(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اتفاق تر کومه حده امکان لري؟

په کال ٢٠٠٢ کې زه د کراچۍ نه پېښور ته راغلم او د بېرته تللو نه يوه ورځ مخکې د يو کراچيوال ملګري په لارښودنه د ساهو ليکونکيو مرکې په اونيزه غونډه وربرابر شوم. ستر ليکوال قلندر مومند خپل يو غزل تنقيد ته وړاندې کړى و. د ډېرو خلکو لپاره د هغه په غزل تنقيد کول يوه د اعزاز موقع وه نو د ليرې ليرې ځايونو نه خلک غونډې ته د ګډون لپاره ورغلي وو. د غونډې په پاى کې له پېژندګلوى وروسته ما قلندر صېب ته خپله کتابچه ورکړه چې څه راته پکې وليکي. هغه خپل دا شعر وليکلو: قلندره دا ارمان به ګور ته پټ وړم "اتفاق په پښتانه کې پېدا نه شه" قلندر صېب لږه موده وروسته دا ارمان ګور ته يوړو، خو د قلندر صېب په صورت کې دا د يو داسې سړي ارمان و چې د پټې خزانې په رد کولو سره د پښتو په ادبي نړۍ کې په خپله د بې اتفاقۍ جوړولو سبب ګڼل کېده. ډېرو خلکو د هغه نه دا ګيله کوله چې د پټې خزانې په رد کولو سره يې په پښتنو کې بې اتفاقي پېدا کړې وه. د قلندر صېب د پورته ياد شوي شعر دويم بېت د خوشحال خان خټک د دې شعر برخه ده چې: اتفاق په پښتانه کې پېدا نه شه ګنې ما به د مغل ګرېوان پاره که خوشحال خان خټک د پښتنو د ملت پالنې په سياسي او ادبي دواړو ډګرونو کې بنسټ ايښودونکى او مخکښ ګڼل کېږي. په سياسي ډګر کې د خوشحال خان نه نيولې تر باچا خانه او په ادبي ډګر کې هم د هغه نه نيولې تر قلندر مومند پورې هر چا دا ژړا کړې ده چې په پښتنو کې اتفاق نشته. او تر ننه دا لړۍ روانه ده، چېرته چې د پښتنو کومه سياسي يا ادبي غونډه، کنفرانس، يا کنوينشن وي نو د پښتنو د ټولو ستونځو يو غټ لامل بې اتفاقي ګڼل کېږي. هر څوک په دې فکر وي چې که په پښتنو کې اتفاق راشي نو ټولې ستونځې به په خپله حل شي. مګر پوښتنه دا ده چې ايا د دغه ډول کوم اتفاق د راتللو امکان شته؟ ځواب يې زما په فکر مطلق "نه" دى. د نړۍ ټول ملتونه او خلک هيچرې هم په يوه عقيده او يوه مفکوره اتفاق نشي کولى. ځينې ځانګړې ګټې، عقيدې او مفکورې ځينې خلک او ډلې د يو چتر لاندې راوستى شي، د بېلګې په توګه په يوه غټه جګړه کې د څو بېلابېلو ملتونو او هېوادونو خلک د يو قوت پر وړاندې اتفاق کولى شي، مګر د همدغو ملتونو او هېوادونو ډېر داسې خلک به وي چې هغه به د هغوى سره نه متفق کېږي. ځينې وخت به د بېلابېلو ژبو خلک په يوه مفکوره سره راټول شي، خو نور وختونه به د يوې ژبې او قام خلک په نورو خبرو د يو بل خلاف ودرېږي. پايله دا شوه چې اختلاف يو بېخي طبعي امر دى. او د دې طبعي امر نه پېژندل زمونږ اساسي ستونځه ده. د څلورو سوو کلونو راپدېخوا مونږ دا ژړا کوو چې اتفاق نشته، که اتفاق راغى نو ټولې ستونځې به حل شي. خو اتفاق نشي راتللى، نو ستونځې هم نه حل کېږي. او همدا لامل دى چې مونږ د نورې نړۍ نه ډېر وروسته پاتې يو. د نړۍ پر مختللي قومونه هم يو څه موده په اتفاق پسې ګرځېدلي وو خو هغوى ډېر ژر په دې پوه شول چې دا مرغۍ په لاس د راتللو والا نده نو اختلاف ته يې غاړه ورکړه. په پرمختلليو ټولنو کې اوس د ښوونځي ماشومان هڅول کېږي چې نيوکه او اختلاف وکړي. دلته ځينې خلک دا فکر کوي چې ګنې په پرمختلليو هېوادونو کې خلک په اتفاق دي. داسې هيڅکله نده. په فکري او ذهني توګه او د خوښې او ناخوښې په مناسبت دومره ډېر اختلافات دي چې کوڅه په کوڅه بېلې بېلې ډلې او کمېټې وجود لري. خو اختلاف چې هر څومره وي څوک يو بل ته زيان نه رسوي. د زيان مخنيوى قانون په هر صورت کوي. که وکتل شي نو د نړۍ ټول نوښتونه هم د اختلاف او انتقاد له امله منځته راغلي دي. ځکه خو ځينې خلک دا عقيده لري چې انتقاد او اختلاف په ژوند کې تر هر څه مهم دي. انتقاد د ذهن تمرين دى او که اختلاف نه وي نو ښه او بد سره نشي جلا کېدلى او که نيوکه او اختلاف نه وي څوک د نويو لارو لټون نشي کولى، حرکت ختمېږي جمود راځي، او جمود د احساس مړينه ده د کومې سره چې مونږ اوس مخ يو. لامل يې دا دى چې زمونږ پوهان، سياستمداران، او ليکوالان اوس هم په اتفاق پسې ګرځي. د اتفاق د نه پېدا کېدو دليل دا دى چې هيچرې د ټولو خلکو ګټې او فکرونه يو شان نشي کېدلاى. هر چا چې د اتفاق خبره کړې هغوى ژوند او اتفاق ته په خپل نظر کتلي حال دا چې ډېرو نورو خلکو به ورته په بل نظر کتلي وي. د دې برعکس اختلاف او انتقاد هغه څه دي چې د دوو افرادو ترمنځ هم په اسانۍ سره راتللى شي، د دوو ورونو، د دوو دوستانو، او دوو همنظره خلکو ترمنځ هم. ضرورت د دې خبرې دى چې په اتفاق پسې د ګرځېدو په ځاى د اختلاف دا طبعي امر وپېژندل شي، او خلک دې ته وهڅول شي چې د اختلاف او انتقاد نه ګټه واخلي. زمونږ پوهان او سياستمداران بايد په ټولنه کې د اختلاف او زغم کولتور ته په وده ورکولو کې خپل رول ولوبوي، خلک په دې پوه کړي چې اختلاف څومره مهم دى او زغم څومره ګټه لري. زما په فکر د پښتنو لپاره به دا يو ګټور کار وي په ځاى د دې چې په هغه څه پسې وګرځي چې نه يې په تېرو څلورو سوو کلونو کې موندلى او نه يې په راتلونکيو زرو کلونو کې څه څرک شته. ـ د پښتنو قامی سنګر ـ - بېرته شاته