(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د اجمل خټک سره زما پېژندګلوي

خوشال د خاورې پورته یوه لمبه شوم بل مشال په اباسین او تاتره شوم زه د خوشال د لیسې د پنځم ټولګي زده کوونکی وم چې یوه ورځ مازدیګر د دې لیسې د مدیریت له خوا اعلان وشو چې زده کوونکي دې د لیلې په غولي کې راټول شي . په اعلان کې دا وویل شول چې اجمل خټک راځي او د دې لیسې د زده کوونکو سره ګوري . هغه وخت د خوشال د لیسې زده کوونکي د بابر بڼ په تاریخي ودانۍ کې اوسېدل . موږ د اعلان د اورېدو سره سم په بیړه د دې لیسې په غولي کې سره راغونډ شوواو د اجمل خټک راتګ ته سترګې په لاره وو . تر هغه ځایه چې ماته په یاد دي دا ګړی لمر لوېدلی و او نږدې ماښام و چې اجمل خټک د لیسې د مدیر تاج محمد وردګ ، یو شمېر ښوونکو او مېلمنو په منځ کې د لیلې د ودانۍ غولي ته راننووت او د خوشال خان د لیسې د زده کوونکو له خوا یې تود هرکلی وشو . بیا د ستېژ د سر څخه یوه زده کوونکي اعلان وکړ چې اوس د پښتو ژبې انقلابي شاعر ښاغلی اجمل خټک تاسو ته خپل شعر اوروي . اجمل خټک د درنو لاس پړکه په زوږ کې د سټېژ سر ته وخوت . هغه یو ځوان زلمی و چې دنګه نری ونه یې درلوده، پر مخ یې د ږیرې تور نری خط لیدل کېدواو توره ښکلې لنګی یې په سر کړې وه . اجمل خټک په ډېر جوش او خروش سره خپل شعر د دې لیسې زده کوونکو ته واوراوه چې په تودو او ګڼو لاس پړکه سره بدرګه شو . اجمل خټک د ستېژ څخه د دې لیسې د زده کوونکو د تودو او د مینې ډکو ولولو د څرګندولو په زوږ کې را ښکته شو او د دې لیسې د مدیر، ښوونکو او زده کوونکو په بدرګه د ښوونځي د دروازې څخه ووت او اوس مې هم د هغه د څېرې انځور په ذهن کې نقش دی . په همدې ورځ مې د لومړي ځل لپاره اجمل خټک ولید، د هغه نوم او د هغه په اواز کې مې د هغه شعر واورېد . په دې توګه د اجمل خټک نوم، لیدنه او د هغه شعر اورېدل زما لپاره همزولي دي . بیا مې اجمل خټک په ۱۳۴۵ کال په کابل کې ولید چې د پښتنو د ستر شاعر او ملي مبارز خوشال بابا د مړینې د ۲۸۶ تلین د نمانځنې په علمي سیمینار کې د ګډون لپاره کابل ته راغلی و . دغه سیمینار ته د اجمل خټک برسېره د پښتو ژبې د غزل پلار حمزه شینواری، سید رسول رسا، پریشان خټک او نور د لرې پښتونخوا څخه راغلي وو . همدارنګه د پخواني شوروي اتحاد څخه ن.ا.دوریانکوف او عثمانوف ته هم بلنه ورکړ شوې وه چې په دغه علمي سیمینار کې ګډون وکړي . ن.ا. دوریانکوف د روغتیایي ستونزو له کبله کابل ته رانغی خو سیمینار ته یې لیکنه رالېږلې وه . عثمانوف کابل ته راغلی و او خپله مقاله یې ولوستله . دا ځل مې اجمل خټک د خپلو ملګرو سره یو ځای څو واره ولید او د نږدې څخه مو سره وپېژندل . زه نوی د خوشال د لیسې څخه فارغ شوی وم او د لوړو زده کړو لپاره شوروي اتحاد ته روان وم . دا وخت ما د اجمل خټک د «غیرت چیغه»، د غني خان د« غني پلوشې» لوستې او د لرې پښتونخوا د ځینو نورو شاعرانو د شعرونو سره لږ لږ اشنا وم . اجمل خټک اوس زموږ لپاره نه یوازې یو ملي، مترقي او انقلابي شاعر و چې په خپلو شعرونو کې یې د پښتنو د ازادۍ، د افغانانو د ټوټو شوې خاورې د بیا یوځای کېدو، د ملي یووالي او د پښتنو د مظلومو او بېوزلې پرګنو د ستونزمن ژوند بېل بېل اړخونه انځورول ، بلکه یو سیاسي پېژندل شوی سړیتوب (شخصیت) هم و . اجمل خټک په دغه سیمینار کې خپل شعر «ملګرو ته» په ډېر جوش سره ولوست چې د سیمینار د ګډونکوونکو د تودو او ګرمو احساساتو په څرګندولو سره بدرګه شو او د هغه وروستی مصرع مې اوس هم په ذهن کې پاتې ده . زما شعرونه به ګلونو سرې لمبې درکړي زه فکر کوم چې د اجمل خټک شعرونه او نورې ادبي جوړونې د افغان ځوانانو په ویښولو، بیدارولو او انقلابې مبارزې ته په هڅولو کې زیات رول لوبولی او په راتلونکې کې به یې هم ولوبوي . اجمل خټک مې بل ځل په ۱۳۴۸ کال کې چې د مسکو څخه په رخصتی راغلی وم په پېښاور کې ولید . په پېښاور کې مې درې ورځې د نېشنل عوامي پارټی په دفتر کې ورسره تېرې کړې او د بېلو بېلو مسالو په هکله مو اوږدې خبرې اترې وکړې . په دغه خبرو کې مو د افغانستان د خلک دموکراتیک ګوند کې د خلق او پرچم د بېلتون په هکله هم خبرې وکړې او د هغه په نظر مې ځان پوه کړ . په ۱۳۵۲ کال کې مې په شوروي اتحاد کې خپلې زده کړې د مسکو په دولتي پوهنتون کې پای ته ورسولې او کابل ته راستون شوم . دغه وخت د پښتنو د مشرانو پرضد د ذوالفقار علي بوټو د حکومت د ناوړه چلند له مخې اجمل خټک اړ شوی و چې خپل مورنی ټاټوبی پرېږدي او کابل ته لاړ شي . په کابل کې مې زیات وخت د اجمل خټک سره لیدل او کورنی تګ راتګ مو سره درلود . زه د ۱۳۵۸ د جدي په شپږمه نېټه په افغانستان باندې د شوروي اتحاد د وسله وال یرغل سره جوخت بندي شوم . زما د بند په ټوله موده کې اجمل خټک زما د کورنۍ او بچیانو پوښتنه کړې، مرسته او خواخوږي یې ورسره کړې او زه یې په زیاتې مننې سره یادوم . اجمل خټک د ډېرو کالو وروسته د ځینو سیاسي مجبوریتونو له امله د هند له لارې بېرته پلرني ټاټوبي ته راستون شو . زه چې د اوږدې مودې د بند څخه ایله شوم بیا به اکوړې ته د ده د لیدو لپاره تلم او د افغانانو د پرابلمونو په هکله به یو د بل سره ږغېدو تر څو هالند ته راغلم . په ۲۰۰۷ کال کې د خپل کتاب «د ثور پاڅون، د کې جې بې دسیسې او شوروي یرغل » د چاپولو لپاره پېښاور ته لاړم بیا مې اجمل خټک دوه ځله په داسې حال کې ولید چې ډېر ناروغه و خو د دې باهمته سپین ږیري اراده تر پخوا لا ډېره کلکه او ټینګه وه او د افغانانو د ټوټې شوې خاورې د بیا یوځای کېدو او د دوی د ملي شعور دویښتیا او ملي یووالي په موخه یې د لیکنو او عملي سیاست په ډګر کې د خپلو هیلو او ارمانونو د پلي کولو لپاره خپل ګرم او مهربانه زړه په سینه کې ټوپونه وهل . پای دوردرېخت، ۲۰۰۸ هالنډ De Ajmal Khatak sara zama pezandgalwi By: Mohammad Iqbal Waziri - بېرته شاته