(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

درې نوي تاريخي كتابونه

په دې وروستيو څو مياشتو كې مې د ژباړې ترڅنگ د يو لړ پلټنو په بهير كې د دريونويو تاريخي كتابونو لپاره هم توكي وموندل . داسې هم پېښ شوي ، چې د يوه كتابلپاره به مې پلټنه كوله ، خو هممهال به د يوه بل نوي كتاب لپاره توكي مخ تهراغلل . ځكه خو په دې وتوانېدم ، چې هممهال د دريو كتابونو كار پر مخ بوزم .دغه درې نوي كتابونه په لاندې ډول دي :لومړى كتاب “ د امير دوست محمد دربار ته د روسي سفير ويتكېويچ سفر او پر هراتباندې د پارس ناكام يرغل “ دى . د دغه كتاب په لومړي سر كې لومړى څو ليكنې پهافغانستان كې د روسيې د لومړني سفير ويتكېويچ د ژوندليك او دده د دندو په اړه دي ، چې پخپل منځ كې بېلابېل والى او ځينې نوې خبرې لري . ورپسې په ۱۸۳۷ او ۱۸۳۸ ز كلونو كې په پارس ( ايران ) كې د روسيې د سفير ، جنرال “ سيمونيچ “ د ياور “ بلارامبېرگ “ يادښتونه دي . روسى سفير ويتكېويچ له بلارامبېرگ سره يوځاى په ۱۸۳۷ ز كال كې پارس ته تللى او بيا له پارس نه افغانستان ته تللى وو .بلارامبېرگ پخپلو يادښتونو كې دا ټول بيان كړى دى . نوموړي په ۱۸۳۷ – ۱۸۳۸ زكلونو كې پر هرات باندې د پارس د پوځونو د ناكام يرغل او د هرات د ناكامېكلابندۍ په اړه هم بيان كړى ، ځكه چې دى پخپله په پارس كې له روسي سفير سيمونيچاو ددغه سفارت له نورو ټولو كاركوونكو سره يو ځاى هرات ته تللى او هلته د پارسد يرغل كوونكو پوځونو سلاكار وو . ده ان د پارس د پاچا محمد شاه قاجار او د هغه د لومړي وزير حاجي ملا عباس ايرواني ، چې په ( حاجي ميرزا اغاسي ) اوڅار وو ، كمعقلۍ او نالايقۍ هم اعتراف كړى دى .په پارس كې د روسيې د سفير ياور بلارامبېرگ ويلي ، چې د هرات په كلابندۍ كې دروسي پوځ يوه كنډك هم برخه اخيستې وه . دا يې هم په ښكاره ويلي ، چې د كلابندۍ پر مهال يو جگپوړى روسى افسر ، تورن جنرال “ بوروفسكي “ د افغانانو له خوا ووژلشو . بيا يې وروسته يو ځل بيا د روسي سفير ويتكېويچ داسې يادونه كړې ، چې دى له كابل نه د كندهار له لارې راستون شو او هرات ته راغى ، د افغانانو ملي كالي يې اغوستي ول او لونگۍ يې پر سره وه . ده خپله څېره دومره په مهارت سره افغانانو ته ورته كړې وه ، چې نه خپلو پېژاند او نه پردو . بلارامبېرگ ليكي ، چې د پارس ۳۰ زره كسيز پوځ ونشو كړاى ، چې د هرات ښار ، چې يوازې دريو زرو افغانانو يې دفاع كوله ، ونيسي . په دې كتاب كې ، بخارا ته د ويتكېويچ د سفر د يادښتونو يوه برخه هم راغلې ده . ويتكېويچ په بخارا كې د امير دوست محمد له سفير ، ميرزا حسين علي سره ليدلي وو او هغه يې له ځان سره يوځاى لومړى د “ ارينبورگ “ والي او بيا سانت پيتر بورگ ( د روسيې پلازمېنې ) ته بېولى وو . په سانت پيتربورگ كې يې د باندينيو چارو په وزارت كې ورسره خبرې اترې هم كړې وې . ما ددې مياشتې په اتمه نېټه ، يانې دوې ورځې مخكې ددې كتاب په ژباړه پيل وكړ . دويم كتاب “ سردار عبدالرحمان او روسان “ نوميږي . په دې كتاب كې مې ځينې داسې تاريخي لاسوندونه راټول كړي ، چې په روسي توركيستان كې د امير عبدالرحمان د مهاجرت د مهال په اړه پكې بيان شوى ، چې له روسانو سره دده د اړېكو او دده په اړه د روسانو د پلان ځينې نوې خبرې لري . ددې كتاب لپاره به زه نورې پلټنې هم وكړم ، ځكه چې داسې احساسيږي ، چې په دې اړه ځينې نور توكي هم شتون لري . درېيم كتاب “ نوميالى ازاد خان افغان په اذربايجان كې “ نوميږي . كېداى شي د اړيزې په صورت كې د كتاب په نامه كې بدلون راشي او كره شي . په دغه كتاب كې مې له روسي سرچينو نه د ازاد خان افغان په اړه ځينې مواد راټول كړي دي . وروسته له هغه نه ، كله چې په ۱۷۴۷ز كال كې نادر افشار مړ شو ، احمد شاه بابا د هند په لور ولاړ . ازاد خان افغان يو بل لوى او نوميالى افغان وو ، چې څه موده يې په ايران كې پاچاهي وكړه او په اصفهان كې يې سكه هم په نوم ووهل شوه . زما لاس ته د راغلو لاسوندونو له مخې ، ازاد خان افغان په ۱۷۴۹ ز كال كې لومړى اذربايجان فتح او بيا يې له پارس نه خپلواك كړ ، دى د ازاد شاه په نامه ياد شو او څو كاله د اذربايجان پادشاه وو . دده په اړه د افغانستان په تاريخونو كې څه نه دي ويل شوي . يوازې په داسې كتابونو كې يې لږ لږ يادونه شوې لكه د گنډا سنگ د احمد شاه ابدالي په اړه ليكلى كتاب ، زموږ د هېواد د پياوړي ليكوال او تاريخ ليكونكي قدرت الله حداد ( فرهاد ) د افغان ملي تاريخ او يو نيم بل كتاب كې يې يادونه شوې ده . ما د وروستيو څو مياشتو په بهير كې د ازاد شاه افغان په اړه لږ لږ داسې مالومات راټول كړل ، چې په پورتنيو يادو شويو كتابونو كې نشته . دا مالومات مې د اذربايجان ، گورجيستان او ارمنستان له تاريخي توكو نه تر لاسه كړل . له دغو توكو نه داسې څرگنده شوه ، چې ازاد شاه افغان نه يوازې څو كاله د اذربايجان پاچا وو ، بلكې په ارمنستان كې يې هم پاچايي كړې ده . يا خو به داسې وه ، چې هغه مهال به ارمنستان د اذربايجان يوه برخه وه . په هر حال ، دا درېيم كتاب تر اوسه پورې لا بشپړ شوى نه دى . ددې كتاب لپاره توكي د ماسكو په نويو او زړو كتاب پلورنځيو كې نشته . هغه لږ و ډېر توكي چې زما لاس ته راغلي ، هغه مې د انټرنېټي سرچينو نه تر لاسه كړي دي . زه هڅه كوم چې د اذربايجان ، گورجستان او ارمنستان تاريخونه د روسيې او ماسكو له لويو كتابتونونو نه راپيدا كړم . كه چيرې دلته په روسيه كې په دې كار ونه توانېدم ، نو نيت لرم ، ( كه چيرې په روسيه كې مېشت افغانان د سفر د لگښت مرسته راسره وكړي ) يو ځل اذربايجان ،گورجيستان او ارمنستان ته ولاړ شم او هلته د ازاد شاه افغان او نورو هغو نومياليو افغانانو په اړه ، چې زموږ د هېوادني تاريخ وياړ دى ، خو دغه تاريخ يې په اړه پټه خوله پاتې شوى ، مالومات راټول كړم . دا وو زما د نويو پوهنيزو كارونو په اړه لنډ مالومات ، چې درنو لوستونكو او مينه والو ته مې وړاندې كړل . څښتن تعالى دې ماته ډېر توان راكړي ، چې وكولاى شم ، د ژوند تر پايه پورې خپل گران هېواد افغانستان او پښتني كولتور ته د چوپړ د كاروان يو نه ستړى كېدونكى ، وياړمن لاروى او برخه وال پاتې شم . په درناوي محمد طاهر كاڼى د ۲۰۰۹ ز كال د نوامبر لسمه - بېرته شاته