(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پرمختللې کمالیستي ترکې جمهوریت پان ترکې اسلامیزم او سېکولریزم

لیکوال : سراج الحق ببرک زی ځدراڼ سریزه: تورکان په مرکزي اسیا کې تر لسمي پېړۍ پورې ساده کوچې ژوند درلود اود څارویو په روزنه کې بوخت وو . په لسمه پېړۍ کې دوی دسلجوقیانو او مغولو له خوامجبورکړل شول خپله سیمه التې اودالتې غرونه پریږدي . د دیارلسمه پېړۍ په پیل کې دوی په اناټولیه یا کوچني اسیا کې په نننۍ مورنې هیواد ترکیه کې را څرګند شول . د عثماني امپراتوري تاریخ هم له همدې مهاله پیل شو . عثماني امپراتوري چې په ۱۴۰۰ ع کال کې د ترکې له کوچې قومونو څخه جوړه شوې وه ، په ډیره لنډه موده کې په ۱۴۳۳ ع کال کې یې استانبول ونیوه .په ۱۵۱۶ ع کال کې سوریه او مصر ان تر مراکش پورې ورزغځیده . په اروپا کې عثماني ترکې امپراتوري تر هنګري ،رومانیا، یوګوسلاویه تر ایټالیې او سویلي روس پورې ورسیده . دوه ځله په ۱۵۸۳ او ۱۵۲۹ ع کال ترکانو د اطریش پلازمیه وینا لاندې کړه . ترکیې جمهوریت ورسته له همدې امله هم دناټو په غړیتوب کې ونیولې شوه،تر څو بیا اروپا ته ګواښ نه شي . په ۱۹۲۳ کال د اکتوبر میاشت په ۲۹ نېټه د ترکېې مډرن جمهوریت بنسټ د مذهب او دولت ترمنخ دبیلتون سیاست پر بنسټ د لومړنۍ نامتو ولسمشر مصطفی کمال له خوا کیښودل شو. دې د ترکیې په تاریخ کې د اتاتورک یا د تورکانو پلار په نامه یادیږي . اتاتورک عملأ عثماني امپراتوري ته د پاې تکې کیښود .له همدې مهاله په ترکیه کې د اسلام مبین دین او د دولت اړیکې په یوه نوې بڼه سره تنظیم شوي دي . د ترکې دولتونو سیاسي تاریخ ډیر په زړه پورې تاریخ دی . هېڅ کوم بل اسلامي هیواد سېکولریزم او لودیځ تمدن ته دنږدیوالې لار په دومره مسلسل ډول نه ده تعقیب کړي لکه د ترکیې جمهوریت . نوې دولت له بنسټه تر ۱۹۶۰ کالونو پورې یو مخ پر وده هیواد ګڼل کیدو. ترکیه نن په نړیواله سوداګریز کچه یو خورا مهم هیواد دی . دناټو مهم غړې هیواد دی، اروپایي اتحاد ته د ورګدیدو نږدې کاندیدهیواد دی . د اسلامي نړی یوځواکمن ، ولسواک، باثبات او مخکښ هیواد دی . ترکیه د اروپا او اسیا ترمنځه یو ځمکنې پړ جوړ وي ،د ختیځ او لودیځ ستره ډړه ده . د ترکیې هیواد ۹۷ ٪ خاوره په اسیا یا اناټولیه کې او درې سلنې خاوره په اروپا کې ده. ترکیه په سیاسي،اقتصادي او پوځې ډګر کې ځان په اروپا کې ګڼې . د اروپایي ټولنې هېڅ کوم بل هیواد اروپایي اتحاد ته د ورګدیدو دومره انتظار نه دی کړي لکه د ترکیې هیواد . د ۱۹۸۹ کال څخه را په دیخوا ترکیه اروپایي ټولنې ته د وورګډیدو پرلپسي غوښتنه او تمه لري . ترکیه په اروپایي اتحاد یا ټولنه کې تر ۲۰۲۰ ع کال پورې هېڅ چانس نه لري . تر څو چې تورکان په کلتوري او ټولنیزه کچه ځان اروپایي نه کړي . د۲۰۰۹ کال ددسامبر په میاشت کې ترکیې یوځل بیا د اروپایي ټولنې له مشرتابه څخه اروپایي ټولنې او شینګن تړون ( ۱) ته دورګدیدو غوښته وکړه . دکمالیزم دوکټورین بنسټیزه کړنلاره اروپایي هیوادو ته د ورګیدلو تګلاره جوړوي . همدا کمالیزم بیا اروپایي ټولنې ته د ورګدیدو یولوی خنډ ګرځیدلي دی .کمالیستي سیکولر جمهوریت د لودیځ ارزښتونو او اروپایي ټولنه ته د روګدیدو معیارونه لکه ولسواکې، دبشررښتونه ،د لږکیو رښتونه،مذهبي ازادي او داسي نور حقوق د ترکیې هیواد په دننه کې تر پښو لاندې کوي . د کمالیستي پرنسیبونو ساتونکې وسله وال پوځ په ترکیه کې څو واري پر منتخبو حکومتونو باندې په پوځې کودتاوي لاس پوري کړي دی . سېکولریسته ترکیه تل لودیځوالو سیاسي کتونکو ته د اسلامي نړۍ یوه پره دې له اثرارو ډکه ډړه یا دروازه او لږ څه ګواښمن هیواد ښکاريدلې دی . دغه هیواد دوه مخونه لري، له یوې خوا دودیزه او ډیر خوار له بلي خوا مډرن او لودیځ پلوه هیواد دی .اسلام په دواړو خواو کې مهم رول لوبوي . ترکیه په اسلامي نړۍ کې یو خاص ډول اوفورم د دولت رامنځته کړي دی . لودیځ د ترکیې لودیځ پلوه سیاست او ستراتیژیک موقعیت ته خاص پام کوي . لکه توري بهیره ته د ورتلو لار کنټرول، له پخوانې شوروي اتحاد سره پلوله، په ساړ جنګ کې دناټو لپاره یو خاص ځانګړې ځای درلو د . په ۱۹۶۰ کالونو کې د اروپایي هیوادو د سوداګریزو چارو ښه ملګرې هیواد و، په ۱۹۸۰ کال کې ترکیه ښه اقتصادي پرمختک وکړو او د صادراتو کچه یې ډیره لوړه شوه . ترکیه ته د نړۍ سیلانیانو ور تګ چې دعایداتو یوه خورا مهمه سرچینه ګڼل کیږي او اټګل ۹میلونه تورکان په اروپا کې په کاروبار بوخت دي . درې میلیونه یې په المان کې د ۱۹۶۰ کالونو څخه دمیلمه کار ګر په توګه کارکوي ، دوی اوس د نورو بهرنیانو په پرتله له لمسیانو او کړوسیان سره ښه منظم کلتوري ترکې اروپایې ژوند لري . تورکان خپلې ټولي ګټلې پېسي په تورکیه کې په ګټه اچوي . د دغې اسیا اروپایي هیواد په اقتصادي،ټولنیز او سیاسي واده کې ستره ونډه اخیستي ده . موږ افغانانو ته د ترکیې هیواد تاریخ له تاریخې، مذهبې،کلتوري اړیکو ورته والي سره پټ پاتې شوي دی . ۱. دکمالیزم او نېشنلیزم تاریخي رېښي کمالیزم د ځوان ترکې ملي دولت بنستیزه ستن بلل کیږي . نېشنلیزم د ترکې دولتي سیستم له دوکټورین څخه ګڼل کیږي،دکمالیستي پرنسیبونو د پلې کولو لپاره له پوځې ځواک څخه هم کار اخیستل کیږي . د ترکې جمهوریت بنسټ د مذهب او سیاست تر منځ پر بیلتون ولاړ سیاست دی . په ډیرو اسلامي هیوادو کې دد اسي سیاست تصور ا صلأ نه کیږي . د ترکیې لپاره دا یو انقلابي سیاست دی . د اتاتورک دغه سیاست د اسلامي دود دستور او د اسلامي نړۍ سره یو ډول پریکون و . ترکې دولت یو شمیر بدلونونه په هیواد کې پلي کړل له هغې جملې څخه یوشمیر مهم بدلونونه دا دي . د اسلامي کلیزې پر ځای له نړیواله عیسوي کالیزې څخه کاراخیستل ،د سویس مدني قانون، د ایټالې او فرانسي جزایي قوانین پلې کول ،د اسلام مقدس دین یې د دولتي مذهب په څیر لغوه کړو،دښځو لپاره د ټاکنو رښته،دیوې ښځې سره واده او د لاتین ابېڅې رواجول وو. تر ۱۹۴۵ کالوپورې په ترکیه کې یو ګوندیزه سیاست د اتاتورک جمهورې غښتوونکې ولسي ګوند په واک کې و،په څنګ کې یو وفاداره وسله وال پوځ ولاړ و . د پوځ دنده ده چې دترکیې اساسي قانون او د نېشنلیستي پرنسیبونو پر بنسټ د کمالیزم ساتنه وکړي . د کمالیزم مفکوره په ترکیه کې دولتي دوکټورین منل شوي . شپږ بنسټیز ه پرنسیبونه یا ارزښتونه د دولت ایډ یالوجۍ جوړه وي . هغه مهال ټول ریفورمونه د کمالیزم ایډیالوجۍ پربنسټ رامنځته کیدل . داسي فکر کیدو چې اسلام نوې ځوان جمهوریت ته ګواښ دی . په ۱۹۳۱ کال کې دغه ریفورمونه دمصطفی کمال د یوالي ګوند په کړنلاره کې ولیکل شول . په ۱۹۳۵ کال کې دغه پرنسیبونه د دولت دوکټورین وګرځیدو او په ۱۹۳۷ کال کې په اساسي قانون کې تصویب شول . داسي مالومیدو چې په کمالیزم کې اسلام ته هېڅ ځای نشته .عجیبه داوه چې اسلام د ترکیې د ملي کلتور یوه برخه او دملت په اجنډا کې جوت رول لرلو .بیا کمالیزم د اسلام په نامه دعثماني امپراتوري څخه پاتي شوي ګڼ شمېر مسلمان توکمه ولسونه لکه کردان،قزاقان،البانیان،بوسنیایان،تاتاران او نور قومونه ټول د یو تورک ملت په نامه سره یومټي کړو . ۲. د کمالیزم شپږ بنسټیزه مټي په لاندې ډول دي . نېشنلیزم :دیو ترکې ملي دولت بنسټ ایښودل و، مذهب نه بلکې ترکې کلتور او ژبه باید خلک تورکان کړي . ۲. سېکولریزم : په مذهب نه ولاړ دولت یا د مذهب او دولت ترمنځ بیلتون ته ویل کیږي، له همدې دولتي فورم سره لا مذهبه ترکیه د اسلامي ټولنې څخه ووتله . ۳ . جمهوریت : دیو جمهوري غوښتونکې اساسي قانون د ولس استقلالیت ،خپلواکې او قانوني عدالت دټولو وګړو ترمنځه مساوي تظمینول دي . په مذهب نه ولاړ جمهوریت د یو جمهوري غوښتوونکې دولت بنسټ ایښودل و، چې ورسره سلطنت او خلافت ته شاه واړه و ل شوه . ۴ . محبوبیت : د ټولو وګړو سره د مساوي حقوقو ویش پر ته له قومي ، ژبني او مذهبي توپیر څخه . ۵ . حیتایزم : د دولت ستره دنده د هیواد په اقتصادي وده اوپرمختګ کې اودهیوادپر اقتصاد باندې دولتي انحصار لرل دي . ۶ . انقلابي ریفورمونه : لودیځ ته په کتوسره دولت او ټولنې ته په سیستماتیک ډول سمون او فورم ورکول دي . د ترکې جمهوریت په تاریخ کې دغه پرنسیبونه ډول ډول وزنونه درلود. اماد کمالیزم اصلي نښانه ټولو تورکانو ته نېشنلیزم او په مذهب نه ولاړ جمهوریت دی .کمالیزم بیا د پوځ له خوا تظمین کیږي اوپر خلکو منل کیږي . ۳. د ترکې مډرن جمهوریت دبنسټ تاریخ دنن نه ۱۲۹ کاله وړاندې د عثماني امپراتوري دیونان په سالونوکې ښارکې یو هلک د مصطفی په نوم وزیږدو . د پوځې زده کړو څخه ورسته ده بیا د خپلو لاسته راوړنو له امله د ترکیې ولسي جرګې له خوا دمډرن ترکې دولت دپلار نوم وګټلو . د اتاتورک یا د کمالیزم ایډیالوجۍ بنسټ یو مډرن ترکې جمهوریت د عثماني امپراتوري په پاې کې رامنځته کول و . له هغه مهاله چې ترکیه خپل فورم اخیستې دی تر ننه پورې د کمالیزم پرنسیبونه په اساسي قانون کې لومړیتوب لري . د تورکانو دخپل منځي پوهاوي او ملي ویښتیا لپاره برخلیک ټاکونکي پرنسیبونه دي . په ۱۹۱۸کال د اګوست په ۳۰ نېټه عثماني امپراتوري،، د مودروس Mudros اوربندتړون ، د لومړی نړیوالې جګړې ګتونکو سره لاس لیک کړواو تسلیمه شوه، چې ورسره یې د زیورز Severs ( ۲ )سولې تړون لاسلیک کړو . له همدې سره د اسلامي امپراتوري پای رامنځته شو. سلطان د امن اونظم راوستولو او مات شوي پوځ دبیرته راټولو لپاره جنرال مصطفی کمال اتاتورک یې اناټولیي ولایت ته ولیږلو . ده نه یواځې پوځ را ټول کړو بلکې له همدې مات او پاشلې پوځ سره ده په وسلوال مقاومت لاس پوري کړو . دپوځې ځواک سره ولسي ملي مقاومت غورځنګ یې هم منظم کړو . دی د همدې غورځنګ د کمیټې مشر وټاکل شو . په ۱۹۱۹ کال کې دغه کمیټه د انقرې په ښار کې میشت شوه . د ۱۹۲۰ کال د اپریل په میاشت کې داستانبول ولسي جرګې د منحل لیدو په غبرګون کې تورکانو ملي جرګه په انقره کې راوبلله . دی د ملي غورځنګ دسیاسي مشرتابه ترڅنګه د پوځې بریاو سره مخامخ شو . په ۱۹۱۹ کال کې ده د ارمنیانو بیلتون غوښتونکې هڅې مخه یې ونیوله . په ۱۹۲۱ او ۱۹۲۲ کالونو کې یونانیانو ته سخته ماته ورکړه . بلاخره همدغه ازادی بښونکې پوځ په ۱۹۲۲ کال کې استانبول ښارته ننوت . دمصطفی کمال سخت مقاومت په جګړه کې نور شامل ځواکونه یې مصالحه ته مجبوره کړل . د لوزانه سولې تړون (۲ ) د ترکیه پولې وټاکلې او د ترکیې استقلال په رسمیت وپیژندل شو، له هم دې سره د ترکې جمهوریت دبنسټ لومړنۍ ډبره کیښودل شوه . په ۱۹۲۳ کال د اوکتوبر ۲۹ نېټه ترکې جمهوریت وزیږیدو . لومړنۍ ګوند د ځوان ترکې جمهوریت جمهوري غوښتوونکې ولسي ګوند و. ګوند د ترکیې په سیاسي او ټولنیز سیستم کې ریفورمونه راوستو،دغه ریفورمونه د کمالیستي کلتوري انقلاب په نامه هم یادیږي . د دغې بنسټیزو ریفورمونو یوه برخه د ژبې ریفورم او یو ملي تاریخ رامنځته کول وو . د خلافت دولت څخه یو سیکولر دولت دیو نوې سیاسي ،حقوقې سیستم سره رامنځته شو. اسلام د جمهوریت لپاره یو خنډ لیدل کیدو. له همدې امله ډیر شمیر نوې قوانین او مقررات داسلام سپڅلي دین د پڅولو لپاره رامنځته شول . ـ په سترو مذهبي غوڼدو اومجلسونو باندې بندیز ولګول شو . ـ له ۱۹۳۴ کال څخه تر ۱۹۴۷ کاله دحج شریف زیارت منع شو . ـ له ۱۹۳۳ کال څخه تر ۱۹۴۸ کالو پورې مذهبي لوړ ي زده کړي په پوهنتونو کې رسمآ شتون نه درلود . ـ ټکړې او اسلامي حجاب په رسمي دوایرو کې منع شو . د کالیو سټیل یا ډول لودیځ ډوله شو . ـ وادونه چې یواځې داسلامي قانون پربنسټ ترسره شوي وه، په قانوني ډول غیر قانوني شول اوپه رسمي ادارو کې نه منل کیدل . ـ دعثماني امپراتوري اسلامي مرکز په موزیم واړول شو . له همدې سره ترکیه د خپلو ۹۹ ٪ مسلمانو وګړو سره اسلامي نړې او ټولنې ته شا واړوله او لودیځ ته یې مخه کړه . د دغو ټولو مقرراتو موخه دا وه چې ملي ترکې هویت ځواکمن او ورسره مذهبي هویت کمزورې شي . په دوهمه نړیواله جګړه کې متحدینو او متفقینو دترکیه پر دولت فشار راوړلو او ګواښونه یې ورته وکول،هر یوه غوښتل چې ترکیه له ځانه سره په جګړه کې ملګرې کړي .اما ترکیې دولت خپل ناپیلتوب په دغو ډیرو سختوشرایطو کې وساته او د یو ملي ناورین مخه یې ونیوله . ۴. ترکې پوځ او سیاست پوځ د ترکیه په سیاسي سیستم کې پر ټولو ځواکونوباندې برلاسې ځواک دی او دترکیې په سیاسي سیستم کې تل لاسوهنه کړي ده . د ترکې جمهوریت په تاریخ کې په مستقیم ډول په ۱۹۶۰ ، ۱۹۷۱ او په ۱۹۸۰ کالونو کې په سیاست کې لاس وهنه کړي ده . غیرمستقیم په ۱۹۹۷ کال کې د نجم الدین اربکان حکومت یې استعفا ته مجبوره کړو . په ۲۰۰۷ کال د ولسمشری په ټولټاکنو کې عبداله ګل ته د پوځ له خوا د کودتا ګواښ وشو . په ۲۰۰۸ کال کې د AKP. ا ،ک ، پ یا دعدالت او پرمختګ ګوند پروړاندې د منع علانولو قضایې دعوا پیل شوه ،چې ورسره یوشمیر جګپوړي افسران هم بندیان شول . ځکه پوځیانو له دوی څخه کمالیزم ته ګواښ محسوسه وه . دا د سېکولرو او اسلامي محافظه کارانو ترمنځ د سیاسي مبارزو واک او ځواک پرسر زور ازمیل دي . تاریخ ته په کتوسره دپوځ خاص رول دترکیه په سیاست کې ان په عثماني امپراتوري کې ریښي لري . دعثماني امپراتوري د لمنځه تللو سره مصطفی کمال اتاتورک دملي خپلواکې جګړې په ترڅ کې د ترکې جمهوریت بنسټ کیښود . پو ځ ملي یوالي،دجمهوریت امنیت ساتلو او دکمالیزم دسیاسي پرنسیبونومیراثي مدافع وکیل ګڼل کیږي . ترکې پوځ په ترکیه کې یو ډول پوځې ولسواکې پر مخ بیایي . په ۲۰۰۸ کال د اوکتوبر په میاشت کې د مختلفو انسیتیتونو په یوه سروې او ټولپښتنه کې چې د( پیا ) Piar T S M موسسې (۴ ) له خوا تر سره شوي ښیي ، دترکیې په دولت کې د ترکیې وسله وال پوځ ۸۹،۹ ٪ خلکو ته یو اعتبارې منل شوې اورګان دی . په دویمه ځای کې پولیس ۷۱،۱ ٪ ښودل شوي، له دی نه ورسته داساسي قانون محاکم ۶۶،۰ ، ولسمشر ۵۳،۸ ٪ ، لومړي وزیر ۴۲،۶ ٪ د ټولو نه ورسته دسیاسي ګوندو ځای د ترکیې په ټولنه کې راځي چې په ټولیزه توګه بډې اخیستونکې ، د واک وګږي، او بې اعتباره انځور په ټولنه کې لري . په ټولیزه ټوګه د رایو انځور ته په کتو سره ویلي شو،دغې سیاسي حالاتو ولسواکې ودې ته یو ژور خنډ او فکتور ي توکې رامنځ ته کړي دی . پوښتنه دا ده چې پوځ څه ډول رول د ترکیه په سياسي او ټولنیزو چارو کې لري . د ترکیه د جزاقانون په ۱۵۹ ماده کې داسي لیکل شوي ، پوځ ته د توهین یا سپکاوي په صورت کې سخته جزا ټاکلې شوي ده .په بله مانا پوځ د حکومت په منځ کې بل حکومت دی . په دې ورستیو کې د ترکیه لوی درستیز تور ولګاوه چې واکمن اسلام پلوه ګوندAKP ا. ک .پ . د دولت او مذهب ترمنځه دبیلتون پرنسیبونه ترپوښتنې لاندې راوستي دي . تر دې مخکې پوڅ د ترکیې بیا اسلامېزېشن ګواښ کړي و . په دې اړه دحکومت په یو غبرګون کې وویل شول ،چې لوی درستیز د ولسمشر تر قوماندې لاندې دی . په بروګسل کې د اروپایي ټولنې ،، کمیسار اولې رههن ،، د پوځ دخبرو په غبرګون کې په یوه نیوکه کې وویل ، مهمه دا ده چې پوځ د ولسواکې پر مقرراتو او لوبه باندې ځان پوه کړي ،دا مقررات او پرنسیبونو د ترکیې په اروپایي کیدو کې د زړه ټوټه بلل کیږي . په ۲۰۰۹ کال د اپریل میاشت په پنځلسمه نېټه د تر کیې لوی درستیز هلکر بسبوک په لومړۍ ځل د کردانو هویت ومانا او اسلام ته د ا. ک. پ . ګوند د نږدیوالې څخه خبرې وکړي ،ورسره یې حکومت ته په ورو یو ګواښ ورولیږلو . ده وویل ، ډلیزه رسنې خبرې اوري خو په هماغا الفظوکې دوې ویناوي اوري . زه وایم چې پوځ هېڅ وخت د مذهب مخالف نه و. بسبوک د وینا پر مهال څووارې خپل سر د ترکیې اسلامي هویت ټولنې ته ټیټ کړو . ده زیاته کړه ، د پو ځ دنده ده چې هر څوک خپل مذهبي مراسم ولمنځي او هېڅ څوک حق نه لري مذهب سیاسي کړي . دا د ترکیې پوځ نه بدلیدونکې نړیوال انځور دی . پوځ په دودیز ډول د سیاست کنټرولر ځان پېژنې . پوڅ په ورستیو ۴۵ کالو کې څلور منتخب حکومتونه دکودتا له لارې ړنګ کړي دي . په ۲۰۰۸ کال د مارچ په ۳۱ نېټه د ترکیې داساسي قانون محکمې د حکومتي ګوند ا. ک. پ . پر وړاندې د منع کولو قضایې دعوا پرانیستله . د دعوا اصلي ټکې داسي و، د ا.ک.پ . ګوند هڅه کوي چې دولت اسلامي شي . لویه څارنوالی دعوا وکړه چې د ا. ک.پ ګوندباید منع کړل شي او د ۷۱ سیاسي چارواکو سره د لومړی وزیر د رجب طیب اردوګان او ولسمشر عبداله ګل فعالیتونه باید منع اعلان شي . د ترکیه په تاریخ کې څو څو واري ځواکمن اسلامي ځواک او اسلامي ګوندونه رامنځته شوي دي، تر څو دکمالیستانو سره مقابله وکړي . پو ځ مداخله کړي او سېکولریزم یې بیرته په ځای کړي دی . ۵. مذهب او سیکولریزم اسلام په ترکیه کې داسي تعریف شوي ، اسلام ترکې دی یعنې د ترکې کلتور یوه برخه ده . په ترکیه کې لیڅیزم یا ددولت اومذهب ترمنځ د بیلتون سیاست داسي نه عملې کیږي لکه فرانسوي انقلاب چې د د ولت او مذهب بیل والي تعریفوي . په ترکیه کې لیڅیژم په دې مانا دی چې دولت مذهب له سیاسي فعالیتو څخه منع کړي ( ۳) . هغه سیاسي فعالتونه چې د دولت پروړاندې او یا دولت کمزوري کوي ،په سېکولریزم کې د دولت او مذهب ترمنځه اړیکي یو ډول رسمي اړیکې دي . مذهب سیاسي کنټرول کیږي تر څو چې مذهب سیاسي نه شي . ترکیه یو لامذهبه یا سېکولر دولت لري . ټول تورکان لامذهبه خلک نه دي .یوه برخه بنسټپال سیکولر او بله برخه بنسټپال اسلامپال دي . د ترکیې د مذهبي چارو وزیر محمد ایدین یوه نوې خبره کوي چې د ولسواکې بنسټیزه ارزښتونه باید مذهبي بنسټونه ولري . ولسواکې باید په اسلامي هیوادو کې اسلامي ریښي ولري .( ۴) د مذهبې چارو وزیر وویل ،په ترکیه کې دهغې پېر پاۍ رارسیدلي دی چې مذهب دولت ته اړ و . له همدې سره دمذهب او دولت ترمنځ دبیلتون سیاست ته دنوې سیاسي کلتور په خپره ولو سره دپاۍ ټکې ایښودل کیږي . په مذهب نه ولاړ دولت کې مذهبي ملي ګوندونه رامنځته شول . په ۱۹۷۰ کال کې نجم الدین اربکان د ملي سلامتي ګوند بنسټ کیښود. دوی له بهرڅخه یو بل ډول اسلامي دولتي موډل غوښتلو ،نه دغه نا اسلامي ترکې سیستم . په ۱۹۹۰ کال کې بیا د رفا ګوند دخپل شعار لمخه ، ټولو ته دعدل نظام اونظم تر نامه لاندې برې ته لاره ومونده او د۱۹۹۶ کال ولسي جرګې ټاکنې وګټلي . دغه ګوند د عدل نظام په اسلامي دولت کې لټه وي او نورو بیاویل، چې له دې سره کمالیستي دولتي پرنسپونه تر پوښتني لاندې را ځي . لومړی وزیر اربکان خپل لومړې سفرونه لیبیا، ایران ته ترسره کړل او داخواناامسلیمین ګوند له غړو سره یې وګتل . د رفاه ګوند دولسي جرګې یوي غړې هڅه وکړه، چې له ټکرې سره ولسي جرګې یا پارلمان ته ننوځي . دټاکنو کمپاین پر مهال زرغون بیرغونه ښوریدل او د سیکولریزم پای شعارنونه ورکول کیدل . په ۱۹۹۷ کال کې د فبروري په ۲۸ نېټه پوځ په واضع ډول د رفاه ګوند په سیاست کې مداخله وکړه او اعلان یې وکړو چې اسلامیزم هیواد ته یو لوی ګواښ دی . د همدې ګوند څخه بیا د ا.ک .پ .د عدالت او پرمختګ حاکم ګوند د رحب طیب اردوګان په مشرې رامنځته شو . په ۱۹۹۶ کال د جولاې په میاشت د کمالیستي ترکیې په تاریخ کې په لومړی ځل یواسلامي بنسټپاله، نېشنلت ګوند پیل وکړو چې ددغې هیواد تاریخ وټاکې . په ۲۰۰۲ کال د نوامبر میاشت په دریمه نېټه ا.ک .پ .د نوې اسلامي سیاست له لارې د ولسي جرګې ټاکنې یې په حیرانوونکې ډول وګټلې او واک یې ترلاسه کړو . رجب طیب اردوګان او عبداله ګل د ګوند بنسټ ایښودونکې په هیواد کې کمالیستي ایډیالوجۍ ته په خپل سیاست کې ځاې وکړو .د شعاري حرکتونو مخه یې ونیوه . دا ګوند اوس ځان ولسي محا فظه کارګوند معرفي کوي لکه په المان کې واکمن مسیعي دموکرات اتحاد ګوند. رجب طیب اردوګان پخوا د شپاړلسو میلیونو ښار استانبول ښاروال په توګه اسلامي سمبولیکي پروژي پلانونه طرحه او پلي کړي و، لکه یو سترجومات د تقسیم په سیمه کې،دیو لودیځ ډوله کلتورې ژوند مرکز جووول، پر شرابو خرڅولو لږ څه بندیز او داسي نوري پروژي . په ۲۰۰۹ کال کې د فارین پالیسي اخبار ښاغلې اردوګان یې د روان کال د سیمي او منځنې ختیز له ښو اومخورو سیاسي مشرانو په نامه وټاکه . د فارین پالیسي رسنۍ چې د امریکا دبهرني سیاست په اړه خپریږي . ،د ترکیې لومړۍ وزیر یې دنړیوالې دیپلوماسي او ستراتېژي یو لوی لوبغاړي وبله . اخبار د اردوګان په اړه داسي لیکې، اردوګان کوم نوی سیاسي چارواکې نه دی ، دی اوس د منځنې ختیز د سیاست او ډیپلوماسي اصلې لوبغاړي دی . ترکیه عملآ د اسرایلو سره له پخوا څخه ستراتیژیک ملګرتوب لري . دااړیکې د ساړ جنګ پر مهال زیږیدلي دي . ترکیه او اسرایل دواړه د امریکې سره د پخواني شوروي اتحاد پروړاندې متحد وو. اردوګان مجبور شو په همدې سختو شرایطو کې خپل مخالفت د اسرایلو سیاست د غزې په اړه دمنځلار مسلمانانو په منځ کې وښي . دبېلګې په توګه د سویس د داووس ښار په غونده کې اردوګان د اسرایلو ولسمشر شیمون پیرز سره د نړیوالو رسنیو مخ ته دغزې د ۲۲ورځني جګړې څخه ورسته په شدیده توګه لفظې ګوزارونه وکړل . په سیمه کې د ده د محبوبیت له لاملونو څخه ګڼل کیږي . د ا.ک .پ . حاکم ګوند اروپایي سیاست پرکورنې سیاست او دولتي ارزښتونو باندې اغیزه کړي ده. چې نه دودیزه اسلامي ګوند رفاه او نه کلاسیک کمالیستي سیاست ته ورته والي لري . ا .ک .پ . ګوند او حکومت په دې ورستي یو کال کې دترکیې سیاسي سیستم له بل هر وخته اروپایي شوي دی . پر نړیوالو لاسلیک شویو تړونو باندې عمل کیږي ، قضایې سیستم ریفورم ترسره شو، د شکنجې مخه نیول شوي ده ، ټولنیز بدلونونه رامنځته شوي دي . د ا.ک.پ .سیاست د پوځ په اړه داسي دی چې دوی صبر کوي ترڅو په پوځ کې دکمالیستي پرنسیبونو ساتونکې جنرالانو متقاید کیدو سره خپل خلک ورو ورو په پوځ کې ځای پر ځای کړي . د ترکیې په سیاست کې د کمالیستي نېشتلیزم پوهاوي او د ترکې ژبې کلتورې هژمونیزم چې دهیواد ملي یوالې سمبول دی له سره پرې بیا کتنه شوي ده .په دولتي تلویزیون کې کردي خپروني پیل شوي دي .کردي ژبې ته اوس په ښوونځیو کې اجازه شته او په کردي ژبه ځایونو ته نومو نه ورکول هم پيل شوي دي . د ترکیې په سیاست کې اوس ډیره سخته مبارزه د نوې عثماني پان ترکیزم اسلامي بنسټپالو او کمالیستې سېکولاریستانو ترمنځه پیل شوي . دا به تاریخ ثابته کړي چې په ترکیه کې کومه یوه خوا به په یوویشتمه پیړۍ برلاسي شي . دامریکې د بهرنیوچارو یو وزیر دترکیه په اړه په مثبت اند وویل، ترکیه یو ډیر ښه پرمخ تللې اسلامي هیواد دی . د ترکیه ولسمشر سیزار چې څو ورځو مخکې له دندې ګوښه شوي و،په غبرګون کې په سختو ټکوکې وویل ، ترکیه یو اسلامي هیواد نه دی ،بلکې ترکیه په مذهب نه ولاړ یو هیواد دي . ترکیه د اروپا لپار نه د امریکې لپاره مهمه ده . که ترکیه د اروپا یي ټولنې څخه وشړل شي ،یوه اسلامي ترکیه به ترنه جوړه شي . امریکا له همدې امله پر اروپايي ټولنې له خپلې اغیزې څخه کار اخلې . تر څو ترکیه په اروپایي ټولنه کې برابره ومنل شي اود یو اروپایي غړې هیواد په څیر ورسره چلند وشي . ترکیه امریکې ته یوه نه ډوبیدونکې د جنګې الوتکووړونکې بېړۍ ده . ترکیې د ۱۹۴۵ کال څخه راپدخوا په ناټو کې دساړ جنګ په پېرکې له ۶۰۰۰۰۰ مېړه په مډرنو وسلو سمبال پوځ سره مهم رول لوبولي دی . په اقتصادي کچه د کسپین په سمندرګې کې اټکل ۱۵۰ میلیارده بیړله اومه تیل شتون لري، چې دنړۍ له سترو زیرمو څخه ګڼل کیږي .امریکایې کمپنيو ته ډیري مهمي زیرمي دي . دتیلو پایپ لاین له باکو څخه دکسپین بهیري ته ورڅیرمه د ترکیې تر کیهان بندره پوري په ترکیه کې له نورو پایپ لاینونو سره بهیږي . دامریکې له خوا په افغانستان باندې د امریکې هوایي بریدونه په پنځویشتمه ورځ هوایي بمباریو ته نوره هم زور ورکړل شو . ورسره ډیرو ډلیزورسنیو خبر ورکړو چې امریکې په انقره کې له ترکې حکومت څخه وغوښتل چې ترکې سرتیري او افسران د شمالي ټلوالې دتقویه لپاره د طالبانو پروړاندې ورواستوي . د NTV ټلویزیون خبر ورکړو چې دهغه مهال لومړۍ وزیر بولنت هیویت خپله کابینه د مشورې لپاره راوغوښتله، ترڅو د امریکې غوښتنه وڅیړي . د CNN ټلویزیون بیا خبر ورکړو چې له انقرې څخه د مثبت ځواب زیګنال راغلي دی . ترکیه له ډیرو مودې څخه د شمالي ټلوالې سره په تیره بیا له بدنامه ملیشایې جنرال دوستم سره چې په جنګې جرمونو تورن دی نږدي اړیکې لري . ۶.پان ترکیزم او سیکولریزم لهڅیزم د دولت او مذهب ترمنځ دبیلتون سیاست ته وایې او سیکولریزم یا په مذهب نه ولاړ سیاست ورسره تړلې دی . سیکولرریست دولت باید په عامه چارو او ژوندانه کې مذهبي سمبولو منع کړي ، د مذهبي ټولنو سره مرسته بنده کړي ، وده او ساتنه یې هم ونه کړي . ترکیه په اسلامي نړۍ کې یو خاص فورم د دولت رامنځه ته کړي دی .لودیځه نړۍ ترکیه په بل ډول ګوري ، هغسې نه ورته ګوري لکه ګاونډي هیوادونه سوریه ، عراق اواسلامي نړۍ ورته ګوري . ترکیه نه یواځې په سیاسي ډګرکې له اروپا څخه کاپي کوي بلکه په تمدوني موډل کې هم له لویدیځه کاپي کوي . ترکیې په خواد ناټو سویلې جبهه جوړه وله ،د پخواني شوروي اتحاد په لمنځه تللو سره دغه جبهه نوره نشته . ترکیه له همدې وجهې اوس په یو سیمیزه ځواک بدلیږي . ځکه د مرکزي اسیا په شپږ جمهوریتونو او په نور هیوادو کې لږه کې ترکې ولسونه اوسیږي .ځني ترکې لږه کې په سوریه،عراق،ایران او له سلګونو کلونو څخه لږ په افغانستان کې شتون لري . د ترکیه دغه جیوپولیتک موقیعت او ترکیې قومونو ته په کتوسره لکه عربي ټولنه یا نړۍ او پان عربیزم ډول ځان ته غوره کوي ،له همدې امله موږ کولي شو د ترکې نړۍ څخه خبرې وکړو. دغه سیمه دبلقان څخه نیولې تر چین جمهوریت شمال لویدیځ پورې رسیږي . د ترکانو له خوا ورته ختیځ ترکستان ویل کیږي . د چین په کسنینګ ولایت کې اټکل اته میلیونه مسلمان تورکان ژوند کوي . دغې نړۍ ته اټکل ۱۶۰ میلیونه ترکې ولسونه ورګدیږي . د یونسکو په حواله دوی دنړۍ په پنځمه ژبه باندې خبري کوي . د ترکیې د پان ترکیزم ایډیا سره د دوی اروپایي پلوه سیاست لا ژوندې دی، ترڅو چې اروپایي ټولنه ترکې دولت ته په ګټه تمامیږي . دوی به اروپایي پلوه سیاست ته دوام ورکړي . ځکه لاتر اوسه د ترکې دولتونو ترمنځه دغې مفکوری ته جوړجاړي رامنځته شوي نه دی . دپان ترکیزم ترکې دولتونه ازربیجان ، قزاقستان، ترکیه ،کرغیستان ،ترکمنستان ،اوزبکستان او شمالي قبرص هیوادونه دي . د ترکانو همدا توکمیزه ،کلتوري اړیکې په مرکزي اسیا کې د یو نوي جیوپولیتک راتلونکې سره تنظیموي . کمالیستي ترکیه ورو ورو د لویدیځې نړۍ څخه بیلوي . باید ویره نه شي چې ترکیه اوس د روس سره په مرکزي اسیا کې په رقابت بوخته ده . د روس او ترکیې ترمنځ سیاست دبوسنیاپه جګړه کې یوه بېلګه وه .کتونکې په دې باوردی چې ترکیه د بلقان څخه مرکزي اسیا ته ډیر پام کوي . عثماني میراث اوس په نوې اسلامي بنسټپال عثمانیزم بدلیږي ،دغې موخې ته اسلامي او کمالیستي وتلې روند اندي کار کوي . دوی هغه پخواني عثماني امپراتوري د ترکې ولسونو څخه رامنځ ته کول غواړي . له دغې پان ترکیزم څخه ایران او عربي هیوادونه په ویره کې دي . په ۱۹۹۱ کال د سپتمبر په میاشت کې دقزاقستان ولسمشر نظر سلطان نظرباې یوف په انقره کې دیو رسمي سفرپه ترڅ کې وویل ،یوویشتمه پېړۍ د ترکانو پېړۍ ده، د دې احتمال شته چې ترکې ولسونه یو متحد ترکیستان رامنځته کړي . (۶ ) ان په ۱۹۸۴ کال کې د نړیوالو چارو کارپو ښاغلی ل .کارل برون ،وپتیله چې منځنې ختېځ یو core state هستوي یا منځزړې هیواد ته اړتیا لري . چې دغه سیمي سره راټوله کړي . دی لیکې ترټولو غوره کاندید چې دغه دنده ترسره کړي د ترکیه هیواددی (۷ ). اوس موږ وینو چې کمالیزم ترکې جمهوریت یې دختیز باد پروړاندې وقایه نه کړو . چا چې د سمویل هنګټون کتاب دتمدونوټکرپه نامه لوستې وي ،هغه پوهیږي چې دی په دې نړیوال نوې نظم کې هر یو تمدن ته یو منځزړي یا مورنې هیواد اړین بولي . اسلامي تمدن نن کوم هستوي هیواد نه لري . هنګټون ترکیه ته دا مشوره ورکوي چې دا دنده واخلې (۸ ) . ترکیه به ترڅو د اروپا دروازه ټکوي او سرتیټي به بیرته راځې . اوس کمالیستي ترکیه د اروپایي ټولنې او پان ترکې اسلامیزم ترمنځه ولاړه ده . په ترکیه کې ډیر اسلامیستان اوس یو مذهبي دولت د عثماني امپراتوري په چوکاټ کې له ترکې ولسونو څخه غواړي . ډیري تورکان چې په کلیوالي سیمو او ښارونو ته نږدې اوسیږي د ۷۰ کلن کمالیستي جمهوریت سره دوی په خپل اسلامي دودیزه ژوند باندې ټینګ ولاړل خلک دي . د دوی له خوا سیکولاریزم او لیڅیزم پرنسیبونو ته تر ډیره بریده اتیهستي یا نعوذباالله د خدای (ج ) شتون څخه مخ اړول په مانا کتل کیږي . ۷ . د ترکیې لږکیو رښتونه یا حقوق د نولسمې پېړۍ څخه را په دې خوا ډیر مسلمان توکمه ګروپونه نننې ترکیه ته کدوال شول .د جمهوریت له بنسټ ایښودلو سره د ۱۹۲۳ نه تر ۱۹۹۱ کالونو پورې رسمي احصا ېیو ښي اټکل ۱،۶۵ میلیونه وګړي ترکیه ته کدوال شوي دي . دترکیه په ۷۰ میلیونه وګړو کې ۴۷ توکمه ، ژبي او مذهبونه شتون لري ( ۱۰) . په ترکیه کې ۵۵ میلیونه تورکان، ۱۵ میلیونه کردان اوسیږي . له ۸۰ تر ۸۵ سلنې پورې سنې مسلمانان او ۱۵ تر ۲۰ سلنې پورې الویتن یا شعیګان ژوند کوي ( ۱۱ ) . سره له دومره ډیرو لږکیو توکمو او مذهبونو ترکیه یواځي هغه لږکي په رسمیت پیژني کوم چې په ۱۹۲۳ کال کې د لوزانه په تړون کې یاد شوي دي . هغه یهود، ارمنیان او یونانیان دي . ترکي مامورین وایې چې د لوزانه تړون پر بنسټ یواځې نه مسلمان وګړي په ترکیه کې لږه کې دي .له همدې سره ترکیه په میلیونو الویان یا شیعه ګان او بل ستر ۱۲ میلیونه توکم کردان په رسمیت نه پیژني . رسمآ دلوزانه په تړون کې نه مسلمان لږکې لکه یهود، ارمنیان او یونانیان پیژندل شوي دي . لږه کې په مسلمان او نه مسلمان باندې ویشل شوي دي . د یوملت ټکې د ترکیه په تاریخ کې لکه یوه سره کرښه ایستل شوي ده . څومر نیکمرغه دی هغه چې په ترکیه کې ځان تورکې بولي . داد ترکې دولت او ولس ترمنځه یو منل شوي اصل دي . تورکان ځان په ترکیه دولتي ولس پیژني . کردي موراو پلار چې خپل ماشومان په کردي نومونو نوموي ، دهیواد تجزیي ګواښ په تور قانونآ مجازات کیږي . دوی باید ترکې نومونه پرماشومانو کښیږدي . له ۱۹۸۴ کال څخه د ترکیه په سویل ختیځ کې د کردانو کارګر ګوند د خپلواکې لپاره وسله واله جګړه پیل کړي ده . ترکیې یوه ډیر ناوړه چټله جګړه د کردانو د پ .ک.ک. یا د کردانو کارګر ګوند PKK پر وړاندې پر مخ بیایې چې تراوسه د ۴۰۰۰۰ څخه ډیر مړي او له یومیلیون څخه ډیر کدوال لري . ترکیه،امریکا او اروپایي ټولنه پ .ک.ک. یوه ترهګره ډله پیژندلې ده . کردان د ترکیه په ستراتیژیکو سیمو کې ژوند کوي د د وی سیمې دتیلو او اوبو ډیري زیرمي لري . د نړۍ خورا انرژي لرونکو سیمي دي . کردان په ایران او شمالي عراق کې له مخور لږه کېو څخه دي . ،دوی خپلواک کردستان لپاره وسله واله مبارزه کوي . د ډیرو ترکې سیاست پوهانو او پوځیانو په اند د هیواد یوالي او کمالیستي میراث ته ستر ګواښ رامنځته کړي دی . د ترکیه په سویل کې له همدې امله جګړه روانه ده . د ۱۹۹۰ ع کال څخه را په دیخوا ترکیې په مسلسل ډول نړیوال قوانین ترپښو لاندې کړي . لکه په کردستان اود عراق په خاوره کې دکردانو پروړاندې پوځې عملیات تر سره کول دي . د ترکیه د جزا قانون په ۳۰۱ ماده کې داسي لیکې شوي دي . هره یوه ګوټنیوکه د ترکیې پر موسساتو باندې یو جنایي جرم یاعمل دی او هغه سړي به د حبس پر جزا محکوم شي، څوک چې دا عمل ترسره کړي . ډیر لیکوال او روند اندي د همدې مادې پر بنسټ محکمې ته درول شوي دي . ترکې کمالیستي جمهوریت له بنسټ څخه تر ننه داسي ښي چې د دوی په خاوره کې د ملتونو پوښتنه نشته . په ترکیه کې یو ملت شته او هغه تورکان دي . ترکیه د لږه کیو رښتونو اوساتنې له کبله له دوو خوا تر فشار لاندې ده . له یوې خوا د لږه کیو ډلو او د بشري رښتو سازمانو د ریفورمونوتر فشار لاندې ده او له بلې خوا له بهره د نړیوالو کنوانسیونونولاسلیکولو او په ځانګړي ډول په ۲۰۰۵ کال د اروپایي ټولنې د ورګدیدو شرایط پلې کول دي . د اروپایي تولنې ارزښتونه لکه انسان ته درناوې ، خپلواکې،ولسواکې،ټولنیز عدالت،دقانون دولت،دانسان او لږه کیو رښتي ساتنه،دبیان ازادي ،د توکمیزه توپیر پر ته ،پیوستون او دښځي اوسړې مساوي رښتي دي . په ۱۹۲۴ کال د مارچ په دریمه په خپله کمال اتاتورک په ټولو کردي ښوونځیو کې کردي ژبه منع کړه . د ترکیې کورنې کړکیچونه زښت دیر دي لکه بې روزګاری د ۲۰ ٪ په شاواخوا کې ده. په ځانګړې ډول د کردانوکړکېچ دی . دترکیه هیواد له برازیل هیواد څخه ورسته یواځنې هیواد په نړې کې دی چې له IWF څخه ۳۰ میلیارد امریکایي ډالرو پورړولي دی . ترکیه له دیرشو کالو څخه د یونان سره د قبرس پر سر لانجه لري . ترڅو چې دا کړکېچ دوام لري ، یونان به ترکیې ته د اروپایي تولنې ورګدیدو یو لوی خڼد ګرځي . ځکه دټولنې هر یو غړې کولې شي د نوې غړې په اړه د ویتو حق یا رښته څخه کار واخلي ، یونان د اروپایي ټولنې غړې هیواد دی . لنډیز .۸ ترکیه نن یو هیواد دی چې د دوو کلتوري کړیو له خوا ولکه شوي دی . له یوي خوا اروپا له خپل سیاسي ، اقتصادي ځواک سره له بلې خوا دعربي هیوادو اغیزه سره مخامخ ده . ترکیه د اتاتورک تر مشري لاندې له عربي او اسلامي هیوادو څخه بیله شوي اواروپا ته یې مخه کړي .دغه لاره اوس تورکانو ته ډیره ګرانه شوي ده . د اروپایي ټولنې مشران داروپایي ټولنې په اړه په خپلو کې لاتر اوسه په یوه خوله شوې نه دي . ښي اړخه ګوندونه اروپایي ټولنه د عیسویت د ارزښتونو یوه ټولنه یا دمسیحیت کلوپ تعریفوي . کیڼ اړخه ګوندونه اروپایي ټولنه یوه سیاسي اقتصادي ټولنې په ډول پیژني . داروپايي ښي اړخه ګوندونو په پرتله کیڼ اړخه ګوندونه ترکیه ته لږ خڼدونه مخ ته کوي .دبېلګې په ډول په سویزرلنډ کې ښي اړخه ګوندد جوماتو پر منارو بندیز لګول، چې دوی ادعا کوي منارې د اسلامي ځواک نښې په اروپا کې دي . ښي اړخه مسیحیان په اروپا کې د مسلمانانو سره توپیري چلن هم کوي . ننني ترکیه د ۱۹۸۰ کالو ترکیه نه ده . په ترکیه کې ستر ستر ریفورمونه دادارې فساد پروړاندې پلي شوي دي . له ۱۹۹۹ کال څخه په ترکیه کې د اعدام جزا په قوانینو کې لغوه شوي ده . په ۲۰۱۰ کال داستانبول ښار د اروپاکلتوري ښار په نامه ونومول شو . ترکیه اوس دیوبدلون په څلور لارې کې ولاړه ده . مسلمان هیواد ترکیه دنوې عثماني اسلامي پان ترکیزم اوکمالیستي سیکولاریزم ترمنځ ،ترکیه د اسلامي بنسټپالواو دویزه اسلامي منځلارو ترمنځ، ترکیه د اسلام او لودیدځ ترمنځ ، ترکیه د اروپا او امریکې ترمنځ ولاړه ده . په ترکیه کې د دغوبرخلیک ټاکونکو اړخونو ترمنځه توده مبارزه روانه ده . ترکې دولت مشران او سیاست پوهان په ډیر احتیاط سره له دغې حساسی څلورلارې څخه د تیرریدو په حال کې بریښي . تورکان دکمالیزم ایډیالوجۍ سره ورو ورو خدای په اماني کوي . تورکانو خپل نننۍدولتي فورم ، دولت دارې او دهیواد سولې ته ستري سیاسي قرباني ورکړي دي، د عثماني امپراتوري پر مهال د منلې شوي سلطان ټول ورونه ، دتره زامن او نور داسي کسان چې ترکې امپراتوري ته یې ګواښ پیښ کاوه د سلطان مخ ته به وژل کیدل . سلطان ته به له ترکې توکم څخه نه بلکې له نورو توکمونو څخه واده کیدو،ترڅو ترکې امپراتوري ته دسیاسي واک پرسر نوې کړکیچونه رامنځ ته نه شي . سلطان باید یواځې او یواځې حکومتي نظام اود امپراتوري وسعت او ساتني ته پام وکوي . د اتاتورک سیاست او کمالیستي پرنسیبونو د تورکانو اسلامي احساس ډیر سخت ژوبل کړي، توریالي ترکې ولس سره له دې مذهبي ژوبل احساس دوی د دولت پروړاندې په وسله وال مقاومت لاس پورې نه کړو. په ترکیه کې اوس ترکې نېشنلیزم د ترکې اسلامیزم سره څنګ په څنک په ډیرو برخو کې لاس په لاس په ګډه مخ پر بره روان دی . ډیره ښه بېلګې د حاکم منځلارې عدالت او پرمختګ ګوند بهرني او کورني سیاست دي . همداسي په عربي نړۍ کې د پان عربیزم لاروي اومنځلاري سیاسي اسلامي ګوندونه د خپلو ولسونو په چوپړ کې څنګ په څنګ ولاړ دي . د دغي څیړنې په پای کې دهنګټون تیوري په غبرګون کې باید ویلې شي ،چې ترکیه نشي کولې چې د اسلامي نړۍ منځزړي هیواد شي لکه المان او فرانسه چې د اروپایي ټولنې ماشین یا منځزړي او موډل هیوادونه دي . ځکه په اوسنیو سیاسي حالاتو کې عربي او نه عربي اسلامي هیوادونه به د ترکیه دغه رول سره مخالفت وکړي . زما په اند ترکیه کولې شي چې د ترکې ولسونو منځزړي هیواد وګرځي . ترکیه له افغانستان سره اوږدي تاریخي اړیکي لري . سېکولریزم د افغانستان اوسني حالاتو لپاره لکه دکمونیستي زهرجنو،ترخو تجربو تکرار به وي . موږ افغانان باید افغانستان نوره د نویو پردیو ایډیالوجیو،سیالیو واردولو ډګر ونه ګرځو. موږ خپل لرغونې زوړ تمدوني افغانیت او دودیزه اسلامیت لرو . بې له شکه موږ د ترکې تاریخ او سولیزه بلهاریو څخه ډیر څه زده کولي شو. په ډیره خواشینۍ سره باید وويل شي، چې په اسلامي نړۍ کې او نړیوال کلي ته په کتو سره د یو مخکښ ، منځلاري ،ولسواک او داسلامي قانون دولت ټولو ته دمنلو وړ اسلامي موډل دولت ځای لا تش دی . ________________________________________ لمنلیک او اخیځلیکونه : ( ۱ ) شینګڼ تړون : په ۱۹۸۵ کال دجون میاشتي په ۱۴ نېټه دشینګڼ تړون په لومړۍ ځل د پنځو هیوادو المان، فرانسي ،بلژیک ، لوکزامبورګ او هالند ترمنځه دګدو پولو د نه کټرول په اړه دلوکزامبوګ هیواد د شینګڼ په ښار کې لاسلیک شو. د شینګڼ په تړون کې اوس داروپایي ټولنې ۲۵ هیوادونه چې په کې د پولو کنټرول نشته او بې له ویزي تګ او راتګ کیږي غړيتوب لري . داروپایي ټولنې دوه هیوادونه ایرلند او بریتانیه د تړون ځنې مادي منلي دي . (۲،۳ ) په ۱۹۲۲ ع کال د جولاي میاشتي ۲۴ نېټه د لوزانه تړون دسویس د اوښې په ماڼې لاسلیک شو . د۱۹۲۲ کال جګړه چې د یونان او ترکیې ترمنځه ترسره شوي وه .دترکیه هیوادګټونکې وپیژندل شو او د لومړې نړیوالې جګړې په پاۍ لاسلیک شوې د زیورز تړون لغوه اعلان شو ،تر څو د ترکیه او یونان ترمنځه د ولسونو تبادله تر سره شي . د لوزانه تړون له مخي د ترکیې استقلال په رسمیت پیژندلو شو او ورسره له استانبوله د انګریزي پوځونو وتل پیل شول . L. Carl Brown, International Politics and the Middle East, Princeton/N.J. 1984, S. 176 ( ۴ ) Autoritativ hierzu Jacob M. Landau, Pan-Turkism, (Neuausgabe) Bloomington 1995.(۵ ) Vgl. Günter Seufert, Laizismus in der Türkei – Trennung von Staat und Religion, Vortrag auf der (۶ ) Konferenz der Schweizerischen Gesellschaft Mittlerer Osten und Islamische Kulturen, Basel, Okt. 2004; s.: FAZ, 03.04.2004:„Der Islam ist moderat“ Fragen an den türkischen Religionsminister Mehmet Aydin (۷ Autoritativ hierzu Jacob M. Landau, Pan-Turkism, (Neuausgabe) Bloomington 1995.(۷ ) Samuel P. Huntington, Clash of Civilizations, New York 1996, dt.: Kampf der Kulturen (۸ Wien 1996, Kapitel 7 über den „Kernstaat“. Vgl. Vatan, 17. 11. 2008, S. 1/17( ۹ ) Akkaya et al., 1998, S. 184، Ibid., S.184-5 (۱۰ ) M. Hakan Yavuz, Islamic Political Identity in Turkey, London (Oxford University Press) 2003, S. 65. ( ۱۱ ) - بېرته شاته