(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د افغانستان جګړه یوه لویه تیروتنه

د شپیګل ان لین څخه ژباړه ژباړن . سراج الحق ببرک زی ځدراڼ د افغانستان جګړه یوه لویه تیروتنه ، یوه جدې پېښه، یو سترناورین دتیلو پر ټانکروهوایې برید دالمان دفاع وزیر یې دفاع ته وتمبوه د المان پوځ له هغه ورسته په نړیواله کچه دګوتنیونولاندې راغي کله چې دوی په افغانستان کې د ناټو څخه هوایې برید غوښتنه وکړه . د المان په دننه کې هم سختو نیوکو شکل اخیستي دی . اپوزسیون دفاع وزیر یونګ په دغه خونړې پېښه کې چې ډیر خلک په کې وژل شوي دي ګرم بولي . ځکه د کندوز په پېښه کې عام وګړي وژل شوي . کندوز برلین .. دالمان پوځ ناټو ملګري د خپل ځان پر وړاندي هغه مهال ودرول ، کله چې په هوایې برید کې لسګونه کسان ووژل شول . د فرانسې د بهرنیوچارو وزیرښاغلې برنارد کوچنر دغه هوایې برید یوه لویه تېروتنه وبلله . په افغانستان کې د ناټو اوامریکايی ځواکونو عمومي قومندان سټَنلي مک کرسټل هم دپېښې سیمې ته ورغې او دپېښې له قربانیانو سره وکتل ، ده هم ومنل چې دې پېښه کې ملکیان ټپیان شوي دي . مک کرسټل په کندوز کې ډلیزورسنیو کانفرانس ته د یوې جدې پېښې خبر ورکړ . دة زیاته کړه چې دا پېښه زموږ لپاره یوه ازموینه ده، ناټو باید وښیې چې موږ د افغانانو د ژوند دساتلو جوګه یو. ما ته دا ډیره مهمه ده چې موږ دا په ریښتیا کې هم ثابته کړو . . دیوقوماندان په حیث ماته دافغانانو ساتلو او ژغورنی نه بل هیڅ شی مهم نه دی . مک کرسټل دشنبه په ورځ د کندوز هغه سیمې ته ورغې چې هوایې برید پرې شوي وو، ده غوښتل چې خپله پېښه وګوري ورسره یې له یو سیمه یزه روغتون څخه هم لیدنه وکړه چې په هغه کې د ټپیانو درملنه کیده. . هغه د دې پېښې له یوه لس کلن ټپي ماشوم سره هم خبرې وکړې چې سخت سوځېدلی وو. کله چې دة ټول حالات وڅیړل هغه ته ثابته شوه چې د بمباري شویو ټانکرونوپه ځای کې ګڼ شمېرملکیان هم ټپیان شوي او ده لیدلي دي . جنرال مک کرسټل ونه ویل چې ملکیان په دغه پېښه کې وژل شوي دي . د المان د فاع وزیر فرانس یوزف یونګ سره له دې یو ځل بیا ، بیلد ورځپانې ، ته وویل، چې هېچ بې ګناه ملکیان نه دي وژل شوي .کوم مالومات چې ماته تر اوسه رسیدلې دي د امریکایې دیوې جیټ الوتکې برید په ترڅ کې یواځې طالب ترهګر وژل شوي دي . ورسته بیا د پلټنې عملیاتو په ترڅ کې زموږ سرتیرو باندې بیا برید تر سره شواو هلته سوځیدلې وسلې زموږ لاس ته راغلي . دومره ډیر د سون توکې د ترهګرو په لاس کې یونګ د المان په دولتي ټلویزیون کې وویل ،، د تېلو دغه دوه ټانکرونه چې طالبانو تښتولي وو، په سيمه کې د جرمنىانو يوه نژدې مرکز ته لوى گواښ و . له همدی امله موږ ته یو ثابت ګواښ وه، که طالبانو ته دغه دوه ټانکر په لاس ورغلې وی . دازموږ سرتیرو ته د یو لوی ګواښ په مانا وه . دیونګ نه دالمان پوځ لوی درستیز ښاغلی کیرش هم لنګه وکړه . دومره ډیر دسون توکې د ترهګرو په لاس کې یوه خطرناکې وسلې ده ، له همدی امله قوماندان مجبور وه چې عملیات وکړي . په افغانستان کې د ناټو سرمشریزې له خوا ویل کیده چې هېچ څوک د یونګ له بیړنې وینا څخه خوشخاله نه دي . د پېښې له څیړلو څخه مخکې کله چې سړی داسي ویناوي اوري حیران شي . د دفاع وزارت په وینا د جمعه په ورځ د المان وسلوال پوځ له ناټو څخه د هوایې برید مرسته غوښتنه هغه مهال وکړه . کله چې طالبانو د تیلو دوه ټانکر وتښتول . تر څو پر د المانې سرتیرو د ځانمرګې برید مخه ډب کړي . دغه هوایې برید د امریکایې جیټ الوتکې ترسره کړو . د المانې پوځ په وینا یواځې ۵۷ مخالفین وژل شوي دي . د کندوز والي زياتوي تر اوسه پلټنو ښوولې، چې په بريد کې ۷۲ میړه وژل شوي چې ۳۰ میړه په کې مخالیفن تثبیت شوی دي . اروپایې ملګرو ډیره خواښینې ښکاره کړي ده نور اروپایې هیوادنوهم سختو نیوکي کړي دي . د ایتالیا بهرنیوچارو وزیرښاغلې فرانکو او د لوکزامبورګ بهرنیو چارو وزیر جان اصلبورن په ګده سره وویل ، دغه عمل ته هېڅ اجازه نه وه چې ترسره شي . جان اصلبورن زیاته وي، زه نه پوهیزمه چې څنګه په اسانه او زر پر خلکو باندې بمونه غورځول کیږي .که څه هم یوبې ګناه ملکې سړی د قربانیانو په منځ کې وي . هو دا یو عمل وه چې هېڅ اجازه نه وه چې ترسره شي . د هسپانیه لومړې وزیر ښاغلې جو لویز غودرسګویز څپتیرو وویل ، د غه برید په هېڅ ډول د منلو وړ نه دي . د اروپايي اتحادیې د بهرنیواړیکو کمیشنرې بینیتا فیرورو والدنر د کندوز پېښه یو ستر ناورین و بللو او د هغې په هکله یې د فوري تحقیقاتو غوښتنه وکړه . د پودسدم ښار لویه څارنوالې د پېښې په اړه له مسوول المانې قوماندان څخه پلټنې پیل کوي ، د پېښې په اړه مسوول لوی څارنوال هینرش یونکر وویل . دلته احتمالأ د قتل جرم ترسره شوي دی چې په هکله یو ابتدایې شک موجود دی . د ایف دې پې ګوند سیاستوال هوف وایې ،زه هېڅ تصور نه شم کولې چې د هوایې برید په اړه پریکړه یواځې هلته په سیمه کې شوی وي . موږ مجبور یو سیاسي مسوولیت دلته په المان کې هم ونوموو. افغان ولسمشر حامد کرزي وویل، نژدی ۹۰ کسان وژل شوي دي، چې د ولسي وګړو وژنه هېڅ د منلو وړ نه ده . د عمر خیل کلې قومي مشرانو تر ۱۵۰ بې ګناه ملکیانو وژل کیدو خبر ور کړ . یو خبریال په سیمه کې ۶۰ تازه قبرونه ګنلي دي . د هیواد په دننه کې د سختو نیوکو لړې دوام لري د المان بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر اشتاينماير د پېښې په اړه د رڼې پلتنې په څنګ کې وویل د ترهګرو پر وړاندی پریکنده عمل باید وشي او ورسره ټولې هغه چارې ترسره شي چې په کې د بې ګناه ملکیانو له قربانیو څخه ډده وشي . د ایف دې پې ګوند سیاستوال د المان افغانستان عملیاتو په اړه د یوې معقولې مناظرې غوښتنه وکړه . ځکه چې یوه جګړه روانه ده . د کین ګوند مشر ښاغلې ګیزي وویل ، د ملکیانو وژنه د المان پوځ په امر د ناټو هوایې بریدپه ترڅ کې په هېڅ ډول حقوقې دفاع ترې نه شي کیداي . د شنو ګوند مشر تریتین د میرمن چانصلر میرکل څخه وغوښتل، د افغانانو څخه د ټول ناټو تړن په نامه بښنه وغواړئ . دې په نیوکه کې وایې ، د میرمن میرکل حکومت د امریکې متحده ایالاتو څخه په نوې استرتیزې د ملکیانو ساتنه غوښتنه کړي وه ، دا حکومت به بیا د بمباریو غوښتنه څنګه کوي . د یوانستیتوت له خوا یوه ټول پښتنې دالمان پوځ په اړه ترسره شوي ده، ډیر جرمنیان په هندوکش کې د دایمې پاتې کیدو مخالف دي . ۴۵ په سلو کې د فوري وتلو پلوې کوي او ۲۶ په سلو کې د یوه یا دوه کلونو په منځه کې د وتلو غوښتنه وکړه . د المان پخوانې چانصلر شخویدر د وتلو ستراتیژې غوښتنه وکړه یوه ورځ ورسته د ناټو مرګونې هوایې برید څخه د شنبې په ورځ د المان پر پوځ بیا یو ځانمرګې برید ترسره شو .په دغه برید کې پنڅه سرتیري او یو ژباړن ټپیان شول . دغه برید پنځه کیلومتره د کندوز شمال خوا ته ترسره شو . د افغانستان په سویل کې یو پولڼدې سرتیرې ووژل شواو پنځه نور ټپیان شول، کله چې د دوی موټر لاندې یو بم وچاودید . دغه خبر په وارسا کې د دفاع وزارت له خوا هم تاېید شو . دالمان پخوانې چانصلر شخویدر وویل ، په افغانستان کې د المان ماموریت په راتلونکې پنځه کالونو کې باید خلاص شي . د نړیوالې سوله ساتو ځواکونو ماموریت باید ورو ورو پای ته ورسیږي . سړی باید ښاغلې کرزې ته په ډاګه ووایې چې ته مجیور یې په راتلونکې پنځه کلونو کې په خپلو پښو ودریېږې . تاسو نوره نه شوکولې چې په نورو باندې حساب وکړي . په ۲۰۱۵ کال کې بایدد نړیوالې ټولنې خپل سرتیرې له افغانستان څخه وباسي . شخویدر زیاته کړه موږ ته د وتلو یو تاریخ په کار دی . د بهرنیوچارو وزیر ښاغلې فرانک والتر اشتاينماير په تیره اونۍ کې وویل ، دی په دې لټه کې دی چې دافغانستان څخه د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو لپاره د وتلو یوموثق پلان طرحه کړي . دا طرحه به دلسګونو کالونو لپاره نه وي . - بېرته شاته