(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

هميش خليل يوه ګرځنده اکاډمى

هميش خليل دپښتو دننى ادب يو وتلی ، ښاغلی ، سپيڅلی او پيژندلی نوم دی ، پوره نيمه پيړۍ نوموړی دپښتو ادب په څيړنه او ځيرنه (تحقيق) ، تنقيد او تنفيد بوخت دی په تازه ځوانۍ کښې ئې خپله توده او تنده وينه نۀ يوازې دپښتو معاصر ادب باغ وبڼ ته ورکړه بلکې پخپله وينه ئې دپښتو دکلاسک ادب زمانو وهلی بڼ هم سمسور او هم ښيرازه کړو او نۀ يوازې دپښتو ادب دودې او پرمختګ دپاره ئې قلم وخوځولو بلکې دپښتو دازادۍ، ابادۍ او سوکالۍ دپاره ئې خپلو لاسونو کښې هتکړۍ هم وشړنګولې او دبيلا بيلو زندانونو دتورو تمبو شاته ئې شپې ورځې تيرې کړې، هميش خليل هغه ملى هستى ده چې اجتماعى ، سياسى او ادبى شعور ئې تر خپل طبعى وخت ډير وړاندې ويښ شوی ، وده کړې او خپلې ژبې ته ئې ارزښتنائى بخښنې کړيدى او دخپل اولس په مخه کښې ئې مخلصانه سرښندنې او فداکارۍ کړيدى. هميش خليل په کال 1930 کښې داپريل په يوولسمه نيټه برتاکال کښې دانځر ګل په کور کښې سترګې پرانستې ، په خټه دپښتنو دمشهورې قبيلې مومندو مرزاخيل دی، دخپل کلى نه دپرائمرى جماعت پاس کولو نه پس اسلاميه کالجيټ سکول نه لسم فارغ شو او بيا دولسم ئې داسلاميه کالج نه مکمل کړو. وروستو ئې دپرائيويټ طالب علم په توګه ګريجويشن او پښتو کښې انرز سندونه ترلاسه کړل. وړومبی ملازمت ئې دکوارپريټو سوسائټۍ په دفتر کښې تر لاسه کړو خو خوند ئې ور نۀ کړواو وروستو پاکستان ائر فورس کښ دکلرک په حيث نوکر شو. چې دغه ورځو کښې ئې سياسى غونډو کښې هم ګډون شروع کړو چې حکوومت دسياسى خيالاتو او قامى شاعرۍ په وجه په کال 1953 کښې پخپل دفتر کښې ونيولو او دنخقۍ په تاڼه کښې ئې درې مياشتې بند تير کړو. خو حکومت دی کله معاف کولو او څه ناڅه بهانه به ئې ورته جوړه کړه او بيا به ګرفتار شو. په کال 1955 کښې يو ځل بيا دحکومت ميلمه شو او نيغ شاهى قلعې لاهور ته واستول شو. په کال 1958 کښې چې کله په پاکستان کښې وړومبۍ مارشل لاء ولګيدله نو هميش خليل دنورو قام پرستو او مترقى ليکوالو ، شاعرانو او سياستمدارو سره په 16 اکتوبر 1958 کښې ګرفتار کړی شو او يو ځل بيا دلاهور شاهى قلعې ته منتقل کړی شو، چې په کال 1959 فرورۍ کښې دکاکاجى صنوبر حسين سره يو ځائې راخلاص شو. کله چې په 1961 باچاخان دفوځى دکتاتورۍ خلاف مبارزه اعلان کړه نو هميش خلل يو ځل بيا دځينې نورو ادبى ملګرو سره دمئ په مياشت کښې ونيول شو او دا ځل ئې دبلوچستان مچ خيل ته واستولو او ددغې ګرفتارۍ نه پس ئې مختلفو جيلونو کښې دزندان سختې ورځې شپې تيرې کړې او د1963 په نومبر کښې ازاد کړی شو. هميش خليل په 1969 کښې وادۀ وکړو خو 1974 کښې دملک دداخلى انتشار اوګډوډۍ په وجه هميش خليل يو ځل بيا دجولائى په مياشت کښې ګرفتار شو او دهرى پور جيل ته واستول شو خو حکومت ته ددۀ خلاف هيڅ ثبوت په لاس ورنغلو او 1975 کښې ئې پريښودو، هميش خليل دپښتو ادب پرمختګ ته خوشبينه دی او وائى چې پښتو ادب کښې دترقۍ دور د1950 نه پس شروع شوی دی او حقيقت دا دی چې نن پاکستان کښې داردو ژبې نه پس دپښتو ژبې خدمت په دويم نمبر دی خو يوه خبره بايد چې دې لړ کښې ووشى هغه دا ده چې ادب کښې زيات رجحان شعر طرفته دی. هر څو کۀ نثر لکه سفرنامې، رپورتاژ، ناول او افسانې کښې څه لږ ډير کار هم شويدی خو تنقيد او څيړنه کښې دزيات کار ضرورت دی. ا و بايد نوى ناقدان هر اړخيزه څيړنه وکړى. زۀ چې د1950 نه پس دادب دپرمختګ کومه خبره کوم نو مطلب مې دا وى چې تر دغې وخته ادب صرف شاعرۍ ته وئيل کيدل خو وروستو نثر هم شامل شو او يقيناً چې دا دمايوسۍ نخښه نۀ ده. هميش خليل وائى چې شپيتۀ کاله وړاندې افغانستان کښې دپښتو خدمت ډير زيات شويدی ، هاغه وخت هلته بادشاهى وه او دشاعرانو کتابونه به حکومت چاپول -دغه ورځو کښې دلته شاعرانو خپله نوړۍ چوکوله او دخپل جيب نه به ئې کتاب چاپ کړو. چې هغې کښې نۀ يوازې شاعرى وه بلکې نثر هم په ګڼ شمير کښې چا پ شو خو ولې افغانستان کښې نثر او بيا په خصوصيت سره تنقيد هيڅ وده ونۀ موندله چې دليل ئې دا وؤ چې حکومت به تنقيد نۀ برداشت کولو او ليکوالو دومره وسيلې نۀ لرلې چې پخپله خرچه ئې چاپ کړى، او کۀ دا وخت وګورو نو دغه پابندى اوس هم هلته په څه ناڅه شکل کښې موجوده ده ولې ددې ځائې پښتنو ته پوره ازادى ده چې څه چاپ کول غواړى کولې ئې شى . دافغانستان او پاکستان داړيکو متعلق هميش خليل وائى چې داړيکو ذريعې دوه دى يو اولسى اړيکې او بل حکومتى تعلقات، کۀ وکتل شى نو دافغانستان او پاکستان پښتانۀ خپلو کښې هيڅ دښمنى نۀ لرى دوى په اسانه ديو بل سره تعلقات جوړ کړيدى خو ولې په سرکارى کچ داسې تعلقات نۀ ليدل کيږى نو ځکه بايد دواړه هيوادونه دې ته چمتو شى چې خپلو ددوستۍ تعلقاتو ته وده ورکړى. ځکه چې دښمنۍ کښې ددواړو تاوان دی. او ددښمنۍ په صورت کښې به په دفاع خرچه سيوا کيږى او دترقۍ دپاره به پيسې لږې پاتې شى. هميش خليل سيمه کښې دموجوده سياست نه زړۀ بدی دی او وائى چې مخلص سياست بيل څيز دی. متاسفانه چې زمونږ هيوادونو کښې فقط دخپل ځانى غرض سياست روان دی. دسياسى ګوندونو پروګرام يو رنګ ليکل شوی وى خو عمل پرې بل شان کيږى. دپښتنو دحقوقو په نوم سياست کوونکو تر دې وخته پښتو ژبې دپاره څه وکړل؟ باوجود ددې نه چې څو ځل ئې دصوبې دحکومت وا ګې واخستې- دپاکستان دجوړښت سره سم چې دصوبه سرحد کوم حکومت جوړ شو هغوى پښتو ژبې دپاره ډير کار کړی دی خو ولې وروستو کۀ څوک په هر نوم راغلى دى دپښتو او پښتنو دپاره ئې هيڅ نۀ دى کړى. دافغانستان دموجوده صورتحال پحقله هميش خليل وائى چې کله روسيانو په افغانستان يرغل وکړو نو افغانانو جهاد پيل کړو او داهم حقيقت دی چې امريکا به ورسره کومک کولو، خو هاغه وخت دافغانانو مجبورى وه چې دامريکا مدد قبول کړى ځکه چې دوى دخپل ټاټوبى دازادۍ دپاره داسې کړى وؤ خو دبده مرغه کله چې روسيان دافغانستان نه ووتل نو دوى خپلو کښې سره په جګړه شول او افغانستان ئې داسې تباه کړو چې روسيانو هم دومره نۀ وؤ تباه کړی. او حالات داسې جوړ شول چې امريکايان راغلل- زۀ خپل ځانى ددې خبرې مرستيال يم چې افغانستان کښې خارجى قواوې تر هاغه وخته پورې پاتې شى تر څو چې افغانستان کښې امنيت نۀ وى تامين شوی، بيا به افغانان خپله فيصله وکړى چې خارجى قواوې دې نورې واپس شى ځکه چې دا وخت کۀ خارجى قواوې دافغانستان نه ووتلې نو هلته به دامن ضمانت څوک ورکوى. البته خارجى قواوې دې خپل عمليات دافغانستان پورې محدود وساتى. پښتو ژبې او ادب ته دخدماتو په اعتراف صدارتى ايوارډ اخستونکی هميش خليل وائى چې نن په روايتى طريقو دادب او ژبې خدمت شکل دی او دنړۍ نور ويښ قامونه لګيا دى دټولو وسائلو نه استفاده کوى، بايد چې پښتانه هم دورځپاڼو او مجلو سره سره په ريډيو، ټى وى او انټر نيټ هم نظر واچوى. په اليکټرونى ميډيا چې کوم ادبى پروګرامونه خپريږى دهغې نه ټول وګړى خوند اخلى، او دې کښې شک نشته چې نوى ريډيو ګانو او ټى وى چينلونو ډير خدمت کړی دی خو د پښتنو دټولنيز ژوند عکاسى چې دوى په کومه طريقه کوى هغه دحقيقفت نه لرې دی ځکه چې دپښتنو په ډرامو او موسيقۍ کښې کوم لباس يا ژبه ښودل کيږى هغه دپښتنو نۀ دى، دپښتنو په کومه علاقه کښې ښځه هجرې کښې دسړو سره ناسته کوى؟ دعمر يوه لويه برخه ادب ته وقف کوونکی هميش خليل دمستقبل پحقله وائى چې ما تر دې وخته څوارلس ديوانونه راپيدا کړى دى او مقدمې مې پرې ليکلى دى او راروانو وختونو کښې فولکلور يعنى اولسى ادب ته خيال لرم چې په دې څه کار وکړم، لږې ورځې مخکښې مې په ((چاربيته)) کارمکمل کړو او په دې مقدمه کښې مې 86 دپښتو ژبې هاغه شاعران وښودل چې چاربيتې کښې خصوصيت لرى، او دهاغه کسانو خبره مې باطله ثابت کړه کوم چې وائى چې دپښتو ژبې نه به چاربيته ډير زر ختمه شى. پښتو اکيډيمى په دغه څيړنه کار روان کړی دی او دچاپ په مرحلو کښې دی فکر کووم چې دغه کار به په دوه يا درې جلدو کښې رامنځته شى. په دې اړه کۀ دپيښور پوهنتون دپښتو اکيډيمۍ خبره وشى نو بې ځايه به نۀ وى. کله چې دافغانستان بادشاهانو په پاکستان تورونه لګول چې صوبه سرحد کښې پښتانۀ جيلونو کښې بند دى او دپښتو ژبې دپاره هيڅ خدمت په نظر نۀ راځى. نو ددغې تورونو په ځواب کښې ددې ځائې حکمرانانو دپښتو اکيډيمۍ دسردار عبدالرشيد په هڅو جوړه کړه. مولانا عبدالقادر چې يو ډيپلوماټ وؤ ددې اکيډيمۍ وړومبی ډائريکټر مقرر شو. هغۀ خپل فرض په ايماندارۍ پوره کړی دی او بې شميره قلمى نسخې ئې راجمع کړيدى. دبده مرغه وروستو دبجټ دکموت له کبله او ډائريکټر دعدم دلچسپۍ په وجه هاغه کار پښتو اکيډمۍ کښې ونۀ شو. دکوم هيله چې کيده خو دا وخت داکيډمۍ ډائريکټرې ميرمن سلمى شاهين نه يو ځل بيا داطمعه پيدا شوې ده چې دا به دغه اداره يو مقام ته ورسوى ځکه چې تيرو دوؤ کالو کښې دې د اکيډيمۍ کتابخانه کمپيوټرائزډ کړې ده او کتابخانې کښې ئې ائر کنډيشن هم لګولی دی. بلخوا سلمى شاهين داکيډمۍ دپراخه کولو دپاره نوره زمکه هم ترلاسه کړې ده او پروګرام دا دی چې دغه ځائې به يوه لويه زيرزمينى کتابخانه او ميوزيم جوړ کړی شى- هميش خليل ناول کښې دشيرزمان طائزى او طاهر اپريدى دکار نه زيات متاثر دی، مزاحمتى شاعرۍ کښې دولى محمد طوفان او سليم راز نومونه اخلى دتحقيق په ميدان کښې ددوست محمد کامل او عبدالحئ حبيبى دزيار ستائنه کوى او رومانى شاعرۍ کښې دسيف الرحمان سليم، ډاکټر اسرار ، قلندر مومند، صاحبزاده فيضى او درويش درانى کلامونه خوښوى، دهميش خليل دټولو نه خوښ خوراک دپالک ساګ او سره کړې غوښه ده خو تور بانجان ئې دټولو نه بد راځى، دغه رنګ وريژې خوراک سره هم علاقه نۀ لرى. دهميش خليل چاپى مواد دهميش خليل دهاغې مضامينو مقدمو او اخبارى کالمونو شمير دسلګونو نه هم اوړى کوم چې په مختلفو ورځپاڼو او مجلو کښې چاپ شويدى خو دلته فقط دهاغې کتابونو ذکر کوؤ کوم چې په باقاعده توګه کتابى شکل کښې چاپ دى. تحقيق وترتيب ديوان بيدل 1957 ديوان معزالله خان مو مند 1958 ديوان اشرف خان هجرى 1958 ديوان سعيد 1958 ديوان حسين 1958 ديوان مرزا خان انصارى 1959 ديوان قنبر على خان 1960 ديوان کاظم خان شيدا 1965 ديوان عبدالقادر خان خټک1967 ديوان رحمت دا وى 1980 قصه شاه وګدا1957 ديوان فدا 1957 دغرۀ ګلونه 1957 کاکاجى صنوبر حسين 1991 خمخانه يثرب1986 دفکرونو ډيوې 1993 بازنامه (افضل خان خټکِ)1994 ديوان اشرف خان هجرى (فاسى) 1994 خوشحاليات اخلاقنامه1981 فراق نامه1983 طب نامه 1984 بازنامه 1985 سوات نامه1986 نام حق1994 تاليفات داباسين چپې 1957 پښتانۀ ليکوال1958 ورکه خزانه (اول ټوک)1960 ورکه خزانه (دويم ټوک)1960 نصرالله خان نصر1966 محمد ګل خان مومند1995 تصنيفات نغمه زار1948 زما سندرې1973 خاپونه او خيالونه1993 چارګل1973 پنجابىژبه او ادب1982 قامىترانې1965 بازګشت تنقيد او تحقيق تول پارسنګ 1993 حقيقت دا دی 1998 ماشومانو دپاره دوه شپانۀ 1959 ګوارچى1959 دنيکۍ بدله1959 خدائې روزى رسان دی1959 مومن خان شيرنۍ1959 ادم خان درخانۍ 1959 لوبې1982 حضرت عثمان ذوالنورين(رض)1995 دقلم خاوندان 1999 دطالب شاه ديوان 2006 Hamish Khalil By: Mia Farooq Feraq and Madasershah 27.July.2007 - بېرته شاته