(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د علم او ادب د اسمان يو بل ستورى هم ولويد

په ډېرې خواشينۍ سره وايم چې د علم ، پوهې او پښتو ادب د اسمان يو بل ستورى ميا صديق الله (صادق) چې په مولوي او قاضي صديق الله يې هم شهرت درلود د روان ١٣٨٨ هـ . ش کال د جدي په اولسمه (٢٠١٠ جنوري اومه) نيټه د يوې لنډې ناروغۍ څخه وروسته پداسي حال کې چې د ماسپښين د لمانځه لپاره اودس کړې د ژوند د ملګرې (ميرمنې) په مرسته د لمانځه په ځاى (جاى نماز) ودريد ، سمدستي پريوت ، د اجل داعى ته يې لبيک ووايه او پدې ډول يې د فاني دنيا څخه سترگې پټې کړې. هغه چې د ننگرهار ولايت د (سره رود) د ولسوالۍ د (برو مياگانو) په کلي کې وفات شو يوه ورځ وروسته د جمعې په ورځ په برومياگانو کې خپله پلرنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شو (روح دې ښاد او خداى (ج) دې وبخښي امين). د مياصاحب "صادق" د مرګ څخه يواځې درې ورځې وړاندې د يکشنبې په ورځ د جدي په ديارلسمه (دوه زره لسم ميلادي کال د جنورۍ دريمه ) نيټه د هغه مشر ورور ميا قطب عالم چې په سيمه کې د فيض او برکتونو يوه چينه وه د اوږدې ناروغۍ څخه وروسته ساه ورکړه (روح دې ښاد او مغفرت يې نصيب شه - آمين). ميا صديق الله "صادق" د دوشنبې په ورځ د جدي په څوارلسمه نيټه پخپل امامت د مشر ورور جنازه اداء کړه ، د جنازې څخه وروسته مې ميا صاحب وليد هغه د خپل مشر ورور په غم خورا ډير خفه او غمجن ؤ ، ماته يې وويل ( په جنازه کې مې عجيب مخلوق وليد ، دمخه مې نه ؤ ليدلې ) نورو ډيرو کسانو ته يې هم همداسي ويلي وه ما او نورو د مياصاحب دغه وينا سرسري واخيسته مونږ په زړه کې وويل جنازې ته ډير خلک راغلي وه کيدلاى شي چې مياصاحب په همدوى کې نا اشنا خلک ليدلي وي خو اوس پوهيږو چې خبره بل څه وه . مياصاحب د خپل ورور ميا قطب عالم د مرګ څخه وروسته يو نژدي ملګري مولوي عبد الحليم ته چې په (محررصاحب) شهرت لري ويلي وه (زړه مې ښه ندې زه هم مړ کيږم). محرر صاحب وايي چې هغه ته مې سمدستي وويل ( نه ، نه د خداى په فضل ته روغ يې) داسي هم ويل کيږي چې ميا صاحب ځينيو خلکو ته د خپل قبر لپاره يو ځاى هم په نښه کړ څو دلته يې خښ کړي. د جنازې په ورځ ما د روغبړ څخه وروسته د خبرو په ترڅ کې مياصاحب ته وويل ( که کوم کتاب د مطالعې لپاره غواړې ماته يې ووايه چې زه يې د پيښور څخه درته راواستوم ) هغه راته وويل ( که د مرحوم عبد الله "نوښاري" صاحب د اشعارو کوم کتاب راوليږې ښه به وي ) خو ژوند وفا ونکړه او ډير ژر يې سترګې پټې کړې . مولوي صديق الله (صادق) د پښتو ژبې خورا ژور او خوږ ژبى شاعر و . (د اسلام فرهنگ)په نوم د هغه يوه شعري ټولگه په کال (٢٠٠٦ميلادي د جنوري مياشت کې) په خورا ښکلې صحافت سره چاپ شوې ده . هغه د ډېر پخوا څخه شعرونه ويل د ديني علومو د زده کړې او مولويتوب د درندې پټگۍ پر تړلو برسيره يې د تېرو څلور ، پنځو لسيزو د سياسي تحولاتو خورا ژوره مطالعه درلوده او په هر څه خورا ښه پوهيده . د دې سره سره چې هغه عالم ، شاعر او د نسب څخه ميا ؤ په معارف او قضا کې يې کار کړې ؤ خو د ژوند تر پايه يې د يو ملنګ او فقير انسان په څير ژوند وکړ ، نه يې مال او دارائي پيدا کړه او نه يې د لوړو چوکيو لپاره د ايمان او وجدان سودا وکړه . که د ميا صاحب اشعار او په ځانګړي توګه د روسانو د يرغل او کمونيستي رژيم پر مهال د هغه شاعري وکتل شي نو بيا د فکر او پوهې خاوندان پوهيدلاى شي چې ميا صاحب صديق الله "صادق" له يوې خوا څومره خوږ ژبې او ژور شاعر ؤ او له بلې خوا مياصاحب د کفر او الحاد په مقابل کې څومره فولادي عزم او اراده درلوده . مولوي صديق الله "صادق" د خورا زياتې مطالعې څښتن ؤ او وخت په وخت يې په سياسي حالاتو او اصطلاحاتو ليکل شوي کتابونه ،مضامين او نور مطالب مطالعه کول نو پدې اساس ويلاى شو چې هغه يواځې شاعر نه و ، بلکې هغه ديني عالم ، سياست پوه ، د نړۍ او سيمې د حالاتو خورا ژور څارونکى او کتونکى و . زړه مې ډير څه غواړي چې د هغه د ژوند او شعر په اړه يې وليکم خو ريښتيا خبره دا ده چې اوس زما د زړه زور هم اوبه شوې د هغه د ژوند ليک په اړه په خپله هغه ليکنه کفايت کومه چې مرحوم مياصديق الله "صادق" پخپله د يوې کيسې په ډول راته ويلې او ددوه زره او شپږم ميلادي کال د جنورۍ په لمړۍ نيټه مې ليکلې ده چې بيا د مرحوم مياصاحب د (د اسلام فرهنگ) د شعري مجموعي په لمړيو پاڼو کې چاپ شوه ، ما په دې ليکنه کې د هغه په شعر او شاعرۍ هم لږ څه ليکلي دي هيله ده چې لوستونکي او د ميا صاحب مينه وال به يې ولولي . " )ميا صاحب" او د هغه شاعري مولوي صديق الله (صادق) چې په (ميا صاحب) شهرت لري په ١٣١٣هـ ش کال کې د ننگرهار ولايت د سره رود د ولسوالۍ د ککړک د کلي د (برو مياگانو) په يوه روحاني کورنۍ کې زېږيدلى دى. د پلار نوم يې ميا ملوک د نيکه نوم يې ميا الهام الدين او د غور نيکه نوم يې ميا عبدالرحيم دى. نوموي قرانکريم او (پنج کتاب) د خپلې مرحومې مور څخه چې يوه دينداره او پوهه ښځه وه پخپل کور کې ولوستل او بيا يې همغلته د يو تن خپل ملا عبدالکريم څخه گلستان او منية المصلي ولوستل. صديق الله چې دا مهال څه ناڅه لوى شوى و د درس لپاره بالا باغ ته لاړ او هلته يې د خپل ماما شهيد مولوي سميع الدين سره سبقونه پېل کړل. په بالا باغ کې يې د صرف او فقهې ځينې کتابونه ولوستل او وروسته يې د شمشه پور د مشهور عالم مولوي عبدالغفور څخه د نحوې مشهور کتابونه کافيه او شرح جامې ولوستل. له هغې وروسته د نور سبق د ويلو لپاره يې بستره په شا کړه او کابل ته لاړ. هلته يې د کابل په فاضل بيک کې د خپل وخت د يو ډېر مشهور عالم مولوي فضل قادر په مدرسه کې سبقونه ويل پېل کړل. څه موده يې د کابل په (کردښمن – قريۀ دانشمند) کې د صيادانو مولوي صاحب څخه څه ناڅه درسونه وويل او بيا يې په (کهدامان) کې د يو ډېر مشهور عالم مولوي عبدالمحمد څخه څه کتابونه ولوستل چې د مولوي صديق الله (صادق) د وينا له مخې د مولوي عبدالمحمد استاذۍ هغه ته ډېر څه ور په برخه کړل چې بيا يې په ١٣٣٣ هـ ش نجم المدارس کې د شموليت لپاره د کانکور ازموينه ورکړه چې په ازموينه کې بريالى او د نجم المدارس د قوانينو سره سم په پنځم ټولگي کې داخل شو. په ١٣٤١هـ ش کال کې د نجم المدارس د دولسم ټولگي څخه فارغ شو. لومړى د بگراميو په ښوونځي کې د ښوونکي په توگه مقرر شو. مولوي (صادق) د کابل په ملالۍ،رحمان بابا،رابعه بلخي،چهار اسياب او د ننگرهار په ملکيار هوتک ليسو او هم نورو ښوونځيو کې د معلمۍ وظيفه سرته رسولې او د دې تر خوا يې د ننگرهار په نجم المدارس ، د کابل د شرعياتو او د بلخ په اسديه مدرسه کې هم د استاذۍ وظيفه اجراء کړې ده. مولوي صديق الله (صادق) په ١٣٥٢هـ ش کال کې د معارف څخه سترې محکمې ته لاړ. د لغمان د ولايت د قرغيو ،د کندهار د سپين بولدک،معروف او شاه ولي کوټ د ولسواليو په محکمو کې يې کار وکړ چې له همدې امله د ميا صاحب تر څنگ د قاضي صاحب په نوم هم يادېږي. خو کله چې په ١٣٥٧ هـ ش کال کې کمونستي رژيم منځته راغى نو په هغه هم ځمکه سره شوه او په ١٣٥٨هـ ش کال کې يې د کندهار د شاه ولي کوټ د ولسوالۍ د قاضي په توگه خپله وظيفه پرېښوده او د نورو لکونو افغانانو په څېر يې د پاکستان سرحدي سيمو ته هجرت وکړ. نوموړي د هجرت پر مهال د الهجرة و الجهاد او عمرو بن حزم (رض) په مدرسو کې د استاذ په توگه وظيفه سر ته ورسوله. د استاذۍ ترڅنگ د مهاجرينو د دفترونو په علمي برخو کې يې هم کار وکړ او په همدې موده کې يې د جهاد لپاره د خلکو د تشويق او هڅونې لپاره خورا زياتې هلې ځلې سرته ورسولې. د يو شمير علمي مضامينو تر څنگ يې د پېښور راديو څخه وخت په وخت جهادي شعرونه نشر کړل او کله يې چې گران هېواد ازاد شو نو هغه هم څه موده وروسته بېرته هېواد ته ستون شو. هغه بيا هم څه موده د هېواد په محکمو کې کار وکړ چې بالاخره تقاعد شو. لکه څرنگه چې د مولوي صديق الله (صادق) له شعرونو معلوميږي هغه تش شاعر ندى بلکې هغه يو ديني عالم او د ډېرې پراخه مطالعې څښتن دى. نوموړي هغه څه چې د بلوغ له وخته يې ليدلي ، کتلي، اورېدلي او يا يې لوستلې دي د خپل ذهن په پرده داسې ثبت کړي چې سړي يې تصور هم نشي کولاى. د مولوي صديق الله (صادق) د علم او بشپړو معلوماتو په هکله به دلته د خپل کوچني ورور کفايت الله (نبي خيل) په همدې خبره کفايت وکړم چې (قاضي صاحب د پخوانۍ زمانې انترنيت دى). د قاضي صاحب شاعري: همدا اوس چې په دې هکله څه ليکم قلم مې ټکنى شو دا ځکه چې د قاضي صاحب شعر دومره لوړ او عالي الفاظ او مفهوم لري چې ډېر ځل يې سړى په زغرده معنا او مفهوم ته رسېدلاى نشي. خو بيا هم لدې امله چې له يوې خوا زه د نوموړي سره د دې کتاب په شعرونو ډېر غږيدلى يم او له هغه څخه مې ډېر څه زده کړي، او له بلې خوا چې زه هم د نوموړي شعرونو ته خپلې نېکې پيرزوينې وړاندې کړم د دې څو کرښو ليکلو ته يې وهڅولم. له هر اړخه د قاضي صاحب (صادق) ټول شعرونه د الفاظو او معنا يوه داسې مجموعه ده چې په هر لحاظ لوستونکي ته خوند او مزه وربخښي خو د قاضي صاحب هغه شعر چې (د اسلام فرهنگ) تر سر ليک لاندې يې ليکلى دى د يو مسلمان د ژوند حقيقي هنداره په واقعې شکل ترسيموي لکه چې وايې: نار او دار ورته يو رنگ وي خپل څښتن ته راجعين شي په دنيا کې هر طاقت بيا دې طاقت ته تابعين شي د اسلام فرهنگ کې امر بيا (اقتلوا المشر کين) شي د توحيد ډيوه شي بله ټول (هدىً للمتقين ) شي د خليل په څېر يې چيغه (لا احب الافلين) شي هغه چاته بيا مرگ نشته چې په يو خداى يې يقين شي طاغوتي خدايان شي ختم د يو خداى به بنده گي کړي استعمار ځنې ځان ژغوري مستقله زنده گي کړي او بيا د هغه افغان مجاهد چې د سرې امپراطورۍ خښتې يې نړولې واقعي شکل په دې ډول وړاندې کوي: په تش لاس مقابله کړي د ټانکونو جهازونو وېره نه کړي له دښمنه د اتوم له فريبونو د بشر د خير لپاره بې پروا وي له مکرونو فرعوني ښاماران محوه کړي په تش اشارتونو هلته وار د رود نيل وه اوس امو دى په موجونو سور يرغل به تباه کېږي د جهاد په غورځنگونو نمرود يو ماشي هلاک کړ برژنيف لاړ په ارمانونو د اسلام فرهنگ قايم دى د ازل په حکمتونو دې فرهنگ کې دا اعجاز شته چې محکم د چا يقين شي له فنا ځنې بقا ته (فادخلو ها خالدين) شي د جهاد پر مهال د قاضي صاحب (صادق) دا شعر چې وايې: زه د ايشيا زړه کې خوځېدلى مسلمان يمه مه راځه مرگيه ! زه درځمه در روان يمه د هغه شعرونو څخه دي چې روسانو ته يې د مرگ پيغام ورکولو او د مجاهدينو وينې يې لا په جوش راوستلې. مونږ په خورا جرئت سره دا ويلى شو چې د نوموړي قلم د پخواني شوروي اتحاد پر ضد جهاد کې نه هيرېدونکې ونډه اخيستې او په دې ډول يې خپله وظيفه سرته رسولې ده (څښتن تعالى دې د ده په قلم نور هم برکت کېږدي امين ). د قاضي صاحب ډېر شعرونه داسې دي چې په مجازي عشق بناء ښکاري خو پکې هغه حقيقي عشق پروت دى چې هر څوک د اوهامو او شکوکو له پردو څخه هغې روښنايۍ ته لار نشي موندلاى لکه چې يوه ورځ نوموړي په خپله مونږ ته د دې شعر په هکله چې ويلي يې دي: اشنا په سرو شونډو خندل کا – اور به نن بل کا ټول عاشقان به جل او بل کا – اور به نن بل کا اشنا چمن لره ځي – د يار ديدن لره ځي وصال د يار په تاج محل کا – اور به نن بل کا ټول عاشقان د مېنې – ټول پتنگان د مينې رقص او نڅا د نيم بسم کا – اور به نن بل کا جاه او جلال د دلبر – حسن او جمال د دلبر لمر او سپوږمۍ به ټول خجل کا – اور به نن بل کا اى بې خبر له مينې – اى کور او کر له مېنې د زړه په خونه دې يرغل کار – اور به نن بل کا وويل چې د دې نظم په دې برخه کې د رسول الله (ص) معراج ته تلل تمثيل شوي دي او دا هغه حقيقي عشق دى چې هغه دلته تر سيم کړى دى. د قاضي صاحب د ځوانۍ شعرونه ډېر خوندور دي خو رښتيا خبره دا ده چې د (زه او ته ) تر عنوان لاندې هغه شعر چې په ١٣٤٥ هـ ش کال کې يې ليکلى دى د رښتيني مېنې رښتينى درس ورکوي لکه چې وايې : که ته يې او که زه يم خو د يو بوټي گلان يو تا ولې را پيدا کړه چې دا زه يم او دا ته او بيا لدې څخه وړاندې وايې : چټي وايې ساقي چې دا صهبا او دا مينا ده خوندونه لذتونه ټول په شونډو کې پراته که چرته څوک د نوموړي دې شعر ته لږ ژور فکر وکړي چې وايې : خوند د مڼو د مڼغوني په دانو کې نشته سوز د بلبلو د ټيغکې ترانو کې نشته د سره کفن په لوى اعزاز چې يو څوک ولمانځل شي هغه عظمت د بادشاهانو په تختو کې نشته نو ورته به معلومه شي چې قاضي صاحب يواځې د لفظونو شاهکار نه،بلکې د معنا، مفهوم او حقيقت لوي شاهکار هم دى. داسې معلوميږي د متعلمۍ پر مهال چې نوموړي ( د هډې ډاگ) ليکل شوي شعر کې د هډې د ډاگ سره د حال په ژبه کومې خبرې کړي هغه د سهار نسيم په کابل کې د حکومت غوږونو ته رسولي دي. چې همدغه ډاگ اوس د ډاگ په نوم نه ، بلکې د فارم هډې په نوم د يوې شنې سيمې په توگه پېژندل کېږي چې له همدې ځايه د شاعر پوهه او زيرکتيا ښه څرگندېدلاى شي او تر ابده پورې به يې په دې سيمه دا احسان پور وي. که څه هم د نوموړي هر شعر د دې وړ دى چې پرې جلا جلا، اوږده اوږده بحثونه وشي خو زه به دلته د هغه هغه مست شعر چې د (مست) تر عنوان لاندې يې په خورا مستۍ سره ليکلى د نوموړي د فکر او د هغه د قلم په رښتينې مستۍ د گواهۍ په توگه وليکم: مست په ميو مېخانه کې دي رندان مست شپيلۍ مسته،رباب مست دى مطربان مست نغمې مستې،پيالې مستې ساقي مست دى صراحي مست خُم په جوش دى مېخواران مست د نمرود اتشکده د افغان کور دى پرې وردانگې سرښندونکي افغانان مست هغه بيا په همدې شعر کې لږ وروسته د (هست او نېست) حقيقت داسې بيان کړى دى : که مست نه شو په سستۍ کې مو نېستي ده دا چې هست يو ځکه مست يو په جهان مست لنډه دا چې دقاضي صاحب په شعرونو به ډېر څه وليکل شي خو دلته زه د سعدي (رح) په همدې بېت چې وايې: خپله ليکنه پاى ته رسوم . والسلام محمد يعقوب (شرافت) د افغان اسلامي اژانس رئيس - بېرته شاته