(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د حضرت محمد (ص)د ژوند مهمې پیښې

د حضرت محمد (ص) د ژوند مهمې پیښې که صورت د محمد(ص ) نه وی پيدا پيدا کړې به خدای نه وی دا دنيا د دې کائناتو دپيداکوونکى په انسانيت باندې دټولو نه لوى احسان دا دی چې ددوى دهدايت دپاره ېې وخت په وخت دنياته انبياء عليهم السلام راليږلي دي او بيا په تيره تيره دټولو نه اخر ته ېې زمونږ خوږ نبى حضرت محمد صلى الله عليه وسلم درحمت اللعالمين په حيث راوليږلو اودهغوي بلنه او دژوند حالات ېې دا رنګ په حفاظت کې وساتل چې دهغې مثال د دنيا په يوانسانى تاريخ کښې هيچرته هم نه شى موندل کيدی،. د حضرت محمد (ص) د ژوند مهمې پیښې دا دې شپږم زېږيزه پېړۍ. كال: ۵۴۵. د عبدالله بن عبدالمطلب زېږېدنه. ۵۷۱ م. د نبي عليه السلام زېږېدنه د فيل په كال كله چې د يمن واكمن حبشي ابرهه غوښتل په مكه مكرمه بريد وكړي، خو پدې بريد كې يې خپل سر وخوړ ۵۷۷م. نبي عليه السلام مدينې منورې ته له خپلې مور بي بي سره ځي، چې د لارې په اوږدو كې يې مور بي بي په حق رسېږي ۵۸۰ م. دنبي عليه السلام د تره عبدالمطلب مړينه ۵۸۳ م. له خپل تره ابو طالب سره د شام په لورې په سوداګريز كاروان كې يون پېل كول، كله چې يهودي راهب بحيرا په بصره كې د هغه ونې لاندې وليده چې ښاخونه يې په نبي عليه السلام باندې راښكه كړي وه، نو نوموړي راهب ابو طالب ته دده په خوندي ساتلو كې سپارښتنه وكړه ۵۸۶م. د حرب الفجار جګړه كې ګډون كول ۵۹۴ م . نبي صلى الله عليه وسلم له سيده خدېجه رضي الله عنها سره په سوداګرۍ كې مرسته كوي، او د هغې سوداګريزه مالونه د شام په لورې وړي .نبي عليه السلام له خديجې رضي الله عنها سره واده كوي. ۵۹۵ م اووم زېږيز كال : كال۶۰۵ م. نبي عليه السلام د توره ډبره (حجر الاسود) د ټولو قرېشو په استازيتون د كعبې شريفې په دېوال كې كېدې ۶۱۰ م . د لومړي ځل لپاره د حرا په غار كې وحې (قران) راغله، او د څښتن تعالى له لورې رسول غوره شو ۶۱۳ م. رسول عليه السلام د ساره غره په څنګ كې خلك اسلام ته راوبلل ۶۱۴ م . رسول عليه السلام بني هاشم اسلام ته راوبلل ۶۱۵م. د مسلمانانو زورول د قرېشو لخوا، او د ځينو كډه كېدنه حبشې ته په لومړي هجرت كې . ۶۱۶ م. د مسلمانانو دوهمه كډه كېدنه حبشې ته ۶۱۷ م. د قرېشو لخوا د اړيكو پرېكول او د رسول صلى الله عليه وسلم او د بني هاشم راګېرول په شعب كې د مكې څخه له باندې . ۶۱۹م . د بنديزونو پورته كول. د ابو طالب او خديجې د( رسول الله صلى الله عليه وسلم ماندينه) رضي الله عنمها مړينه. او دا كال د خپګان په كال ونومول شو ۶۲۰ م . د رسول الله صلى الله عليه وسلم سفر طايف ته. او د اسرا او معراج سفر. ۶۲۱م. د عقبه لومړې تړون. ۶۲۲م. د عقبه دوهم تړون. او د رسول الله صلى الله عليه وسلم هجرت يثرت (مديني) په لورې. ۶۲۴ م . د بدر غزا چې د مسلمانانو په بري تمامه شوه. او د بني قېنقاع يهود له مدينې منورې څخه وشړل شول. ۶۲۵م. د احد پېښه او د ۷۰ صحابه ؤ په شهادت رسېدل د منى له كوهي سره، او د بني نظير يهودو شړل له مدينې منورې څخه. ۶۲۶م. د بني المصطلق غزا. ۶۲۶م . د خندق غزا.. ۶۲۷م. د رسول الله صلى الله عليه وسلم او قريشو ترمنځ د حدېبيې تړون. ۶۲۹م.حجة الرسول لمكة . د مؤتة غزا د روم پرضد. ۶۳۰ م .د مكې برې . ۶۳۱ م . د تبوك غزا. عام الوفود ۶۳۲م . حجةالوداع . د رسول الله(ص) مړينه . دحضرت ابوبکر صدیق (رض) غوره كول د رسول الله د خليفه په توګه. او د اسمامه (رض) په مشرۍ يوه ډله مجاهدين د شام په لورې لېږل.. نبوت په محمد(ص) باندې تمام شو نشته پس له محمده انبيا written by:Ahmad Tameem [email protected] - بېرته شاته