(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دستور لنډه کيسه

سمندي ته چا ويلي وو چې جرګه مارو بډې خوړلي دي، خو هغه جرګې ته راغلو او کيناستو- خانوګي جرګې ته په ډاډ زړه خپل سپينتن پيش کړو او جرګه ډلې ډلې شوه چې د هغه په وينا غور وکړي- د خانوګي داسې ډاډه وينا د سمندي شک نور هم ټينګ کړو. جرګه بيا راټوله شوه او د هرې ډلې وياند خپله رايه پيش کړه. زياتې رايې د خانوګي په حق کې وې. مانو ملک د هغو رايو تناسب په بنياد فيصله د خانوګي په حق کې راواړوله. خو د هغه خبره لا خلاصه نه وه چې سمندی پاڅيدو او په خانوګي يې ډز وکړو. خانوګی په بله واوړيدو او لتې يې ټکولې. د هغه د خيلخانې خلک دې ناڅاپي پيښې وارخطا کړه. هغو ی چې ځانونه سمول نو سمندی له منځه وتی و. يو څو زلميان لاړل او د سمندي د کوره تاو شوو او د شپې تر ناوخته پورې يې پرې ډزې وکړې، خو سمندي او د هغه خيلخانې ته څه ضرر ونه رسيدو. خو خبره دلته پاتې نه شوه، بلکې روانه شوه. او څه کم زيات ديرش کاله روانه وه. ډېرې جرګې مرکې وشوې خو روغه نه کيده. لس مړي وشو. پنځه له يوې خوا او پنځه له له بلې خوا نه. دا اوسنی يولسم مړی و چې د وچ خوړ د څمڅې لاندې وموندلی شو. دې پسې بيا جرګه جوړه شوه. اول يې د دواړو خواو منځ کې د شپږو مياشتو د پاره تيږه کيښوده او بيا يې کله يوې خوا سره او کله بلې خوا سره خبرې کولې. څه پنځه مياشتې تيرې شوې. اخر د جرګې مشران په دې سلا شوو چې پنځه، پنځه مړي خو سر په سر شو- د دې شپږم مړي چې د سمندي د خيلخانې نه و، بدل کې دې د خانوګي کورنۍ سوره ومني. همداسې وشو. خو اوس هوجره په جومات دا خبره وه چې دا يولس مړي په څه وشوو؟ د دې معلومات يوازې شاني ډم ته وو چې هغه جرګې کې د خانوګي بيان اوريدلی و. خو په هغو ورځو کې ښکته تلی و چې خواري مزدوري وکړي. په کومه ورځ کې شانی واپس کلي ته راغلو، نو يوه ميله جوړه شوه. د چم ګاونډ څه چې د لرې نه خلک راچليدل چې د هغه د خولې نه دا قيصه واوري. شاني د خان شاه ملک هوجره کې د خانوګي د بيان قيصه وکړه چې: خانوګی او ولي شاه دواړه دوبۍ ته اتللي وو او ښې ډېرې پيسې يې ګټلې وې. خانوګي د سمندي په لور شپيته زره ولور ورکړو او ښه په ټنګ ټکور يې واده کړه. مياشت نيمه پس چې ولي شاه د دوبۍ نه راغلی دی، نو مبارکۍ له ورغلو. د ولي شا کور د دې ځای نه څه دوه ميله مزل لرې. هغه له ځان سره څه ډالۍ ټپالۍ هم راوړې. خانوګي د هغه درنه ميلمستيا وکړه. د کلي مشران څه چې کشران يې هم په دسترخوان راټول کړه. د شپې تر ناوخته خلکو مجلس جوړ کړی و او تر ډېره ميلمانه همهلته پاتي وو. سحر ميلمانه لا اوده وو چې خانوګي ښځه وويشته او راغلو هوجره هوجره کې يې ولي شاه هم وويشتو. ډز سره خلک پاڅيدل او بيا چې څومره خولې وي دومره خبرې وي. خو خانوګي غږ نه کولو. هغه يوه خبره وکړه چې مشران راټول شي، نو د هغو مخکې به زه خبره څرګندوم. هغه وو چې جرګه چوړه شوه او خانوګي خپل بيان ورکړو چې سحر پاسيدو چې ميلمنو له چای راوړي، نو ولي شاه پاسيدلی و. خانوګی ولي شاه سره کيناستو! لا خبرې يې کولې چې د هغه په سټ يې سپږه وليده. خانوګي هغه سپږه په ګوتو کې راونيوله او په تلي کې يې اړوله راړوله. هغه په دې شک کې شو داسې تورې سپږې خو د هغه د ښځې سر کې وې، دلته دا څنګه راغله؟ اخر هغه دا فکر وکړو چې ولي شاه چرته د شپې موقع موندې ده او د هغه ښځې ته رسيدلی دی. بس دواړه يې وويشتل. جرګې خو د هغه په حق کې فيصله ورکړه چې د غيرت کار يې کړی دی او خپل عزت يې خوندي کړی دی! خو سمندي ونه منله او خانوګی يې هلته جرګه کې وويشتو. دلته خو د سمندي او خانوګي د کورنيو ترمنځ دشمني روانه وه، هلته د ولي شاه ورور چې عربو نه راغی، دې مفرورانو پيسې ورکړي دي او د خانوګي مشر ورور يې ويشتی دی. جرګې په حقيقت کې د دريو فريقو تر منځ روغه راوسته چې د ولي شاه د مړي بدل کې د خانوګي ورور ووژلی شو. نو خبره سر په سر شوه. د نورو دوو فريقو تر منځ د څلورو او پنځو مړو خبره وه. هغې خبره وځنډوله او اخر کی دا پريکړه وشوه چې د خانوګي کورنۍ دې د يو مړي بدل کې سوره ورکړی شي. په دې وخت کې يو زلمي غږ وکړو چې دا هر څه ځای خو دا کومه جينۍ چې سوره کې ورکړی شوه د هغې څه ګناه وه؟ د هغه خبره په مشرانو بده ولګيده او هغه يې ورټلو چې داسې خبره بيا و نه کړې، ځکه چې دا د قبيلې دستور دی. - بېرته شاته