(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ترهګري، نړېوال سياست او لر وبر افغان

ناين الېون اته کلن شو. په اته کاله کي دنيا څه غوښتو، څه يې وکړو؟ لر و بر افغان کوم حاصلات او کوم بايلات ولرل؟ ترهګري کمه او که زياته شوه؟ ترهګر د زياتو زيانونو سره مخامخ شول او که اتحادي ځواکونه؟ د نړيوالو او سيميزو استخباراتو ايتلاف څه شو، زړې رشتې څه شوې؟ د افغانستان اهميت څه او د ګاونډيانو رول څه پاتې شو؟ د سوړجنګ په تناظر کي د "پرون" او "نن" صرف دا توپیر دی، چي پرون جنګ د کمېونزم خلاف وو، سوويټ يونين دښمن وو. امريکه د اهل کتاب دنيا نماينده او د جهاد سرخېل وه. جهاديان پر لېمو ګرځول کېدل. فساد وو، د افغانستان د انقلابي حکومت خلاف خرمستۍ وې، په پېښور او اسلام اباد کې جهادي ووه رنګونه بوډۍ ټال وو. پاکستان اهم فريق وو او د اجرتي قاتل پر عهدې مقرر وو. نن جنګ د ترهګرۍ خلاف دی، د کميونزم ويره نشته، ځکه نو د جهاد ضرورت نشته، جهاديان ترهګر دي. ختمول يې لازمي دي. دا د امريکې منشا، هدف او مرام دی. د امريکې او سيميزو اولسونو د موقف فرق دا دی، چي په کوم وخت کي جهاديان د امريکې د ناز عادت وو، د دې سيمې د قامونو لپاره د هغوي شناخت او رول د ترهګر وو. ځکه نو ددې سيمې د سياست د ترهګر اصطلاح د امريکې نه زړه ده. ترهګرو خپل اصل رول د کميونزم، سوويټ يونين، افغان انقلابي حکومت او د سيمې د مترقي سياست په ضد لوبولی او هم په دې دور کي ترهګرو خپل مهم هداف لاس ته راوړي وو. امريکه په هغه وخت کي د ترهګرو په ضد جنګ ته راوځي، چي ترهګرو افغانستان په الميو لړلی او په قبرستانونو پوښلی وو. امريکې ته هله ترهګر وريادېږي، چي سپينه ماڼۍ په نښه کېږي. دا هغه وخت دی، چي په افغانستان کي ماڼۍ څه چي جونګړې هم پاتې نه وې. اګرچې ترهګري ټوله دنيا د ځان لپاره يو ناسور ګڼي. خو ولي د ترهګرۍ ختمولو لپاره کوم شريک لايحه عمل او موقف نشته. هر څوک په دې حواله د تاريخي عواملو برعکس په معروضي تناظر کي بحث کوي او اکثره وخت حالات د امريکې د خارجه پاليسۍ په سياق و سباق کي کتل کېږي. امريکه د يو سپر پاؤر په حېث د تر هګرۍ نه دومره نه شي اغېزمنه کېدې، څومره چي د نړۍ وروستو پاتې خطې ددې د خطرناکو نتايجو سره مخامخ ګرځي. ددې نه علاوه د القاعده او طالبانو نظرياتي او تنظيمي سېټ اپ د ترهګرۍ د بنياد ګڼلو په ځای ددې تاريخي، رياستي او سماجي عوامل په دې اړه ښه حقايق رابرسېره کولې شي. ځکه چي د ټولو مذهبي ترهګريو په پس منظر کي اوس هم رياستي ترهګرۍ فعاله ونډه لري. خصوصاً چي کله د افغانستان د مسئلې په تناظر کي د ترهګرۍ ذکر کېږي او يا په قبايلي سيمو او پښتونخوا کي نن کومه مذهبي انتهاءپسندي فعاليت کوي، نو ددې په پس منظر کي که د بنياد په توګه د پاکستان د رياستي ترهګرۍ ذکر ونه شي نو دا به د تاريخي حقايقو نه يوه څرګنده سرغړونه وي. د اوسنيو سياسي حالاتو په رڼا کي موږ په ښکاره وينو، چي کوم کار وړاندې د کيڼ لاسي سياست په ضد د جېلونو، اذيت خانو او ټارچر سېلونو په توسط تر سره کېدو هغه کار اوس د ځانمرګو نه اخلي. کټ مټ د ماضي د اپروچ په ډول نن هم د ځانمرګي ذهنيت په وړاندې يوازې کيڼ لاسی سياست نه زغمل کېږي او د جمهوري نهضتونو په ضد چي کوم سخت رد عمل هر وخت فوځي واکمنيو لرلی دی، هم هغه رد عمل نن مذهبي انتهاء پسند ورکوي. دا خو يوه بېخي څرګنده خبره ده چي مذهبي انتهاءپسندۍ هر وخت په فوځي واکمنيو کي پلنې شوې دي. په تېره بيا بدنام استخبارات په دې اړوند پراخه سابقه لري او د استبدادګرو د استخباراتو رول يوه داسې هنداره ده، چي ټولې سيمه ايزې خرمستۍ پکي ليدل کېدی شي. د ترهګرۍ ټوله دنيا مخالفت کوي. بالخصوص عوامي تحريکونه کله هم نه غواړي چي انسانيت دي په ترهګريو ولړل شي او نه مذهب چرته د تشدد او استبداد اجازت ورکوي. خو داسې هم نه ده، چي څوک د ترهګرۍ مخالفت کوي نو هغه به د امريکې ملګری وي او نه داسې ده، چي څوک د امريکې ملګرتيا نه کوي نو هغه به ترهګر شمېرل کېږي. د هرې سيمې خپل يو مخصوص خدوخال او لوازمات وي او هر څوک به هم ددې خدوخال او لوازماتو په تناظر کي خپلې تګلارې سنجوي. امريکه طاقتور ترين فېکټر دی او د طاقت د هر ډول استعمال مظاهره هم کوي. د طاقت موضوع يوه بېله خبره ده، خود ترهګرۍ خلاف د جنګ په حواله امريکه معيار نه شي ګرځېدی. ځکه چي زموږ د ترهګرۍ د بنياد لټولو لپاره شاته ځو او هلته د ترهګرۍ په پرورش کي د امريکې پراخه ونډه وينو. دترهګرۍ خلاف جنګ بايد د ټولنو د خپلو رويو، رواياتو او ضرورتونو تحت د ژوند په هر ډګر کي روان وي. د مثبت او منفي تر منځ د حدِ فاصل راکښلو حق د امريکې نه بلکې ددې سيمې د اوسېدونکو دی. ځکه چي دې سيمې له مجاهد نه تر ترهګر پورې د ټول عمل خطرناک نتايج زغملي دي. "تاسو به زموږ سره ياست او يا زموږ له دښمن سره. کومه دريمه لار نشته".د امريکې دا خبره د پاکستان غوندي ملکونو د حکمرانانو لپاره څه اهميت ضرور لري . ځکه چي له هغوی سره د امريکې خپلې رشتې او مناسبات دي. خو د سيمې خواريکښ او سوله غوښتونکي اولسونه پر کومه دريمه لار ضرور سوچ کوي. هغوي د امريکې او هم د ترهګرو په عينکو کي د مستقبل د خدوخال تعين نه شي کولی بلکې ددې لپاره خپل ترجيحات سنجوي او خپل سوچ و فکر په کار راوړي. دريمه لار هغه ده چي د امريکې نه وړاندې يې د ترهګريو په ضد مبارزې تر سره کړي وې. ددې په څنګ کي پکار ده چي د هغو ترهګريو څېړنه هم وشي، کومو ته چي په رياستي ډهانچو کي قانوني جواز ورکول شوی وي، د انسان د وينې د تويولو د جواز سره د اختلاف او مبارزې جواز په هر حال کي موجود دی، اولسونه خپل کلتور، تاريخ او روايات تر هر څه مقدس پاموي، ددې پامالول پخپله ترهګريو ته وده ورکوي. جنګونه څه ټوکې نه وي او نه دا څه اسانه مرحلې وي، ددې پای ته رسول زيات احتياط، سوچ او سنجيدګي غواړي. نړېوال او سيميز سياستونه له دېرشو کلونو داسې څه ايجادوي، چي د جنګ د پراختيا باعث ګرځي. هووارډ زين په خپل کتاب (Terrorism And War) کي ليکي " موږ اړ يو چي د ترهګرۍ تعريف پراخ کړو. داسې نه شي کېدی چي موږ به يوه ترهګري غندو او بله به تائيدو. موږ اړ يو چي داسې يو حالت ايجاد کړو، چي په نړۍ کي د دواړو ډولونو یعني فرقه ورانه او ریاستي ترهګرۍ په مقابل کي خلق په نړېواله سويه ودرېږي. ترهګري يوه نړېواله پديده ده. امريکايي اتباع د ترهګرۍ يوازيني قربانيان نه دي. تاسو له جرنلسټانو او سياست پوهانو نه د Globalism او د مارکېټونو د ازاد بهير په باب خبرې اورﺉ خو دوی د خلکو د نړېوال پېوستون په باب څه نه وايي. دوی هيڅکله دا نه وايي چي د نړۍ خلق هر چېرې چي دي زموږ وروڼه او خويندې دي او موږ بايد د ټولې نړۍ ماشومان د خپلو ماشومانو په څېر په پام کي ولرو". دنيا سره سورۍ ده، سرحدونه بې ارزښته دي، دوی وايي د ترهګرۍ خلاف جنګ هيڅ سرحد نه لري، ترهګر زموږ شريک دښمن دی، په شريکه به يې له منځه وړو. خو د نړۍ دا وحدت يو جنګي وحدت دی، د امن وحدت نشته. په نورو ټکو د انساني قدرِ مشترک پر بنسټ ولاړ انساني وحدت نشته خو اقتصادي وحدت د خپل ټول شدت سره قايم دی او هم دا د عالمګيريت راز دی.دا عالمګيريت په سينه کي زړه نه لري. درد به ورسره چرته وي؟ د دردونو نېستي ده ځکه نو په عالمي کساد بازاري کي يوازې د وينو ارزاني ليدل کېږي. زړونه او ذهنونه بې چينۍ او بې یقينۍ نيولي دي، موږ جنګ ځپلی نژاد د بم او ځانمرګي وېره شپه او ورځ د زړه نه چاپېره ګرځو. ښارونه پراخ شوي دي، ښارونه د ترقۍ او جديديت علامتونه وي. ژوند چي له ځنګلونو نه ښارونو ته راکډه شو، انسان دعوه وکړه، چي د بربريت نه تهذيب ته سفر وشو. خو نن خلق بېرته له ښارونو نه ځنګلونو ته کډه کوي، وايي په ځنګلونو کي د ښارونو په نسبت دا وخت زيات تهذيب دی. ځکه چي ښارونه د ترهګرو او جنګ پسندو په قبضه کي دي. هغوي هيڅ تهذيب نه مني. ترهګري د غلبې د نفسياتو نتيجه ده. پر کمزوري تېری کول، د پردۍ عقيدې څوک زير غوښتل، په نسل او قامي تفاخر و تکبر کي افراطيت ته هڅه کول، سياسي مخالفين په جبر ارامول، اقليتونه د اکثريتونو مفاداتو ته نذرانه کول، ذاتي سرمايې او دولتونه پلنول، د برداشت او روادارۍ رجحانات بايلل او د دليل نېستي غوړول هغه عوامل دي، چي ترهګري ترې ټوکېږي. طالبان او القاعده په ټوله دنيا کي خپل اسلامي امارت بزورِ شمشېر (ظاهراً) قايمول غواړي، په نورو ټکو په دنيا کي د اسلام غلبه غواړي. "اٹهو اور دنيا پر چها جاؤ". امريکه او ملګري يې ددې غلبې د مخنيوي لپاره په نړۍ کي د ترهګرۍ خلاف جنګ اعلانوي. په دې غلبه او ددې غلبې په مخنيوي کي خواريکښو اولسونو ته څومره الميې ورپه برخه کېږي. دا په خپله د ترهګرۍ تر سرليک لاندي راځي. بله مهمه نکته دا ده، چي د رياستي ترهګريو د مخنيوي لپاره ولي يو نړېوال پلان نه ترتيبېږي؟ او د محکومو قامونو سره روان جبر او ناروا ولي د ترهګرۍ خلاف جنګ برخه نه ګرځي؟ تالي څټی رياستونه خپل اولسونه اوږي ساتي، په محروميتونو کي يې ککړ ساتي، بې علمه او بې هنره يې ساتي. دا ډول اولسونه د هر مقصد لپاره په اسانه استعمالېدی شي. تهيوکرېټک رياستونه عوامو ته د جنت اسرې ورکوي او د دوزخ په ويره کي يې ښکېل ساتي. مذهب په سياست کي د بنسټیزې تيږي په حثيت شامل ساتي. په دې کي هر تصادم د کفر او اسلام تصادم شمېرل کېږي. خودکش حملې جنت ته د لنډې لارې ايستلو تر ټولو ښه ذريعه وي. طالبان او القاعده وايي چي له هغوي سره د خدای نصرت دی، ګټه د حق ده، خو که وبايلل شي هم، نو جنت خو مو دلاسه نه وځي. بُش به ويل چي د ترهګرۍ خلاف جنګ کي ورسره د خدای مرسته شامله وه. ځپلي او ربړېدلي اولسونه حيران دي، چي دا څنګه "خدای" دی، چي د طالبانو او القاعده هم ملګری دی او د بُش هم؟ داسې خو نه ده، چي ددې دواړه په ملګرتيا د خواريکښو او زيارکښو اولسونو وينې، اوښکې او خولې په خاورو لړي، هغوي د ژوند له سوکالۍ او خوږو محروموي، په مسلسل جنګ کي يې ښکېل ساتل غواړي او په هم دې توګه خپلې لويي اقتصادي لاس ته راوړني يقيني کوي؟ د ترهګرۍ په نفسياتو او هم د ترهګرۍ د مخنيوي په نفسياتو کي جذباتي او جارحانه عنصر شامل دی. عوام تر اوسه ددې په منطق او بنياد پوهېدلو ته نه دي پرېښودل شوي. موږ دا وايو چي سيميز اولسونه بايد خپلي خوښې ته پرېښول شي. که مو په رښتيا د فرقه ورانه او مذهبي ترهګريو مخنيوی مطلب وي، نو د رياستي ترهګريو مخه دي ونيول شي، رياستونه دي د نړېوالو ضابطو پابند کړل شي، د سرونو د تجارت لوبه دي پای ته ورسول شي، رښتيني عوامي سياسي تحريکونه دي سپورټ کړل شي او د فوځي واکمنيو سره ټولې انډيوالې دي ختمې کړل شي. د هر چا د سرحداتو خيال او د استقلال احترام کول پکار دی. په پاکستان او نورو ګاونډيو هيوادونو کي دي د ترهګريو د کلوننګ ليبارټريو ورانول جدي وپامول شي. په افغانستان کي چي اوس کومه نسبي ډيموکرېټکه فضاء رامنځته شوې ده، ددې درناوی او احترام دي وشي. کله چي ټولنيز نفسيات د جمهوري رويو په مرسته د ترهګرو خلاف تيار کړل شي، بيا مبارزه اسانه ګرځي. د ترهګرۍ خلاف روان اوسنی عمل د ترهګرو په ګټه تمامېږي. پر ودونو، کليو او کورونو بمباري عوامي نفسيات د ترهګرو مرستې ته تياروي. د جنګ په ځای د افغانستان د سول سوسايټي په بېرته جوړونه کي بايد ډېر کار وشي. افغانستان د نورو جنګونو متحمل نه شي کېدی، د نړۍ د دايمي امن لپاره ضروري ده، چي په افغانستان کي دي دايمي امن تامين کړل شي. د جنګونو لپاره جواز لټول اسان کار دی. خو د جنګونو د مخنيوی لپاره زمکني بنيادونه پېژندل ګران دي. د خاورې په نفسياتو او تاريخ پوهېدل زښت ضروري دي. د افغانستان د تاريخ او سياست خپل يو مزاج دی. دا مزاج په مختلفو دورونو کي کتل شوی او ازمويل شوی دی. دا مزاج څوک د ورور، ملګري او مرستيال په حېث قبلوي خو د يرغلګراو زوراور په حېث يې هرګز نه قبلوي. افغانستان په اسانه تر ولقې لاندې نه شي راتلی، دې هيواد د دنيا د لويو بلاګانو په منځ کي د خپل استقلال دفاع کړې ده. افغان هر څه کوي خو پر استقلال کمپرومايز نه کوي. هم دې نکتې ته بايد د هر چا پام وي. د نړۍ سياست په دو ډلو کي وېشلی ښکاري، يو هغه چي افغانان په مسلسل جنګي صورتحال کي ښکېل ساتل غواړي او بل د افغانانو د پارليماني سسټم مضبوطي او پرمخ بیول غواړي. د نړېوال سياست دې تفريق ته په پام سره افغانان د ترهګرۍ بنيادونه په ښه توګه سنجولی شي. د ترهګرۍ بنيادونه اوس هم د هغه چا په مرسته ودان دي، چا چي په افغانستان کي د Strategic Depth د قايمولو ارمان په زړه کي درلود. اوس هم ترهګري او هم د ترهګرۍ خلاف جنګ د هم دوي لپاره اقتصادي زېرمې پلنوي. په پښتونخوا کي ديو منظم پلان تحت ترهګري خورول کېږي، دا پلان بالکل پردی دی، پښتانه ددې لپاره په خپله ټولنه کي ګنجايش نه لري. ددې د مخنيوي لپاره دي د پښتنو د سيکولر قيادت مرسته يقيني کړل شي. پښتني ټولنه نه بلکې پاکستاني رياست د ترهګرو لپاره د محفوظ جنت په ډول خپله لمن پرانيستې لري. په نړېواله کچه د ترهګرو اتحاديه دي ماته کړل شي، د هغوي امدادونه او اجرتونه دي بند کړل شي، اسلحه ډيپوګان دي وران او د ژوند مرکزونه دي ودان کړل شي. بې روزګارو ته دي د روزګار زمينې مساعدې کړل شي، د لوږو او دربدريو خلاف دي جهاد وکړل شي. د محنت کشو او خواريکښو اولسونو د ترهګرۍ خلاف جنګ د سرمايه دارانه هوسونو، ذاتي ملکيتونو او دولتونو خلاف جنګ دی. ډوډۍ مهمه ده، امن او سوکالي مهمه ده. چرته چي جنګونه په اقتصادي تناظر کي روان وي، هلته کي امن هم په اقتصادي تناظر کي تامين کېدی شي. د هرې خاورې اقتصاد دي د هغې خاورې د اوسېدونکو حق وي. پر دې تېری ترهګري ده. د دې ترهګرۍ خلاف جنګ لازمي دی. موږ د هر ډول ترهګريو خلاف يو، موږ له ترهګريو پاک جهان غواړو، موږ دايمي امن او پُر سکون انسانيت غواړو. [email protected] - بېرته شاته