(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ارواښاد ستوري ياد

ارواښاد ډاكټر كبير ستورى كه له يوې خوا د پښتو شاعر او ليكوال و، د يو دروند او سپېڅلي شخصيت لرونكى هم و. هغه يو پياوړى دوست و، يو خوږ انسان وو د خلوص او صميميت يوه نښه وه او داسې يو څوك و، چې د افغانيت او پښتونولۍ ډېرې مثبتې نښې نښانې يې په خپل ځان كې ساتلې، خوندي كړې او ځلولې وې. په دې توګه نو زه غواړم، چې په ځانګړې توګه د هغه د شخصيت په همدغه اړخ يو څو خبرې وكړم. ستورى _ يو مهربان دوست: ارواښاد ستورى يو مهربان دوست و، داسې يو دوست و، چې تل يې د خپلو دوستانو او ملګرو له حاله ځان خبراوه. د دوستانو د غم د هرې پېښې غمشريكى و، د دوستانو د ښادۍ د هرې شېبې ملګرى هم و. ارواښاد ستورى په جرمني كې د استوګنو افغانانو په منځ كې زياتره د "كبير ماما" په نوم يادېده. هغه د ټولو لپاره د نر، ښځې او ان ماشوم لپاره د ډاكټر كبير ستوري پر ځاى (كبير ماما) و. هغه داسې يو دوست و، چې د دوستانو (ښې، بدې) ته تل حاضر و. په دوستۍ، راشه درشه او خوى كې يې د غرور او تكبر نښې نښانې نه وې. لږې خبرې يې كولې او ډېرې يې اورېدلې، مهربان او متواضع دوست و او له همدې كبله په ټولو دوسانو د زړه له كومي ګران و. مېلمه پال ستورى: د ارواښاد ډاكټر كبير ستوري يوه بله ځانګړنه دا وه، چې د افغانيت او پښتونولۍ د معيارونو يوه بنسټيزه نښه (مېلمه پالنه) يې په خټه كې اخښل شوې وه. هغه وخت، چې دى په جرمني كې له خپلې كورنۍ او بچيانو ليرې او يوازې اوسېده، هم يې كور او استوګنځى د ملګرو او دوستانو (دمه ځاى) و. تل به ډلې ډلې دوستان ورروان وو او د وطن پر حالاتو به تاوده بحثونه كېدل. په دې توګه د هغه دېره تل د سياسي، كلتوري او ادبي بحثونو، خبرو اترو او بنډارونو د (مركز) په توګه پاتې وه. كله چې په ورستيو كلونو كې يې كورنۍ هم جرمني ته راغلله او ټول سره يوځاى شول، نو يې كور او حجره بيا هم كله له مېلمنو تشه نه وه. تل به په كې د دوستانو ګڼه ګوڼه وه، (كبير ماما) به ې په منځ كې ناست و او پر شونډو به يې موسكا خپره وه. تر دې وروسته نو د مېلمه پالنې دغه (پېټى) يوازې د (ماما) پر اوږو نه و پروت، د هغه زامنو د هغه د مېلمه پالنې عنعنه ډېره ښه پاللـه. د ماما درنې پښتنې مېرمنې هم د هغه د مېلمه پالنې دغه ولوله لا زياتوله. هر هغه افغان، چې به له افغانستان او يا كوزې پښتونخوا څخه جرمني ته په هر مناسبت راغى، ډاكټر كبير ستوري به يو ځل خامخا پر خپل دسترخوان مېلمه كاوه، د هغه دسترخوان تل غوړېدلى او تندى به يې هم تل ورسره غوړېدلى و. له دغو ټولو خبرو، چې راتېر شو، ډاكټر كبير ستوري هيله لرله، چې پښتو له علمي او پوهنيزو اثارو څخه ډكه شي، څرنګه چې يې لوړې زده كړې په ارواپوهنه كې ترسره كړې وې، نو يې د ارواپوهنې په بېلابېلو برخو كې څېړنې او ليكنې كړي دي. په دغه لړ كې يې يو شمېر خپاره شوي هم دي لكه: وېره _ د ساپوهنې په رڼا كې، د هوښيارتيا تله، ژبساپوهنه او يو شمېر نور... د ارواښاد ډاكټر كبير ستوري يوه وروستۍ هڅه دا وه، چې د پښتو د اوسني ليكدود په څنګ كې، په لاتيني بڼه هم ټول پښتانه يو واحد ليكدود غوره كړي. د هغه موخه دا وه، چې له يوې خوا د نويو تخنيكي وسايلو لكه انټرنېټ او برېښنايي ميډيا لپاره په ډېرو برخو كې ددې اړتيا پېدا كېږي، چې پښتو په لاتيني بڼه وليكل شي. اوس يې هم پښتانه ليكي، خو يوه واحده بڼه نه لري. د هغه هيله دا وه، چې په لاتيني ليكدود هم بايد پښتو پوهان او ژبپوهان يوه واحده بڼه وټاكي او د يوې پرېكړې په توګه يې ټولو پښتنو ته وړاندې كړي. له بلې خوا يې غوښتل هغه ماشومان، چې له هېواده بهر رالوى شوي، په پښتو پوهېږي او خبرې پرې كوي، خو ليكلى يې نه شي او دغه راز د بهرنيو زده كوونكيو لپاره دغه ليكبڼه لااغېزمنه شي. دا هغه څه دي، چې زموږ پوهانو او ژبپوهانو ته پرې غور پكار دى. او يو وړانديز: د كونړ ولايت له چارواكو څخه هيله كېږي، چې د كونړ د بېلابېلو علمي او ادبي شخصيتونو په نوم تعليمي موْسسې، ښوونځي او واټونه ونوموي. لكه چې اورېدل كېږي، د كونړ پوهنتون د جوړېدو هڅې روانې دي او ويل كېږي، چې ښاغلي كرزي هم كونړ ته د خپل سفر په دوران كې هلته د دوو پوهنځيو او تعليمي موْسسو د جوړېدو ژمنه كړې ده. د سيد جمال الدين افغان په نوم د ښوونې او روزنې موْسسه د فعالېدو په حال كې ده. له دې سره سم لازمه ده، د كونړ بېلابېل ښوونځي د كونړ د مهمو شخصيتونو په نومونو ونومول شي، لكه: د ارواښاد سيد شمس الدين مجروح په نوم، د شهيد پوهاند بهاوْالدين مجروح په نوم، د كونړ د ښځو لېسه د مستوره شال په نوم او همداسې نور... په دې لړ كې هيله ده، چې د كونړ او په ځانګړې توګه د خاص كونړ (د ارواښاد ستوري د ټاټوبي) يو ښوونځى د هغه په نوم ونومول شي.په دې توګه به د هغه د ټولنيزو او علمي خدمتونو درناوى شوى وي. پښتونخوا: دیرشمه ګڼه، ۲۰۰۷ ع کال، یویشتمم کال De Arwakhad Story Yaad By: Zarin Anzor Pakhtoonkhwa: Jahrg./ Vol.: 21 Nr./No.: 30 Year 2007 - بېرته شاته