(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپښتونوخوا سټوډنټس ارګنائزشن لنډ تاريخ

(١) د پښتونخوا ايس او يوه لنډه تاريخي کتابچه چې ملګري عبدرحيم کليوال شهيد د اخپل د شهادت (١١ اکتوبر ١٩٩١) څه د مخه مرتب کړې وه . دپښتونخوا ايس او د دوئم قامي کنونشن [٩ او ١٠ مئ جنوبي پښتونخوا] پر موقع خپرول که يو خوا زمونږ د محکوم افغان د قامي يوالي ملي اخپلواکۍ اولسي واک (پښتونستان،افغانيه يا پښتونخوا قامي وحدت) او ترقي د تحريک ځنې تاريخي او اهم ګامونه را په يادوې خو بل خوا دا د امپريليسټ امريکې انګريز،جرمن،فرانس،جاپان،پنجابي،فارساو سعودي استعماري او رجعتي او د چين بالادستي غوښتونکوقوتونواوداهغوي اله کار وطن فروش او رخعتي قوتونو يرغل په مقابله د اذاد افغان د ملي خپلواکۍ او جمهوري بدلون داولسي تحريک او دولت د افغانستان د خلق ډيموکرټک ګوند او بيا وطن ګوند د افغانستان د ملي ازادۍ خاورې تماميت ملي حاکميت او ترقي دفاع په کومه ميړانه او سرشندنه وکړه. د هغو تاريخي پيشو يوه هنداره ده پښتونخوادقامي اولسي تحريک او د هغه ګوندنيشنل عومي پارټي چې له ١٩٦٨ څه تر ١٩٧٠ پورې د ملي اهدافو حکمت عملي او تدبيرونو په لړ کښې د اختلافاتو په سبب په پښتونخوا نشنل عوامي پارټي (چې مشر يې خان عبدلصمد خان اڅکزى شهيد وؤ)،نشنل عوامي پارټي (عبدلولي خان) او مزدور کسان پارټي (چې مشر يې افضل بنګش وؤ اوشيرعلي باچا يې بل اهم مشر وؤ) کښې وويشل شو.نو د دې سره د پښتنو د طا لب علمانو تنظيم هم په پښتون سټوډنټس ارګنائزيشن،پښتون سټوډنټس فيډريشن او سرحد سټوډنټس ارګنائزيشن کښې ووشل شو. (٢) وورسته چې په تير له ١٩٧٦-٧٧ په قامي او اولسي مسائلو د پښتون تحريک بيل بيل سياسي تنظيمونو د يو ځاني کېدلو د پاره سياسي او تمظيمي شرائط برابرولو د پاره هلې ځلې پياوړې شوې.نو د ځنې ګوندونو لخوا د يو والي په هلو ځلو کښې خنډونه اچولو باوجود پښتونخوا نيشنل عوامي ګوند او مزدور کسان ګوند په دې کښې بريالۍ شوې. چې يو فکر ولري او يوه لار واخلي او يو ګوند شي نو ٢٦ اکتوبر ١٩٨٦ په پښاور کښې د پښتونخوا ملي عوامي اتحاد (چې وروسته په ٢٩ او ٣٠ مارچ ١٩٨٩ په کوټه کښې په پښتونخوا ملي عوامي ګوند کښې بدل شو) تر جوړولو د مخه د ړومبني خو د اهم ګام په ٢٣ فرورۍ ١٩٨٣ پښتون سڼوډنټس ارګنائزيشن،سرحد سټوډنټس ارګنائزيشن او پښتون سټوډنټس فيډريشن (پروګريسيو) او پښتونخوا سټوډنټس ارکنائزيشن په وجود کښې يو تنظيم شو. (٣) د افغاننستان د ملي او جمهوري بدلون له د باندنې امپريلسټ او کورني وطن فروش او ارتجاعى قوتونو له يرغل د ساتلو مسئله وه او که نيم محکوم افغان (منځنۍ پښتونخوا) د نيمې محکمې د خپلواکۍ او اولسي واک په لور بيول دي.اوکه د محکوم افغان (شمالي او جنوبي پښتونخوا د پنجابي او بلوڅ استعمار ګرانو نه خپلواکه ولو او د پښتونخوا،افغانيه يا پښتونستان کښې د يو وحدت اولسي واک او ترقۍ مثله ده.د دې مثائلو د حل د پاره د پښتون ملي او اولسي تحريک او د هغه د بيل بيل تنظيمونو څه يو ملي اولسي انقلابي ګوند يعنې پښتونخوا ملي عوامي ګوند جوړولوددې لرې اونږدې اهدافوټاکلو د بنيادي دښمانانو په ګوته کولو په پښتونخوا وطن کښې دننه او نور ګاونډې قامونه د دوستانو او اتحاديانو په ګوته کولو او دې ډول تبيرونو پکار راوستلو د پاره چې هر څه فکري سياسي او تنظيمي مبارزه وشوه او ګامونه واخستل سو هغه په يو بل سکل کښې د پښتونخوا سټوډنټس ارکنائزشن په منشور پالسي او پروګرام ګامونو کارونو مهمونو (کمپينس) لړ شعارونو کښې څرګنديږي په تيره چې ١٩٩١-٩٢ چې امريکې انګريزي جرمن،فرانسيسي،جاپاني،پنجابي،فارس او سعودي استعمار او چيني بالادستي غوښتونکو په خلاف چې کومه تاريخي مبارزه شوې ده څه ګامونه اخستل شوي دي دداهغويوه هنداره ده. (٤) پښتونخوا سټوډنټس ارګنائزيشن ټول پښتون افغان اولس ته سياسي پوهنه ورکولو او د هغه منظم کولو کښې کومه تاريخي برخه اخستې ده په هغه کښې يو اهم اړخ دا ديئ چې دې سنګر و ټول افغان او بيا په تيره محکوم افغان ته په زرګونو پياوړي اواتل بچيان په انقلابي پوهه وسله بند کړل. او په سياسي او تنظيمي چارو کښې يې ترتييب کړو او افغان اولس مخکښه انقلابي ګوند يعنې پښتونخوا ملي عوامي ګوند ته يې ورکړه چې د لروبر افغان د تاريخ د ې تورو شپو کښې چې ٢٨ اپريل ١٩٩٢ نه پيل کيږي د افغان د هر ډول مشکلاتو او د باندنې امپريلسټ استعمار ګرانو او قبضه ګر انو او د کورني وطن فروش ار تجايې دشمنانو د ظاهري قوت باجود د افغان په لاس کښې باورى او دښمن شکن وسله ده. (٥) په دې لړ کښې د پښتونخوا سټوډ نټس ارګنائزيشن اتل شهيدانو ظريف شهيد،عبدالرحيم کليوال شهيد،اولس يار شهيد،بازمحمد باز شهيد................................ او پښتونخوا ملي عوامي ګوند ته روزلي له دې نړۍ تللي زرګونو مخکښه ملګرونمائندګان مرحوم اعبدالرزاق خان دوتاڼى (جنرل سيکرټري پښتونخوا نشنل عوامي ګوند) او نور معلم او نا معلم ملګروته سلامونو سره. پښتونخوا ملي عوامي ګوند ته ورکړي زرګونو مبارزو کښې دا وخت بوخت مخکښانو د نمائندګانو په توګه محمود خان اڅکزى (چيئرمين پښتونخوا ملي عوامي ګوند) اکرم شاه خان د شاهرګ،مختار يوسفزى،نظيف خان او جهانګيرخان د هشنغر،محمد جان ګګياڼې د دوايې،عبدالله جان بابت د بورۍ،عبدالروف د کوټې د ښابو کلي، ارشد خان د صوابۍ،عبدرحيم زيارت وال،ارباب مجيب د برتهکال،رضا محمد رضا ږوب،محمد عثمان کاکړدږوب هندوباغ،قادراغا د کوټې،محمد عيسا روښان د پښين،او د دې نګيالي اواتل ملي اولسي سنګرهر مخکښ او ير غړي ته او په تيره د پښتونخواسټوډنټس ارګنائزيشن د دوؤم کنوشن ټاکلي مشر تابه او ټولو مخکښانو او غړو ته په فکري سياسي او تنظيمي توګه بايزيد فرملي،بابڼ لودهي،شيرشاه،خوشال خان خټک،ايمل خان،درياخان،ميرويس نکه،احمدشاه او دا ډول نور ننګيالو په ډول همت ميړانه سرښندنه او تدبرد افغان دې تورو شپونه د ايستلو د پاره او دملي اولسي لښکر يو ځل بيا يقيني او باوري بريالي توب ته رسولو په هيله.زموږ دتاريخ د يو اتل مبارزانو د سنګر دا هنداره وړاندې کوؤ. په درناوي سينيټرعبدالرحيم خان ايډوکيټ سينئر ډيپټي چيرمين پښتونخوا ملي عوامي ګوند Source:www.pakhtoonkhwamap-uk.com - بېرته شاته