(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

جرګه

د ١٧٤٧ زيرديز کال د اکتوبر مياشت وه چې د افغان د بيلابيلو قومونو مشران دخپل مشر دټاکلو لپاره په شيرسرخ بابا زيارت کښې راټول شوى وو چې ددې موخې لپاره به هره ورځ دسحر نه ترماښامه دغه جرګه روانه وه چې هريو په دې فکر اوسوچ کښې ؤ چې بايد داسې يوکس ددې هيواد مشروټاکل شى. ترڅو د هيواد د عزت او لوړتيا ابرو او قومى جوړښت دساتنې اهليت ولرى. په دې اړه ټول قوم ديوسختې ازمائنې څخه تيريده او ټول مشران دجرګې ديوداسې سترې او مهمې ستونزې سره مخ وو چې کلونه کلونه ددوى ترمينځه ديوسوال په ډول ولاړ وو. دجرګې اتمه ورځ وه ددې جرګې دليدلو اواوريدلو لپاره دنورو خلقو په ډله کښې ديوښکلى قدوقامت څښتن هم ګډون درلوده چې د جرګې ټول کړه وړه په پوره پاملرنې او د ارزښمتنې ستونزې په ډول ليده او اوريده چې په دې مهال يوستر ولى الله شيخ صابرشاه راښکاره شو. چې دهغه په ښى لاس کښې دغنمو يووږے ؤ چې د راتلوسره ئې دغه وږے دنوموړى ځوان احمدخان په پګړۍ کښې وټومبه او خلقوته مخاطب شو. وې وئيل (( له نن څخه وروسته نوموړى ځوان ستاسو مشر اوباچا دی)) خلقو چې داخبره واوريده نوپه جرګه چوپتيا خوره شوه مګربياټولو لاسونه اوچت کړل اووې وئيل چې شکر دی چې پريکړه وشوهد ځوان احمدخان څخه بغير کوم يو ددې څوکۍ وړ وؤ اوټولو يوبل ته مبارک شه مبارک شه وئيل او د زړۀ له تله يې خوشحالى ښکاره کړه اودهغه ځوان احمدخان څخه احمدشان يعنى باچا جوړشو چې دهغه وروسته په تاريخ کښې په احمدشاه ابدالى اواحمدشاه درانى په نومونو شهرت لرى چې هغه ته د پانى پت فاتح خطاب هم کيږىدلته زما په دې واقعه باندې په دومره تفصيل سره خبره کولونه اصلى مقصد دپښتنو دپخوانى دور جرګه اهميت، طاقت اود قانون ښکاره کول وو چې نوموړى قوم دتاريخ په اوږدو کښې دهرستونزې دپيښيدو لپاره يوبهترينه لارټاکلې ده چې دکوڅو اوکورنيو دوړو وړو جګړونه نيولې دکلى اوقبيلى تر لويو اوسختوستونزو پورې په دې نيکه طريقه دحل کولو لار جرګه جوړه وى خو حجره او جرګه دواړه دپښتنو په اجتماعى ژوند، ادب اوکلتور رسم ورواج کښې لازم او ملزوم دى او ددواړو کردار مثبت دے همدالامل دى چې نن چرته دغه دواړه يوځائې شتون ولرى نوهلته دبد کاريو وژنو، غلا، شوکو، او ترهه ګريو پيښې دهغه ځايونو به پرتله کم وى چې چرته حجره او جرګه کم وى اويابلکل نه وى. د تاريخى څيړنو په حواله دجرګې دور د 2000 کالوڅخه زيات عمر لرى چې په په پښتنوکښې دلوئې جرګې دور دبودا مت په زمانه کښې هغه وخت پيل شو چې کشعانى باچا وغوښتل چې دبودا په مذهب کښې څه اصلاحاتو دراوستو دپاره دمشرانو څخه يو جرګه جوړه کړه چې پکښې پينځه سوه تنو ګډون درلودو دنننى افغانستان دخپلواکۍ اوشتون لامل هم لويه جرګه ده چې افغانان ئې پوره وړى اواحسان مند دى چې بيلګه ئې داحمدشاه ابدالى ټاکنه ده له هغې وروسته په ١٧٩٣ داحمدشاه ابدالى زوئى تيمورشاه دخپل پايتخت دانتقال لپاره دقندهار څخه کابل ته جرګه کينوله په ١٩١٦ کال کښې دامير حبيب الله په مهال دلمړى نړيوال جنګ کښې دافغانستان نه ګډون پريکړه هم جرګې وکړه همداراز په ١٩٢٢ کال کښې دغازى امان الله خان دحکومت په مهال لمړى قانون هم جرګې منظور کړوپه کم عمر کښې په وادۀ بنديز اوپه ښځو باندې دسړيو دپردى دنه کولو پريکړه په ١٩٢٨ چې په لغمان کښې راټوله شوې وه ) جرګې وکړه مګر په ١٩٣١ کښې نادر شاه خان لويه جرګه راوبلله چې په دې جرګه کښې ئې دغازى امان الله خان زياتره پريکړې منسوخې اعلان اوهم ئې غازى امان الله خان ديوخاين په نوم يادکړو. داسې نورې بيلګې هم شته چې دجرګې دوو په پښتنوکښې (دافغانانو په شمول) يواوږد تاريخ لرى اوټول ددې دمعنى او مفهوم څخه په ښه ډول خبر دىدپاکستان پښتانۀ په درې ځايونو کښې ويشل شوى دې چې په نوى دور کښې ددريو برخو (سرحد، بلوچستان، اوقبائيلى سيمې ) خلقو کښې دجرګې پخوانۍ لاره ورځ په ورځه بدليږى . چې ددې ستر او بنسټيز لاس په دې دريوبرخوکښې بيلابيل حکومتى شکل دے په ځانګړى ډول په قبائيلى سيموکښې چې دفاټا په نوم ياديږى هلته يوعدالتى نظام رائج دی .چې دادپاکستان دعدالتى نظام نه ديومخه بيل ډول عدالتى نظام دے چې دايف سى ار ( فرنټئير کرائمز ريکوليشن) په نامه مسلط شوے دے چې قبائيل اوسيدونکى دايوظالمانه اويواړخيزه نظام بولى اوهمداراز زمونږ دملک نور عدالتونه دبشرى حقوقو نړيوالې اوسيمه ايزه ډلې هم دايف سى ار قانون ته دغير انسانى نظام نوم ورکړ ےدے دويلونه مې اصل موخه داده چې دلته ديو هيواد پښتانۀ دبيل بيل قانون دسيورى لاندې ژوند کوى . چې ددې قانون ډير تاثير په جرګه باندې پريوتې دى چې نن زياتره دهيواد په ټولو محکموکښې رشوت او سپارښتنو خپل خپل کرامت اوهعجرې ښودلى دى او همداراز نن په ځينو سيموکښې جرګه مار په باقاعده ډول دخپل فيس غوښتنه کوى چې په ز ياتره سيموداسې پيښې ليدل شوى دى چې د دوو بيلا بيلو ډلو ترمينځه دمچلغې روپۍ ( هغه روپۍ چې دفريقينو نه دضمانت په ډول ئې په مينځ کښې کيښودل ترڅو دجرګې دپريکړه وروسته دهرې هغې خواڅخه چې دجرګې پريکړه نه منى دتاوان په ډول اخستل کيږى ) دجرګې دمشرانو لخوا په خپل منځ کښې تاله ترغه شوى . چې دنن اوپرون جرګې اوجرګه مارسره توپير لرى معنى چې پرونى جرګه مار ( سپين ږيرى) به داسې کسان وو چې نه يوازې به په خپل کلى بلکې په ټوله خواوشا سيمه کښې به دهغه دشرافت او ايماندارۍ ا ريښتينوالۍ، سپين وئيلو او منضفۍ نوم خور وو اوله دې سره سره به دسپين ږيرو دجرګې موخه اومقصد يوازې او يوازې دلوئى خدائې رضاسره خپل کلى او اولس ،قوم اوقبيلې دجنګ نفرت او ډله بازى اورنه لرې ساتل وو چې په خلقو کښې يووالى اتفاق او ورولى د دوى مقصد وو اوبسمګر نن زمونږ جرګې دژوند دنورو اړخونو په څير هم دمياشت تابع شوى دى چې له انتخاباتو کښې لمړى خلق په خپلو کښې سره جنګ جګړې کوى او وروسته بيادجرګو په ذريعه يوبل سره پخلا کوى دايونوې دووټ دحاصلولو لپاره دغه لويه سرته رسيږى چې اوس خلق داحال وګورى نو درحمان بابا غوندې نور خلق هم دپخوانيو خلقو ارمان کوى او وائى خدايه څه شول هغه ښکلى ښکلى خلق په ظاهره په باطن سپين سپيڅلى خلق ځکه چې نن سبا دزياتره جرګه ماره او جرګه کوونکو اړيکې يادکومې سياسى ډلې ټپلې سره وى اويائې دبدکاره ،بدمعاش ډلې سره وى چې بيا له داسې خلقو نه زمونږ عوام څه چې زياتره لويان هم ويره خورى چې که ددې خبره ونه منل شى کيدے شى دوى ته کوم ستر مالى اوياځانى تاوان وروانه ړوى همدا لامل دى چې په زياتره جرګو کښې مونږ ته جرايم پيشه خلق په نظر راځى اوداسې کسانو زيات عزت اواحترام هم کيږى چې دچاپه لاس کښې کلاشنکوف اوپه څهره کښې دبدمعاشۍ رنګ ځليږى چې داخلق زياتره جرګې اوپريکړې دګټلو په نيت په ټيکه اخلى چې وائى به په څوورځوکښې دننه دننه نوموړى جرګه ده په ګټه داڅرخوى مګر دويم اړخ په جرګه کښې داسې خلق ليدل کيږى چې دهغوى هدف محض دخدائى رضاحاصلول وى اوپه دې لاره دخلقو پريکړې کول وى چې په هغه کښې دهغه نه کومه سياسى اويانه کومه مادى ګټه نغښتى وى بلکې يوازې داغواړى چې خپل مظلو اولس ئې دبې ځايه کړاو اوبدبختيو نه خلاصون ومومى اود بې ځايه کړاوپه ځائې زياتره ستونزې په کورکښې دننه حل شى ځکه چې په جرګې کښې دهرې ستونزې لپاره يو وړلاره پرته وى ترڅوزمونږ ستونزې زمونږ له کورنه بيرون ونه وځى او خبره دمحکمې اووکيل تر دروازې ونه رسيږى . داچې زمونږ په هرکلى ،هرښارکښې جرګه ديو اسمبلۍ حيثيت لرى اوهمداراز د زده کړې اوپوهه يوپوهنتون هم دے چې په دې کښې نه دچا رشوت چليږى اونه دچا سپارښتنه او نه دبدبه په جرګه کښې ټول هغه کسان حق لرى چې کښينى چې دجرګې په ټولوقوانينو اولارو چارو باندې پوره پوهه وى اوپه خپل ځائې باندې دخبرې کولو په سليقه اواداب اګاه وى زياتره جرګې په زيارتونو، دلويو خانانو په حجرو، کښې سرته رسيږى مګر دجرګې دناستې تاريخ ځائې دکلى څخه دباندې خلاص اولوئى ميدان وى چې دلته دجرګې ټول مشران ديوې ګردې په ډول سره کښينى چې په لاس کښې ئې وړې وړې ګټکۍ زيرمه جوړه کړى وى اوپه خپل مخ کښې ددې ګټکيو نه يومنار جوړوى که چرته جرګه ناکام شى نو بيادغه څلى ورانوى اوکه جرګه بريالى شى نودغه څلى همداسې پريږدى چې دڅلې ورانول په دې ورځ دجرګې دناکامۍ اودڅلې پريښودل دجرګې دبرياليتوب معنى ورکوى او همداراز ديوکردۍ په ډول دټولو سپين ږيرو ناسته دمعنى ورکوى چې د يوبل ته په عزت اواحترام قابل دى اوهيڅ يو ته بل باندې کوم وړتيا نشته اونه دنسب قوم له مخې په يوبل باندې برترى لرى بلکې ټول سره يوبرابر دى چې هريوته دخپلې خبرې اومشورې دښکاره کولو پوره حق اواختيار دے چې خپله خبره په يوځانګړى سليقه اوتګلاره دجرګې ګډون کوونکو سره شريکه کړى ځکه چې په جرګه باندې ديوځانګړى کس ياډلې واک اوتسلط نشته چې يوازې هريوته دوئيلو اوپريکړې کولوحق حاصل دے اوبس دبل څۀ حق ورته نشته ( اودبل چا دخبرې سره به په خپل زور اوبې منطقه مخالفت هم نه کوى اونه به خپله خبره په بل باندې په زور تحميل او منى بلکې هرڅه به د دلائيلو اوقناعت په نسبت ترسره کيږى اوديوبل دلائيلو او خبروته به غوږ نيسى) نه په دې پورته دلائيلو جرګه دپښتنو دجمهوريت يوستره نښه ده چې په دې کښې زياتره کسان خپلې خبرې په پوره مهارت ،متلونو راوړلو اوتکلونو سره داسې پيل کوى چې دټولې جرګې مخ خپل ځان خواته راګرځوى چې داسې اشخاص په جرګو ترټولو پوهه او هوښيار کسان بلل کيږى.دجرګې پريکړه سمه اوتولوته دمنظور وړوى ددې هيڅ امکان نشته چې څوک دجرګې دپريکړې نه مخ وګرځوى اوياپکښې چون چراوکړى دجرګې دنه منلو اوياپه هغې داعتراض خوهيڅ سوال نه پيدا کيږى اونه څوک دغه پريکړه بل ځائې ته وړلے شى دهرځائې ،هرکورنۍ، قبيلې او قوم دستونزو مکمل دبهترين حل ښه کړنلاره جرګه ده په دې شرط چې په جرګه کښې ګډ مشران دخپلو ذاتى ګټو ،فشار، خودغرضى خپل پرورۍ خپلې خوښې اوناخوښې نه ځان وساتى اويوازې دخدائې رضا اودخلقو دخدمت دجذبې اواخلاص لاندې جرګه سرته ورسوى .بايد مونږ ددې زيات پرمختګ لپاره کوشش وکړو اونړۍ ته داوښايو چې مونږد يوداسې دودڅښتنان يواوله مونږسره يوداسې دور اواسمبلۍ موجوده ده چې دکوم په واسطه مونږ دنورو خلق دهغه ړانده قوانينو نه چې دخلقو وينې څښى ساتلى شودپښتنو په ژوند کښې دپخوا راسې حجره او جرګه ديواسمبلۍ او محکمې حيثيت لرلوعمده لامل دلارې چې دجرګې هره پريکړه په انصاف ولاړه وى اودادپښتنو لپاره ديوقانون حيثيت لرى اوکه څوک دجرګې دپريکړونه سرغړاوى وکړى نو هغه ته ملامت وائى . چې دپړکلمه دهغه لپاره ديوپيغور نوم دے چې ديوپښتون لخوا بل ته استعماليږى همداراز يوبل ستر دور ننواتې دے چې دجرګې ضمنى شکل دے چې په خپل کارملامتيا ياپښيمانتيا ښودل دى چې داهم دپښتنو يو پخوانے دود دے چې ننواتې هم په خپل ځان کښې يومنل شوے قانون دے چې دننواتې په واسطه سترې سترې ګناهګانې اوتيروتنې لکه وژنه اوغلاوى هم بخښل کيږى چې دننواتې ورتلو په مهال دځان سره پسر اويا اوزګوړى وړى کله چې دمخالف خواڅخه ننواتې ومنل شوې نوبياهمدا پسه يااوزګوړى هلته حلالوى اوپه يوځائې ئې سره په يودسترخوان خورى (چې دابيرته دسره د دوستۍ دپيل په معنى دى يعنى پښتانۀ خپل دسترخوان ته په ډير دروند نظر ګورى اوهغه چاسره په يودسترخوان کښينى چې په زړۀ کښې ورته څه نه لرى)اوکه چرته ښځينه طبقه چاته په ننواتې ځى نو هغه په خپل سرباندې قران کريم ور وړى چې په پښتو لنډيوکښې ددې يادونه شوې يوپښتنه پيغله په خپله يوه لنډۍ کښې وائى سرمې سرتور قران په لاس کښې دمـــــرور يار ننواتې لــــــه ورځمه همداراز دوژنې په موضوع اوياډير کمزورۍ له مخې په ننواتې کوچنې ماشوم دمقابل اړخ په پښو ورغورځوى که چرته کوم څوک دچاننواتې ته ورشى اوهغه ئې ننواتې ونه منى نوهغه کبر اوکس ته کبرجن وئيل کيږى چې داهم دافغانانو دکلتور اوقانون نه سرغړاوى دے همداراز تيږه ايښودل هم دافغانانو يوستر دور اوقانون دے چې د دوه مخالف ډلو ترمينځه دسلحى اوجنګ بندې اودامن يوستره نخښه ده تيږه هغه وخت ايښودل کيږى چې ددوو ښکيلو خواو ترمينځه خبره زور واخلى اودمرګ تر بريده ورسيږى نوپه دې وخت کښې دجرګې مشران اوسپين ږيرى ددې جنګ اوفساد دمخ نيوى لپاره د دواړو ډلوترمينځه تيږه ږدى اوددې دتيږو دماتولو لپاره يوستره او درنه ناغه ږدى چې ناغه هم دافغانانو يوستر دور دے چې ترڅو يودې ددې دواړو ډلونه څوک دتيږى دماتولو کوشش ونه کړى که څوک تيږه ماته کړى يائى سرغړاوى وکړى نوبياترې نه سپين ږيرى ايښودل شول ناغه اخلى چې تيږه دسرحد په سيمه کښې دډزبندۍ په معنى ده چې دغزل بابا حمزه شينوارى په خپل يوشعر کښې وائى اخــر بــــــه تيږه کړى زمااودرقيب ماته ته کله کله ورسره چې جنګوى سترګې . - بېرته شاته