(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

راځی چه له چرسیانو یې زده کړو

که څه هم د افغانانو د میړانې، غیرت او سرښندنې په هکله ډیرې لیکنې شوي دي او د تاریخ په اوږدو کې یي داسې بې ساري کارنامې پریښي دي چې د نړی په تاریخونو کې یې نومونه په زرینو خطونو لیکل شویدي او په نړیواله کچه یې د غیور، یوالي، وحدت اوخپلواکۍ مثالونه پری ایښي دي. په سیمه کې به د زمریانو په شان له داسې شهامت او پیاوړتوب څخه برخمن وو چې ګاونډیانو به چپ نه شوای ورته کتلای او افغانستان به ورته د یوه لوی غره په شان ښکاریده چې په ورته کتو به یې سترګې سوځیدې. افغانان به د زمریانو په شان داسې ورته له میړانې او سرښندنې ډک ښکاریدل چې حتی په خپلو کورونو کې به ډاریدل او ویره به یې لرله. خو له بده مرغه چې په تیروڅو لسیزوکې د کورنیو او بهرنیو کړاوونو او مشکلاتو په داسې ډنډ کی ښکیل شوو چی اوس یې د راوتلو لار راڅخه ورکه ده. ګاونډیو او لویو قوتونه د افغانستان د پرزولو او بې ثباته کولو لپاره داسی اوږد مهاله پلانونه طرحه او ډیزاین کړي دي چې تر څو نورو لسیزو به هم دوام ولري او افغان بی وزله ملت به په ناحقه د کورنیو او بهرنیو ډاړه مارانو ښکارکرځي. ولې داسې وشول او څوک ددی ناخوالو مسولین دي؟ زما پّه نظر مونږ خپله افغانان ددې جنګونو او بې نظمیو مسولین یوو، نه غربی نړۍ او زمونږ ګاونډیان. مونږ خپله افغانانو څه ونه کړل روسان ته مو لبیک ووایه او افغانستان ته مو راوستل، وروسته لدی چې پوه شوو چې روسان زمونږ د دین، خاورې او یووالي دښمنان دي، نو بیا مو ورسره جګړه پیل کړه چې هغه هم د نورو هیوادونوپه مرسته کوم چې د روسانو تیری ورته لوی خطروو بیرته وشړل. بیا چې افغانستان د نړی په کچه څه نا څه د قهرمانی او میړانی نوم ځان ته خپل کړ ګاونډیان په ویره کې شول اونه یې غوښتل چې افغانستان په خپلو پښنو دریږي او په سیمه کی د قوت په توګه پاتې شي، هماغه وو چې د افغانستان په داخل کې یې یو ځل بیا لاس وهنی شروع کړې اود افغانان په منځ کې یې بیلابیل قومیز، ژبیز او منطقیز تفرقه واچوله، یو خو دا چې مونږ خپله د ځینو شخصې اهدافو لپاره استعمال شوو او بل دا چې وروسته د روسانو له پرزولو مونږ افغانان له ډیرو مشکلاتو سره مخ شوو، زیات شمیر مو شهیدان، کونډی او یتیمان شول، او یو زیات شمیرمو بې وزله، بې ځایه ، بې کوره او کډوال شول او په ټول افغانستان کې د غم ټغر خپور وو، چې دا حالت د ګاونډیانو او دښمنانو لپاره یو لوې چانس وو، د خپلو شومو اهدافو د لاس ته راوړلو لپاره یې بیلابیلې لوبې پیل کړې، له یوې خوا یې افغانان په یو ّّّڅه نا َّّّڅیزو مرستو خوشحالول او له بلې خوا یې خپل پلانونه مخ ته بیول. زمونږ بې احساسه او بې مسولیته خلک یې په خپلو کې سره په جنګونو اخته کړل چی په نتیجه کی د شخصی اهدافو، څوکۍ او قدرت په غم کې شوو. خپل وطن، ناموس او ملي ارزښتونه مو شاته پریښودل او په بیلابیلو مشکلاتو اخته شوو چې لاتر اوسه ورسره لاس په کریوان یوو. دا چې اوس څه نا څه شرایط له هغو پخوانیو حالاتو ښه دي او په نسبي توګه یوه د ټولټاکنو او ملی زعیم د انتخابولو ښه زمینه برابره وه، ټولو افغانانو په تیره بیا مشرانو ته پکار وه چې له هغو پخوانیو تجربو څخه یې څه نا ّڅه زده کړي واې او نور یې دې ټولو بدبختیو ته د پاي ټکی ایښی وای، ولی له بده مرغه زمونږ مشران داسې په پیسو او څوکیو مین خلک دي چې حتی له خپل ناموس، خاوری او ملي ارزښتونو ورته تیر دي. او داسې د نفاق په ساري ناروغیو اخته دي چې نه دارو او نه تاویزونه پرې اثر کوي. که مو پام کړي وي زمونږ په ټولنه، په هر کلي او بانډو کې د چرسیانو په نامه ځینې خلک شته دي، مالومه خبر ده چې بد خلک دي او د ټولنی لپاره مضر دي، خو زه فکر کوم چې هیڅوک په خپله خوښه دې عادت ته مخه نه کوي هرومرو ځینې لاملونه شته دي چې دوي یې دې بد عادت ته اړولي دي، بې کاري، بې سوادي، فقر، بې وزلي او ځینو نور ډیر داسي لاملونه شته دي چې انسان له عادي حالت څخه باسي او پّه ډول ډول ناوړه اعمالو یې اخته کوي. هر څه چې دي بد خلک دي، خو زما د چرسیانو څو عادتونه ډیر خوښ دي، یو دا چې پخپل منځ کې ډیر با اتفاقه دي او بل دا چې ډیررښتني او صادق دې او هیڅکله په خپل منځ کې درغلي نه کوي، او زه یی په خپلو وطن فروشانو، خاینینواو او داړه مارانو مشرانو کوم چې د افغانستان د دې بدبختیو مسولین دي ښه کڼم. چرسیان هیڅ نوع تبعیض نلري، نه ژبه ورته اهمیت لري نه سیمه، یواځې د دوي ملګرتوب او بنډار له هر څه نه زیات ارزښت لري، یو ټوټه چرس چې له هرې خوا یې راپیدا کړي په ډیر اتفاق، خوشحالۍ او ملګرتوب سر ه یې څښوي او پوره خوند ورڅخه اخلې په خپلو منځونو کې ډیر صادق دي، هیڅکله د خپلو ملګرو په منځ کې دروغ نه وایي، په ډیر نا څیزو شیانو اکتفا کوي. بل دا چې ډیر خاکساره دي، بې ځایه غرور نلري، همیشه په کنډوالو او خاورو کې سره ناست وي او خپل بڼدار کوي. خو له بده مرغه زمونږ مشران البته هغه مشران چې له خپلې خاورې، ناموس او بې وزله ملت سره لوبې کوي، په ډیرو نا څیزو شیانو لکه شهرت، قدرت، څوکی او ډالرو سره بې اتفاقه دي او ټول ملت یې له بې وزلۍ، بی کارۍ او بیچاره ګۍ سره مخ کړی او لا هم ماړه شوي ندي، څه نا څه مو چې لرل او یا ځینو هیوادونه مرسته کړې وه ټول یی خپل جیبونو ته واچول او اوس دې ته ناست دي چې د افغانانو وینې وڅښي. نو ځکه زه چرسیان له دوي څخه غوره کڼم او ورڅخه په کلکه هیله کوم چې صداقت، اتفاق او خاکساري له چرسانو زده کړی. Asadullah Hamid Pyarokhil PhD candidate Student in: Department of Veterinary Anatomy Obihiro University of Agriculture and Veterinary Medicine. Nishi 2-13 Inada-cho, Obihiro Hokkaido 080-8555, JAPAN Tel: 81-90-1809-8247 E-mail: [email protected] [email protected] - بېرته شاته