(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتنو دیوالی د ورځی دغونډی او جشن په هکله

لیک: ډاکتر مقیم ساپی

حمزه بابا ویلی : څو چې راغونډ پۀ يو مرکز يې نۀ کړم هرې تپې ته د جرګو سره ځم د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند کاري کمیسون ته ترټولود مخه دپښتنو ټولنیز ولسولیز(عامی؟) کمیسیون نیک اوملی آرزښمند عمل او ډیرپرځایه اراده چه هغه باید شاید د(لوی-۵۰ ملیونی آفغان ؟) دطبیعی یووالی او یو مټیتوب ښکارندوی وی چی په هغه کی په رښتیا سره دلراوبرپښتنون ونډه او همیشګی رول ډیر مزبوته- ځلانده او حتمی دی په ډیر ښه او مناسب وخت او زمان کی رامینځ شوی ده چی په رښتیا سره هم دپښتنو په ویاړلی شتون اوتاریخی ژوند باندی ملنډی او لاس تیری روانی دی نو ددی قهرمان قوم اود هغه په پښوولاړو اوبا پاسه خلکو ته د ښه خدمت او دهغه د طبیعی یو والی لپاره یی بڼستیزه او زړه وره قانونی مبارزه روانه کړی ده زه او ځما ملګری دا نیک مرغه آغازتا سوته او دستاسو په واسطه ستاسو ټولو غړو او ډیر نژدی همفکره اوتجربه شوی همکارانو هریو محترم انجینر صاحبانو سید حسن پاچا او حبیب رسول ته په خاصه توګه چه یو بل ښه پیژنو او همدارنګه د آفغنی لوی او پراخه وطن او ټولو هیوادوالو ته چی د جیلم نه ترجیحونه پروت دی دزړه له کومی مبارکی وایو او خپلملاتړ ځرګنده وو! اوډیر هیله مند یم چه دستاسو دا نیک مرغه ملی ارزښمند عمل دستاسو پوره عملی تجربه اوآفغانی ټولنی خاصتا د پښتنب تاریخی ټبارعمیق شناخت په رڼا کی دلوی او ارزښناک ملی پاسون او بیداری پیل وی داځکه چه دلوی آفغان ملی طبیعی آرایښت(جوړښت) - حقیقتی (فیزیکی ) طبیعیت - عینی تاریخ اوپخپله دآفغانی ویاړلی عینیت تاریخی پدیده اود هغه خاصه معنی او آهمیت پدی خدا داد خاص فیزیکی جغرافیا ( جیوپالتیک -ستراتیژک) موقعیت - تاریخی کثیرملیتی فرهنګی آرزشتونه - انسانی او طبیعی شتمنی- غنا اوسر شاره ثروتونه خاصتا ملی دوداو دستور اودویاړه ډک عالی آفغانی فرهنګ چه دآزادی خواهی- عدالت - مساوات - ننګ او ناموس - آفغانی خاص اونه ماتیدونکی ملی جزباتو اوکلکی دین پرستی اواسلامی فرهنګ په ستنوولاړدی لاتراوسه پوری دیوجامع عینی علمی - تحلیلی څیړنی دکمبود په خا‌‌طرهغه ټول تابناکه واقعیت -پټ او برملا رازونه -وصیتونه اولاسته راوړنی چه زمونږنیکینواو پلارونو مونږته په میراث راپریښی دی زمونږد ځوان او قهرمان نسل دسترګو څخه پټ اومرموز پاتی دی چه بدبختانه د تاریخ په آوږدوکی دروزګارتند او بی باکه بادونواود مثلثی آمپراطوری ګانو دنارواجفا ګانو - لاس وهنی او ښکاره دښمنی په آثرهغه نورهم اوډیرسخت آغیزمن اوکم رنګه شوی دی چه بیابیا کتنی او ډیرژوراوعمیق غور اوپخه ټولنیزه باورمندی او ملی اراده غواړی اوکه نه دا ځل به دپارس د آخوندانو او دجټ پنجابیانو په ذریعه دهغوی ولاسته ورغلی سلاح په زور( دآفغانی جهاد درواغجن او کاذب ملاتړی؟) په بهانه چه حقیقت کی سیاسی بهره ګیری اودنقدی ډالری ګټو- دتاریاکو او نظامی وسلو تجارت دی چه دهغه په واسطه خپلی آردوګانی اواستخباراتی شبکی تجهیزوی اویاهم هغوی ته آتومی بمونوبټی جوړوی تر سوچه لراوبرواړه او ضعیف ملتونه وډاروی اوخپل دغرضه ډک سیاست ته یی راواړوی او پدی شکل اورونق آفغانی عزمت اومملکت داری له بیخه د مینځه بوځی او که ونشی کولای نو هرو مرو ضعیف او ناتوانه وساتیی ولی هغه خو په خوله نه آخلی بلکه دهمدغو ګټو دپټولواو خپل ستراتیژیکوآهدافو درسیدو لپاره د دوی رسمی استخباراتی شبکی او سیاست وال په مونږ کی ملی نفاق تخمونه شیندی- شک اوتردید اونارضیتیو ته لمنه وهی خاصتا ټول پښتانه د آلقایده او طالبانی په تورتجرید او ریشخندوی تر سو د آفغانی ریښتینی طبیعی یووالی ته زیان ورسوی او ځینی شاکی واړه قومونه له مرکزه نه دتښتی لپاره هځه وی چه په هغه کی دډیورنددغیرطبیعی اوغیرعادلانه کرښی معامله چه ځه کم اوزیاد پنځوس ملیونه آفغانان (پښتانه اوبلوچو په شمول ؟) تاریخی سرنوشت پکی نغښتی دی په ډیر قوت سره روانه ده او ددی لپاره چه همدا حیاتی موضوع خړه پړه کړی نو بیا د کشمیراو یا دهند دمسلمانانو دآزادی خبری راسپړی ولی په پښتنو او بلوچو سترګی پټوی؟ او په مونږکی دپخوانی لوی خراسان - آریای پټي آنګیزی غږوی اوځینی حتی دګورګیانو- هونیانو- مغولانواویاد ګوډ تیمور یرغلونه اوحاکمیت پدی ملک باندی خپل تاریخی بری اولاسته راوړنه بولی اوپری آفتخارخو پریږده چه دتاریخی بازګشت ترنامه لاندی دپورتنیو پاتی شونو په لاس دپارسیانودآمپراطوری پخوانی رونق یادلوی ترکستان دبیارامینځ کولوزمینه سازی اوخامی هځی کوی خودوی پدی ښه پوهیږی چه اوس اوس په یوویشتمه(۲۱پیړی) کی دجهانی ټول ملتونه دعصری تکنالوجیګانو په برکت د اقتصادی تجارتی نړیوالی همکاری چه دپراخ ګډ آزادبازاراوددموکراسی مردمداره نظام په شتون کی هررازآنسانی-فرهنګی توپیرونه حتی فیزیکی سرحدونه ړنګوی او په خپلوکی د استعماراو استثمارپرضد ګډ نورمونه اوجهانی ستنداردونه رامینځ ته کوی چه له آثره به یی ټول آنسانی خودخواهی ګانی اوبرتربازیګانی یعنی د انسان څخه د انسان بهره برداری (استثمار؟) اوهمدارنګ به دملتونوآستعماراوبرده داری له مینځه وړی او په ځای به یی دانسانانو ګډی آقتصادی تجارتی همکاری او دملتونو د اقتصادی ودی چه په هغه کی به نوردرنګ - بوی (تاجک -ازبک - پښتون -بلوڅ ----؟ )توپیرونوته ځای نه وی مخه وکړی چه آفغانی ټولنه به هم ددهغی په برکت خپلی ټولی ملی -بین القامی اونورو داسی وړو -زړو ناخوالوته چه د یوویشتمی پیړی روښانه منطق او دستورڅخه لویدلی خبری دی دحل لیاری پیداکړی اوبالاخره به پدی پوه شی چه آوبه په ډانګ حتی په تیره تیغ هم نه بیلیږی نوبیا به خپل اصیل آفغانی کود (مشترک تاریخی ویاړ) نه هیروی اوخیردی که دپردو په ټغر کی ناست هم دی خو خپل رازبه نورچاتهنه ورکوی ا ودخپل ملی حاکمیت مسلی دحل لپاره دهغوی ځخه مرسته نه غواړی اوپدی به پوه شی چه هیڅ ځوک به دوی ته رښتیا نه ووایی؟ کله یی ویلی دی ؟زمونږنیاکانو خوهرځه په پوره او کامل ډول مونږته را پریښیدی اود بشریت تاریخ خولا پریږده چه د آفغانستان تازه اوبیشماره کودتاګانولړی اودهغه دکمونیستی رژیم تاریخ هم ددی شاهد دی چه دپردو په ټغرکی تل په خوږو حلواګانو کی دزهروشتون اوګمان حتمی دی چه کم ظرفه او بی بنیاده انسانان یی پخپلو لاسوحلق ته آچوی اولوی دلیل هم دادی چه په هغوی باندی باوراواعتماد کوی او ناببره هرځه له لاسه ورکوی چه دمافیای فاسده (تجارت پیشه )جهادیانواوروغ لیونیانو طالبانی سرنوشت به هم لکه دهغوی په شان چه پردو په لاس جوړشوی دی اودهم هغوی په ټغرناست دی ډیرورته دی چه نن سبا به یی وګورو- وای آخترپټ مړی ندی ؟ په هرصورت کی ټوله رښتیا اوسپینه خبره خوداده چه آصیل آفغانی حاکمیت چه دسترمیرویس نیکه او آحمد شاه آبدالی په همت رامینځ ته شوی وو تل دپښتون اوتاجک لویوقامونو پر بنیادی جوړښت اوصادقانه ملی تفاهم سره محکم ولاړوو دنورو وړو اوغټوقومونو ملاتړه او کلکه ملی اراده له ځان سره لرله یعنی داچه رښتینی مردمداری اومزبوته حکومت داری یی لرله چه له مخی یی د آمونه ترآباسینه په پراخوکی پوره آفغانی اقتداراو حاکمیت چلاوه اودپنجابی سکانو او پارسی شیعه ګانو ځخه یی باج آخسته اویاکله به چه دهند او آسفهان اونروخواوو ته به تلل نوبیا دټولوقومونو سره به په صلاح او مشوره کی به یی کول اوپدی رقم یی دټولو زړونه اوفکرونه یی خپل کړی وه چه خورا ډیر کامیابه هم وو دبلی خوا همدابریلیتوب اولاسته راوړنی وی چه دډیرو قهراوغصه هم راپاروله چه ترننه پوری دوام لری او دهغوی پیژندل شوی مرکزونه تل په ماسکو- تهران او ډهلی(لندن؟ ) او اوس اوس په آسلام آباد کی میشته دی چه لاتراوسه ډیرفعال هم دی خو بدبختانه اوډیر متسفانه ترهغوی نه وروسته دهغوی هوسبازه اونابکاره بچیانو دمطلقه سلطتنت اوټولواک پادشاهی خاصتا دفاسده محمدزایانو سلسله پرته د قبیلوی فیودالی نظام ساتنی چه په هغه کی یوازی دتک قومی - قبیلوی باربریت -پښتنی شونیزم اودروحانیت تاریکه استبدادی ملاتړ ځای لره اودنړی له روان سیاست خاصتتا دمنطقوی اجتماعی اقتصادی تحولاتو ته هیځ پام نه لره او دخپل ناوړی سیاستونو پربنیاد په چا کی یی ځه پریښودل؟ اویایی پدی ملک کی ځه کړی دی ؟ کوم فابریک یا تولیدی بنیادیی راپایښیدی ؟ چه اوس خلک اودولس پراخی پرګنی پری بسیا یا افتخار کولای شوی . مګرهمدا پیښی اوناروای ګانی ندی چه نن یی ځینی شاکی قومونه راپارولی او پښتنانه نه منی ؟ خو ولی یوازی او یوازی پښتنتانه-بلوځ؟ مګرآیا دابله تاریخی تیروتنه اوغلطفهمی یا ملی ضربه نده چه آصیل آفغانی خودجوش مقدس جهاد ته یی فقط دطالبانی ترحګری اوعربی آلقایدی تروریزم ترنامه لاندی مونږته یی په خپله خوله کی څبل هډوکی راکړی دلته هلته خپل آصیل پښتنتانه-بلوځ ورونه اود هغوی بچیان وژنو؟ اودا پداسی وخت او زمان کی چه لراوبرپشتانه او بلوځ چه ددی ملک آصیل بچیان اوډیرغښتلی قوم دی او ملی شمیره یی پدی ملک او بهرکی تر۴۰نه تر۵۰ ملیونه انسانو هم زیات دی زوریږی اویادهغوی دژوند او ویاړلی تاریخ باندی دناکړی ګناه په خاطرچه ګران آفغانستان یی دپارسینودناروا(استعماری؟ ) واکمنی دمنګلو ځخه راایستلی دی اوداملک یی دخپلواک عزمت او پوره آقتدار خاوند ګرځولی دی نوځکه یی دپارسیانورسمی سیاستوالو (سپاه-انقلاب یاسپای نګاهبان؟) اوپاکستانی اردوخاصتا دآی آس آی مداریانو ) سخته غوثه اوغضب راپارولی ده چه له مونږه غچ واخلی او دااوس اوس دهمدغی ناروا او شومی هیلی لپاره ددوی نیغ په نیغه ګدون ګیجګیره لوبی او ملنډی روانی کړی دی چه متسفانه داځل یی بیاهم دینی اومذهبی ( شیعه؟ اوثنی؟ ترنامه لاندی داسلامی شریعیت؟) زړه توره زمونږ خپلو خلکو ته په لاس کی ورکړی ده چه خپل ځان او څبل بچیان اوثابته ملی جزبات ووژنی - وطن شتمنی لوټ کړی او بیکانګان په ځان او په خپل ملت حاکم کړی چه نه یی په معنی پوهیږی او نه یی عواقب سنجولی شی داخو ځکه چه مونږټول پښتانه او بلوځ د طالب اوآلقیدی ترنامه له ځانه بیګانه او دپردی و ټغرته د ناستی ولاړی ته مجبورکړی دی اواوس خوهمدا خلک دی چه دا ډنډوری یی روانی کړی دی چه ګویا په آفغانستان کی یوازی اویوازی آسلام په خطر کی دی ؟ اودا ددی لپاره چه د آفغانستان آساسی او بنیادی جوړښت څخه زمونږدخلکو پام غلط کړی چه هغه د نړی یاجهانی دپرمختګ له کاروانه سره همګامه او همسری نشی اوپدی رقم وکولای وشی چه د آفغان ملت ویجاړ اویاکم تر کمه هغه دپان آسلامی (شیعه ؟ یاٍثنی؟ )په حلقه کی ساتی چه یواځی دهغوی درسمی سیاستوالواوتاریک آندیشانو اوعقب ګرایانو سیاسی حلقاتو په ګټه تمامیږی او بس!ولی ډیرمتسفانه چه اکثره آفغانان خولاپیږده چه ددوی په اصطلاح نړییوال ژمنه دوستان اویاران یعنی آمریکا اودهغوی زاړه او نوی متحدین چه همدااوس په آفغانستان کی له مونږسره یوځای خپلی وینی تویوی اوډیرزیاد زیادملی اعتبار او مالی معنوی شتمنی له لاسه ورکوی هم پدی نه پوهیږی یانه غواړی چه پدی پوه شی چه دمنطقی د ارتجاع او دپاکستانی اردو-خاصتا آی آس آی مداریانو ته دوی ډالری جوالونو او نظامی قوتونو شتون لوبه یولوی غنیمت او نقدی چانس ګرځیدلی دی چه هم خپله اردو پری تجهیز او مسلح کړی او له بلی خوای پری خپلی ملی ستونزی دهند سره دکشمیرد مسلی حل لیاره لیاری پیداکړی اوبس اودا ځکه چه دوی خو دا آفغانی مسلی دحل لپاره یوه ستراتیژیکه هدف لری او هغه دا چه دوی حتمی باید د آفغان ملت ویجاړ اویاکم تر کمه هغه دپان آسلامی (شیعه ؟ یاٍثنی؟ )په حلقه کی وساتی اوبس! که په رښتیا سره لږخپل پیدایښت او د نیاکانو تاریخ ته ښه عمیق شونو ګورو چه خوشبختانه دآصیلو آفغانانو سره د رنګ او بوی اودومره شدید تعصبات او شکاکیتونه نه وو او نشته او نه باید وی! خوباید پدی پوه اوسو چه دا ټول وارداتی متاع ده چه بعضی نافهمه آفغانان لکه ببرک کارمل اوداسی نوردخپلی شخصی ګټی لپاره یی راواردوی او پری خپل شخصی یا ګروپی تجارت ګرموی خو بیاهم که نن سبادی باریکیوته زیر نشو اولراوبرسره یو نشو نو داځل به یی دغربی دوه مخیځه سیاست او بی خبره سیلاب په ځپو کی چه په عوامو حتی لویو قومونوکی د ډیروغمجنو درزونو اوهډ سوځونو سبب ګرځیدلی دی دهمدغه چپ او ښی تجارت پیشه ګوداګیانو په واسطه که هغه خرځ شوی- روغ لیونی طالب وی- که جاهل او له فساده ډک مجاهد -دخدایه(ج) او له هرځه نه منکروړند کمونیست اوویابی رونقه لیبرال دموکرات وی او که بل هرځوک چه وی دهمدوی دبی درده او بی احساسه ډلوتپلو په وسیله اوددوی په چټل اوناپاکه لاسونو دملی نفاق په طوفانی سمندرکی به خواه ناخوا ه ډوبیږو او خپله تاریخی پته او رښتین آفغانی کود یعنی آفغانیت خاصتا مردمداره پښتنوالی چه دهغه مغز - تاراوپود تشکیلوی د آبد لپاره دلاسه ورکوو چه نتیجه به یی د تل لپاره د پارسیانو او تورو پنجابیانو غلامی کول وی او بس .خو دادی نشی دبلی خوا دا یواځی په خبرو او ځو ټوک کتابونو چاپولواو خالی وړاندیزونو اوپروګرامونو هم نه کیږی ملی قامی پاسون- بیداری یعنی پښتنی سرتاسری نظم او باور(پښتنی نشنل ملی عوامی پاسون او یو موټی حکت او عمل ؟) غواړی چه په مسجدونوکی دعربی دسترګولویدلی اوناببره (درازپاچه فرهنګ) په ځای ملی آندیښنی او ملی پروګرامونه او شعارونه وپیلی شی چه ددی کارلپاره ډیرهوښیارانه دینامیک عمل اوپوره حوصله مندی - ډیری پیسی - وخت او زمان اوتر ټولو دمخه ملی قامی پوهه - اراده اوعزم پکاردی چه متسفانه دایویی هم نشته او په نژدی وختوکی ددی کار سمبالول او سازماندهی نا شونی شکاری خوکه دا نن وی که سبا دا ضروری او حتمی خبره ده چه که سره راټول اوهمغږه او هملاسی نشونو همدابه موحالوی اودابه مواحوال ؟ یعنی همدا نن یا هیځ کله؟؟؟ خودموجوده وضعی او ډیر پیچیده ګنډی پرانیستل همدا اوس او عاجل ملی او بین المللی قانونی عملونه او ډیرسنجیده تاکتیکونه پکاردی چه دآفغانی دودسره سم دباتاثیره سرتاسری جرګو له لیاری آفغانی یونیفیکیشن یعنی دلوی آفغانستان آصیل مقام -دهغه ملی طبیعی آرایښت او چوکاتبندی(ملی وحدت -ګډه قبول شوی تګ لیاره؟ )چه په هغه کی د ګران وطن- د آمونه ترآباسینه ټول ټول اوسیدونکی -کوچنی اولوی ټبارونه - ګوندونه -ملی مدنی نهادونه اوراز راز ګروپونه په رښتیانی ملی آحساس اوواقعی آفغانی غرورسره راټول شی اوخپلی وړی غټی نیغ په نیغ رامینځ ته کړی اوذیدخله نړیواله جامعه هم ورته راوغواړلی شی چه په هغی کی دملی ناخوالواومضلو پوره پوره ځیړنی وشی اوبدون دکوم زورزیاتی او غرض الوده -مضری لاس وهنی ځخه پرته پری ګډی ملی فیصلی وکړی چه عمومی اعتباررامینځ ته شی اوددی فیصلو تضمین دذیدخله خارجی قوتو نو ځخه خاصتا دآمریکا متحده آیلاتو ځخه دهغی بهانی او دست آویزچه ګویا آفغانان آلقایده پټوی اویاطالبان؟؟ چه دپاکستان د اردو ( د آی آس آی) ډیره پټه او عمیقه پروژه ده او دآنګلیس سره په مشوره کی جوړه شویده راوځپیړی اودا پرډاګه کړی چه چه آفغانان هیځکله دهیح چا حتی دپاکستان په ضدنه بلکه خپل ملی آرمان - ملی آرز ښتو نه او خپل ملی حاکمیت لری چه درښتینی آزادی - دموکراسی- ترقی او پرمختګ په آساساتو ولاړدی چه هیځ چاته ضرنلری اوټولی نړی خاصتا د آمریکا متحده آیالاتو سره پوره دوستی او همغږی غواړی خو دایوازی او یوازی دپار سیانو رسمی سیاستوال(سپاه-انقلاب یاسپای نګاهبان؟) اوناکاره جټ پنجابیانو(آی آس آی او پاکستان اردو مداریان ؟) دی چه نه غواړی دادوستی ګانی دعمل جامی واغوندی ځکه چه هغوی غرض لری اودا غرضونه لکه غل چه یواځی په تاریکی کولای شی خپله ناوړه غلا یاچوراوچپاول وکړی واخستل شی چه نورنو چاته دسوال - بد ګمانی - شکاکیت او داسی نوری وړی غټی بهانی او خورده ګیری ګانوته پکی ځای پاتی نشی . د آمریکا متحده آیلاتو نه او دهغوی رښتینو متحدانو سره چه پدی دوستی باندی باورلری اوخپلی ګټی په کی وینی باید دا باور او یقین پیدا شی چه آفغانان به رښتیا سره ددوی سره دوستی غواړی اوددوی مالی او تخنیکی مرستو ته سترګی په لاره دی او بس خود آمریکا متحده آیلاتو نه باید دآفغانستان د مسلی د حل لباره د آنګلیسانو اوروسی تزاری ډوله مشرتابه مشورو ته ډیر په غورسره وګوری ځکه چه ددوی مشوری حتمی ضروری دوی ته څوآړخیزه معناوی لری چه د آقماری دولتونو یعنی دپاکستان پنجابی حاکمیت ګټی پکی خوندی وی اودوی فقط همغه کوی ! پدی رقم آفغانان یو ځل بیاخپل پوره متانت او آفغانی میړانه او خپل غوث یو موټی والی او ملی حرکت وښی چه ملی او بین المللی قوتونه هغه ووینی - وایوری او پوه شی چه د آفغان ملت تل دتاریخ په اوږدو کی خاصتا دهغه په حساسه او نازکو شیبوکی خپل یووالی اوملی درایت ته ارزښت قایل دی او خپل ملی او بین القامی ویجاړی په خپل ملی احساس او مسؤلیت سره سم په خپله غاړه آخستی - اخلی- ساتی یی او ترسره کوی یی چه نورچاته حاجت نشته خو که ځوک کمک کول غواړی نودوی دی په رسمی او قانونی توګه اودټول بیداره ملت ته په ډاګه او ښکاره توګه فقط دبین المللی قوانینو په چوکات کی د منل شوی رونق او پروسیچرونو سره سم وکړی وکړی آو بس دا به ملی او بین المللی وقار- منل شوی قانون اوورسره تړلی آفغانی باور او اعتماد رامینځ ته کړی چه په هغه کی به دمافیای ډلو ناپاکولاسونه (خورد او برد) مخه ونیولای و شی اوحق به حقدار ته تکیه وکړی چه دملت ټول قوت او طاقت دیو لایق اوکاری حکومت جوړولو او بیارغونی لپاره د یوه سنجیده مارشال پلان اوپروګرام د مخی دیوه باصلاحیته ملی ارادی او بین المللی طاقتونو په پوره او مستند تضمین او ملاتړپیل شی چه په هغه کی بیاهم باید څپله آفغانان چه دپوره استعداد لری او کم تر کمه د ۱۸۰-۱۷۰ میلیارد دالر شتمنیو خاوندان دی چه متسفانه د وطن بیځایه او دوامداره شخړو په آثربهرکی ساتلی دی اویا لدی ندی په غیرددوی نوی پیاوړی نسل چه د نړی نوی تکنالوجیګانو او نړیوال اقتصاد او تجارت سره پوره پوره آشنای لری او کولای شی له ځان سره خپلی ثابتی پوهاوی او لویی پانګی اومهار تونه وطن ته سرازیر کړی چه دلته یی په خپل وطن او پلارنی ټاټوبی کی په کارواچوی او په عوض کی یی یواځی او یواځی قانون اوقانونیت اودهغه پوره پوره مراعات کول غواړی او بس چه خوشبختانه د ملک اساسی قانون هغه تضمین کړی خوکه ځوک هغه ومنی ؟ په ډیر درد او آفسوس سره باید ووایم چه دااوس اوس خو دداسی یو مهم اوبا تاثیره تاریخی اوملی ازښتناک عمل لپاره د اوسنی منتخب ؟؟؟ حاکمیت په موجوده عینیت کی دآطمنان وړ پوره آمکانانات نه وینم او داسی ښکاری چه ددی لپاره ډیرکاراو لویه قربانی پکارده! چه باید آفغانی معتقد او متعهد سیاست پوهان او د ملی درد او احساس خاوندان همدا اوس دنړیوالی خاصتا د آمریکا متحده آیالاتو دفیزیکی شتون او بین المللی ژمنی تر سیوری لاندی ژرتر ژره خپلی آساسی او بنیادی ستونزی ودوی سره په تفاهم اونږدی همکاری کی نیغ يه نیغ حل کاندی او که نه دتل لپاره به داچانس چه نړیوال پخپلو پښوراغلی له لاسه ورکوی -ددی لپاره چی هر ځوک خپل ملی اود قامی ونډی د آداکولو لپاره وړاندیزونه او هلی ځلی کوی نو ما هم د محترم داکتر صاحب آشرف غنی ته چی د ولسمشری أباره کاندید وو خپل وړاندیز ورکړی وو چی دستاسو سره د شریکولو او چاپ لپاره هم در لیږم او خدای (ج) دی وکړی چی مو خوښ او دهغه د پوره غنا لپاره خپل نظراو پیشنهاد ځخه دریغ نکړی په دره ناوی داکتر مقیم ساپی د کیف زیبا ښار ځخه E-mail [email protected] +38093 653 5024 mobile د سولې مشال فلم او په سيمه کې د سولې هيلې د افغانستان او پاکستان په زياتره پښتون مېشتو سيمو کې که له يوې خوا تاوتريخوالی ډېر شوی ، له بلې خوا د عدم تشدد د يوه مخکښ لارښود – خان عبدالغفارخان- پر ژوند جوړ شوی مستند فلم په سيمه کې د سولې د امکاناتو په اړه نوي بحثونه راپورته کړي دي . پښتني ټولنې ته په نوره نړۍ کې زياتره مهال له جنګ او تشدده ډکې ټولنې په سترګه کتل کېږي . خو په دغه يونيم ساعته فلم کې ښودل شوی چې پښتنو په شلمه پېړۍ کې د عدم تشدد پر اصولو ولاړ د يوه تر ټولو کاميابه غورځنګ بنسټ کښېښود، چې سيمه له انګريزي ښکېلاک څخه آزاده کړي . (د سولې مشال ) ((د سرحدي ګاندهي: باچاخان، د سولې مشال)) په نامه دغه فلم امريکا مېشتې کاناډايۍ فلم جوړوونکې او ليکوالې ټېري مېک لوهن (Teri McLuhan) جوړ کړی، چې وايي بشپړېدو يې ٢١ کاله وخت ونيوه . د خان عبدالغفار خان په اړه دغه فلم، چې په ابو ظبۍ کې يې د منځني ختيځ په نړيوال فلم فسټيوال کې د تر ټولو غوره مستند فلم جايزه هم وګټله ، د هند د نيمې وچې د خپلواکۍ د غورځنګ د تاريخ يوه له پامه غورځول شوې برخه يوځل بيا نړيوالو ته ورپه زړه کوي . د منځني ختيځ د نړيوال فلم فسټيوال (MEIFF) مشر پيټر سکارلېټ (Peter Scarlet) وويل چې : 'د ايو ‌ډېر مهم فلم دی چې موږ ته د تاريخ د هغه باب په اړه معلومات راکوي چې موږ په خبر نه وو .' نوموړي زياته کړه چې : ' د دغه بصيرت لرونکی کس (باچاخان) د پېژندلو لپاره دغه فلم مهم دی ، چې د سولې مبارز وو او له ټولو سختيو او کړاوونو سره سره يې د سولې د صحيفې تبليغ کاوه .' خدايي خدمتګار عبدالغفار خان - چې د باچاخان ، فخر افغان او سرحدي ګاندهي په نامه هم پېژندل کېږي – خپل ټولنيز کار په منظمه توګه په ١٩٢١ ميلادي کال کې پيل کړی او د (انجمن اصلاح افاغنه) يا د افغانانو د اصلاح د ټولنې بنسټ يې کښېښود . نومړي غوښتل چې پښتانه ليک لوست زده کړي ، خراب دودونه پرېږدي او په خپلو منځو کې سره نژدې شي . باچا خان په ١٩٢٩ کې د خدايي خدمتګار په نامه غورځنګ بنسټ کښېښود چې د خپل سره يونيفارم له کبله د (سورپوښو) په نامه هم يادېږي . خدايي خدمتګار چې د ښځو په ګډون يې له سلو زرو څخه تر درې سوه زرو پورې رضاکار غړي درلودل ، په پېښور او شاوخوا سيمو کې له انګرېزانو څخه د خپلواکۍ منظمه خو سوله ييزه مبارزه پرمخ بېوله . انګرېزانو د دغه غورځنګ يوشمېر غړو ته د هند د خپلواکۍ د مبارزې په لړ کې ځينې تر ټولو سختې سزاوې ورکړې . خدايي خدمتګارانو به د ښوونځيو د جوړولو او چلولو او نورو ټولنيزو کارونو ترڅنګ د اعتصابونو يا هړتالونو، سياسي لاريونونو، احتجاجي غونډو او نورو سوله ييزو لارو مبارزه کوله چې انګرېزان له سيمې څخه وباسي . د خدايي خدمتګار غورځنګ وروسته په هندوستان کې د ملي کانګرېس ګوند سره ملګری شو او باچاخان د عدم تشدد د هندي مشر مهاتماګاندهي انډيوال شو . د باچاخان بيا راتګ د هند له نيمې وچې څخه د انګرېزانو تر وتلو او د هندوستان او پاکستان تر جوړېدو وروسته هم باچاخان د خپلو خلګو د حقوقو او خپلواکۍ مبارزه روانه وساتله . د باچاخان د ژوند ، کارنامو او پيغام په اړه د دغه فلم جوړوونکې ټېري مېک لوهن وايي چې : 'دا سمه ده چې هره ورځ بريدونه کېږي، خو ددغه فلم غوندې پروژو له لارې د سولې غورځنګ بېرته راژوندی کېدای شي . ' مېرمن مېک لوهن زياته کړه چې 'د باچاخان شخصيت د سيمې د هېوادونو په رانژدې کېدو او يو له بل سره په سوله کې د اوسېدو په لړ کې يو ډېر مهم رول لوبولای شي ځکه له دې پرته بله لارنشته .' دغه فلم په افغانستان، پاکستان، هندوستان او امريکا کې جوړ شوی او د باچاخان د ژوند په زړه پورې کيسه د خدايي خدمتګار غورځنګ له بنسټ اېښودونکو غړو (چې ټول يې تر٩٠ کالو ډېر غمرونه لري) ، کارپوهانو، سياستوالو او د باچاخان د کورنۍ له غړو سره د مرکو له لارې بيان شوې ده . په دې وروستيو کې د باچاخان او خدايي خدمتګار غورځنګ په اړه يوشمې کتابونه او ليکنې خپرې شوې دي . د باچاخان لارويان هيله کوي چې دغه فلم به نړۍ ته د پښتنو ژوند د يوه بل اړخ په ښودلو کې ډېر ګټور وي . په پېښور کې د عوامي نېشنل ګوند (ANP) ايالتي مشر، افراسياب خټک وايي چې 'د سړې جګړې پرمهال چې له باچاخان سره په نړۍ کې کوم تعصب وو ، هغه اوس له منځه ځي او نړۍ اوس هغه له نوي سره پېژني .' وروستی ارمان په فلم کې له يوشمې سياسي مشرانو سره هم د باچاخان په اړه مرکې شوي ، افغان ولسمشر د هغه د ستاينې ترڅنګ په کوچنيوالي د هغه د ليدو يوه خاطره بيانوي . د پاکستان پخوانی ولسمشر جنرال پرويز مشرف وايي چې باچاخان به ښايي د هند د نيمې وچې په خپلواکۍ کې يو رول درلود ، خو زياتوي چې هغه ته د يوه پاکستان پلوي په نظر نه ګوري . ډېرو خلګو چې دغه فلم يې کتلی، د جوړېدو وخت يې ډېر مهم بولي . يوه افغان، سراج هلال، وويل چې 'په يوه داسې وخعت کې چې په ټوله سيمه کې جګړه ده، موږ د باچاخان ښوونو ته ډېره اړتيا لرو ، او موږ باید د هغه پيغام خپور کړو او د هغه په څېر عمل وکړو .' باچاخان غوښتل چې د ډيورنډ کرښې دواړو خواوو ته پراته پښتانه سره يوځای شي او په ١٩٤٧ کې يې د پاکستان تر جوړېدو وروسته هم د پښتنو د حقوقو مبارزه پرمخ بېوله . د خپلې مبارزې په لړکې باچاخان د خپل ژوند شاوخوا ٣٠ کاله لومړی د انګيزانو او بيا د پاکستاني چارواکو په زندانونو کې تېر کړل . نوموړی دوه ځله د سولې د نوبل جايزې لپاره ونومول شو، په فلم کې د يوه لوبغاړي په غږ کې د هغه پيغام اورول کېږي چې وايي په خپل ژوند کې : ' زما غوندې پښتانه يا مسلمان لپاره د عدم تشدد لار غوره کول کومه عجيبه خبره نه ده ، د اسلام پيغمبر په مکه کې همداسې کول .' د پښتنو يوځای کېدل په چارسده کې زېږېدلی عبدالغفارخان په ١٩٨٨ کال کې په پېښور کې له دې نړۍ وکوچېده او له خپل وصيت سره سم په جلال اباد کې خاورو ته وسپارل شو . په فلم کې د باچاخان لور وايي چې موږ ورته وويل چې ته ولې غواړې چې قبر دې په جلال اباد کې وي ، ځکه موږ ته به د وېزې له کبله په تګ راتګ کې ستونزې وي . نو وايي چې ده ويل چې پښتانه به يووخت سره يوځای شي او کېدای شي زما مرګ او قبر دې ته لار هواره کړي

- بېرته شاته