالت دی هیچ شک نه شته. خو زه دلته د دوه مطلبو په هلکه چه ددی لیکنی اصلی هدف دی ستاسی پام اړول او جلبول غواړم: - قوانین او قواعد خپل منطقی اړخ او موجه والی لری. ددی په څنګ کې په نړیواله کچه یو سلسله نړیوال دیپلوماتیک، پروتوکلی رسوم، قواعد او اصول شته چه د هغوی مراعات او په نظر کې نیول حداقل مناسبه خبر ده او خپل قوت او استدلال لری. د دنیا مشران پرته لدی چه په قانونی ، غیر قانونی، کودتا ګانو او یاهم په تقلب قدرت ته رسیدلی مناسب ده چه ددی رسومو او قواعدو مراعات وکړی. د هیواد او وطن مشر ، پاچا او جمهوررﺋیس (د دولت مشر)او داسی نور لوړ پوړی مشران لکه د پارلمان مشر او یا هم حتی قاضی القضات د یو هیواد مهم اراکین او د یو هیواد سمبل دی. ددوی کړه وړه او اعمال تر معیینو پروتوکولی اصولو لاندی قرار لری چه باید دااصول مراعات او د هغو د تطبیق څارنه وشی. داچه زمونږ هیواد کې هم حاکم او هم ملت د وضعی نه شکایت کوی، د دولت لوړ پوړی او کلیدی مؤظفین حتی خپلومنځو کې هماهنګی نه لری او مسایل د تلویزیون د پردی مخی ته حلوی، داچه نن استعفاء ورکوی او سبا یی بیرته اخلی دا او داسی نوری خبری حد اقل عجیبه او ددولتداری د اصولوسره اصلا برابری خبری نه دی. ددی قبول شوو پروتوکولی اصولو په چوکاټ کې د یو هیواد پاچا (حتی د پاچا ولیعهد) او د یو هیواد جمهور رﺋیس چه د یو هیواد سمبول دی حق نه لری په عامه ځایو کې وژاړی، بی ځایه وخاندی او یا هم بی ځایه حرکت وکړی. زه د تأسف ځای وینم چه زمونږ په هیواد کې د لسګونو داخلی او بهرنیو مشاورینو سره سره دا اصول نه مراعاتـیـږی. - دښاغلی قریب الرحمن س. د دی لیکنی په دی جملی (... مونږ په خپل هیواد کې د اشغالګرو پر خلاف د هر ډول سیاسی غورزنګ ملاتړ کوو... ) باندی لږ سوچ کول او لږڅه لاندی خبری باندی ټینګار کول غواړم: دا ډیر ښه خبر ده چه دسیاسی حرکت په غورزنګ باندی تأکید او ټینګار کیږی. له بلی خوا دا چه یو سیاسی حرکت ته کله د شر، یاغی او باغی حرکت ویل کیږی او یا کله په تدریج له منځه ځی؟ او کله یو حرکت ته د ملی مقاومت او ملی غورزنګ حرکت خطاب کیږی؟ دا د ټولو نه د مخه په خپله هماغه سیاسی حرکت پوری هم اړه لری. چې څنګه کولای شی ځان د پردو له منګولو وژغوری او وطنی منافعو ته اولویت ورکړی. داچه یو سیاسی حزب، سازمان، حرکت او مقاومت د خپل سیاسی موجودیت او دسیاسی اهدافو او مقاصدو لپاره یواځی او یواځی په ټوپک او بمب باندی تأکید کول د خپلو ارادو د تحقق لار پیژنی دا خطاء او بیځایه خبرده. د بیګناه انسانانو د وژنی مخ زمونږ اسلامی او انسانی رسالت دی. په دی برخه کې تمام اړخونه مقصر او د الله په دربار کې به ځواب وایی. ملت به هرډول سیاسی او ملی غورزنګ!؟ او هغه څوک ونه منی چه دملت دتباهی او بیځایه قربانیو او د هغوی د ژوند او د ناموس د ساتلو لپاره هراړخیزی هلی ځلی و نه کړی. یو سره او یواځی په ټوپک او بمب تأکید خطاء خبره ده. غیر ریالستیک او غیر عملی طرحی وړاندی کول او په هغو بی ځایه تأکید کول، او ځان د افغانی ټولنی ټول واقعیت ګڼل نه جز، داهغه خطاء برخوردونه او نادرسته مواضع دی چه د هغو د حظاوالی او نادرستی تأﺋید، پخلی او ریښتیاوالی به وخت هم ثابت کړی. مونږپه دی باور یو چه د افغانستان په مسأله کې تمام اړخونه بهرنی ځواکونه له ځانه سره لری. دا چه افغانستان او افغانان د پردو د مقاصدو او د پردو او نورو جګړی سپینوی او قربانی ورکوی داهم یو منلی شوی واقعیت دی. دا هم د مکث او تعمق خبر ده چه د افغانستان – کابل کې د (۱۸/۰۱/۲۰۱۰) نیټی عملیاتو اجراکوونکی ولی په ډیره ساده اوروانه توګه په تلویزیون کې خپل منابع او مراکزو ته صرف او صرف افغانی بڼه ورکوی او د افغانی افکارو باندی یی خلاصه او اقرار کوی. دی خبر کې راته بیا د پاکستان د آی اس آی د اداری قوی او ډیر دقیق حسابی شوی لاس ښکاری. دوی غواړی هرڅه په افغانی منابعو واچوی. د جنایی له لحاظه که یو مشکوک او یا متهم په ساده ډول هرڅه اقرار کوی مستنطق ته په کار ده بیاهم تحقیق وکړی اوپه مستدل ډول د موضوع تمام اړخونه ، عوامل او د اقرار انګیزی په ګوته او ترلاسه کړی. مونږ ته په کار ده چه په ښه زعامت او هوښیاری وطن ددی ملاماتوونکی جګړی او ورور وژنی نه وژغورو. د ښه تفاهم او عملا دخیر اقداماتو او کړنلاری عملی زمینی برابرول او د ټولو افغانی سیاسی ځواکونه یوځای د وطن او خلکو د ګټوسره سم عمل ته په جدی ټوګه اړتیا لرو. و ماتوفیقنا الا بالله العظیم : اړیکی Email: [email protected] سعید افغانی ۲۶/۲/۲۰۱۰ Written by: Dr. Salahuddin Sayedi Director Of Afghan Strategic Studies & The Culture Centre of DE HAQ LAARA phone: +447886 474 638 email: [email protected] - بېرته شاته