(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پاک ـ افغان تعلقاتو کښې د پاکستانی پولیسو ونډه

پاکستان یو اسلامی هیواد بلل کیږی وایی چې ددې هیواد تاسیس او جوړښت په همدغه نوم یعنې اسلام شویدی،دلته میشته خلک ټول مسلمانان دی ، د پاکستان د حکومت هره خبره ددین او ایمان سره کیږی ددوی هره غونډه او مرکه د رب کائنات (جل جلا له) په نوم پیلیږی، دتیرو دیرشو کلونو راهیسې کله چې شوروی اتحاد د پاکستان د اسلامی جمهوریت په ګاونډی هیواد افغانستان د ظلم او جبر نه ډک تیرۍ وکړ پاکستان د یو اسلامی ورور په توګه ځان څرګند کړ په دغه وخت کښې په لکونو افغانان دې خوا را مهاجر شول، او د نړیوالې ټولنې په مرسته د پاکستان په بیلابیلو ښارونو په ځانکړې توګه په پیښور او کوټه کښې په قانونی توګه استوګن شول . په دغه موده کښې افغانان ددې ټولنې یوه پیاوړې برخه وګرځیده افغان مهاجرینو دلته خپل کار او روزګار پیل کړ او د خپل کسب او مټ په زور د حلالې روزی پیدا کولو په لټه ګښې یې ځانونه بوخت کړل . افغانان د خپلو پښتنو ورونو سره اوږه په اوږه بې له کوم نسلی یا نژادی امتیازه څخه یو ځای اوسیدل،افغانانو د مهاجرت په شپو ورځو کښې خپل بار په چا نه دی وړی نه یې چاته لاس اوږد کړی او نه یې هم د چا حق خوړلې بلکې په خپل همت یې د حلاله روزی ګټلې، ځای په ځای یې د خپلو بچو د روزنې لپاره ښوونځی جوړ کړی او ځینو خپل بچی پاکستانی ښوونځیو اوپوهنتونونو ته استولی چې ښې لاس ته راوړنې لری د مهاجرت په دې پیچلی دوران کښې افغانانود پاکستانی ورونو سره د خلوص، مهر او محبت نه ډکې دوستانه اړیکې ټینګې کړي او هیڅکله یې هم دا احساس نه دی کړۍ چې آیا دوی د خپل هیواد نه لیرې په کوم بل هیواد کښې پراته دی لنډه دا چې دوی یو بل سره د یو بدن د غړو په شان ژوند کړای . افغانان که په کلیو، ښاریو او يا هم که په بازارونو اوسوداګریزو مرکزونو کښې دی دوی د پاکستان د خلکو او حکومت څخه هیڅ ډول ګیله نه لری بلکې د ژوند په هر ډګر کښې د خپلو ورونو ملاتړ کوی خو له له بلې خوا د همدغه حکومت یوه مهمه او ستره برخه چې د خلکو محافظین او ساتونکی بلل کیږی او وایي چې دوی د عوامو د حفاظت او ساتنې لپاره هر څه کولای شی حتی خپل ځانونه هم قربانوی دا ډله کومه بله ډله نه بلکې دا د پاکستان اسلامی جمهوریت پولیس دی . د پا کستان پولیس د هغه وخت راهیسې کله چې افغانان دې خاورې ته را مهاجر شوی ددوی د ازار او تکلیف سبب ګرځیدلی کله هم چې دلته کومه ناوړه پېښه منځ ته راشی افغانان پکې په دروغو تورنیږی او په بیلابیلوبهانوله دوی څخه په ناروا نغدې اخیستل کیږی اویا هم دوی بندیخانو او محبسونو ته استول کیږی او ځانونه پرې د خپلو مشرانو بادارانو خلاصوی، دغه لړۍ د تیرو دوه یا درې کلونو راهیسې چې په پاکستان کښې تاوتریخوالۍ زیات شوی ګړندۍ شوې ده یوازې سږ کال په زرګونوبې ګناه افغان مهاجرین ددغو پولیسو له خواوځورول شول چې ځینې یې د پیسو په بدل خوشې شول او ځینې یې لا ان تر عدالتونو ورسیدل چرته چې په دوی د ناوړه پریکړې وشوې او په ترڅ کښې یې دا افغانان تاڼو او جیلونو کښې بندیان شول او بې جرمه یې پرې شپې او ورځې محبسونو کښې تیرې کړې، دوی یو وکیل فیس له ۲۰۰۰۰نه تر ۳۰۰۰۰ کلدارو پورې ادا کړې په دې کښې ځینې داسې مهاجرین هم شامل دی څوک چې ددوه وخته ډوډۍ د پیدا کولو لپاره په محنت مزدوری بوخت دی خپله فکر وکړی چې دداسې بې وزلو خلکو لوټل ظلم نه دی؟؟؟ دوی په ډیرو ستونزو سره خپله ګیډه مړوی دوی به دظالمو پولیسو او د وکیلانوډبل فیسونه څنګه پوره کوی په دې اړوند دلته د یو افغان کیسه وړاندې کوم دی وایي چې :(تیره ورځ د بازاره څخه کورته راستنیدم ، کشر ورور اوپلار مې هم راسره وو ناڅاپه په یو موټر کښې ناستو دوه پولیس افسرانو موږ ته لاس ر اکړ ویل يي چې اودریږۍ زمونږ نه یي تلاشی واخیسته او اسناد یي وغوښتل مونږ دواړو خپل اسناد ورکړل بیا یي زما پلار له ما نه بیل کړ او ماته یي وویل چې نږدې رانشې هلته یې زما د پلار نه د پیسو غوښتنه وکړه او اخطار یي ورکړ چې که پیسې رانکړې نو تاڼې ته به دې بوځم ځه ورنږدې شوم ورته مې وویل: مونږ څه کړی پولیس افسر راته وویل چې تاڼې ته دې بوځم نو هلته جرمونه بلا ډیر دی شابه پیسې راکړه ګڼی نو پښیمانه به شې، پلار مې له مجبورې د هغوی غوښتنه پوره کړه) دا کیسه د یو افغان مهاجر وه داسې په سلګونو مهاجرین دلته ځورول کیږی او په بیلابیلو جرمونو تورنیږی،زه نن حیران یم چې آیا پولیس د ښاریانو ساتونکی دی او که ددوی په ژوندون کښې خنډ اچونکی دی . افغانان دلته په غیر قانونی توګه نه بلکې د یو سم قانون لاندې د ملګرو ملتونو په ملاتړ ولته میشت دی، د پاکستان پولیس دا کار د عوامی نیشنل پارټۍ د حکمرانۍ په دور کښې کوی څوک چې ځانونه د فخرافغان لمسیان بولی چاچې ویلی وو چې لراوبر یو افغان دی خو ولې بیا هم د يښتونخوا چارواکی د مظلوم افغان دفاع نکوی د یوه غله اوداړه مار تعریف دادی چې هغه په زور او جبر سره د بې ګناه خلکو لار نیسی د هغوی نه په زور سره مال اخلی او اخطارونه ورکوی، نن د یو پولیس او داړه مار تر منځ توپیر په بشپړه توګه ورک شوی دی .زه نن دې خبرې ته حیران یم چې کله غل نیوونکی او د عوامو ساتونکی د غله او داړه مار پېښې کوی نو د غله او داړه مارمخه به څوک ونیسی . د نبی پاک (ص) ارشاد دی : د یوه غله نه د غلا په وخت او د یو زانی نه د زنا په وخت ایمان ځی . دغه ورانکاری پولیس شپه او ورځ په دې لټه کې وی چې څنګه او په کومه بهانه د افغان مهاجرینو جیبونه ووهی یعنې غلا ترې نه وکړی نو د پورتنی حدیث په رڼا کښې فکر وکړۍ چې آیا اوس هم دپولیسو په ایمان کښې شک پاتې دی او که نه ؟؟؟ د پاکستانی پولیسو ددې کار سره نه یوازې غریب او بې وزله افغانان رټل کیږی بلکې ددې واسطه د پاکستان د حکومت یو غلط او بې کفایته تصویر نړیوالې ټولنې ته وړاندې کیږی او پدې توګه د پاکستان حیثیت ته په نړیواله ټولنه کښې سخت زیان رسیږی او دا ورانکاری پولیس ددواړو ګاونډی هیوادونو تر منځ د بد ګمانۍ لوی لوی دیوالونه دروی او د پاکستان دحکومت د سترې بدنامۍ سبب ګرځیږی ،زه د پاکستان حکومت څخه او په خاصه توکه د پښتونخوا د حکومت نه په درنښت هیله کوم چې دې موضوع ته دې پ جدی توګه پاملرنه وشی څو له یوې خوا د پاک ـ افغان دوستی لا پیاوړې شی او له بلې خوا د حکومت دغه اداره (پولیس ) د سترې بدنامۍ نه په امان شی .همدا رنګه په پاکستان کښې د افغانستان سفارت او دافغانستان د بهرنیو چارو وزارت څخه هیله کوم چې د خپلو خلکو ستونزو ته په سمدستی توګه پاملرنه وکړی او دا مسئله په سفارتی سطح اوچته کړی څو ددې په واسطه ددواړو ورونو هېوادونو تر منځ دوستی دوام ولری . - بېرته شاته