(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د زړونو د تبادلې ورځ

زړه مي نه مني، چي په پښتنو کي به نن د څوارلسمې فرورۍ (valentine’s day) په مناسبت همدا اوس څوک خپلې معشوقې ته ورغاړه وتی وي. زړه مي نه مني، چي د سرمايې په مصروفه خيرنه دنيا کي څوک د مينې لپاره هم څو شېبې زياتولی شي. زړه مي نه مني، چي په دې خيرن ملايانه سماج کي به څوک د ميني د تقدس قايل هم وي. زړه مي نه مني، چي نن دمينې د ورځې په مناسبت به څوک پښتون سور يا سپين ګلاب خپلې معشوقې ته ډالۍ کړي. زړه مي نه مني، چي پرټيلي ويزون به نن پر لاشونو د لاشونو غورځولو کورېج يو دم ودرول شي او د زړونو د تبادلې، کيسينګ او انجوايمنټ سين به روان شي. زړه مي نه مني، چي نن به هغه ورځپاڼې چي روغې روغې پاڼې د غوړيو ډولکيانو سياستوالو ته ځانګړې کوي، نن به يو ځانګړې پاڼه د مينې د ورځ په نوم هم ولري او زړه مي نه مني ......... زړه مي هيڅ نه مني ......... ځکه چي کرکجن د مئينو په زړونو لکه باز منګولې سرې لري، هغوي په سينه کي هغه زړه وژني کوم چي له کرکې پاک وي او هغوي په زړه کي هغه ځايي وژني، چرته چي مينه پرته وي. مينه ټول کوي، څوک له انسان سره مينه کوي، څوک له استحصال سره ، څوک له قتال سره، هر څوک مينه کوي. ويلنټاين ډې د هغو خلکو لپاره ده، څوک چي له يو او بل سره د بمونو نه بلکې د زړونو تبادله کوي. څومره مقدسه تبادله ده، څومره مقدسه ورځ ده. يو او بل ته زړه سپارل، دا يو او بل ته قوت سپارل دي، د ژوند پُر پېچو لارو ته ځان توانمن کول دي او اجتماعيت رغول دي. زموږ مئين خوشال، په ښکاره د خولې د خوړلو نعره وهوونکی خوشال وايي: بدرګه که محبت راسره نه واي يک تنها به په خونخوارو لارو تلل څوک کرکجن راسره هر څه پرېږدي، د هر څه اجازه ده خو يو محبت شجرِ ممنوعه دی. ځکه چي د محبت په رهبري کي موږ په سر د غرونو لارې جوړو، په تورتمونو کي ډېوې بلوو. ځکه پر محبت کودتا، پر مئينو زړونو کودتا د دوي مرام وګرځېد، مينه په دار شوه، محبت شکنجه شو او عشق سنګسار شو. حالانکې پر نريو ملا لرونکو نجونو مئين رحمان وئيلي دي: دا جهان دی خداي له عشقه پېدا کړی د جمله وو مخلوقاتو پلار دی دا نن چي دوي د عشق په ضد ګام وهي، ماته داسي ښکاري لکه د مخلوقاتو د پلار په ضد چي روان وي. نن ورځ د مخلوقاتو د پلار ورځ ده، خو کرکجن دا پلار ژوندی ليدل نه غواړي، هغوي دا دنيا يتيمه غواړي. موږ د مينې په کيسه کي د انتهايي درجې بې زړه او مناقفان خلک يو، له شپې څه ډول خوبونه وينو، کوډګرو ته ځو، تعويزونه ترې غواړو "که خداي مي په نصيب کړه"، زيارتونو ته ځو، پر دېوالونو اوړو، څه څه نخرې نه کوو؟ خو چي کله څوک رانه تپوس وکړي، له چا سره مينه لرې؟ په منډه ورته ووايو "هو، له خپل مور او پلار، دين او وطن سره مينه لرم". داسې ښکاري، چي يو له انسان سره مينه کبيره ګناه ده او لويه بداخلاقي ده. بله خرتوبي مو دا ده، چي چا ته مينه يادوې، سمدستي يې نعم البدل په ذهن کي سيکس وي. حال دا چي د مينې او سيکس رشته جزوي او اختياري ده. موږ د مينې تقدس تر جنسي حرص مندۍ قربان کړ. مينه د سود و زيان د تصور نه مبرا حقيقت دی، دا د انسان د تکامل زينه ده. ما خو الفت کړی ما ذکر د جانان کړی دی ما يې تر اوسه سوچ په سود نه په تاوان کړی دی مينه که په خوله هر څو لکه امن خوږ لفظ دی، خو د پښتنو په وطن کي دواړه په خوردبين نه ليدل کېږي، دواړه لکه د پښتنو پښتونستان په خپل پسِ منظر کي ارام دي. موږ د مينې سبق ونه لوست، زموږ له لاسونو يې د مينې کتاب دا ډول وتښتاوه، لکه له افغانستان نه چي يې تاريخي اثار او نوادرات تښتول. دا څه ډول غله راننوتل، څه ډول غلا يې وکړه، مينه يې غلا کړه. موږ د مينې استازي پخوا لا عياش او فحاش ونومول. د مينې استاد ته بداخلاق لقب ورکول شو. موږ د نفرت مکتبونو ته ولېږل شو، موږ ته يې تش دښمنۍ راوښودلې، د ټولې دنيا سره يې د جنګونو درس راکړ. وطن د کرکجنو محاصره دی، يوازينی هدف يې د مينې سرچينې په نښه کول دي. کلونه کلونه کرکې وېشل شوي دي، په عقيدوي، نسلي، لساني او جغرافيايي حواله يې راپکې کرکې زموږ تر هديرو هم پراخې کړې. بېشمېره کرکجنې کرښې د يوې زمکې د يوه نژاد تر منځ لکه د ډيورينډ ښامار تاؤ راتاؤ شوې. موږ د کرکې واکمنۍ او کرکجنې واکمنۍ زغملې دي. نن څوارلسمه فروري ده، د مينې شهيد "ويلنټاين" ته سور سلام کوم خو په نوم يې سور ګلاب نه لېږم، ځکه چي يو مو په وطن کي د ګلونو قات دی او بل د ګلونو پر لېږلو بنديز دی. نن به هم لوي ښارونه د ملايانو تر نظارت لاندې وي، چي هسې نه څوک "ګستاخي" وکړي. دلته مينه ګستاخي ده. خداي دي ددې ګستاخۍ د عامولو لپاره راپکي يو شهيد ويلنټاين پېدا کړي. چي مينه عامه شي، ژوند به خوږ شي، ژوند به هوسا شي او ژوند به د سړيتوب شي. لايق صېب وايي په تياره ژوند کي ښايسته نجونه په تور توپان کي بل څراغونه که د دوي مينه په موږ کي نه واي څه به اوږده وو د ژوند مزلونه By: Khanzaman Kakar [email protected] - بېرته شاته