(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پنجابي طالبان، فساد او کاروبار

د پاکستان په اوسني صورتحال کي دا حقیقت بېخي څرګند دی چي طالبان تر کومې ځانګړې سیمې ملاکنډ ډویژن،وزیرستان او پېښور پورې محدود نه دي. موږ په تکرار سره دا خبره کړې ده، چي طالبان صرف یوه قام ته منسوب نه دي. لکه څنګه چي د پاکستان جهادي او جماعتي مېډیا پر نړیواله کچه دا منفي او غلط تاثر خور کړ چي طالبان پښتانه او پښتانه طالبان دي. البته دا یو حقیقت دی، چي په افغان جهاد (فساد) کي د جابر او جلاد ضیاءالحق ټوله انتهاء پسندي او خرمستي د ډیورینډ د غزېدلي ښامار په دواړو غاړو یوازې تر پښتني سیمو پورې محدوده پاتې شوه. خو ددې انتهاء پسندۍ او خرمستۍ د اثراتو نه د سیمې نور قامونه هم بچ پاتې نه شول. نن د طالبانايزېشن رجحان په ټول پاکستان کي د یو طاقتور ذهنیت په توګه کار کوي. د پاکستان ریاستي ذهنیت د طالبانايزېشن په زېږولو او پروموټ کولو کي پراخه ونډه تر سره کړې ده. نن حالت دا دی، چي اسفندیار ولي خان وائي چي د پاکستان او طالبانو نه به د یوه انتخاب کېږي، دواړه نور یو ځای نه شي پاتې کېدی. د امریکې موقف دا دی، چي که پاکستان د طالبانو خلاف کاروائي نه کوي نو امریکه پخپله د کاروائۍ حق محفوظ لري. له یوې مودې پر نړېواله مېډیا د پنجابي طالبانو په حقله رپورټونه راځي. یو خوا که د ثبوت په توګه په لاهور او نورو ښارونو کي د پېښو شوو واقعاتو ذکر کېدی شي نو بل خوا په پښتونخوا او قبایلي سیمو کي د داسې ډېرو شواهدو د موندلو دعویٰ شوې ده چي په هغوی کي د ترهه ګرو تعلق د پنجاب سره تړلی دی. څو هفتې وړاندي د اې این پي صوبائي صدر او نومیالي دانشور سنېټر افراسیاب خټک په اسلام اباد کي یو سیمینار ته د وېنا پر مهال وویل چي په جنوبي وزیرستان کي دا وخت له 3000 نه تر 5000 پورې داسې طالبان موجود دي چي له پنجاب نه راغلي دي. ددې طالبانو تعلق د پنجاب د جنوبي ضلعو سره دی او په دې حقله د پنجاب حکومت سره په سرکاري توګه خبره هم شوې ده. جنوبي پنجاب دا وخت د ترهه ګرو ځاله ګڼل کېږي. د پنجاب سیکولر سیاسي حلقې پخپله وایي چي د سوات، بونیر او دیر په ډول په جنوبي پنجاب کي هم د اپرېشن ضرورت دی.هلته کي جهادي تنظیونه په تېزۍ سره خپل فعالیتونه مخ په وړاندي بیایي او خفیه ادارې په پراخه کچه د هغوی مرسته کوي. د پښتونخوا او قبایلي سیمو تر څنګ په افغانستان او کشمیر کي د تخریب لپاره هم دا جهادي تنظیمونه خپله لویه ونډه لري.د لشکر جهنګوي ځینو غړو د یو اوسني تفتیش په جریان کي د کراچي پولیس ته ویلي دي چي هغوی د پښتونخوا او قبایلي سیمو نه علاوه د NATO پر ځواکونو د یرغل لپاره هم جنګیالي روزي او لېږي. خبري اژانسونه وایي چي د لاهور تر څنګ د پنجاب د زیات شمېر ښارونو جوماتونه او مدرسې دا وخت د تخریبي فعالیتونو لپاره تعلیمات تر سره کوي. هلته کي دا درس ورکول کېږي چي په افغانستان کي کفار واکمن دي او په پښتونخوا او قبایلي سیمو کي پاکستاني فوځ د نورو د مفاداتو لپاره خپل مسلمانان وروڼه وژني. ځکه نو جهاد پر هر مومن فرض کېږي. سیاسي څېړونکي دا خبره هم کوي چي د پښتونخوا په نسبت په پنجاب کي د طالبانو ټرېننګ زیات پر ټکنیکل بنیادونو دی. ځکه چي پنجاب خپل ترقي یافته اپروچ په دې ځای کي هم په کار راوړي. اې این پی مسلسل دا دعویٰ کوي چي په پښتونخوا او قبایلي سیمو کي د جوماتونو او لاشونو بې حرمتي پنجابي طالبان کوي، ځکه چي هغوی د مذهب په حواله هم څه خاص استقامت نه لري او د هر مقصد لپاره په اسانه استعمالېدی شي. د لاهور د وړو وړو بدمستیو تر څنګ د سرفراز نعیمي غوندې مذهبي خلقو وژنه ددې حقیقت نشاندهي کوي چي جنګ اوس خور شوی دی. ولي خان دېرش کاله پخوا ویلي وو چي دا کوم کلاشنکوف بردار لاسونه تاسوافغانستان ته وږدوﺉ، ددې نشانه به اخرکار لاهور او اسلام اباد وي او دا اور که خور شو نو بیا به یوازې د سرې جنډې کور نه سېزي بلکې برګې، زرغونې، سپینې او تورې به ټولې پکي ځي. زه نه پوهېږم چي په دې حواله پنجاب اوس هم په هوش کي نه دی راغلی؟ ایا هغه پنجاب به اوس هم نه پاڅېږي، کوم چي به د نورو صوبو د سوځېدلو په وخت حبیب جالب را پاڅول غوښتو؟ د پنجاب د مذهبي دانش او جهادي و جماعتي مېډیا په دې حقله اوس هم هغه احمقانه او جاهلانه ردعمل دی، چي دا جنګ زموږ نه دی بلکې موږ د نورو جنګ کوو. د عمران خان غوندې بې ږیرې مُلایان وائي چي د طالبانو خلاف فوځي کاروایي په ملکي مفاد کي نه ده بلکې دا د امریکې خواهش دی چي له دې لارې عوام د فوځ خلاف کړي. جماعتِ اسلامي خو نو د طالبانو په پرورش کي بنسټیزه خښته ده. مولانا فضل الرحمان د پارلیمان مزې هم کوي او په پس پسې د فوځي اپرېشن مخالفت هم کوي. "رند کې رند رهې جنت بهی هاته سې نهين گئی". د نواز شریف پوزیشن هم کټ مټ داسې دی. تر اوسه پورې په دې حقیقت د پوهېدلو کوشش ونه شو، چي د جهالت خلاف جنګ د هر چا جنګ وي. په پاکستان کي خو ځنګل ښار ته راننوتی دی. کوم داسې کار دی چي په جبر نه تر سره کېږي؟ د دلیل او منطق خبره چرته لاړه، تهذیب چرته ورک شو او هغه د مساواتو، ورورولې او اسلامي اخلاقیاتو لوې لوې دعوې؟؟ مګر بیا هم د ترهه ګرو لپاره نرم زړه او د هغوی د دفاع لپاره د خودساخته دلیل تراشلو ریاستي پالیسي...! فوځي اپرېشن تر اوسه پورې دوام لري، سره له دې چي د لویو لاس ته راوړنو دعوه کېږي او په مختلفو حوالو یو جزوي اطمینان څرګندېږي خو د طالب قیادت خوندي پاتې کېدل هغه سوال دی، چي هر حساس ذهن ته ورپېدا کېږي. په دې سلسله کي خلقو کومې بدمرغۍ او بدبختۍ ونه زغملې؟ هغه د افغان فساد د وخت د مهاجر او انصار د رشتو یادونه تازه شول. د بې ځایه شوو خلکو په نوم د خېرات جولۍ د ټولې نړۍ په وړاندي وغوړول شوه. موږ د طالبانو د جنونیت او د ریاست د استبدادیت لپاره پېدا شوي یو. پاکستان اوس هم د څو کورنیو ملکیت دی. پاتې عوام د اڼولو لپاره دی. عوام یوازې د کرکټ مېچ د ګټلو په وخت په خوشحالیو کي شاملوي. دا اخلاقي فریضه هم ده او حبُ الوطني هم، زموږ ساده ګان په تشه ګېډه ورته ټوپونه وهي. پردي مېچ ته اتڼ، پردي جج ته اتڼ!! د جناح صاحب "څوارلس نکات" لوستونکي او رټه کوونکي به هم دومره پوهېږي!! عوام له یو نالیدلې وېرې سره مخامخ دی او ریاستي ادارې د ویرې سیاسي استعمال کوي. د طالبانو له وېري حقیقي عوامي ګوندونه یوه عامه غونډه هم نه شي کولی برعکس د حمید ګل او صوفي محمد د سکول آف تهاټ سیاسي ګوندونه هر ډول سرګرمۍ تر سره کولی شي. پاکستاني ریاست په انتظامي توګه ناکام دی. په نورو لفظونو انتظامي ادارې د شرپسندو او ترهه ګرو خلاف کاروائۍ ته چمتو نه دي. د ټارګټ کلنګ واقعات اوس د معمول خبره ده. یو غیر یقیني صورتحال دی. د پښتونخوا او قبایلي سیمو نه علاوه د بلوچستان او کراچۍ په موجوده کشیده او پېچیده صورتحال کي د سیکورټي ادارو نېغ په نېغه مداخلت شامل دی. په پښتونخوا کي اکثر زړه لړزونکي واقعات او د سکولونو تباهي د کرفیو په دوران کي شوې ده. د سیکورټي ادارو د مجرمانه کردار د پټولو لپاره شپه او ورځ د بهرني لاس د مداخلت ذکر دوام لري. د مېډیا ټوله غصه تر بهارت او افغانستان وځي. خو ددې هر څه سربېره اوس نړیوال سیاست یو داسې رُخ اختیار کړی دی چي پکي د پاکستان د ډبل ګېم پالیسي نوره ګټوره نه شي پاتې کېدی. د ډرون حملو په شدت کي هم اضافه راغلې ده. اوباما د افغانستان مستقبل براه راست له پاکستان سره تړلی دی. لېکن بیا هم طالبان خو د پاکستان یو کاروبار دی، د کومو په نوم چي له دنیا نه د ډالرو بوجۍ را غونډولی شي. دېرش کاله "فساد خور کړه، ډالر وګټه" پالیسۍ ته د پاکستان په ریاستي تناظر کي مرکزي حثیت ورکول شوی دی. اوس هم د طالبانو خلاف د جنګ په نوم ډالر، د طالبانو د حمایت او ملاتړ د جاري ساتلو په نوم اجرتونه او اوس د بې کوره شوو خلکو په نوم د خېراتونو غوښتنه!!! په اوسني صورتحال کي د پاکستان دا څرګند موقف دی چي موږ په کمه تنخواه زیات کار نه شو کولی. طالبان د پاکستان یوه قیمتي سرمایه او اثاثه ده. پاکستان ددې پرورش او حفاظت په هر حال کي کول غواړي. جنوبي پنجاب او لاهور د طالبانو یوه ښه تربیت ګاه ثابتېدی شي. لشکرِ جهنګوي، لشکرِ طیبه، حرکت المجاهدین او نور جهادي تنظیمونه د طالبانايزېشن د خورولو لپاره د ریاستي ادارو لخوا سپورټ کېږي. ددې تنظیمونو تربیه شوي جنګیالي د جنګ عام آلات نه بلکې لوې وسلې، میزایل او راکټ لانچر استعمالولی شي. سیاسي څېړونکي وایي چي د پنجاب د جهادي فرقه ورانه تنظیمونو او طالبانو تر منځ باقاعده اتحاد موجود دی. په نورو ټکو دا د یوې سکې دوه مخونه دي. پنجاب د خپلو جهادي تنظیمونو لپاره د طالب نوم ځکه نه استعمالوي، چي دوی طالب یوازې پښتنو ته منسوب ساتل غواړي. د طالبانو خلاف چي څومره په پښتونخوا کي خبره ګرانه ده، په هم دې کچه په پنجاب کي هم ده. د پاکستان مېډیا هر وخت طالبانایزېشن ته د دلیل او جواز پېدا کولو په هڅه وي، د افغانستان د طالبانو خوبۍ او کارنامې راشمېري او هلته کي هر ډول خرمستیو ته جواز ورکوي. خو چي کله خبره د پاکستان شي نو بیا یې دانشوران په مختلفو حلقو کي تقسیم شي. ضرورت ددې دی، چي پښتانه قام پرستان په دې حالاتو کي پر جدي بنیادونو خپل رول تر سره کړي. د طالب اصلی امېج دنیا ته ورمعارفي کړي، هم په حکومتي او په عوامي حواله دا کار باید وشي. یاران که مي ځان د قام ګني، نو درنه خاموشي به ماتوي. د خاموشۍ شکست زښت زړه چاودونکی وي. پښتانه هر خوا د المیو نه ډک ژوند تېروي.پښتونخوا ورانه ده، کراچۍ د ژوند او کاروبار جهنم دی، په بلوچستان کي د پښتنو ژوند بېخې بې اسرې او بې سهارې دی. نمایندګي نشته. بلوچیان یوازې د آزادۍ سیاست مني، خو د پونم پښتون زړه او دماغ په دې لړ کي کوم شرایط نه لري. له ګڼ شمېر بحرانونو سره لاس او ګرېوان یو. پنجاب لګیا دی، طالبان جوړوي او د پښتنو وطن ته یې رالېږي. موږ لا د خپلې مقدمې د وړاندي کولو په پوزیشن کي نه یو. قامی سوالونه چرته ارام پراته دي. قامي مسئلې نیژدې په لر او بر ټول وطن کي مذهبي شکل خپل کړی دی. دانشوران او ادیبان په دې حقله خپله منصبی فریضه نه تر سره کوي. د خپل وطن claim هم نه شي کولی. خپل مطبوعات مو جذباتیت ته سپارلي دي. د هغه وخت قصیدې راته لیکي "چي په هند کي پښتانه وو باچاهان". په سیاسی حواله مي روڼ آندي هیڅ محکم علمی contribution نه لري. څوک په ړوند عقیدت کي له سیاسي قیادت نه پېغمبران جوړوي او د هر ډول تنقید نه یې مبرا ګڼي او څوک بیا د سطحی جذباتيت له مخې ټول قامي تحریک په نیشت حسابوي. دا دواړوې رویې پر انتها پسندۍ مبني دی او نتایج یې هم دومره خطرناک دي لکه د مُلایانو بنیاد پرستي!! موږ نه غواړو چي د پښتنو قامي انتها پسندي دي د مُلایانو د مذهبي انتها پسندۍ په تول پوره وخېژي. موږ په یو اوږد جنګي ماحول کي پاتې شوي یو. په جغرافیایي حواله ټوټې توټې یو او په سیاسي، اقتصادي او علمي حواله خوار یو. موږ د اعتدال او سنجیدګۍ سیاست ته اړتیا لرو. زموږ وطن دروغژن دورونه تېر کړي دي، ځکه نو د رښتیا مکتبِ فکر ته زښت تږی دی او هم په دې مکتبِ فکر جوړېدی شي. (قلعه سېف الله) [email protected] - بېرته شاته