(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دولسم اګست يوه پيښه يو سوال

دقومونو په ژوند اوتاريخ کښې چې کله هم څه داسې اجتماعى غمژنه پيښه يادخوشحالۍ اووياړ څه کارنامه و شى نودهغې پيښې غم اويادهغه کارنامې ياد او وياړ بياهغه قام او اولس دخپل يو اجتماعى احساس اودخپلې يوې اجتماعى قامى حافظې اوجذبې دلاندې په شريکه محسوسوى اويادوى ولې دبده مرغه زمونږ دپښتون اولس اجتماعى حافظه دې لړکښې بلکل اپوټه کارکوى اوصرف هغه پيښې اوکارنامې يادساتلی کيږى چې دهغوصرف زمونږ د ذات اوخاندان سره تعلق وى ګنې دپښتنو قامى سياسى تاريخ کښې دبابړې غوندې دوينې وينې اوغم لړلې پيښې احساس اويادکښې به نن هرپښتون فکره بنيادم په زړۀ سوری اوغمژن ښکاريدو اودهغه اجتماعى قامى پيښې غم اواحساس ته به ديو اجتماعى غم اووير شکل ورکړی وی ځکه چې دبابړې شهيدانو خپله وينه دخپل پښتون وطن اواولس دازادۍ ابادۍ اوښيرازۍ دپاره توئې کړې وه هغوى په يو اجتماعى شکل کښې په يواتفاق اويو اواز سره دهغه وخت ديومسلمان مسلم ليګى حکومت نه ددې خاورې اوددې اولس دپاره ديوداسې ائين قانون اونظام غوښتنه کوله چې هغه داسلام ددې ملک درائج قانون اودبشرى حقونو سره سمه غوښتنه وه ددغې غوښتنې اصل وجوهات اواسباب داوو چې کله په کال ١٩٤٨ کښې دجون دمياشتې په پينځلسمه نيټه دخدائى خدمتګار سرمشر فخرافغان باچاخان دبنو په دوره ؤ نو دهغه وخت دوزيراعلى قيوم خان په وينا دبهادر خيلونومې کلى کښې ونيولی شو اوداتور ئې پرې پورې کړو چې باچاخان دنامتوملى مبارز فقير ايپى سره دې مشورې کولودپاره راغلیؤ چې په شريکه پاکستان باندې حمله وکړو او دانوی پاکستان مات کړو. ددې پيښې نه وروستو خدائى خدمتګارو يوه صوبائى جرګه راغوښته اوپه دغه جرګه کښې ئې څلور قرارادونه منظورکړل . وړومبی قرارداد داؤ چې قيوم خان دباچاخان دنيولو سبب داښودلی دی چې ده فقير ايپى ته پيسې رسولې او ورسره ئې دپاکستان دماتولو صلاح کوله جرګه دصوبائى حکومت نه داغوښتنه کوى چې ددغه رقم صحيح شمير دې هم اودهغې رسيد دې هم وښودلی شى دويم قرارداد کښې غوښتنه وشوه چې په باچاخان دې يو ازاد عدالت کښې مقدمه وچلولی شى که چرې په هغه د پاکستان خلاف څه څيزياسازش ثابت شو نومونږ به ورسره خپله ملګرتيا پريږدو اوخپله لاره به ترې بيله کړو . ولې چې مونږ ته خوباچاخان بيا بيا دايوه خبره کړې ده چې پاکستان زمونږ ملک دی اومونږ به ددې ملک دتعميراو ترقۍ دپاره کارکوو اوددې ملک سره به مينه او وفا ساتو که چرې هغوى چرته پټ دپاکستان دختمولو څه سازش کړی وى نو بيا ورسره زمونږ هيڅ تعلق او تړون نشته دريم قرارداد کښې وئيلی شوى وو چې دپاکستان دجوړيدونه وړاندې مسلم ليګ ټولومسلمانانو سره دا وعده اولوظ کړی ؤ چې دلته به داسلام اودقران مطابق ائين اوقانون جوړولی شى . اوس چې دپاکستان حدونه مقرر شوى دى حکومت ددغو مسلمانانو مسلم ليګيانو لاس کښې دی دټول واک اختيار خاوندان دى ولې تراوسه ئې اسلامى قانون او ائين جوړ نۀ کړو ځکه نوداجرګه دپاکستان دموجوده حکومت نه غوښتنه کوى چې ملک کښې دې اسلامى قانون نافذکړی شى څلورم قرارداد کښې جرګې غوښتنه وکړه چې موجوده اسمبلى دانګريزانو په حکومت کښې جوړه شوې وه اوهغه دغلامۍ دورؤ اوس ملک ازاد شوی دی ځکه نو په يوه ازاده فضا او ماحول کښې دې انتخاب وکړی شى په دغه جرګه کښې دا فيصله هم وشوه چې دروژې مياشت راتلوواله ده ځکه نو ټولو کارکنانو ته هدايت دی چې دې مياشت کښې دې دتحريک دپاره هيڅ کار نۀ کوى صرف دغه تجويزونه اوقراردادونه دې دوړو وړو هينډبلونو په شکل کښې چاپ کړى اوخپلو خپلو حجرو او جوماتونو کښې دې ولګوى . په دغه جرګه کښې دافيصله هم وشوه چې دوړوکى اخترنه پس به چارسده کښې يوه لويه درنه جلسه کولی شى چې پکښې به دصوبې ټول خدائى خدمتګاران برخه اخلى اوپه هغه لويه درنه جلسه کښې به ددې تجويزونو منظورى دټولو خدائى خدمتګارانو نه اخستی شى ځکه چې هغه به دټولو وطن پرستو اوقام پرستويوه نمائنده لويه جرګه وى دې نه وروستو به دچارسدې نه بالاحصار پيښور پورې يو لوئى جلوس هم ويستلی شى هم په دغه ټاکلې نيټه داګست په دولسمه کال ١٩٤٨ کښې په خپل ټاکلى وخت جلسه کښې دګډون دپاره دټولې صوبې دټولو سيمونه اولس دچارسدې په لور روان شو ځائې په ځائې حکومت پوليس اودرولى وواو چې په کوم تن به ئې شک راتلو هغه به ئې نيولو اووهلو ټکولو . ددغه تشدد اوظلم باوجود په زرګونو خلق دجلسې ځائې ته ورسيدل ټول خلق ديوجلوس په شکل کښې دجومات په لور روان شول اوچې کله جلوس دبابړې قبرستان ته نزدې شو نوهلته ولاړ فوځ اوپوليس په دوى ناتاره ډزې شروع کړې ګو چې دغه فوځ اوپوليس دانګريزانونه ؤ بلکې هم ددې ملک اوددې خاورې دمسلمانانو فوځ اوپوليس ؤ چې دسوونو بې ګناه بې خطا ځوانانو سپين ږيرو ماشومانو او دزنانه ؤسينې ئې په ګوليو غلبيل غلبيل اوسورۍ سورۍ کړې جلوس کښې شريکو هغوزنانه ؤ باندې ئې هم دګوليو باران وکړو کومو چې پخپلو سرونو په دواړه لاسه قران پاک نيولی ؤ دغوناتاره ډزو کښې زمونږ دملک اسلامى فوځ اوپوليس په نومې د خدائى خدمتګار دکور تلاشى واخسته اودستمبر په مياشت کښې ئې خدائى خدمتګار تحريک غير قانونى وګرځولو اودسردرياب په مقام ئې فخرافغان باچاخان نظربندکړو دبابړې په دغه درنه جلسه اوجلوس کښې دمشرۍ کردار سالدار حسين جان، زرين خان ايم ايل ای امين جان ايم ايل ای سالار کوچى بهادرخان فتح خان ،شيردل خان ،تاج محمدخان اوحکيم خان ترسره کړی ؤ . دبابړې دپيښې دغه اصل پس منظر اوبياوروستو چې ئې سړی منظر ته وګورى نودبنده وينه جوش وکړى چې اخر دغو بې ګناه بې خطا خدائى خدمتګارو داسې کوم ناروا جرم اوظلم کړی ؤ چې ورسره ديو نوى اسلامى ملک او داسلام په نوم دجوړشوى سياسى جماعت مسلم ليګ حکومت دوزيراعلى خان قيوم په وينا دقران پاک بې شميره نسخې هم شهيدې کړې دبابړې په دغه پيښه کښې تقريباً شپږ سوه کسان شهيدان اوپه سوونو ژوبل کړی شول اودظلم دپاسه ظلم ئې داهم کړیؤ چې ټولوسرکارى اسپتالونو ته ئې حکم جارى کړی ؤ چې دهيڅ يوژوبل او زخمى تن دارو درمل اوپټۍ به نه کوئ . کوم خدائى خدمت ګاران چې ئې ژوندى نيولى وو په هغوى ئې دکوتکو او څپيړو باران شروع کړو جامې ئې ترې وويستلې اوپه سخا ډنډونو کښې به ئې ورته غوپې ورکولې . چې دچاږيرې وې له هغوى ئې ږيرې وشوکولې په خرونو ئې سوارۀ کړل اوپه بازارونوکښې ئې ګرځول وروستو ئې دفخرافغان ورور ډاکټر خان اودپښتوژبې فلسفى شاعر غنى خان هم ګرفتار کړل . داسې دظلم اوجبر اسمان ئې راکوز کړی ؤ دخدائى خدمتګارو صوبائى جرګې پخپلوڅلور واړه قرارداد و نو کښې داسې کوم يوقرارداد وړاندې کړی اومنظور کړیؤ چې هغه ددې ملک دقانون داسلام قران او دبشرى حقونوخلاف ؤ ؟ په هرحال په يووخت ديوځائې نه په قام اووطن باندې دمئينو اوسر ورکوونکيو دسوونو بې ګناه خدائى خدمت ګارانود چې پکښې شنه شونډه ځوانان ،سپين ږيرى مشران ماشومان او تورسرې شاملې وې ) په وينوسرې جنازې پورته شوې ولې سوال دادی چې د بابړې شهيدانو چې دکوم مقصد اودکوم مرام دپاره خپلې سينې په توده سيکه سورۍ سورۍ کړې ايا مونږ نن په حيث ديولوئى قام اوټبر هغه مقصداومرم ترلاسه کولو کښې بريالى شوى يو؟ داسوال جواب غواړى زۀ دوطن دشهيدانو وينه يوارمانى غوندې فريادکومه. 12August Yawa Pekha Yau swal By:Rokhan Yousafzai(27.07.07) - بېرته شاته