(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په پېښور كې د ډاكټر ستوري مصروفيات

March 2005: د افغانستان د خاورې نوميالى ليكوال شاعر او د ساه پوهنې ماهر ډاكټر كبير ستورى چې كله څو ورځې وړاندې د المان نه پېښور ته د راتلو فيصله وكړه، نو كه يو خوا ښاغلى ستورى دې ته لېواله وو، چې كله به د خپلې خاورې د ليكوالو او پوهانو سره ويني، نو بل خوا په دې خاوره هم يو شمېر ليكوال د ستوري صيب راتلو ته سترګې سترګې وو. د پښتو عالمي كنونشن خبر هغوى ته د وړاندې نه رسېدلى وو او د كنونشن راجوړونكي ښاغلي سليم بنګش او اسير منګل بيا بيا لارې ته كتل.د۲۰۰۵ ع کال په دويشتم مارچ ښاغلى ستورى د خپل زوى ښاغلي حاجي نصير ستوري سره پېښور ته راورسېدو. دلته د هغه مئينانو يو شمېر په انتظاروو. ستورى صيب دلته د سكون ساه واخيسته او بيا سبا له يې د مارچ د مياشتې په دروېشتم تاريخ د كاكا صيب مخه وكړه او چې كله په واپس راتلو نو دپښتو ژبې د لوى ليكوال او سياسي مبارز ښاغلي اجمل خټك پوښتنې ته ورغلو. په دې موقع د ستوري صيب مشر ورور ښاغلى عبدالجليل ملنګ د دوى زامن عبدالبصير بيدار او نصير ستورى هم موجود وو. د افغانستان نوميالى اديب ليكوال عبدالله بختاني هم ملګرتيا لرله. ستوري صيب د پښتنو غمونه وژړل او ښاغلي اجمل خټك ورله ډاډ وركړو. دا خبرې تر ډېره وخته پورې جارې وې، چې هره خبره يې د سند وه. د اكوړه خټك نه د راتلو نه پس سبا له يعنې په24 مارچ ښاغلي كبير ستوري دا فيصله وكړه، چې د رنځور ولي خان پوښتنې له خامخا ورځي، ځكه چگي خان عبدالولي خان د حضرت باچا خان د سترګو تور او د ټولو پښتنو د زړه ټكور دى. په دې تړون ورسره ښاغلى كبير ستورى يو شعوري تړون لري او چې كله هم پاكستان ته راځي، نو د ولي خان خواته خامخا ورځي. ډاكټر كبير ستوري د خان عبدالولي خان پوښتنه هم وكړه او د بيګم نسيم ولي خان سره يې هم وكتل. دغه رنګ دا ورځ ټوله ښه مصروفه تېره شوه. شپږويشتم مارچ هاغه ورځ وه د كومې لپاره چې ډاكټر كبير ستورى په خصوصي توګه راغلى وو. په دې ورځ په نشترهال كې ادبي چمن ټل د سيورې لاندې په دې عالمي كنونشن كښې د ډېرو لرې هېوادونو نه پوهان، ليكوال او سياسي غړي راغلي وو. ددې صوبې وزير اعلى محمد اكرم خان دراني او نورو سركاري غړو په دې كنونشن كښې په خصوصي توګه ګډون وكړو. كنونشن دوه ورځې دوام ولرلو او په يو نشست كښې ډاكټر كبير ستورى د مشر مېلمه په حيث خپلې ذمه وارۍ ترسره كړې. د عالمي پښتو ادبي كنونشن د خوا داكتر كبير ستوري ته د پښتو ادب ته د خدمت ايوارډ هم وركړى شو. په 28 مارچ د كنونشن د پروګرام ترمخه د ټولو شريك والو لپاره په كوهاټ كښې د روټۍ او بيا په ټل كښې د يوې مشاعرې تابيا شوې وه. كبير ستوري په دې دستورو كښې د خصوصي ګډون اراده ولرله. تر لسو يوولسو بجو پورې ليكوالان په نشترهال كښې راجمع كېدل. دغلته ستورى صيب د عبدالرحمان لوګي، اكرام الله ګران او نورو ډېرو ليكوالو سره د نزدې نه وليدل، چې كله د ليكوالو قافله كوهاټ ته ورسېده، نو د مسلسلې ستړتيا له امله هغوى ته دا مشوره وركړه چې ټل ته لاړ نشي او دغه رنګ هغوى د كوهاټ نه واپس پېښور ته راغلل. په 29 مارچ د پاكستان ټيلي وېژن پېښور مركز د كنونشن په اړوند د يوې خصوصي جرګې راجوړولو تابئا وكړه چې وركښې د ډاكټر كبير ستوري نه علاوه ددې صوبې د اطلاعاتو وزير ښاغلي اصف اقبال داودزى ښاغلي سليم راز، ښاغلي سعيد ګوهر، ښاغلي سليم صافي او نور شامل وو. په دې جرګه كښې د پښتو ژبې په اهميت خبرې وشوې. هم په دې ورځ ماښام په پريس كلب كښې د پښتو عالمي كانګرس له خوا د كنونشن د مېلمنو لپاره په يوه استقباليه كښې ستوري صيب ګډون اوكړو. په 30 مارچ د محمد افضل خان لالا د كتاب "د ډيورنډ كرښه" د مخ كتنې دستوره وه، چې وركښې د اجمل خټك، بيګم نسيم ولي خان، بشير بلور، لطيف افريدي نه علاوه نورو بې شمېره سياستمدارانو او ليكوالو صحافيانو ګډون وكړو. ستورى صيب په دې موقع خاص مېلمه و. په يكم اپريل د رحمن بابا د كليزې خصوصي دستورې وشوې. په وړمبۍ ورځ محترم كبير ستورى په دې دستوره كښې د خصوصي مندوب په حيث ګډون وكړو او د دوهم نشست صدارت يې وكړ. په 2 اپريل د پښتو نوي چينل (شمله ټي_ وي) د ستوري صيب سره دوه ساعته تفصيلي مركه وكړه. په 3 اپريل په ټوله صوبه كښې هړتال وو ځكه ټولې هلې ځلې وځنډېدې. په 5 اپريل په AVT خيبر كښې د ستوري صيب په علمي او ادبئ خدماتو خصوصي پروګرام كتابونه دريابونه ترتيب كړى شو، چې وركښې ډاكټر شاه جهان او ظفري صيب خبرې وكړې. په دې واقع د ستوري صيب د مشر ورور ښاغلي عبدالجليل ملنګ او زوى حاجي نصير ستوري تاثرات هم ريكارډ كړى شو. ستوري صيب په خپلو خبرو كښې د پښتو ژبې دپاره د نور كار كولو په اهميت زورر واچولو. ددې نه وړاندې هم په دې ورځ د صوبې د صحافيانو له خوا د ډاكټر كبير ستوري په اعزاز كښې د Gust Hour بندوبست وكړى شو. ګڼو صحافيانو په دې خبرو كښې شركت اوكړو او د ډاكټر كبير ستوري فكر ته يې خصوصي اهميت وركړو. په 8 اپريل ستورى صيب په ننګرهار كې د نارنج ګل په مشاعره كې هم ګډون وكړ او په 9 اپريل خاص كنړ ته لاړ. پښتونخوا: اوویشتمه ګڼه، ۲۰۰۵ ع کال، نولسم کال De Doktor Kabeer Storay Masrofiat By: Layaqzada Layaq Pakhtoonkhwa: Jahrg./ Vol.: 19 Nr./No.: 27 Year 2005 - بېرته شاته