(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ای پښتنو بابا ګانو ،روڼ اندو،مشرانواوکشرانو...

ای پښتنو بابا ګانو ،روڼ اندو،مشرانواوکشرانو راویښ شۍ که نه نو داحمدشاه بابا د ویاړراپاتی افغانستان مو د لاسه روان دی. دا چه د افغانستان لپاره راتلوونکو ټولټاکنوته د ګوتو په شمار ورځی پاتی دی نو تر اوسه پښتانه کاندیدان بی اتفاقه په مختلفو ټولګیوویشل شوی او هریو په خپلو خپلو کمپاینونو بوخت دی .خو دی ته متوجی نه دی چه د میدان ګټوونکی به څوک خیژی .دا کچیری پښتانه کاندیدان همداسی پاتی شی لکه څنګه چه پدی اوس حالت کی دی . او یوبل سره پوهاوی او اتفاق ونکړی، او یو بل ته تیر نه شی نوبیا به ددوۍ د بی اتفاقۍ له وجی نه یو ځل بیا افغانستان د شمالی ټلوالی ټوپکمارو،داړه مارانو ،پښتنو ضد او دافغانستان د تجزیی کیدو او فیدرالیزم غوښتوونکو ګوتو ته ورشی.چه بیا به اوبه د ورخه تیری وی او بیا به هیڅ نه شۍ کولای اودا ځکه د هغوی دی هوښیارتوب ته اوګورۍ یو کس یی کاندید کړی او نورورپسی ولاړدی خو متاسفانه په مونږ کی زیات کاندیدان دی او لږ ټوک ټوک ورپسی ولاړ یو.دا ښکاره هغوۍ ته موقع په لاس کی ورکوی.او هغوۍ پدی ښه خوشحاله دی ځکه چه هغوۍ وایی دغه دی په جنوبی کی خو هسی هم څوک رایه نه شی ورکولای ځکه هلته خو جنګ دی .په مشرقی کی یی د کوم زیرکتیا نه کار اخستلی دی پدی مونږه او تاسی ټول پوهیږو ځینی کاندیدان د همغوۍ په اشاره ولاړ دی چه د پښتنو رایی تقسیم شی او هغوۍ ته د بری چانس برابرکړی او دا لا څه چه ځینی پښتانه ورپسی مستقیما ولاړ دی .چه دا ډیر د افسوس ځای دی .چه زه دغه پښتنو ته دومره فقط وایم چه تاسو خالی د پنځه دقیقو دپاره پدی خپل ګریوان کی لږ غوندی فکر او سوچ و کړۍ چه ایا دا ستاسو ښه کار دی او که بد چه ددښمن په منګولو کی لوبیږۍ.نو زما خوږو ورونو پدی خلکو مه غولیږۍ دا کرغیړنه د افغانستان ضد جبهه د ایرانیانو ،شورویانو،او تاجکانوپه ګډه جوړه شوی جبهه ده ددوۍ یواځینی هدف د افغانستان تجزیه کیدل او د پښتنو ورکول دی .په ظا هری نقاب یی مه تیروځۍ دا دوه رنګی دی دوۍ د واک دپاره هر څه هرڅه کوی دوۍ نه مجاهدین دی او نه د جهاد کلمه پیژنی خو فقط پدی نوم ځانونه واک ته رسوی.او ددی ژوندی مثال دادی کچیری دوۍځان ته مجاهدین وایی نو بیا یی ولی د یونیم میلون شهیدانو ،یتمانو ،کنډو او رنډو په سرلوبی وکړی او هغه دا چه کله افغانستان د سروشورویانو نه ازاد شو شورویان ووتل چه همغه وه سمدلاسه دوۍ لاړل او بیرته د شورویانو سره په یوه استرخوان کیناستل او ددوستۍلاسونه یی ورکړل دا په کوم غسل پاکان شو چه اول یی ورسره جهاد کوو او بیا سمدستی ورسره بیرته کیناستل خو دا مونږه او تاسی ټولو ته په همغه وخت کی معلومه شوه چه دوۍ مجاهدین نه منافقین وه دوۍ مخکی دمخکی نه د شوروی سره لاسلیکونه کړی وه.دهغه نه ورسته یی بیا نوری څه څه ناکوبۍ ونه کړی کابل ښار یی لوټی لوټی کړوشپیته زره معصوم کابلیان یی د راکټونو خوراک کړل وطن یی ټول لوټی لوټی او کنډواله کړو . د کابل ښار یی چور کړلو دغه ډاکوانو اوتر ننه پوری افغانستان ددوۍ دلاسه ګډوډ او خاوری په سر دی طا لبان هم همدوۍ ټوپکمارو وزیږول ځکه دوۍ جنګونه شروع کړل په هر ولایت کی خپل خپل حکومت وه انارشی بی بندوباری او پاټک سالاری وه .نو همغه وه چه طالبان راغلل. ځکه که دوۍ جنګونه نه وی شروع کړی نونه به طالبان وی اونه به دا د نن ورځی دربدری وی.اوس راځم ډبل عبدالله ته ډبل عبدالله د همغه فاسدی او متعصبی جبهی بنیادی غړی دی چه د پښتنو نه ډیر نفرت او کرکه لری کله چه دی په موقته اداره کی د بهرنیو چارو وزیر وه نوده د پښتنو 75٪سلنه یی 30٪سلنی ته راټیټه کړه په پټکی او د دروغو په پښتنتوب یی مه تیروځۍ دی نه پښتون دی او نه دده څیره پښتنو ته تللی ده دا هر څه د واک د لاسته راوړلو لپاره کوی دده یو بل خیانت کله چه دی دبهرنیو چارو وزیر وه نو نړیوالی ټولنی د شوروی نه د غرامت او تاوان خبره راپورته کړه چه شوروی دی افغانستان ته تاوان ورکړی همغه وه چه دی ملی خاین هغه خبره ټپه کړه او وویل چه شوروی په شورای نظار ډیر مصرف کړیدی اوهمغه وه چه ددی کړیدلی ،زوریدلی او ربړیدلی ملت په ستروګویی خاوری واړولی اوس راځم اصلی موضوع ته ددی خلکو جنایتونه او خیانتونه ډیر دی زه نشم کولای چه پدی وړوکی مضمون کی یی راخلاصه کړم.خو غواړم چه څنګه افغانستان ددوۍ د منګولونه خلاص کړونو ددی پوښتنی ځواب یواځی او یواځی د پښتنو کاندیدانو اتفاق او یو بل ته تیریدل دحل لاره ده او بس .اوددی دپاره زه تاسو ته یوه معقوله لنډه غوندی بیلګه وړاندی کوم :وایی چه په یو ځنګل کی دوه ماران اوسیدل د یو مار سل سرونه وه او یوه یی لکۍ وه اود بل مارسل لکۍ او یو یی سر وه ناڅاپه دغه ځنګل اور واخیسته پدی منځ کی دکوم مار چه یوسراو سل لکۍ وی نودغه مار یوطرفته حرکت شروع کړود ځان د خلاصی دپاره او هغه بل مار چه سل سرونه اویوه لکۍ یی لرله نو هغه سل سرونو مختلفی پریکړی لرلی یو سر ویلی زه د جنوب طرفته ځم بل سر ویلی زه دشمال طرفته ته ځم په همدی ډول مار ځای پر ځای تم دی همغه وه چه اور تری نه راچاپیره شواو د سل سرونو مار پکی ټول وسوځیده اوکوم مار چه یو سر اوسل لکۍ لرلی هغه یو طرفته ته ووتو او د عذاب نه خلاص شو.نو زما مشرانو او کشرانو روڼ اندو اوس پخپله فکر وکړۍچه ایا نن زموږه د پښتنو کاندیدانو مثا ل همغه د سلوسرونو د مار نه دی؟ ښه نو اوس خبره داده چه څنګه ددی موضوع حل ولټوو.نوددی موضوع د حل لپاره زه د ټولومحترمو،معززو،ویاړلو باباګانو ،روڼ اندو مشرانو او کشرانو نه احترامانه او په ډیر درنښت غوښتنه کوم چه ژر تر ژره په کابل او یا کوم بل ولایت کی راغونډ شۍ او یوه بیړنۍ ملی غونډه جوړه کړۍاو ټول پښتانه کاندیدان ورته راوغواړۍ او ددوۍ په منځ کی یوبل ته قناعت ورکړۍ د وړتیا او پوهی اودعلمی درجی د لوړوالی په نظر کی نیولو په لحاظ یوبل ته تیر شۍاو یو واحد کاندید وټاکی ددوۍ ترمنځ .د پښتون بل پښتون ته تیریدل ښه سړیتوب دی پښتو ده د پښتون ټبر عزت دی پښتنواله ده یوالی او غښتلتیا ده قربانی ده د خپل ټبر سره مینه ده .دیوپښتون بل ته تیریدل پیغور او کمزوری نه ده بلکی ځوانمردی ده صیله رحمی ده پرمختګ دی ولی پښتون غیری پښتون ته تیریدل پیغور دی بی غیرتی ده بی ایمانی ده کمزوری ده . ټیټالی ده د پښتو سره جفا ده .زه یو ځل بیا پدی ټینکارکوم چه ډیر باریکه وخت دی ډیر د احتیاط نه کار واخلۍ لږ د بیټ نیکه دوعاوی او مناجات رایاد کړۍ او پدی ربړیدلی ټبر نور رحم وکړۍ دښمنان مو ډیر دی او ټول راته یودی خپل ځانونه پخپله مه ختموۍ نو راځۍ چه سره یوشو او ددښمنانو زړونه ټق وچاوواو یو ځل بیا خپل ګران او خوږ افغانستان د وحشت او بربریت د تورو تیارو نه رڼا ته راوباسو.دا کار به د تاریخ پاڼی رڼا کړی او هغه کاندیدان چه د یوه په ګټه تیر شی د هغونومونه به پکی د تل دپاره ژوندی پاتی شی .دا چه زه یو زده کړیال (محصیل )یم ما باید ددی لیکنی پرځای خپل درس ویلی وی خو دا ضرورت وه دغه باریکه حالاتو دی ته مجبور کړم چه یو څه ولیکم . لیکنه می په ډیره عجله کی ولیکله که کومه ادبی خطا ولری نو معذرت غواړم. د ټولو پښتنو د یوالی او یو موټی کیدو په هیله . رفیق ا لله (هاند)د بنګله دیش نه . E-mail : [email protected] E-mail : [email protected] - بېرته شاته