(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

له پښتنو سره د تاريخ عجيبه لوبه روانه ده!

کلونه مخکې (فکر کوم ۲۰۰۴ عيسوي کال به وو) په يو بهرني هيواد کې په يو نړيوال کنفرانس کې د ګډون لپاره تللی ووم، د کنفرانس لومړی ورځ وه، په مشکله مې د کنفرانس په يو حال کې انټرنيټ ته لاسرسی وموند. غوښتل مې چې لومړي مې بريښناليک چک کړم. خو څرنګه چې مې دغه پاڼه پرانيسته، يو خبري سرليک په کې داسې وو چې د کرزي د کابيني يو وزير ووژل شو. مخکې د خبر له لوستلو مې سمدلاسه فکر وکړ چې ممکن د شمال ټلوالی کوم يو وي، ځکه هغه وخت د کابيني ډیری غړی د شمال ټلوالي کسان وو، او د هيواد په ګوټ ګوټ کې پښتون وژنه لکه د نن دود وه. خو فکر مي بيخی غلط وو، ځکه چې د پاړسيوانانو خبره «جای که سنګ است در پای لنګ است»، کله چې خبر ته وردننه شوم، هغه د حاجي قدير د وژنې خبر وو. سر مې و څرخيد، پوه شوم چې شمال ټلوالې بيا د پښتنو يو سر له خپلې مخې لرې کړ. هغه مهال لکه اوس د کابل هر څه د امنيت ملي يا خاد د ناولي اسلام ضد، د روس او ايران غلامې ادارې له خوا اداره کيدل. کله چې کابل ته راستون شوم، پنچشيريانو ښکاره ويل چې: يک...ديکه اش هم کشته شد. تقريباً هر چا ته څرګنده وه چې نوموړی د جنرال جرايت کسانو د خاد په مرسته وواژه. څه موده وروسته يي د هغه د مرګ پړه په حاجی زمان واچوله. چې يو خو ځان له توره خلاص کړي او له بل پلوه د پښتنو د سر سړو ته نور جنجالونه جوړ کړي. هماغه وو چې حاجي زمان غمشريک يي د هيواد پريښودو ته اړ کړ. نوموړي څو څو ځله ويلي وو، چې په قران کريم لاس ږدم چې د مرحوم حاجي قدير په مرګ کې هيڅ لاس نه لري. نوموړي دغه خبره ان له خپلو نږدي ملګرو سره شريکوله او ټينګار به يي کاوه چې په دې اړه بيخی بيګناه دی. شمال ټلوالې د هغوی د ملی امنيت په مرسته له پښتنو سره عجيبه لوبه کوي، هر څومره چې دا بې وسه خلک وژني، هغومره د دوی د پښتنو وژنې تنده لا ډيريږي. او د وژنو نوي لارې لټوي، چې څوک په چا چيرې او څرنګه ووژني. دوه ورځې مخکې يي حاجي زمان له خپلو ډيرو خپلوانو او دوستانو سره په ننګرهار کې وواژه، چې په دې ډول څرګنده کړي چې ګوندې د حاجي قدير کورنۍ د حاجي قدير غچ واخيست، او يا ممکن خلک حاجي حضرت علی غچ اخيستونکی وګڼي. خو قصه بيخي بل ډول ده، که لږ ژور فکر وشي، قصه هماغه ده چې ما مخکي وکړه د شمال ټلوالې او د هغوي د امنيت ملي اداره. چې په دې ډول د ننګرهار پښتانه بوخت وساتي او يو د بل وژلو ته وهڅوي. خو نن يي د پښتنو يو بل سر عبدالمجيد بابي په لوی قندهار کې له منځه يوړ. که څه هم په ظاهره د مطبوعاتو په وينا د وژنې مسووليت طالبانو په غاړه اخيستی دی، خو مطبوعاتو ته هر څوک تليفون کولای شي او ځان طالب معرفي کولای شي. په دې کې کيدای شي د شمال ټلوالي د ملي امنيت او د اطلاعاتو او کلتور د وزير مخدوم رهين لاس هم وي، ځکه کله چې هغه دغه پوست ته د دويم ځل لپاره نوماند شو، ډیرو رسنيو د هغه مخالفت له دې کبله وکړ چې رهين افغان دښمن، اسلام دښمن او د ايران ګټو ته ژمن دی. او نوموړی (رهين) د دي کار عاملين پښتانه فرهنګيان ګڼي. دا پلا رهين د پښتني فرهنګ د وژلو تر څنګ د پښتون فرهنګپالو وژل هم ممکن په خپله کاري پلان کې داخل کړي وي او يا ممکن د ايران له اړخه ورته ويل شوي وي. او يا ممکن د شمال ټلوالي به فکر کړای وي چې له يو سره خو د پښتنو وژلو ته امريکایانو او پلويانو يي بډې وهلي دي، خو د پښتنو د دستار سړيو وژلو پروژه ښايي ملي امنيت اخيستي وي، خو سبا به د چا نوبت وي؟ ښايی زه (خو زه په مستعار نوم ليکنه کوم)، ښايي ته لوستونکيه او يا ښايي ستا کوم نږدي دوست او يا ستا د خوښې کوم شاعر يا ليکوال...او دا لړي به تر هغې دوام کوي تر څو چې پښتانه سره يو متحد شوي نه وي، او د پښتنو اتفاق خو خيال دی! يــا بـــه يـــو کـــيـــږو کــنـــه ورکـــيــږو! - بېرته شاته