(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتو لیونی شاعر لائق زاده لائق

22 کاله وړاندې چه کله ما خپل وطن پريخود او د رزق په تلاش پسې د عربو د صحراګانو مسافر شوم، نو که هر څو د کالج نه نيغ په نيغه راوتلې او راغلې ووم ،بيا هم د حکومت د بابو ګانو او افسرانو د لاسه مې زړه شين شوې وو. زما دا پوخ يقين وو چه په دې وطن کښې د غريب سړي ژوند د بې روزګارئ او غريبئ د لاسه لکه په سور اور کښې سوزيدل دي. او بيا د خلقو رويې او تراخه خويونه دومره د غرور او تکبر او صناعئ جوړ دي چه يو عام غريب سړې چه څوک يې نه پيژني ،په مشکل سره د سرکاري بابوګانو او افسرانو سره ليدلې شي چرته خپل جائز حق ، شناختي کارډ ،پاسپورټ او يا بل څه سرکاري کار بې له رشوته يا سفارشه کولائ شي. تردې چه د کلي غريب سړې به د پښاور په بازارونو کښې هم خلقو مخکښې ديکه کولو او ورته به يې اوئيل چې ، ځه بابا مخکښې تير شه، او کلې وال غرېب به مخکښې تير شو ځکه چه د پوليس له يرې به هغه څه وئيلې نه شو زما دا خيال تر ډيره حده پورې صحيح وو ځکه چه زه پخپله د داسې قسم تجربو او مشاهدو نه تير شوې وم. سرکاري بابوګان،افسران،او د ښار دوکانداران به اکثره هندکيان،کشميريان يا بل څوک غير پښتانه وو نو د هغويې ترخو رويو، بد رد وئيلو له کبله به اکثر لکه زما غوندې کلي وال خلق د خپلو جائزو کارونو او حاجتونو د پاره د دوئ ت خوا په ډير يره او ناخوالئ ورتلل بيا د الله تعالي کرم اوشو، چه خپل پښتانه وروڼه هم په سرکاري چوکو کيناستل،او د ښار په کاروباري دنيا کښې هم راګډ شول چه له کبله يې غريب کلي وال پښتون يو قسم ،خپلوي قربت،ډاډ او زړورتيا محسوسه کړه اګر چې په دوئې کښې به هم اکثره پښتنو د خپل پش روو غير پښتنو په څير ناوړې رويه ساتله او تريخ خوئي به يې کولو خو بيا هم د غريب کلي والو هغه خوف او يره کمه شوه.او د بابوګانو او ښار کاروباري دنيا سره څه لږ ډير اشنا شول. بيا داسې کسان هم سرکاري چوکو ته راغلل چه هغوئ کار د سرکار کوو او تنخوا يې هم د سرکار نه اخيستله ، ولې خپل غريب کلي وال يې هم د خپلو حقونو او غوښتنو سره اشنا کولو ،او د هغوي داډګيرنه او خدمت کول يې خپل فرض ګڼلو دوئي په صحيح معني د خپل وطن او غريب قام او اولس فکر لرلو. د هغوئي تربيت داسې شوي وو چه د خپلو خلقو خدمت يې عين عبادت ګڼلو. او بيا د هغوئ علمې استعداد او پوهې د هغوئ وجدان او شخصيت په يو خاص سوچه قالب کښې اړولې وو ،چه له کبله يې ځان د خپل تاريخ او د پښتنې وياړ او غيرت نه خبر ساتلې وو په داسې قسمه بی کبره،منکسر المزاجه او د وطن او قام په مينه مئين ليونو کښې زمونږ لائق زاده لائق هم وو ،چه په تاريخ کښې به يې نوم تر ټولو بره ليکلې کيږي لائق هغه انسان دی چه په خپل چاپيرچل کښې يو ملنګ ،درويش،او د ليوني په نوم پيژندلې شي دا به څوک هم و نه وايي چه دې انسان کله او چرته هم د خپلې افسرئ، يا علمي استعداد رعب اچولې وي. دا به څوک هم محسوس نه کړي چه ګنې دا انسان په راشه درشه ،مړې ژوندې ،او قامي او ملې هلو ځلو کښې د چا نه وروستو پاتې شوې وي. لائق زاده لائق خپله نوکري کله هم د تنخواه يا معاش د پاره د سر کاري افسرانو په طرز کړې نه ده. هغوئي خپله وظيفه هر وخت د خپل وطن او قام د خدمت په مسته مينه تر سره کړې ده . زه د ددې خبرې شاهد يم چه لائق د رخصتئ او خپل ارام په وخت کښې هم د کار په ځائ کښې په کار بوخت ليدلې شوې دی او تر هغې کور ته نه دې تللې تر څو چه يې کارونه خلاص کړې نه وي د لائق د ټولو نه اعلي کار دا دې چه د کلي اولس هغه فنکاران،د موسيقئ استاذان،او اولسي شاعران يې د قام سره متعارف کړي دي چه د هغي نه مخکښې د ريډيو پاکستان دروازې سره نزدې هم چا نه پريخودل. د لائق په لياقت داسې قسم د لرې لرې کلي بانډو فنکاران اوس د لوې سوېې استاذان جوړ شوې دي او د وطن نه بهر په عربي هيوادونو کښې هم ښه محبوب او معروف دي .چه وخت په وخت يې د دوبي قطر، اومان او عن د اروپا او اسيا نورو هيوادونو په دوره د کنستټ له پاره درومي. د لائق زاده لائق دا کار هم د ستائينې وړ دی چه عامو يا فلمې سندرو ته يې د ادب او پښتنې غوښتنو سره سم چوکاټ ورکړې دی. د لائق زاده کمال دا دی چه پښتو موسقئ ته يې تر ټولو زياتې سندرې ليکلې دي چه دمقصد،موسيقيت او ادبي او پښتني معيار په تله پوره او صحيح دي. د لائق زاده لائق بې شميره اړخونه داسې دي چه د راسپړلو او د ستائلو وړ دي خو زه به خپلې خبرې په دا يوه مکالمه چه د دوئ سره زما شوې وه، ختمې کړم . يوه ورځ ماترې تپوس وکړو چه لائق صيب خلق وائي چه د ستاسو کار په ريډيو کښې ديو افسر په حثيت دی.هلته تاسو د سرکاري ريډيو استعمال د خپل شاعرئ د پاره کوئ او په فنکارانو خپلې سندرې ثبت کوئ چه د نورو شاعرانو حق تلفي ده. هغه مسکې شو او وېې وئيل چه زما يو څو سندرې د ريډيو پاکستان د سټوډيو څخه ثبت شوې‌او خپرې شوې دي.باقي څه اته سوه سندرې چه تاسئ يې هر وخت اورئ دا ټولې په شخصې سټوډيوګانو کښې د فنکار په خپله خوښه او خرڅ ثبت شوې او خپرې شوې دي. دا لوئي انسان څوک چه يو ستر شاعر،ليکوال، ډرامه نويس ،کالم نويس،نعت نويس ،بولډ او زيرک براډکاسټر دی، په خپل درويشانه خوئ د ټول اولس محبوب او د خوښې‌ کلي وال ملګرې دی.ځکه چه د فنکار .شاعر او اديب پرته د عامو خلقو سره هر وخت ناسته پاسته کوي او د هغوئ ملګرتيا باندې فخر او وياړ کوي. لائق هغه پښتون سرکاري افسر دی چه هر څوک يې ، هر وخت په اسانه ليدلې شي او د خپل جائز کار د پاره يې په هر درشل د ځان سره بولې شي. چه هم دغه د لائق وظيفه هم ده او مرام هم. دوحــه قطر De Pakhtu lewanay shaeer Layaq Zada Layaq By: Feroz Apridi, Duha Qatar - بېرته شاته