(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په پښتون کلتور د سي ډي ډرامواغيزې

د پښتون کلتور ته کۀ وګورو نو په هيڅ دور کې پښتون دشاعرۍ، موسيقۍ او مصورۍ نه لرې نۀ دى پاتې شوے، اروپا کې چې کله صنعتي انقلاب راغلو نو دهغې اثرات تر پښتنې سيمې هم راورسيدل په کومو حجرو کې چې به درباب منګي مجلسونه کيدل هلته ريکاډي باجې راغلې او وروسته ورپسې ريډيو وپيژندل شو او دکلي په يوه حجره کې به ريډيو پروت ؤ چې دټول کلي بوډاګان ، زلمي او ماشومان به ورته ماسخوتن ناست وؤ لږه موده پس ټي وي راغلو چې په ډيرو کمو کورونو کې به ؤ خو ورسره دوي سي آر کلتور هم وده ومونده. ټي وي کې دا مسئله وه چې يو بنده دخپلې خوښې پروګرام نۀ شو کتلے. بلکې څه چې به دټي وي چارواکو وړاندې کول کتونکي به دهغې په کتو مجبوره وؤ خو دوي سي آر په راتګ کتونکو دا اختيار ترلاسه کړو چې کوم وخت او کوم رقم فلم، ډرامه يا سندره اوريدل غواړي کولى ئې شول چې وې ګوري او خوند ترې واخلى. دکمپيوټر ټيکنالوجۍ يو نوى دور چې شروع شو نو خلق د وي سي آر دغټو او درنو کيسټو نه خلاص شول او په ډير ارزان نرخ کم وزنه کمپيټ ډسکونه يعني سي ډيز متعارف شوې چې عکس ئې هم دوي سي آر دکيسټ نه ښۀ وؤ او وزن ، قيمت او جسامت ئې هم دوي سي ار په مقابله کې ګټور وؤ په دې ټول عمل کې پښتانۀ دچانه کم نۀ دي پاتې شوى. دوي سي آر فلمونو کې يقيناً چې دوي دومره مقابله نۀ ده کړې لکه څنګه چې په سي ډي ګانو کې کوي خو بياهم مونږ ته ښکاري چې هاغه وختونو کې پښتنو ډيرې سندرې، ډرامې او فلمونه د وي سي آر کيسټو ته واړولې، نن دسي ډي دور دى ددې نه پس به کومه ټيکنالوژي وړاندې راځي ؟ پښتانۀ به هغې کې کوم رول لوبوى؟ او په پښتنې ټولنې به دهغې اثرات څه وى؟ دا هاغه پوښتنې دي چې دسبا نسل به ورته ځواب وائى. مونږ په دې برخه کې هڅه کوؤ چې دسي ډي ډرامو او ټيلي فلمونو په پښتون کلتور اغيزې څه دى؟ دوي دکومو ستونزو سره مخ دى؟ ددې دپرمختګ لپاره بايد کوم ګامونه پورته کړى شى؟ ددې مثبت او منفي اثرات په ټولنه کوم غورځيږي ؟ په دې لړ کې مونږ دټيلي فلمونو او سي ډي ډرامو يو مختصر جاج اخستى دى چې ستاسو وړاندې دى او قضاوت په تاسو پريږدو چې بايد څه وشي او دڅه نه ډډه پکار ده. دپيښور ښار نشتر اباد چوک کې په لسګونو داسې ميوزک سنټرې دي چې دسي ډي پښتو ډرامو، ټيلي فلمونو او مزاحيه خاکو سي ډي ګانې خپروى، دلته ددې سي ډي ګانو ډائريکشن، پروډکشن او مارکيټنګ کيږى. اکثر هنر مندان او دې فن سره تړلي نور کسان هم دې بازار کې په نظر راځى. دسي ډي ډرامو او ټيلي فلمونو پحقله دمتحده ټريډيونين نشتر اباد چوک پيښور ښار صدر شيردل ووئيل چې درې څلور کاله اګاهو دپښتو سي ډرامو او ټيلي فلمونو کلتور رامنځته شو. او هره مياشت ددې مارکيټ تر څلور پينځه سي ډي ګانې خپريږي په يوه سي ډي دخرچې متعلق دۀ ووئيل چې دا په ډرامه کې په هنرمندانو، موسيقۍ او لوکيشن اړه لري خو بياهم دڅلورو لکو نه تر دولسو لکو روپو پورې يوه ډرامه جوړيږى، شيردل زياتوي چې ما څو ځله خپل مطبوعاتي کانفرنسونو کې غوښتنه کړې ده چې ددې څانګې دپرمختګ لپاره بايد يو سنسربورډ جوړ شي چې ورسره به حکومت ته هم ګټه وي او فنکارانو ته به هم ډاډګيرنه ترلاسه شى. دى وائي چې دې لړ کې ما څو ځله دقانون صوبائي وزير سره ، داخله وزير او نورو چارواکو سره خبرې وکړې خو څوک هم دې کې خوښي نۀ لري کۀ چرې دوي دسي ډي ډرامو ته قانوني شکل ورکړو نو حکومت ته به دې مد کې په کروړونو روپو امدن په لاس ورشي خو دبده مرغه دوي ته دا معلومات نشته چې دې کاروبار سره دلکونو خلقو روزګار تړلى دى او خلقو پکښې کروړونه روپۍ سرمايه کاري کړې ده. ددې پوښتنې په ځواب کې چې سي ډي ډرامو کې ددومره زياتو ټوپکو، وينو او داخلاقو نه پريوتو مکالمو علت څه دى شيردل ووئيل چې ډرامه کې مثبت او منفي دواړه کردارونه وى. مونږ چونکې ددې خاورې سره تعلق لرو نو هڅه مو وي چې منفي او مثبت دواړه کردارونه دخپل کلتور مطابق وښايو شيردل په دې برخه کې دحکومت نه غوښتنه کوي چې حکومت پخپله رامخکښې شي او يو بورډ جوړ کړي چې دهنرمندانو، پروډيوسرانو، ژورنالستانو، بيوروکريټانو، او پخوانيو ججانو په شمول پکښې نور باصلاحيته کسان هم شامل کړي دې سره به دکاپي رائټ يا نقل ستونزه هم هواره شي حکومت ته به دټيکس يا ګمرک لۀ لارې گټه هم په لاس ورشي او دهنرمندانواو پروډيوسرانو تحفظ به هم باوري شى، دسي ډي ډرامو پحقله پروډيوسر، ډائريکټر او اداکار شاه جهان وائي چې په يوه سي ډي ډرامه قريباً يوه مياشت وخت تماميږي او ټول ټيم پکښې مصروف وى، دى زياتوي چې ديوې ډرامې لګښت ديو لک اويا زرو نه تر دوه نيم لکو پورې وى، شاه جهان دسي ډي ډرامو دبدنامۍ لوئې علت هاغه شوقيان ګڼي چې شل ديرش زره روپۍ راواخلي يو دوه غير معروفو اداکارانو جينکو سره په لږو پيسو خبره وکړي يو څو ټوپکې په لاس کړي او بغير دڅه منصوبه بندۍ نه دډرامې ريکارډنګ پيل کړى صوبه سرحد کې دسي ډي ګانو دوکانونو ته دنامعلومو کسانو له اړخه ددړکو او په بمونو دالوزولو خطونو په حقله شاه جهان وائي ماته خبرونه رارسيدلي دي چې دسي ډي دوکاندارانو ته دخپلو کاروبارونو دبندولو نامعلومه کسانو خطونه راليږلي دي او داهم راته معلومه ده چې ددې مارکيټ ځينې دوکاندارانو ته داسې دړکې ورکړى شوې دي خو ماته تر دې دمه چا داسې خط نۀ دى راليږلى او نۀ ئې په بله ذريعه سره دتماس نيولو کوشش کړى دے. دپښتوډرامو يو بل هنر مند طارق جمال چې پروډيوسر او ډائريکټر هم دى وائي چې دې څانګې ته دراتګ زما مقصد دا ؤ چې دپښتنو په کورونو کې دې دپښتو سي ډي ګانې داخلې کړم. هغه وايي ما به کتل چې کورونو کې به زمونږ ميندو ، خويندو او ماشومانو هندي سي ډي فلمونه، ډرامې او دموسيقۍ پروګرامونه کتل، نن زۀ په دې کې بريالى شوى يم چې خلق دهندي فلمونو په ځائې دپښتو سي ډي ډرامې کور ته راوړي او خوند ترې اخلى. طارق جمال دسي ډي ډرامو دمکالمو پحقله وائي دا حقيقت دى چې زمونږ دډرامو ژبه لګه ستغه وي چې علت ئې دليکوالو کمى دى کۀ لوستي او تجربه کار ليکوال دې څانګې ته راغلل نو هيله ده چې دډرامو ژبه به ادبي او ښائسته شى. دبې نومه خطونو او دړکو په باب کې طارق جمال وائي ماله داسې دړکه چا نۀ ده راکړې خو دمارکيټ مشرانو ته ئې خطونه ليکلي دى. دهغه وينا وه ما دهنرمندانو دتحفظ لپاره داواز په نوم يو تنظيم هم جوړ کړى دى او حکومتي چارواکو سره مې خبرې هم کړي دي خو افسوس چې مونږ حکومت نۀ تسليموي نو باقي نور خلق به مو څه تسليم کړى. دپښتو سي ډي ډرامو يوه هنر منده ناديه گل ددې پوښتنې په ځواب کې چې ستاسو په ډرامو کې ځينې رقصونه ولې دپښتون کلتور سره سمون نۀ خوري وائي چې مونږ دخلقو دغوښتنو مطابق ډرامې جوړوؤ خلق ډرامو او ټيلي فلمونو کې رقصونه او ټوپکې خوښوي دسي ډي ډرامو يو بل هنر مند سجاد خليل زياتوي چې زمونږ دډرامو باقاعده ليکوال وي او په ټوله ډرامه مونږ تفصيلي بحث کوؤ. دسي ډي ډرامو کيمره مين (عکاس) افتاب وائي چې مونږ دډرامې يو برخه ريکارډ کړو نو بيا دايډيټنګ مرحله کې دې کې بدلون راشي او مونږ خبر هم نۀ يو چې داسې برخې پکښې دکمپيوټر په ذريعه واچول شي چې دکتلو جوگه نۀ وى. افتاب وائي چې زۀ دشوقيانو دپاره هم ريکارډنګ کووم او دهغوي ډرامو کې داسې برخې وي چې هغه دکورنۍ دغړوسره يوځايې نۀ شي کتل کيدے. دسي ډي ډرامو يو ميک اپ مين شاه خالد عباس چې دلاهور فلم انډسټرۍ کې ئې هم ډيره موده کار کړى دى وائي چې زمونږ کار دکردار ترمخه وى. ډائريکټر ماته ووائي چې دا يوه کليواله جينۍ ده کۀ دښار اوسيدونکي دا يو بوډا دى کۀ زلمى نو دهغې مطابق زۀ دهغوي دمخ ميک اپ کووم دجينکو دپتلونونو پحقله دى وائي چې دا زما کار نۀ دى دا دډائريکټر خوښه وي چې کومه جينۍ دې پتلون کې وښودل شي او کومه په قميص پرتوګ او لوپټه کښې. يو بل دسي ډي ډرامو پروډيوسر محترم شاه چې فقط يوه ډرامه ئې جوړه کړې ده وائي چې نور زۀ ددې شعبې نه لاس په سر شوى يم ځکه چې دوي په سکرپټ کې څومره مينه ناک ښکاري حقيقت کې داسې نۀ وي دى زياتوي چې سي ډي درامو په تيرو دريو څلورو کالو کې ډيره ترقي وکړه خو اوس دزوال په لوري روانه ده او ډير زر ده چې نۀ به څوک سي ډي ډرامې جوړوي او نۀ به ئې څوک ګورى. محترم شاه دا نۀ شي وئيلى چې دسي ډي ډرامو دختميدو نه پس به دغه خلا څنګه او څوک ډکه کړي. ډیوه ـ میا قاروق فراق - بېرته شاته