(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ادب او رواداري

هم چي د ادب پراخه مطالعه لري، له دې حقیقت نه انکار نه شي کولی چي د نړۍ هغه ادبي تخلیقات پر زړونو او ذهنونو د واکمنۍ ویاړ په برخه لري، کومو چي ځانته سیکولر بنسټونه تراشلي وي. د ادب د افاقیت پر مسئله له کومې بلې زاویې نه بحث ممکن هم نه دی. ادب ته که چيرې د ټولو انسانانو شریک میراث ویل کېږي، نو یوازې په دې سبب چي ادب د عقیدې، نسل او ژبې د امتیاز نه ډېر لوړ د ټولو انسانانو د مشترکو قدرونو ترجمان وي. تاریخ لوستونکي پوهېږي، چي د ټولو انسانانو تر منځ د ابلاغ (communication) او تفاعل (interaction) تر ټولو موثره ذریعه هم ادب پاته شوی دی. دا خبره هم په ډېر اعتماد سره کېدلی شي چي د بېلابېلو تهذیبونو، تحریکونو او سیمو د تاریخ لیکلو په وخت که چیرې د ادب پراخه مطالعه نه وي، نو د تېروتنو او بې لاریو رجحان خورا پیاوړی وي. د ادب مطالعه هغه وخت د یو شریف المزاج لوستونکي لپاره ګرانه وګرځي کله چي ادب د عقیدوي، نسلي، ژبني او جغرافیوي امتیازونو او تعصبونو ټولګه جوړه شي. کله چي ادب پخپله د زغم ماده نه تقويه کوي، نو بیا د هغه مطالعه هم نه شي زغمل کېدی. د ادب او مذهب تر منځ د تړون لټولو نه یو خوا ته له دې حقیقت نه انکار ممکن نه دی، چي کله هم ادب د عقایدو غلامي خپله کړې ده، غلام پاته شوی دی. په داسې حال کي د ټولنیز بدلون په حواله د ادب کوم موثر کردار مخې ته نه شي راتلی او نه د فکري او فني پېش منظر د بدلولو په لړ کي له دې نه کوم کار اخستل کېدی شي. تر دې هم خطرناک حالت هغه وخت رامنځ ته شي چي ادب په خپله د نارواداریو پر لار روان شي. دا هغه پړاؤ وي، په کوم کي چي د فکري جمود د واکمنۍ په سبب د بدلون، ترقۍ او ارتقاء ټولې لارې تورې، تتې او وتړل شي. په رواداري کي د عقیدوي تفاخر او تکبر خاتمه او د بېلابېلو تهذیبونو او کلتورونو درناوی شامل وي. رواداري له هر ‌ډول مذهبي، نسلي او لساني تضاد او تصادم نه انساني نسل ژغوري. په لنډو ټکو کي رواداري په هر یو فرد او ټولنه کي د زغم او برداشت مادې ته وده ورکوي. د روادارۍ تر اصولونو لاندې د متنوع کلتورونو بهترینه نشوونما ممکنه ګرځي. چي له لارې یې په ټولنه کي رنګیني او رنګارنګي پنځېږي. کثیر الثقافتي ټولنه (Multi Cultural Society) له سیاسي، معاشي، ادبي او فني اعتباره یوه بېخي روغه رمټه ټولنه وي. رواداري کله هم د قومي نابرابرۍ او مذهبي انتهاپسندۍ پنځېدلو ته لار نه ورکوي. په یوه رواداره ټولنه کي چي یو فرد څه د ځان لپاره غوره او حق ګڼي، هغه به د بل لپاره هم ګڼي. د یونيسکو له خوا د ۱۹۹۵ء په عمومي کنفرانس کي د روادرۍ په حقله د جاري شوې علامیې په لومړنۍ ماده کي لیکل شوي دي "رواداري زموږ د نړۍ د رنګارنګو کلتورونو، د اظهار د بېلابېلوذریعو او د ژوند د تېرولو د بېلابېلو لارو له درناوي نه عبارت ده. دې ته د علم ، پرانیستي ذهن، ابلاغ او سوچ، د شعور او عقیدې د خپلواکۍ په مرسته وده ورکول کېدی شي. رواداري د اختلافاتو دننه د همغږۍ پېدا کولو نوم دی. دا نه یوازې یوه اخلاقي فریضه ده بلکې سیاسي او قانوني تقاضا هم ده. د ردوادارۍ برکات، د امن تامین د ممکن جوړولو سره سره د جنګ سوچ د امن په کلتور د بدلولو قوت هم لري". د خپلو ارزښتونو او روایاتو پابندي ضروري وي خو ددې په نوم د نورو د ارزښتونو او روایاتو وهل او مسخول مراد نه وي. ځکه چي د یو او بل د مفاداتو پامالي جبر، تشدد او استحصال زېږوي. د روادارۍ مانا کله هم دا نه ده چي پر ظلم، جبر، زیاتوب او جارحیت باندي دي څوک خاموش پاته شي. د خاموش پاته کېدلو دا عمل د عدم روادارۍ په زمره کي راځي. په نورو ټکو دا خاموشي ټولنه د عدم روادارۍ په خوا بیایي. د ظلم او جبر خلاف غږ اوچتول او د هغه خلاف مزاحمت کول د یوې رواداري ټولنې د تامین په خوا لومړی قدم دی او دا مسوولیت همېشه مزاحمتي ادب تر سره کړی دی. د مزاحمتي ادب تاریخ د یوې روادارې ټولنې د تامین لپاره د شوي مبارزې نه عبارت دی. رواداري د بحث و مکالمې رجحان سټیمولېټ کوي. چرته چي د بحث و مکالمې رجحان موجود وي او ټول مسایل پر یو ګردي مېز څېړل کېږي هلته د شدت پسندۍ پنځېدل ممکن نه دي. د ډاکټرې عایشې صدیقې په قول ´´ شدت پسندي ددې خبرې څرګندویه وي چي په ټولنه کي له یو او بل سره د اړېکو او ډایلوګ نېستي غوړېدلې ده´´. اړېکې او ډایلوګ، د سوال او پوښتنې رجحان او جرئت، یو اوبل اورېدل او سنجول، د راې او فکر اختلاف زغمل او د یو و بل د حق احترام د یوې روادارې، جمهوري او سیکولر ټولنې بنسټیز توکي دي. هم دا د سیکولرېزم موخه، هدف او تاریخ دی. چي د یو بهترین ژوند لپاره بهترینه سرچینه ګرځي. د اردو ژبې نومیالی ترقي پسند ادیب او دانشور مسلم شمیم لیکي "د سیکولرېزم بنسټ پر دا کلیه ولاړ دی چي د ضمیر و فکر او د رایې د اظهار ازادي د هر انسان پېدایشي حق دی. ځکه دي باید هر فردِ بشر ددې بشپړه اجازه ولري چي د رښتینولۍ لار هغه پخپله ولټوي او د ژوند د ټولو مسایلو چي که تعلق یې له سیاسیاتو او اقتصادیاتو سره وي یا له ادب و فن سره، بې له کومې ويرې او خطرې نه دي د خپلو خیالاتو ترویج وکړي، د طاقت په مټ د چا ژبه بندول، په دهمکۍ او ګواښ څوک خپل همغږی جوړول د بشري حقونو منافي ده. جمهوري او سیکولر ټولنه دا ډول چاپېریال نه شي زغملی. د فکر او عمل له فطري قوانینو سره د همغږۍ نوم سیکولرېزم دی. که چرته د فطرت له قوانینو سرغړونه وشي نو انسان به ددې سزا خوري". یوه ټولنه هغه وخت په بشپړه توګه د روادارۍ په لار روانېدای شي، چي ریاست سیکولر شي. په یو داسي ریاست کي د روادارۍ پنځېدل ممکن هم نه دي، چرته چي د تخت او معبد ایتلافي او مخلوطه واکمني وي. د هم دې ایتلافي او مخلوطو واکمنیو له کبله نن ټول انسانیت له غمیزو سره لاس او ګرېوان دی. سیکولرېزم د برابرۍ او خپلمنځي درناوي د جذبې په راژوندي کولو انساني نسل له یوه برباد راتلونکي نه ژغوري. د ادب منصبي فریضه د سیکولرو رجحاناتو په مرسته د مشترکو انساني ارزښتونو د پاللو مدعا ده. د ادبي کېنوس د پراخولو لپاره د ادیب فکري اپروچ او ذهنیت پراخول غواړي. بدقسمتي دا ده چي موږ خو د جدیدو ادبي اصنافو د قبلولو ترحده روشن خېال پاته شوي یو خو د نورو د فکري رجحاناتو د سنجولو او قبلولو په مسئله کي انتهاءپسند اپروچ لرونکي یو.دا هم د ادبي ناروادارۍ یوه بڼه ده. چونکې له پېړیو ساینس د مغرب په لاس کي دی. څرګنده ده چي نوي رجحانات به هم له هغه ځایه راپېدا کېږي او هم دا به په عصري اعتبار حاوي رجحانات وي. ځکه چي د هر نوي عصر تشکیل د ساینس په مرسته کېږي. د یو نوي عصر سره د تللو، له هغه سره د همغږۍ پېدا کولو او د ځان د اپ ډېټ کولو لپاره په مغرب کي له پنځېدونکو ساینسي رجحاناتو سره رجوع پکار ده. مګر موږ په دې حواله د انتهاء پسندۍ ښکار یو او دا عمل په مغرب زدګۍ تعبیرو. خو پخپله هم څه نه شو کولی. موږ په تېرو څو پېړیو کي انسانیت ته څه ورکړل؟ موږ په ´´نن´´ کي د څه کولو جوګه پاته نه شو. ځکه نو په ´´پرون´´ کي پناه اخیستل راته یوازینۍ لار پاتې شوه. موږ د خپلو نېکه ګانو او اتلانو په قصیده ګوهۍ ژوند تېرول غواړو او ټوله نړۍ د تورې په زور د ګټلو خوب هم وینو. په موږ کي تر اوسه هم د خوبونو او حقیقت تر منځ پر اوږدو فاصلو د سوچ کولو عمل شنډ دی. په داسي يو غير متوازن حالت کي د عدم روادارۍ پنځېدل ځکه هم يو لازم امر دی، چي په موږ کي د خود تنقيدۍ صلاحيت نشته. موږ د خپلو ټولو خرابيو اوبرباديو مسوولين نور خلک او قامونه ګڼو. په دې خرابيو او برباديو کي زموږ يوه ذره هم برخه نشته او موږ مظلوم او معصوم يو. خو چي بيا کله خبره د تهذيبي برترۍ راشي، نو موږ سم دستي نرګسي شو. د تکبر او ځانښودنې لمن ټينګه کړو. موږ په نړۍ کي فاتحين هم پاتې شوي يو او واکمنان هم. زموږ د تورې له ويرې به دښمن په کټ کي په لرزه وو. موږ عالمان هم اوسېدلي يو او فاضلان هم. موږ دنيا ته تهذيب ورښوولی دی، ساينس، فلسفه او ادب مو ورښوولی دی. موږ په هره حواله تر نړۍ لوړ او برتر يو. موږ مسلمانان يو، خداي مو ملګری دی، موږ پښتانه يو، مټي لرو، توره لرو، ننګ لرو. نړۍ زموږ مقابله نه شي کولی. که چيري مقابله وکړي، نو څه خبره ده، ځکه چي زموږ جهان خو بل دی، موږ خو ددې جهان لپاره نه يو پېدا شوي. دا جهان خو عارضي او مختصر دی. ځکه نو بيا اوزګاره وخت د بل په پروپيګنډو تېرو. په مغرب کي فحاشي ده، مدرپدر ازادي ده، لادينيت دی، رشتې ورکي دي او بې لاري ده. دې رنځورو رويو او رنځورو نفسياتو د نړۍ توازن خراب کړی دی، عدم رواداري يې راپېدا کړې ده او انتهاء پسندۍ ته يې وده ورکړې ده. بدمرغي دا ده چي ددې رنځورو رويو او رنځورو نفسياتو پالنه او روزنه پر رياستي، مذهبي، ادبي، کلتوري، فرهنګي او نصابي کچه د يو منظم پلان په ډول کېږي. ددې حالت نه د ژغورنې يوازينی راز د يوې جمهوري او سيکولر ټولنې د قيام لپاره په پرله پسې مبارزه کي پټ دی او په دې حواله چي د ادب کوم بنسټیز رول جوړېږي، د هغه ادراک د نننيو حالاتو تر ټولو لويه غوښتنه ده. ادب به د ظلِ الهي او ظلِ سبحاني له قصيده ګوهۍ خلاصول او د ظلم و جبر په مېچن کي د اڼول شوو ځپلو او ربړېدلو انسانانو له لوږو، دردونو او دربدريو سره اشنا کول وي. ګويا موږ به ادب له تهيوکرېسۍ نه د ډيموکراسۍ په لور بيايو. ځکه چي په تهيوکرېسي کي د رياست او حکومت قوانين خداوندي امر ته منسوب وي خو په ډيموکراسي کي خلک واکمن او د اقتدارِ اعلی´ سرچينه وي. رواداري د ترقي پسند ادب په وينه کي ګډه ده. ترقي پسند ادب کله هم د تقدس جامې نه اغوندي او نه کله ځان د اختلاف او تنقيد نه مبرا ګڼي. ترقي پسندي يوه لچکداره ادبي نظريه او رويه ده. په دې کي له زمان و مکان سره د بدلېدلو ګنجايش همېشه موجود وي. هم له دې کبله په تاريخ کي د يو روادار او استحصال نه پاک سماج په قيام کي د ترقي پسند ادب بنسټیز رول پاته شوی دی. د جنګ و جدل، جبر و جارحيت په اوسني عصر کي د شرفِ بشر د بحالۍ لپاره ادبي مبارزه د منصبي فريضې په ډول غواړو. د تخليق دايره او احاطه به پراخوو، عقيدوي اونسلي امتيازاتو غميزې راپيرزو کړي دي، نور به له دې سره خداي په اماني کوو او د نړۍ بايللی توازن به بېرته بحالو. موږ بې نړۍ نه شو اوسېدلی، موږ يوازې ژوند نه شو کولی. موږ خلکو ته اړتيا لرو، د خلکو سره به تعلق پالو، د خلک د عقيدې، ژبې او رنګ قدر به کوو. په معتدل چوکاټ کي ژوند کول د نورو انسانانو په نظر کي زموږ قدر زياتوي. هم دا رويه بايد چي زموږ مستقله ادبي رويه وي. دا ادبي رويه به موږ نړۍ ته د يو جمهوري او سيکولر قام په حثيث معارفي کوي. موږ دې معارفي ته زښته زياته اړتيا لرو، ځکه چي په نړۍ کي په موږ پسې د ترهګرۍ، انتهاءپسندۍ او طالبانايزېشن القابات غوټه دي. ـ خان زمان کاکړـ [email protected] - بېرته شاته