(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د کونړ سیند مشاعری ته راغلی پیغامونه

د خاص کونړ ادبی او کولتوری ټولنی پیغام په جرمنی کی د کونړ د ځوانانو کولتوری مشرانو ،ټولو غړو ،زمونږ د قلم قبیلی او په خپلی ژبی ، ادب او کولتور مینو ملګرو اودکونړ سیند مشاعری ټولو درنو ګډون والو په سلامونو مو لمانځم! خوښ یم چی په جرمنی کی د کونړ د ځوانانو کولتوری ټولنی د پښتنی کولتور د پرمختیا او غوړیدو لپاره لا پسی مټی بډ وهلی او پدی لړ کی ئی کونړ سیند دویمه کلنی ستره او درنه مشاعره جوړه کړه ،ویښ او بیدار قومونه تل خپل ویاړونه پالی اولمانځی چی همدا د بری لاره ده. زه د خپل ځان اود خاص کونړ ادبی او کولتوری ټولنی د ټولو ملګرو له خوا په جرمنی کی د کونړ د ځوانانو کولتوری ټولنی ته د زړه له کومي مبارکي وایم چی د خپل هیواد سره د بی کچی مینی په اعتراف ئی دکونړ سیند دویمه کلنئ مشاعره جوړه کړه . تاسو ته پدغه ستره لاره کې د لابریاوو په هيله عرفان الله کوټوال د خاص کونړ ادبی او کولتوری ټولنی مشر د ستوری مجلی د مبارکئ پیغام په جرمنی کی د کونړ سیند ددویمی کلنئ مشاعری برخه والو سلامونه او ښی چاری! درنو هیواد والو! دا مالومه خبره ده چی قامونه د خپلی ژبی او کولتور په پاللو او روزلو ژوندي پاتی کیږی له ښه مرغه د پښتون ملت ځوان کول رابیدار شوی دی ،د خپل کولتور د ودی لپاره هر اړخیزی هلی ځلی کوی چی پدی لړ کی نن د کونړ د ځوانانو کولتوری ټولنی دکونړ سیند دویمه کلنئ مشاعره جوړه کړی چی دا لړئ باید اوسنی او راتلونکی نسلونه جاری وساتی او خپل ویاړونه ونمانځی . د ستوری خپلواکه،کولتوری او ادبی خپرونی ټول ملګری په جرمنی کی د کونړ د ځوانانو کولتوری او ټولو درنو هیوادوالوته د کونړ سیند ددویمی کلنئ مشاعری د جوړیدو له امله زړه له تله مبارکی وائی. ستاسی د بریالیتوب په هیله ښاد او اباد اوسئ. د ستوری مجلی اداره کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالی د پښتونخوا پوهنی دیری د مبارکئ پیغام دکونړ سیند مشاعری ټولو درنو او قدرمنو ګډونوالو نيکی هيلی او سلامونه! تر ټولو د مخه په جرمنی کی د کونړ د ځوانانو کولتوری مشرانو اوټولو غړو تهکورودانی وايو چې د هیواد د تاریخی او ډیر اهم سیند ((کونړ سیند)) په نامه ئی له خپل ټاټوبی ډیر لیری دویمه کلنئ پرتمینه مشاعر جوړه کړه چی دا ئی د خپل کولتور سره د بی کچی مینی ثبوت دی چی دپښتنی کولتور پالونکی ورته نه يوازی دا چې د قدر په سترګه ګوری ، بلکه ملاتړ او مرسته ئی کوی . د پښتونخوا پوهنی دیره د کونړ د ځوانانو کولتوری ټولنی ټولو ملګرو ته مبارکی وائی کلکه حوصله او لا بریالیتوب ورته د لوی خدای له درباره غواړی. په درناوی لایق زاده لایق عبدالبصیر بیدار د پښتونخوا پوهنی دیری مشر د پښتونخوا پوهنی دیری ستر سکرتر سلامونه او نيکي هيلي هيله ده چي ټول پتمن ادبي دوستان به روغ او جوړ وي ، داچي د کونړ کلتوري ټولنه په پردېس کي د کونړسيند په نامه پښتنه او ښايسته مشاعره جوړوي په دې ادبي حرکت موږ زښت زيات خوښ يو د همدې ټولني منتظيميو کوربنو ته لوړي حوصيلې غواړو او د مبارکۍ مراسم ورته په پرلپسې مينه وړاندي کوم ستاسو د برياوو په هيله د پښتو ادبي تړون چمن محکومي پښتونخوا مسؤل عادل اڅکزی 00923022245352 جرمني کي دکونړدځوانانوکلتوري ټولني ته زما سلامونه اوښې پیرزویني ومنئ داچي تاسي ځوانان دپښتوادبي بڼ تل سمسورساتئ اوبیا هغه هم له هیواده دباندي په یوخارجي هیواد کي، ستاسي دپښتوسره دخاصي میني ښکارندوي دئ اوخدای موتل پکښي کامیابه لره. زما خپله په شعر کي مطالعه اوبیا جوړونه په وارسره ډېره کمه اوسم دنست سره برابره ده، خوکله کله دژبپوهني اوتاریخ کتابونه مطالعه کوم نوماهم ددغه ایمیل سره مل د تاریخي یفتلي اواوسني ابدالي فونیټیکي اواتنیکي اړوندی په اړه دځینونومیالیولیکوالوله لیکنوڅخه په استفادې یولیکنګوټي برابره کړې ده، ددې لپاره ئې دراستوم ګوندي یوځای ئې نیولئ وي په مینه او درناوي حجت الله فطرت دکنړ دکلتوري ټولنې او مشاعرې درنو مشرانو سلامونه اونیکې هیلې مو ومنئ ویاړم چې تاسې یوځل بیا د کنړ د ښکلې درې او که په څرګند توګه ووایم دافغانستان د سویزرلنډ د سیند تر نامه لاندې د مشاعرې پروګرام جوړکړې دې ماته به ډیر د فخر او ویاړ ځآې واې چې له تاسې سره مې په دغه ویاړلې تاریخې غونډه کې ګډون کړې واې خو د یوشمیر سهي او روغتیایې لامولونو له کبله نه توانیږم درورسیږم . زه ستاسې دهغه بلنلیک څخه ډیر زیات ممنون یم چې د دروند سرشار صیب له اړخه را ته را رسیدلې دې هیله ده چې زمونږ دمینې ډالۍ به د غونډې ټولو کارکوونکو ته ورسوۍ په درنښت ستاسې ورور قریب الرحمن سعید کونړ میشتو فرهنګیانو پیغام د ناروی په تورنهایم کی د افغانانو کلتوری ټولنی پیغام په اوسلو کی دافغانانو د کولتوری ټولنی پیغام د «څار» مجلی پیغام د «کونړ غږ» مجلی پیغام د« سپین غر» مجلی پیغام - بېرته شاته