(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دایران اټومي بم ټکنالوژي

دویمه برخه) نيټه : 29-Nov-2009( جرمني) :سریزه په 1950ز کال کې د ایران پاچا محمدرضاشاه پهلوی له خوا دایران د اټومی پروګرام بنسټ کیښوول شو. نوموړی پروګرام د2003 زکال څخه راپدې خوا په ډېره چټکی سره مخ په وړاندې روان دی اوله دې کبله دسیمې هیوادونوته خوپه تېره بیا ګاونډیوهیوادونوته ډیرخطرګڼل کیږي . په ۱۹۵۸ زکال کې ایران دنړېوال اټومي انرژۍ سازمان (I.A.E.A.) غړی شواوپه ۱۹۶۸ زکال کې یې د اټومي وسلو د خپرولوبندیزتړون (NPT) لاسلیک کړ. دنوموړي سازمان د څارنې کمیسیون وايي چې همدااوس ایران د لږڅه یونیم ټن ( 1.4 tons) په ټیټه کچه بډای شوي ( 5% )یورانیوم زېرمې لري چې دنطنز Natanz په ښارکې ترمځکې لاندې خوندي ساتل شوې دي . دایران اټومي تأسیسات : د۲۰۰۹ زکال دسپټمبر میاشتې په یوویشتمه نیټه ،دایران چارواکودنړیوال اتومي انرژۍ سازمان IAEA ته خبرورکړچې دقم ‏ Qum ښارته نږدې دځمکې لاندې دیورانیوم دبډای کولو دویمه دستګاه په کاراچوي . تردې مهاله پورې دیورانیوم دغني کولولومړی مرکزیوازې داسفهان ولایت په ( نطنز Natans)‎ نومي ښارکې اعلان شوی وو. دقم ښار سل کیلومتره دتهران په جنوب کې پروت دی .په نوموړې دویم مرکز کې دیورانیوم دغني کولوپه موخه دلږڅه اوه زره غاز سنټریفوګونو centrifuges اودیوې ډیرې پرمختللې ټکنالوژۍ په مټ ګټه پورته کیږي . ۱- شکل : ۱- شکل : په لومړي شکل کې دایران اټومي پروګرام مرکزونه ښوول شوي دي . که چیرته ایران وغواړي نودراتلونکودووکالونوپه موده کې داټومي وسلودتولیدوړتیاترلاسه کولای شي . دیادولووړده چې په نړۍ کې ایران دیورانیوم مینرال په کانونو Uraninit یوډیر بډای هیواد ګڼل کیږي . دایران داټوم پروګرام مرکزونه په لاندې ډول دي : ۱- دڅېړنیز هستوي بټۍ مرکزونه : تهران ،تبریز، اراک ،اهواز، بوشهر ۲- اټومي تأسیسات : نطنز،اسفهان ،رمزر ۳- دیورانیوم کانونه : زغبند،یزد دامریکا،فرانسې ،جرمني اوانګلستان هیوادونو دایران دغه کړنلاره چې دقم په ښارګوټي کې دیورانیوم دغني کولوپټنځی لري د نړیوالومقرراتوڅخه سرغړونه وبلله اوایران یې په پټکاری تورن کړ. داځکه چې هرغړی هیوادمکلف دی چې لږترلږه شپږمیاشتې دمخه دنړېوال اټومي انرژۍ سازمان ته خبرورکړي چې دیورانیوم دبډای کولوکړنلاره په کاراچوي . بلخوادبېلګې په توګه په ۲۰۰۸ زکال دفبروري میاشتې په څلرویشتمه نیټه دایران لوی مذهبي مشر آیتولاه خومینی له خوا په ورځپاڼوکې داسې فتوا خپره شوه چې ګڼه داسلام په مذهب کې د اټومي وسلود زېرموساتل، داټومي وسلوکارول اوتولید منع دی . دایران داټومي انرژۍ سازمان مشرعلی اکبر صالحی , د سپټامبر میاشتې په 25 نیټه اعلان وکړ چې ددې نوې او دویمې دستګاه په مرسته سره کولای شوچې یورانیومU-235 په سل کې پینځه (5%) پورې بډای کړو. په نوموړې کچه بډای شوی یورانیوم یوازې په هستوي بټۍ کې دبریښنا دتولیدپه موخه کارول کیږي . دهستوي وسلو دجوړولوپه موخه لکه اټوم بم اړین ده چې دیورانیوم دوه سوه پینځه دیرش U-235 برخه په سل کې دنوي 90%څخه پورته وي . ۲-شکل : دایران اټومي پروګرام په ډاګه کوي چې د زرګونوڅرخیدونکو غاز سنټریفوګ Gas Centrifuge په مرسته په طبیعي یورانیوم کې دچاودیدونکي یورانیوم دوه سوه پینځه دیرش ایزوټوپ U-235 برخه تر درې په سل کې 3% بډای شي (1) . دایران اسفهان ولایت په ( نطنز Natans)‎ نومي ښارکې ترمځکې لاندې اوه زره (7000) غازسنتریفوګ دیورانیوم دوه سوه پینځه دیرش ایزوټوپ دغني کولوپه موخه کارکوي . دنطنز ښاردوه سوه پینځه ویشت کیلومتره واټن کې دتهران ښارپه جنوب شرقې برخه کې پروت دی (1) . په ایران کې لاندې پروژې په کاراچول شوې دي کوم چې په رسمي توګه اعلان شوې دي . داچې څومره په پټه کې ساتل شوې دي او کارکوي مالومه نه ده . ۱- څیړونکې هستوي بټۍ (دوه پروژې) ۲- دبریښنا دتولید په موخه ( یوزرمیګاواټ څلور هستوي بټۍ ) ۳- ددرندو اوبو هستوي بټۍ (یوه پروژه ) ۴- دیورانیوم دبډای کولوپه موخه (دوه پروژې) همدااوس فعالې دی اوترلسوپورې نورې هم په پام کې نیول شوې دي . ۵- دیورانیوم داستحصال اواستخراج کانونه (دوه پروژې) څېړونکې هستوي بټۍ (Research reactors) : یوه داسې هستوي بټۍ ده چې دبریښنا دتولیدلپاره نه کارول کیږي بلکې دبیالوژیکي ، کیمیاوي مرکباتو اوفزیکي موادودتحلیل ، تحقیق اوپلټنې په لاره کې ورڅخه ګټه پورته کیږی . بلخوا څرنګه چې څېړونکې هستوي بټۍ دنیوترونویوه پیاوړې سرچینه تشکیلوي نوله دې کبله په طبابت کې درادیواکټیوایزوټوپونو لکه کوبالټ Cobalt، تخنیسیومTechnetium ، یودیدJ-131 اونورودتولیدپه موخه ورڅخه ګټه اخیستل کیږي . دبیلګې په توګه کله چې د څېړونکې هستوي بټۍ سریع نیوترون n د کوبالټ نهه پینځوس 59Co اتوم هستې څخه جذب شي نو په پایله کې دنوموړي اتوم هسته دپخواپه پرتله درنده کیږي اودهیجان (Exitation) په حالت کې پریوځي . دغې کړنلارې ته نیوترون اکټیویشن (neutron activation of 59Co) ویل کیږي اوهستوي معادله یې په لنډ ډول داسې لیکلای شو: 59Co (n,60Co )60Ni : د نیوترون اکټیویشن په نوموړې کړنلاره کې دکوبالټ نهه پینځوس هسته59Co یونیوترون nځان ته رانیسي اوپه رادیواکټیو کوبالټ شپیته 60Co اوړي . په پایله کې کوبالټ شپیته 60Co دمنفي بیتا تجزې beta decay په کړنلاره سره په ثابت نیکل 60Ni تجزیه کیږي . دیوګرام کوبالټ شپیته رادیواکټیویټي 44 څلورڅلویښت تیرابیکاریل TBq دی اویا په بله ژبه یوولس سوه کیوري قیمت لري ( 1100 curies). یوبیکاریل (Becquere) : درادیواکټیویټي واحددی اوکله چې په یوه ثانیه کې یوه هسته تجزه شي نودتعریف له مخې نوموړي واحدته یوبیکاریل(1 Bq = 1 s-1) ویل کیږي . دکوبالټ شپیته دعمر نیمايي وخت لږڅه پینځه کاله دی . دکوبالټ ایزوټوپ دهستې څخه دوه ګاما وړانګې خپریږي چې انرژي یې په خپل وار سره 1.17 MeV او 1.33 MeV. میګاالکترون ولټ قیمت لري . دکوبالټ شپیته څخه دسرطان ناروغۍ ددرملنې په موخه ګټه پورته کیږي . همدارنګه تخنیسیوم ایزوټوپ په هستوي طب کې دناروغیودپيژندنې په موخه کارول کیږي . ددرندو اوبو هستوي بټۍ (Heavy water reactors): یوه داسې هستوي بټۍ ده چې دچټکونیوترونو دسرعت کمولوپه موخه. ددرندې اوبو ( دویتریوم اکسایدD2O) څخه کاراخیستل کیږي . هغه موادچې سریع نیوترونونه په حرارتي نیوترونواړوي دموډراتورپه نامه سره یادیږي (neutron moderator) . بلخوا ددرندې اوبوهایدروجن اتوم ته ددویتریوم Deuterium نوم ورکړشوی . ددرندې اوبو هایدروجن اتوم په هسته کې یونیوترون اویوپروتون لري . په داسې حال کې چې دسپکې اوبودهایدروجن اتوم (H2O ) په هسته کې یوازې یوپروتون شتون لري . دویتریوم ته دروندهایدروجن هم ویل کیږي . درندې اوبه دسپکې عادې اوبوپه پرتله لس په سل کې (10%)لوړکثافت لري .دویتریوم Deuterium دهایدروجن اتوم یوایزوټوپ دی . دپام وړ: که چېرته دایران هیوادوکولای شي چې په تخنیکي تړاودعادي اوبوڅخه (H2O ) سوچه درندې اوبه (deuterium oxide) په لوړه کچه تولیدکړي نوبیادیورانیوم دوه سوه پینځه دیرشU-235 چاودیدونکی ایزو ټوپ بډای کولوته اړتیانه لري ، داځکه چې دهستوي بټۍدسونګ موادو (Nuclear fuel) لپاره دیورانیوم دوه سوه پینځه دیرش په ځای دیورانیوم دوه سوه اته دیرشU-238 څخه هم ګټه پورته کولای شي . دسمندرپه طبیعي اوبوکې ددویتریوم اوسپک هایدروجن اتوم تناسب یوپه څلورزه پینځه سوه ټاکل شوی دی (1:4500 ) . په دې مانا چې دسمندرداوبوشل ملیونومالیکولوڅخه یومالیکول دروندهایدروجن تشکلیولوي . ( پای) (په درنښت) پوهنوال ډاکترنظر محمد سلطانزی ځدراڼ
1.www.iran-daily.com 2.de.wikipedia.org/wiki/Iranisches_Atomprogramm 3.en.wikipedia.org/wiki/Nuclear_program_of_Iran 4.www.nytimes.com - بېرته شاته