(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د استاد پروفیسور عبدالرسول امین په ویر کې

د نجیب تر ماتې وروسته ، چې د افغانانو یوه نوې جوپه پېښور ته راماته شوه، نو زموږ په شان بېلمانځو،خدای او بنده رټلو! ته په دې ارته ځمکه کې یواځې دوه دروازې پرانیستې او دوه غېږې خلاصې وې. یوه د وفا د دفتر دروازه او بله د سپېدې د مجلې. یوه د استاد رسول امین غېږه او بله د استاد پسرلي. د سپېدې چارې ژر ټکنۍ شوې او دروازه یې وتړل شوه ،خو د و فا دروازه لا تر اوسه کله په یو نوم ، کله په بل نوم او کله یوځای ، کله بل ځای د افغانانو پر مخ پرانیستې ده. په هغو کلونو کې به چې موږوارو ، په هره دروازه ورننوتل، نو دکوربنو به دا تمه وه چې اول کلیمه په باندې تېره کړي او بیا په کابل کې د پاتې کېدو کفاره ادا کړي، تر دې چې یو ماسپښین د جلوزو کمپ د پیچوالو جومات ته چې د سیاف نیمه وهابې پاچاهي پکې چلېده د لمانځه له پاره ورننوتم،کتل مې چې یو با دیانته او سپین ږیری مسلمان یې راجګ کړ ، او هغه خوارکي هم زوړند سر اول کلیمه سیخه کړه او بیا یې د کمونستانو تر بیرغ لاندې د پاتې کېدو په خاطر عذر وغوښته،ناروا لا بله چې کله له ممبره راکوزېده نو همدې خلکو له جوماته بهر ماشومان ورته درولي وو ،چې ټولو په یوه غږ نارې وهلې چې ماما اسلام دې مبارک شه.( ګویا چې هغه خوارکی دوی نوی مسلمان کړ) خدای شته چې زما هډونه زیږه شول او د لمانځه له کولو پرته له جوماته راووتم. وروسته خبرشوم چې د دوست مامد ګمارلیو پښې راپسې ترپولې وې ، خو زه په لاس نه ووم ورغلی. ښایي د همدې نارواوو سزا به وه چې تنظیمي فرعونانو ته خدای ج کابل سور اور کړ او د پل خشتي جومات د قبلې د سمولو ارمان یې تر اوسه هم پوره نه شو. ارواښاد استاد رسول امین په همداسې شپو ورځو او همداسې کلونو کې چې لا د حکمتیار له ډاره چا خوله نه شوه خلاصولای د هر نوي راغلي افغان چوپړ ته ولاړ وو، هزاره ، ازبک ، تاجک، پښتون ،پروني خلقي پرچمي ښاغلي ان ستمیان هم ده تر وزرونو لاندې نیولي وو. شمال خو یې تش همدې ته ګومارلی وو ، چې د پاکستاني پولیسو له بلا نه د نویو کډوالو د ژغورولو له پاره ، اول دوی ته شناختي کارتونه جوړکړي، او بیا تر خپله وسه له هغو سره د کارونو د موندلو له پاره منډه واخلي، یواځې شمال نه چې خپل زوم شاه محمد یې هم همدې چارې ته اوزګار کړی وو، او دا هغه مرسته وه چې په هغو شپو ورځو کې یې د نویو کډوالو له پاره تر بل هر څه ډېر ارزښت درلوده، او دا هغه چاره وه چې د یوه ستر انسان او مشر په توګه یې امین صیب ته امتیاز ورکاوه. همدې پراخ زړه،پراخ نظر او لویې اروا ، استاد د ډېرو خود غرضو مشرانو او بوتانو سترګو ته ازغی کړی وو،تر دې چې خپل ژوند یې هم په وار،وار له ګواښونو سره مخ کړی وو. د ارواښاد استاد تڼیوال خبره ده چې که له ځینو بانفوذو او زورورو پاکستانیانو سره د ده شخصي او د تحصیل د دورې دوستي او له ده نه د هغو ملاتړ نه وای ښایي وختي د حکمتیار او آی ایس آی تیغ ته برابر او د مجروح،الفت او کټوازي په برخلیک اخته شوای وای. په هغو کلونو کې د وفا دفتر د ټولو او هر فکر لرونکو افغانانو یواځنی دمه ځای وو. زه هم په همدې ډله کې ووم ، چې کله به روزګار پسې راواخیستم نو منډه مې تر وفا وه ، او هلته به چې کاروان په مینه ناکه خندا او انځور صیب ، ارواښاد تڼیوال صیب ،کونړي،ظاهر جان بابري او نورو په خلاصه ټڼډه غېږې راکړې ، دڅه وخت له پاره به مو هر څه هېر او دمه به شوو. خو له امین صیب سره زما شخصي ناسته پاسته د خدای بښلی نامتو افغان فیلسوف اسد آسمایي له برکته وه. د دې دواړو لوی اروا انسانانو زیاتې خوښۍ او مجلسونه سره ګډوو،او زه او آسمایي خدای بښلی به په پېښور کې زیاتره سره یوځای وو،نو ځکه زه هم د دوی په مجلسونو ورګډ شوم ،او د ځینو ګډو وجهو له کبله زموږ دوستي له پېښوره تر کابله او بیا تر استرالیا پورې را وغزېده.په کابل کې هم دا که په قوای مرکز کې د استاد دفتر وو که په کلوله پشته کې او که په وروستیو کې د ګذرګاه د حمیرا سلجوقي د جومات په کوڅه کې ،خو چې استاد به یواځې وو، کله کله به یې وروغوښتلم ،کله ناکله به یې زړه ډک وو، نو ګویا زه یې یواځنی اوريدونکی ووم چې ډېرې خبرې به یې لوڅې راته کولې او دزړه بړاس به یې وېسته. په وروستیو کې استاد زړه تنګی وو، حالاتو سخت زوراوه ، په افغانستان کې د نړیوالو له چال چلند سره موافق نه وو، ده باور درلوده چې نړیوال دلته تېروتي او پر داسې کړیو یې پانګونه کړې یایې کوي چې هغوی په افغانانو کې ریښې نه لري. کله نا کله به له دې کبله هم زورېده چې ده رالوی کړي او ده سړي کړي یې ارزښتناکو نظریو ته ارزښت نه ورکوي، همدا فشارونه او د حالاتو لورولي غمونه وو چې آخر یې د ناروغۍ تر بستره ورساوه. استاد د کورنۍ او دوستانو په ټینګار بېرته استرالیا ته ستون شو،څو خپله درملنه وکړي ، او بیا تر ډېره ما خبر نه ورنه درلوده. د سږ کال په جولای کې چې زه د استرالیا د ګولډ کاست ښکلي او قیمتي ساحلي ښار ته په یوه نړیوال کنفرانس کې د ګډون له پاره راغلم نو د ګولډکاست په مشهور هوټل کې دېره وم.یو مازیګر له بهره هوټل ته راننوتم چې له استاد سره مخ شوم ، دواړه زښت ډېر خوشاله شوو،زه په دې هم ډېر خوشاله شوم چې استاد ډیر ښه په نظر راغی صحت یې هم ښه ښکارېده او نور هم ښه فیشن کړي وو نو زړه مې ډیر خوشاله شو،تر پوښتنې ګروېږنې وروسته مې د کوټې شمېره ورنه واخیسته ، د چتونو مو ډېر فرق وو خو د کوټو شمېرې مو سره یو وې. د شپې مې تیلیفون وروکړ ، په کوټه کې وو ، خندل یې چې راځه پیره دار راسره نشته (کوچی د ده د پالنې له پاره ورسره راغلی وو هغه یې یاداوه) بیا ورغلم ښه شیبه مو مجلس سره وکړ، په خبرو کې یې لا هم هماغه کشش وو خو ستړیا ترې محسوسېده ځکه ما ژر یواځې کړ چې استراحت وکړي ، خو په همدې لږشیبه کې یې ډېرې سپارښتنې راباندې وکړې چې په کابل کې به دا کوې او دا به کوې ،پلانکي ته به دا وایې او پلانکې ته دا. نن چې زما مشر ورور شاه ولي منګل په تیلیفون کې د استاد د مړينې راته وویل ،نو د درد له یوه ژور احساس سره مې ، اوږې په دې درنې شوې ، چې ما د استاد یوه امانته خبره هم ځکه تر ځایه ونه شوای رسولای چې ما هم له کابله پښې راسپکې کړې،استاد خو ښه دی دا ده تر کابل او کنړه ورسید خو چې زموږ به څه حال وي. په دې څو کلنه آشنایي کې یو څه چې ماته تر هر څه ډېر روښانه شوي او ایمان پرې لرم هغه دا دي : استاد پروفیسور رسول امین د یوه ښکلي او نایابه غمي په شان وو، چې خدای ج پر پښتون قام او افغان ملت لورولی وو، هغه له افغانستان،افغانانو،اسلام ، پښتو او د دې ملت له پرمختګ سره بې اندازې ډېره مینه درلوده، د استاد په هره ساه کې د افغانستان مینه چلیده او د ژوند هره ویښه شیبه یې د افغان ملت د روانې لویې غمیزې د ختمولو له پاره په منډه او پر دې غمیزه په ژړا تیره کړې ده. سږ کال دا دویم ستر غمی دی چې د افغان ملت له هاره پریوځی ، داسې ښکاري چې سږ د غمیو د ماتېدو کال دی.دا ځل افغان ملت او وران افغانستان یوه ډیره لویه هستي له لاسه ورکړ ې داسې هستي چې خدای خبر که په پېړیو بیا تکرار شي.اروا دې یې ښاده وي. استرالیا - بېرته شاته