(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

راځئ چې نور پخلا شو !! دسلواغې د ۲۶ په یاد

افغانستان یو لرغونی او تاریخی هیواد دی چې دتاریخ هره پاڼه یې د هسکواو ځوړو، لوړو او پښتو، د بریا او ماتو او د زلمو سرونو د قربانیو دکیسو نه ډکه چۍ دخپلواکۍ ته لیوالو زامنو قربانیو دا پاڼې نورې هم رنګینه کړې دی ، دا هیوادد خپل جغرافیایی شتون له امله له پخوا را هیسې د ظالمانو او مستبدینو د پهلوانۍ میدان پاتې شوی دی، خو ددې هیواد دغیرتمنو بچیانو په مټ دا هره زوروره پنجه ویلې شوې اوهر یرغلګر په شرمیدلې توګه له دې هیواد نه په منډه شوې او خپل قام ته یې د خپلې ذلیلې ماتې خبر ورکړې دی ددغو ښکیلاکونوڅخه یو هم د شوروی اتحاد وو چا چې د خپلو هیلو او غوښتنو د لاس ته راوړلو لپاره یې دمرغومی په شپږمه نیټه کال۱۳۵۸ کې په دې سپېڅلې خاوره د ظلم او جبر نه ډک تیرې وکړ ،په دغه تیری کښې (۶۰۰) زره تنو نه زیاتو شوروی پوځونو برخه واخیسته کوم چې په هر ډول عصری ټکنالوجۍ او هر ډول پر مختللې وسلو او نورو آسانتیاوو سنبال وو ، شورویانو ډیرې هڅې وکړې چې د ننګ او غیرت دغه نښه په خپل زور او سلطه د غلامۍ په رسۍ وتړی هو افغان ملت د خپلو نیکونو په پل پل کښیښود او یو وار بیا یې پر ټوله نړۍ کښې د خپلو نیکونو یاد تازه کړ او ددغه غلیم په مخه یې د خپلو سرونو لوی لوی دیوالونه ودرول او پرې یې نښودل څو په دې خاوره کښې تر ډنره وخته پاتې او حاکمیت پرې وکړی د افغانستان خلکو له ډیرو هڅو او ستونزو، دردونو، کړاوونو، ولږو، تندو، لاچاریو، بې وسیو او لویو لویو شخړو د زغملو او د خپل یو نیم ملیونه زلمی سرونو د ځارولو وروسته د سلواغې د میاشتې په شپږویشتمه کال (۱۳۶۷) کښې د یو عظیم بری څخه برخمن شول او شورویانو د فخر او نړیوال رعب او سلطې نه ډکه امپراطوری له منځه ولاړه . خو د افسوس او خفګان سره باید ووایو چې ځینو په قدرت او چوکۍ مینو قوماندانانو چې له پخوا نه یې ځانونه پر بیلابیلو بادارانو پلورلی وو د افغان ملت د تاریخ پاڼه چې د ننګ او غیرت نه ډکه ده په شرمونو وشرموله اوهغه سپېڅلې آزادی چې د یو نیم ملیونو شهیدانو پهوینه،د دوه نیم ملیونو معیبینو په دردونو ، د پنځو ملیونوکډوالو په کړاوونو او د بې شمیره کونډو ،رنډو ، یتیمانو او میندو په کریکو او چغارو لاس ته راغلې وه د دغو میراثی قوماندانانو له خوا وپلورل شوه او کله چې قدرت په لا س ورغې ددې پر ځای چې خپل رټلۍ او دردیدلې ملت راټول کړی دوی خپله خاوره د یو څو ډالروپه بدل کښې وپلورله او د خپلو هیلو د لاس ته راوړلو لپاره یې د افغانستان خاوره د خپل منځی جنګونو په ترڅ کښې دړې وړې کړ ه ددوی د غې بې غورۍ او انا پرستۍ له امله له یوې خوا په ملیونونو ځانونه بیځایه له منځه لاړل، افغانان د بیشمیره ستونزو سره مخامخ شول او له بلې خوا ددوی بې غورۍ اوبې غیرتۍ له امله په کال (۲۰۰۱)ز کښې هیواد د یو بل یرغلګر د پښو لاندې شو دغه یرغلګر او متحدین یې هم د روس په شان د هر ډول زور زیاتی او ظلو نه کار اخلی په هر ځای کښې بیګناه افغانان شهیدانوی د شپې له خوا یې په کورونو تیری کوی ماشومان یې قتلوی نن د دوی او د پخوانی کمیونستانو تر منځ هیڅ توپیر نه دی پاتې بلکې کله خو هغوی له دوی نه ډیر ښه بریښی ، دا یرغلګر اته کاله وړاندې د مرستې او بیا رغونې په نوم راغلې دی خو تر اوسه یې د افغان ملت د ښیګڼې لپاره هیڅ هم ندی کړی ،که څه شوی هغه هم د خپلو افغانانو له خوا شوی او یا هم ځینو شرکتونو د خپلو اهدافو او ګټو لپاره کړی دی. نن یو وار بیا په افغانانو د تاریخ څپه تکراره سوې ده نن د افغانستان د خلکو په ذهنونو کښې د ډاکټر نجیب الله د ملی پخلاینې د وړاندیز قدر ګرځی هو که نن افغانان سره یو ځای شی اویو موټی شی او هغه ستره تیروتنه بیا تر سره نکړی او ټول ملت یعنې واکمنه ډله او مخالفې ډلې ځانونه د غلامۍ او د غلام د غلامۍ نه خلاص کړی او پرته د کومو ځانی ګټو څخه په ملی اوټولنیزه توګه د خپل مظلوم ملت لپاره د سولې او امن په ګردی میز کښینی نو هیله ده چې د ثور د اتمې نه وروسته خونړۍ پیښې به بیا نه را منځته کیږی او افغانستان به د خوشحالۍ او سوکالۍ په لور روان شی . د افغانستان د ملت د سوکالۍ او بریا یواځینۍ لار همدغه یعنې ملی یووالې او سوله ده ،د افغانانو سوکالی په لویو لویو کورونو اوبلډنګو،په ښایسته ښایسته موټرو او نورو دنیایې ساز او سامان کښې نه بلکې په خپلواکۍ او آزادۍ کښې ده افغانان وایې چې د ولږې دې مړه شو خوچې خپلواک او آزاد واوسو هو همدغه د یو افغان فلسفه وه ،ده او وی به ............ نوراځۍ چې دا پخوانۍ کینې پر ځای پریږدو او سولې او او امن ته لیوال شو [email protected] - بېرته شاته