(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د غنی په یاد

(پښتونخوا، شلمه ګڼه، دیارلسم کال، ۱۹۹۹ ع کال) ارواښاد غنی خان د پښتنو د ستر مشر خدای (ج ) بخښلی خان عبدالغفار خان ( باچا خان ) مشر زوی او د بهرام خان لمسی دی چې د پښتنو د خوازیخیلو د ټبر پوری اړه لری . غنی خان په ۱۹۱۴ ع کال کې د پښتونخوا د هشنغر د اتمانزو په کلی کې زیږیدلی دی . دی د پنځه کالو په عمر ؤ چې مور ئې سترګی د دنیا څخه پټی کړی . د غنی خان مور د رزړو د مشر خان یار محمد خان لور وه چې د باچا خان سره په ۱۹۱۲ ع کال واده شوی وه . د غنی خان دواړه نیکونه د خپل وخت نامتو خانان ؤ ، د مور تر مړینی ورسته د غنی خان روزنه دده نیا ( د باچا خان مور ) په غاړه واخیسته ، خو د هغی د ژوند هم ډیري ورځی پاتی نه وی ، پداسی حال کې چې باچا خان د دیره غازی خان په جیل کې قید ؤ ، نیا ئې مړه شوه او غنی خان بې سر پرسته پاتی شو . غنی خان خپله لومړنۍ زده کړه د پېښور ملی لوړ ښوونځی ( نیشل های سکول ) کې پیل او بیا کله چې په ۱۹۲۱ ع کال د باچا خان په هاند د اتمانزو ازاد ښونځی جوړ شو . نو غنی خان پدغه ښوونځی کې شامل شو او دا وياړ ئې وګټو چې ددی ښونځی په لومړیو زده کوونکو کې وشمیرل شی . د لسم ټولګی د پاس کولو وروسته د ډهلی په جامعه ملیه کې شامل شو ـ په ۱۹۲۹ ع کال کې باچا خان دی پښتونخوا ته راوغوښت او همغه کال د جولای د میاشتی په ۲۳ مه نېټه ئې په بیړۍ ( د اوبو جهاز ) کې سپور او لندن ته د زده کړی لپاره واستاوه . په لندن کې د دوه نیم کاله زده کړی په وخت کې پری د لندن یوه د فلم سټار مینه شوه چې بی اندازه ښکلی وه ، دده نورو ملګرو ته ویره پیدا شوه چې غنی خان ئې په نکاح وانه خلی ، نو يو کس باچا خان ته خط ولیکه او د ټولی قصی نه ئې خبر کړ ، باچا خان د تار ( تلیفون ) په ذریعه خبر ورکړ چې فورا امریکی ته کوم کالج ته لاړ شه . غنی خان د خپل پلار په حکم د لندن نه امریکی ته لاړ او د لویزیانا د ایالت د بوری او شکری جوړولو په یوه کورس کې شامل شو ، خو دوه نیم کاله وروسته چې باچا خان بیا بندی شو ، نو د غنی خان ژوند تریخ شو او پوره اته میاشتی د خرڅ لپاره پیسی ورسره نه وی ، بالاخر یو خپلوان دومره پیسی ورولیږلی چې دی پری د امریکا نه بیرته راغی . د پښتون ځلمی مشر او بنسټ ایښودونکی غنی خان يو ډیر اړخیزه شخصیت ؤ لیکوال ، شاعر ، فیلسوف ، مصور ، انځورګر او سیاست مدار ؤ ، او پدی ټولو برخو کې د بې ساری توان خاوند ؤ . غنی خان نه یوازی د پښتونخوا په دننه کې د پوهانو او ليکوالانو پاملرنه ځانته را اړولی ده بلکی د پښتونخوا بهر پری هم ډیر لیکنی شویدی . غنی خان د شخصیت په هر اړخ باندی ډیرو خبرو ته اړتیا ده نو ځکه د غنی په ژوند ، فکر ، لیکوالی او فلسفی نور څه نه وایو او ده ته خپله وار ورکوو چې د ځان په بار کې څه وائی :

ما ویلی غنی یاره بې اندازه غـــــــــــــــــوندی ئـــــې ادب دی درکی کم زبان درازه غــــــــــــــــوندی ئــــې قصه ده ګډه وډه نه سم خان شوی نه ټوقی شــــوی خو ته دی دوه پیازو کې څه دری پیازه غوندی ئې پټی دی وران ويجاړ دی او کږی وږی دی پــــولی کری پــــکې ګلونه حسن سازه غـــــــــــــــــوندی ئې لینده دی ماته ګوډه او شډل مډل دی غــــــــــــشی په وږی خیټه موړ او بې نیازه غـــــــــــــــــوندی ئې که رنګ وی که تراش وی که چاربیته که بـــــــدله په خپله لار روان ئې بې استاده غـــــــــــــــوندی ئې په مینه ئې مین او خدای ته پلار او جانــــان وائی دا ځکه خو بې توله بې اندازه غـــــــــــــــــوندی ئی

غنی خان ۱۹۹۶ ع کال د مارچ د میاشتی په پنځلمه نېټه په پېښور کې په روغتون کې ددی دنیا څخه سترګی پټی کړی او د مارچ د میاشتی په شپاړسمه نېټه په اتمازو کې په خپله پلرنۍ هدیره کی خاورو ته وسپارل شو . غنی خان که څه هم جسمانی زمونږ نه بیل شویدی خو پښتنی نړۍ ته ئۍ دومر ارزښتونه پریښودلی دی چې تل به دده یاد تازه ساتی . روح دی ښاد وی Ghani Khan, By: Nasim Khan Stori Pakhunkhwa Jahrg./ Vol.:13 Nr,/no.: 20 Year 1999 - بېرته شاته