(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نوی کال زړې هېلې او زړې ستونزې

ددعوت (بلنه)په سرلیکنه کې لولو: دا دی بیا د پخوا په څیر نوی کال راغبرګ شو او ۱۳۸۵ لمریز کال خپل ځای ۱۳۸۶ لمریز کال ته ورکړ. افغان ولس د پخوا په څیر بیا د نوی کال په رارسیدو د خپل هېواد د سوکالۍ، سولې، یووالي، ورورۍ، امنیت، خپلواکۍ، کار او حلالې ډوډۍ د ورسیدو دعاګانې وکړې. هسې خو په تیرو دیرشو کلونو کې افغان ولس د دعاګانو او ستونزو سره روږدې شوی دی او داسې کال به نه وی چې افغان ولس پکې ځوریدلی او کړیدلی نه وي. خو خبره دا ده چې دا شپې به کله سهار شي، او کله به وی چې د هر افغان په خوله خندا او مسکا خوره وي. چې که زوړ وی او که ځوان، که ماشوم وی او که لوي، هلک وي او که جینۍ، نر وی او که ښځه، په شما ل کې وی او که په جنوب کې، په ختیځ کې وی او که په لویدیځ کې، پښتون وي او که هزاره وی، تاجک وی او که ازبک وی چې د خپل ورځني ژوند نه خوښ او د هیواد او ولس راتلونکې ته امیدواره وي. نوی کال د نوو هیلو او امیدونو خوبونه د ځان سره لري، خو د تجریو له مخې یوازې په خوبونو کار نه کیږي که غواړو چې خپل تقدیر بدل کړو دا به هله شونې وي چې موږ ورسره خپل ځان هم بدل کړو. هغه داسې چې د تیرو دری لسیزو تجربو جوته کړه چې لاس د ځنې کیښناستل زموږ د دردونو او کړاونو د حل لار نه ده. موږ به هله سوکاله شو چې موږ د خپل تقدیر واګې په خپل لاس کې ولرو. د تیرو دریو لسیزو تجربو د زدکړو له مخې زموږ واک د نورو په لاس کې وو چې په نتیجه کې روسي ښکیلاک، پاکستاني او ایراني ښکیلاک او اوس د امریکا په مشرئ د نیمې نړۍ واکمني او زموږ په خپله خاوره کې بېواکه او پردي اوسیدل. موږ باید د دې حالت نه چې اوس به بابا غوښه ډوډۍ راوړی ووځو او دا باید د ځان سره غوڅ تصمیم ونیسو تر څو چې موږ خپل کور پخپله جوړ نه کړو پردي یې نه شي جوړولای. افغان ولس باید یو لاس، او یو اواز شي یو افغان باید د بل نه ځار او قربان شي او په افغاني مینې سره د بختور سبا په خاطر یو بل ته د ورورۍ لاسونه ورکړي که نه تر څو چې افغانان ویشل شوی وي افغانستان به هم د پردیو د غویمو میدان او افغانان به پکې بېواکه او کاواکه ګرځي. راخۍ چې د یوه رښتیني افغان په توګه د هر ډول تنظیمي، شخصي، سمتي، ژبني، مذهبي ګټو څخه تیر او یوازې د خپل خوږ هېواد د ګټو په غم کې شو چې بیا به مو بری حتماً په برخه وي یا به یو کیږو که نه ورکیږو یادونه: درنو هېوادوالو که وغواړۍ چې دعوت ستاسې په پوستي پته تاسې ته درورسیږی نو په خپل ګډون سره دا کار کولای شئ. دعوت د افغان ولس غږ چې د خپلو هېوادوالو د مالي مرستو پرته مو.هیڅ مالي منبع نه لرو. Dawat P.O.Box 289, 2001 Lillestrøm Norway www.dawatnet.com e-mail: [email protected] http://www.dawatnet.com/ariki.shtml - بېرته شاته