(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پېغام

د مومند ادبي ټولنې او د مومند ادبي غنچې ملګرو ته او ښاغلي جنرال عبدالصمد مومند صيب سلامونه! دا چې تاسې د ازادۍ د تحريك د ستر غازي حاجي صاحب ترنګزو د كليزې د نمانځنې په هكله د درنې مشاعرې او سيمينار تابيا كړې ده، نو زما دپاره د ډېرې خوښۍ ځاى دى. ويښ قامونه تل خپل اتلان نمانځي. د ازادۍ د تحريك ددغه ستر غازي كارنامې بايده دى، چې وخت په وخت دې قوم ته وړاندې شي او ددې ستر غازي د كارنامو ستاينه او قدردانى وشي. تاسې ته مضبوطه حوصله غواړم، چې خپل درانه مشران لا درانه كړئ.
درانه اوسئ ډاكټر كبير ستورى د پښتنو د ټولنيز ولسوليز ګوند مشر
- بېرته شاته